Categories

اعلان

Loading…

زه دغسې وم لکه دا ته ، اوته به د اسې شې لکه دا زه

 محمد انور ولید    

د بشر او ټولې هستۍ په تاریخ کې دا ثابته شوې چې پرته له یوه خدای (ج) څخه د هستۍ د قانون له مخې هېڅ شی په فاني نړۍ کې پرخپل حال نه پاتې کېږي . د ابن خلدون (رحمة الله ) په نوم یوعالم وایي :

(هرڅه چې د پیدا کېدو قابلیت لري، هغه د ځوا نېدو، زړېدو او فنا کېدو قابلیت هم لري. ځکه د رستم د لیندۍ په څېرپه خپل ژوند کې د سعودي او نزولي ګراف لوړې ژورې طی کوي او بلآخره یوه ورځ د خپل مرګ څکه هم کوي.) لکه چې الله (ج) په خپل کتاب الله (قرآنکریم ) کې فرمایلي دي: ( کّل نفس ذائقة الموت ) یعنې ؛ ټول نفسونه د مرګ څکونکي دي .

خو د پیدا کېدو ، ودې ، ځوانېدو ، اکمال او پخېدو ، زړېدو او مړینې اسباب او ذرائع هم یوه طبیعي خبره ده . ځکه پرته له سبب او ذریعې څخه هېڅ شی نه له عدم څخه وجود ته را ځي او نه هم له وجود څخه بېرته په عدم باندې بدلېږي . دلته سبب او مسبب دواړه د هستۍ او نېستۍ  له پاره یو د بل لازم او ملزوم دي.

یوه ورځ د یوه کلي ترمخ د بل کلي یو شوخ هلک له خپلو نورو ملګرو سره تېرېده ، د کلي په مخ کې پر پېتاو یو ترټولوعمر خوړلی بوډا سړي پرخپل ګیلم باندې لمرته ډډه وهلې او یوموټی پروت ؤ . د پردي کلي ددې شوخ هلک نظردغه  بوډا سړي ته ور واوښت او سمدلاسه یې په کړس وخندل او خپلو ملګرو ته یې په تمسخُر سره وویل : اُوه ، هلته وګوري ! دا څومره وړوکی سړی دئ ! 

لمرته پراته بوډا د هلک دغه حیرت انګېزه خبره واورېدله او سمدلاسه یې ورته غږ چې : بچیه ! دلته راشه ! هلک له خپلو ملګرو سره د عمر خوړلي بوډا سړي خواته ورغۍ ، سپین ږیري په ځواب کې داسې ورته وویل : (( زه دغسې وم لکه دا ته ، اوته به  داسې شې لکه دا زه .))

هلک د سپین ږیري دې  ځوابي خبرې ډېر په حیرت اوچُرت کې وغورځاوه او ټکان یې وخوړ. ترډېره چوپه خوله ؤ ، چې دې سپین ږیري بابا څه ډول خبره ورته وکړه ؟ خو وروسته له ډېرو سوچونو دې پایلې ته ورسېد چې :

د بابا خبره سمه اوپرځای وه . انسانان خو چې کله له مورڅخه پیدا شي ، په سرکې ډېر بېوسه وي ، بیا د خپلې مورله عاطفې ډکې غېږي څخه پرځمکه د خاپوړوکولو، خبروکولو ، ګرځېدواومنډو وهلو وس پیداکړي . ماشومتوب یې په وړوکتوب بدل شي ، ورپسې زلموټی شي ، پیاوړی ځوان ترې جوړشي ، د پاخه عمراوعقل څښتن شي ، ځواني یې مخ پرځوړشي ، زوړشي ، په لکړه شي او بلاخره بېرته د خپل ماشومتوب هغه لومړني حالت ته ورسېږي چې پرهغه مهال بیا نه د وړوکتوب هڅانده شیمه په کې پاتې وي ، نه د خپلې هغې مستې ځوانۍ هغه مغرور ه هوا اوهوس په کې موجود وي . نه د طبیعت موسمونه اوکال څلورفصلونه له ده سره دده په طبعه برابره یاري اوملګرتیا کوي ، بلکې د خپل بدن فزیکي وړتیا هم ورسره مخه ښه کړې وي .ځکه چې خورا ک، څښاک ، هوا اومُد وا ټول ورته په زهرقاتل اوښتي وي .

