Categories

اعلان

Loading…

په کابل کې انتحاري حملې لږترلږه ۱۲ شهیدان او تر ۳۰ ډېر نور ژوبل کړل

تاند- په کابل کې د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارت په دروازه کې په یوه انتحاري حمله کې لږترلږه ۱۲ تنه شهیدان او ۳۱ نور ژوبل شوي دي.

انتحاري نن /دوشنبه/ د ماسپښین په یوه بجه داسې مهال ځان والوزاوه چې د دې وزارت کارکوونکي په بس کې خپلو کورونو ته روان ول.

داعش تروریستي ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه واخیست.

د روغتیا وزارت ویندوی وحید مجروح رسنیو ته وویل چې روغتونونو ته د ۱۲ تنو مړي او ۳۱ ټپیان رسول شوي دي.

پولیسو او د روغتیا وزارت سرچینو وویل چې چاودنه د کلیو د پراختیا او بیارغونې د وزارت په لویه دروازه کې وشوه. د دغه وزارت ویندوی فریدون اژند فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې د انتحاري برید په مهال په خپله په وزارت کې و.

ده وویل، د وزارت مامورین په عمومي دروازه کې راټول شوي وو او بس ته یې انتظار ایست چې ځانمرګي ځان والوزاوه.

یوه بل مامور فرانس پریس اژانس ته وویل«زه په ودانۍ کې وم چې زوروره چاودنه وشوه. اکثره همکاران مې وتلي ول چې کورونو ته لاړ شي. سخت اندېښمن یم. موږ ته ویل شوي چې د وزارت له ودانۍ ونه خوځو.»

د کورنیو چارو وزارت ویندوی نجیب دانش رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په وژل شویو کې د کلیو د پراختیا او بیارغونې عادي مامورین، ښځې او ماشومان شامل دي.

تر دې مخکې نن په ننګرهار کې په دوو جلا انتحاري حملو کې لږترلږه ۲۴ تنه ژوبل شوي دي.

329 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2