بس هرڅه ورته د داسې تېرېدونکي بېوفا کاروان په څېرښکاري ته به وایې چې ټول یې بېوسي په خپلو سترګو ویني ، خوهېڅوک د مرستې او بېرته پرخپلو پښو د ودرېدولاس نه ورکوي . ځواني خوهسې هم شا وراړولې دا ځکه چې تېرېدونکی کاروان هم په ډېره بیړه خپله سعودي اونزولي لاره لنډوي ، د خپل ژوند له لوړو ژوروڅخه تېرېږي چې څوک په کې د خپل مقسود منزل ته رسېږي اوڅوک په نیمه لارکې ځوانیمرګ اود امیدونوغوټۍ یې ترغوړېدو مخکې ورژېږي اود ژوند سپرلي یې په رژېدلي خزان بدل شي .

هلک خو ښه ؤ له خپل مثبت سوچ څخه یې دا درس اوپایله ترلاسه کړه چې: ژوند د ارټ کوزۍ ده  چې د وخت د څرخ په اوښتوسره په خپل نوبت باندې ډکېږي اوتشېږي .. د وخت د تېرېدوکاروان د هېچا د ستړیا اویا کومې ور پېښې عارضې اوستونزې پروا نه ساتي ، ځکه وخت له هېچا سره ترپایه ملګرتیا نه ده کړې ، هرڅوک چې د وخت پرکاروان ورګډ شوي ، که څه هم هغه دعبدالغفار(حضرت نوح «ع ) په څېراوږدعمر ولري ، بیا هم د هغوی د عمرنیمګړی ارمان د بشریت په تاریخ کې نه دئ ورسره پوره شوی اونه به پوره شي .

ځکه چې انسان له یو لړانساني مکلفیتونو، وجیبواوآزموینو سره جوخت مرګ ته پیدا شوی اوآخربه د خپلوتېرواسلافوپه څېرله خپل فزیکي خصلت سره سم  یوه ورځ د خپل مرګ خوند اوڅکه هم کوي .

پورتنۍ بېلګه موږ ته دا درس را په یادوي چې ؛ انساني مخلوق په تېره د افغانستان مسلمانان د ژوند په دې کاروان کې الله پاک په سخته کورني ، سیمه ئیزه اونړیواله آزموینه کې اچولي . له پیدا کېدو څخه تر وړوکتوب ، ځوانېدو ، پخېدو او زړېدو پورې یې ډېرې لوړې ژورې طی کړې . په خپله جغرافیه او نوروسیموباندې به یې د حکومت کولو وس ورکړی ؤ . ځوان تمرکزاوثابت ملي محربه یې درلود . د چارواکوبه یې خپلې ملي روغتیا ته ډېرپام ؤ او په شدت اوځیرکتیا سره به یې د صادق ، ماهراومدبر طبیب په څېرخپله ټولنیزه روغتیا څارله . د خپلې ټولنې انسجام به یې په مسلکي ، انساني اواخلاقي وړتیا ووکې سره را ټول ؤ . د الله (ج) ددین حاکمیت ته یې حتی پرخپل ځان باندې هم  ترجېح ورکړې وه .خیانت ، چل ول ، درواغ ، د خپل ځان پورته کول او د نورو را پرځول یې په قاموس کې نه وو . څه به یې چې د ځان له پاره غوښتل ، د نورو له پاره به یې هم غوښتل . لوېدلي او بېوزله به یې ور سره را پورته کول او د خپل وخت د تمدن په کاروان کې به ور سره سم روان وو .  له همدې کبله یې د خپلې ټولنې د خلکو پر زړونو باندې حکومت کاوه او د خلکو ملاتړ یې له ځانه سره درلود .

ولې متأسفانه چې اوس خو د تېرو حکامو د بې پروائیو له کبله  دولت او رعیت دواړه په سخته آزموینه اوپردۍ لومه کې بند او ښکېل پاتې دي چې هره ګړۍ یې د مرګ خطر شته ، ځکه ثابت ملي محوراو روغ ملي وجود نه لري ، د ور پېښې صعب العلاجه مزمنې ملي ناروغۍ له کبله همدا اوس زموږ بې وسه ملت د مرګ په بستر باندې ددښمنانو د تسلیخ تر جاړه لاندې پروت دئ . که چېرته له دې عملیاتي آزموینې ژوندي را ووت ، نوالله تعالی به دوی اوددوی راتلونکونسلونوته هم روښانه برخلیک او ښه ژوند ور په برخه کړي ، اوکه په دې آزموینه کې ناکام اوپاتې راغلل ، نوبیا دې په دې دنیا دعزت اوښې راتلونکې اوپه هغه دنیا د بري تمه هم نه کوي .

اوس خو چې سړی ددوی دغه ورپېش ورباندې تپل شوي ناورین ، او ددوی ترمنځ دغه ډول نا برابریو او بې انصافیو ته ګوري ، داسې ښکاري چې دوی اوس هم خپل ځانونه او خپل مکلفیتونه نه پېژني ، ځکه په خپل لاس یې له یو بل څخه د بې باوریو ، بې انصافیو او ظلمونو له کبله ځانونه بېل کړي ، خپل ځانونه یې خپله خسرالدنیا والآخرة جوړکړي چې له امله یې حکومت پر خپل ملت ، او ملت یې پرخپل حکومت باندې باورنه لري .

همدلته ده چې پردیو د ښکېلاک او نیواک په امبورونو سره ددوی د اصلي وجود غوښې ترې و شکولې ، ویې وخوړلې ، سره بېل یې کړل ، ايل یې کړل ، خپل ځانونه یې پرې ماړه او و پړسول ، خودرد یې له پېړیو را هیسې د مظلومو افغانانو په وجود کې اوس هم پاتې دئ .

له دېنه داسې برېښي چې زموږ ټولنې هم له ماشومتوبه ترځوانۍ پورې خپل سعودي ګرافونه اومرحلې طی کړې ، خو متأ سفانه چې اوس مخ پرځوړ روانې دي ، بېوسه او زړې شوې دي . د تجرد او بېوزلۍ په دې پاتې عمرکې د خپل نامعلوم برخلیک شپې او شېبې شماري . دا ځکه چې له تېرو (۴۰) کالو را په  ایسته نه سم مالیارلري او نه هم کوم خواخوږی شپونکی . هرچا په خپل نوبت د خپلو ټو لنو په وړاندې لږ یا ډېره بې پروایي کړې ده . راټوکېدلي نسلونه یې هم ټول بې ثمره د پردو په لاس کې لوېدلي چې د  بې روحه توکوپه څېریې د خپلو ټولنو پر ضد  د وخت په هره مقطع کې په خپله خوښه یوازې د خپلې ګټې له پاره استعمال کړي .

دوی به هم د تېرو په څېر زړېږي ، ځواني اود اقتدار وختونه به یې هم تېر شي ، بلاخره فنا کېږي به ، خود استد راج او بې پروائییودروند باربه یې د راتلونکو نسلونو تنکۍ ملاوې ورماتې کړي . افسوس په داسې عمرچې عبث ، بې خیره اوپرته له مثبتې نتیجې تېرېږي .

یا الله ته موږ ته پردې باندې وس راکړې چې د خپلو خلکو او خپلې ټولنې د خدمت جوګه او مصدر جوړ شو . ( محمد انور ولید )

59 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *