Categories

اعلان

Loading…

د ننګرهار د یکشنبې خبرونه

د ملي امنیت عمومي رئیس د هېواد په کچه له دیني عالمانو مننه وکړه، چې په هلو ځلو يې د دولت او وسله والو طالبانو ترمنځ څو ورځنی اوربند اعلان شو.
د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزي د ټولو ولایتونو والیانو او امنیتي مسئولینو سره د ويډیوي کنفرانس پرمهال د هېواد په کچه له دیني عالمانو مننه وکړه، چې په هلو ځلو يې د دولت او وسله والو طالبانو ترمنځ د کوچني اختر په شپو او ورځو کې څو ورځنی اوربند اعلان شو.
نوموړي د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري والیانو او امنیتي مسئولینو ته د ټولو شهیدانو په ځانګړي ډول د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د شهیدو شويو سرتیرو کورنیو ته د کوچني اختر په شپو او ورځو کې د ځانګړې پاملرنې سپارښتنې وکړې.
د ملي امنیت عمومي رئيس د یاد ويډیوي کنفرانس پرمهال، چې یو شمېرو نورو لوړرتبه چارواکو هم شتون درلود ټولو مسئولینو ته يې د کوچني اختر په شپو ورځو کې د لا ډاډمن امنیت د ټینګښت او ستونزو د مخنیوي په موخه د احضاراتو هدایت وکړ.
د یوبل خبر له مخې په ۲۰۱ سیلاب قول اردو کې د امنیت ټینګښت په موخه د ننګرهار والي په مشرۍ د امنیتي مسئولینو او د غوڅ ملاتړ ځواکونو استازو ترمنځ نظامي غونډه ترسره شوه.
د یادې امنیتي ناستې په ترڅ کې ټاکنو ته د زمینې برابرولو، په یو شمېر سیمو کې د ولسي پاڅون کوونکو ځای پرځای کیدو او په ځینو سیمو کې د ځانګړو عملیاتو په ترسره کیدو او په یو شمېرو نورو موضوعاتو خبرې اترې او پریکړې وشوې.
ننګرهاروالي حیات الله حیات امنیتي مسئولینو ته د عملیاتو پرمهال د ولسي وګړو د سر او مال خوندیتوب سپارښتنې وکړې.
نوموړي زیاته کړه ټاکنې یوه ملي پروسه ده نو په همدې اساس يې مسئولینوته په ټاکنیزو مرکزونو کې د لازیاتو امنیتي تدابیرو د نیونې جدي لارښوونې وکړې.
د یادونې ده، چې په یاده نظامي غونډه کې د ننګرهار والي سربیره د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قومندان ډګرجنرال محمد زمان وزیري، امنیه قومندان پاسوال غلام سنايي ستانکزي، د ملي امنیت رئیس تورن جنرال نظرعلي واحدي، د سرحدي لوا قومندان جنرال محمد ایوب حسین خیل، د عامه نظم قومندان جنرال نصیر احمد ساپي، د همغږۍ قومندانۍ مرستیال، د غوڅ ملاتړ ځواکونو استازو او یو شمېر نورو ګډون کړی و.
ننګرهار والي د یو شمیر مسؤلینو په ملتیا د جلال اباد په حوزوي روغتون کې د کوټ ولسوالۍ د وروستۍ پېښې د ټپيانو د روغتیایي وضعیت پوښتنه وکړه.
ننګرهار والي حیات الله حیات،چې د عامې روغتیا رئيس ډاکټر نجیب الله کاموال،د حج او اوقافو رئیس محمد داود مجاهد او یو شمیر نورو یې ملتیا کوله،د شپې ناوخته د جلال اباد په حوزوي روغتون کې د کوټ ولسوالۍ د وروستۍ پېښې د ټپيانو د روغتیایي وضعیت پوښتنه وکړه .
د کوټ ولسوالۍ په هندیانو بازار سیمه کې نن ماښام له روژه ماتې وړاندې د بازار په یوې هټۍ کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله د ۲ ماشومانو په ګډون ۵ ملکي وګړي شهیدان شول او د ۴ ماشومانو په ګډون ۱۵ نور ټپيان شول،چې د پېښې قربانیان ټول ملکي وګړي وو او ټپیان د جلال اباد حوزوي روغتون ته را لیږدول شوي وو.
ننګرهار والي حیات الله حیات په داسې حال کې چې په رامنځته شوې پېښه یې ژوره خواشیني وښوده،شهیدانو ته یې د فردوس جنت هیله وکړه،ټپیانو ته د درملنې په برخه کې د لا زیاتې پاملرنې په موخه خپله حوزوي روغتون ته ولاړ او روغتیا پالو ته یې سپارښتنه وکړه،ترڅو د پېښې ټپيانو د درملنې په برخه کې له دقت او سرعت څخه کار واخلي .
نوموړي د حوزوي روغتون د مسؤلینو،جراحې څانګې مشر او ډاکټرانو او ټولو روغتیا پالو څخه مننه وکړه،چې پر وخت یې د ټپیانو د درملنې په موخه کې اقدامات ترسره کړل .
ننګرهار والي حیات الله حیات همدا راز د پېښې د ټپیانو د کورنیو غړو سره د لیدنې پر مهال د دوی ته ډاډ ورکړ،چې روغتیا پال یې ټپیانو ته ځآنګړې پاملرنه ترسره کړې،چې د پيوزانو له لورې د ننګرهار والي او روغتیایي مسؤلینو څخه مننه او ستاینه وشوه .
په ورته وخت کې ننګرهار والي د حوزوي روغتون د ICO څآنګې څخه هم لیدنه او څآرنه ترسره کړ
په ختیځ کې د اوچا نړیوالې ادارې مشروايي د دوی په همغږۍ د تیرو دوو کالونو راهیسې پدې ولایت کې ۱۶۹ زره داخلي بې ځایه شوو کورنیو سره بېلا بېلې مرستې شويدي.
په ختیځ کې د اوچا نړيوالې مرستندویه ادارې مشر ندیم بشیر ننګرهار والي سره د پيژندنې په لومړنۍ لیدنه کې وویل د دوی په همغږۍ او د ۱۲ نړیوالو مرستندویه ادارو په مالي همکارۍ د تیرو دوه کالو راهیسې په دې ولایت کې ۱۶۹ زره داخلي بې ځایه شوو او ۱۴ زره طبعي افاتو ځپلو کورنیو سره بېلا بېلې اړینې بشري مرستې شويدي.
نوموړي زیاته کړه پدې وروستیو کې یې د هسکې مېنې ولسوالۍ ۳ سوه کورنۍ داخلي بې ځایه شوې او د کامې ولسوالۍ ۲۳۲ سیلاب ځپلو کورنیو سروې کړې، چې په نږدې ورځو کې به ورسره اړینې مرستې ترسره شي.
ننګرهار والي حیات الله حیات د اوچا نړيوالې مرستندویه ادارې څخه مننه وکړه، چې تل يې د ولایتي ادارې په غوښتنه او د نورو مرستندویه ادارو په همغږۍ داخلي بې ځایه شویو او له کډوالۍ راستانه شویو کورنیو سره بېلا بېلې مرستې کړي او دغه لړۍ يې دوامداره ساتلې.
هغه د کډوالۍ راستانه شویو او داخلي بې ځایه شوو کورنیو سره د لازیاتو بېلا بېلو اړینو مرستو په ترسره کیدو ټینګار وکړ او هم يې دوی ته په چارو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
ننګرهار امنيې قوماندان پوليسو ته د لومړۍ درجه احضاراتو ترڅنګ د نيکمرغه کوچني اختر په شپو ورځو کې د لا ډاډ من امنيت ټينګښت لارښونه وکړه .
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې ننګرهار امنيې قوماندان مل پاسوال غلام سنايي ستانکزي ، دامنيت امر سمونوال اغاګل الهام ، اداري مرستيال سمونوال ګل رحيم ساپي ،ملکي مرستيال نجيد احمد رحيمزي ، دشعباتو مديرانو او يو شميرمنسوبينو ګډون کړی و.
امنيې قوماندان په دې ولايت کې دګډو امنيتي ځواکونو په ښې همغږۍ خوښي ښکاره کړه چې په خبره يې د هيواد د دښمنانو د تخريبي او ترهګريزو کړنو د مخنيوي په موخه يې ګډې بريالۍ هلې ځلې ترسره کړي.
نوموړي د تيرې ورځې د پيښي پر مهال د پوليسو د هڅو ستاينه وکړه چې بريد ګر يې موخي ته له رسيدو وړاندې له منځه يوړ.
امنيه قوماندان دغونډې ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه ، چې د مذهبي ، ملي ، تاريخي او نړيوالو مهمو ورځو د ښه نمانځلو په موخه لا زياتې هڅې وکړي او دولسونو لپاره ډاډمنه امنيتي فضا برابره کړي .
مل پاسوال غلام سنايي ستانکزي د نيکمرغه کوچني اختر د رارسيدو په وياړ د قوماندانۍ ټولو منسوبينو ته لومړی درجه احضارات اعلان کړل او په دغه مذهبي او تاريخي شپو او ورځو کې يې دکلکو امنيتي تدابيرو د نيولو امر وکړ.
نوموړي دغه پوليسو ته سپارښتنه وکړه ،چې دغير مسول وسله والو ، بې اسناده موټرو د ګرځيدو مخنيوي ، د موټرو تورو ښيښو سپينولو تر څنګ ، د پلاستيکي ټوپکونو ، پټاقيو او چاوديونکو توکو د پلورلو ، اخستلو ، استعمال ، بې مورده هوايي ډزو او نوروغيرې قانوني کړنو مخنيوي په موخه خپلې هڅې لا پراخه کړي.

جلال اباد ښاريان د وسله والو طالبانو له لوري د اوربند د اعلان د هر کلي ترڅنګ د وسله والو طالبانو دغه اقدام د ولس او هيواد په خير ګڼي او په هيواد کې يې د سولې او ټيکاو راتګ لپاره مهم او ګټور بولي .
جلال اباد ښاريان همدا راز له ټولو وسله والومخالفينو غواړي چې نوره جګړه بس او سوله وکړي.
د تيرې پنجشنې په ورځ ولسمشر محمد اشرف غنی د ارګ پر فيسبوک پاڼه پر يوې ژوندۍ خپره شوې ويډيو کې د روژې مبارکې مياشتې له ۲۷مې نېټې څخه د کوچني اختر تر پنځمې پورې اوربند اعلان کړ او په ورته وخت کې د هېواد ټولو امنيتي او دفاعي ځواکونو ته هدايت ورکړ چې د اوربند پرمهال پر افغان وسله والو طالبانو خپل ټول تهاجمي عمليات متوقف کړي .
دولسمشر له لوري د اوربند اعلان د هيواد په ګوډ ، ګوډ کې د ديني علماوو او ولسونو له کلک ملاتړ او هرکلي سره مخ شو .
ديني علماوو او ولسونو همدا راز له وسله والو طالبانو څخه د حکومت د دغه اقدام په ځواب کې د ورته عمل غوښتنه وکړه ، چې طالبانو هم نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کوچني اختر لومړۍ ، دوهمه او دريمه ورځ اوربند اعلان کړ.
يو شمير جلال اباد ښاريانو ننګرهار ملي راډيو تلويزيون سره د خبرو پرمهال د وسله والو طالبانو له لوري د اوربند د اعلان هر کلی وکړ.
دوی دغه راز د وسله والو طالبانو د اوربند اعلان د ولس او هيواد په خير ګڼي اوپه هيواد کې يې د سولې او ټيکاو د راتګ لپاره مهم او ګټور بولي .
جلال اباد ښاريان همدا راز له وسله والوطالبانو غواړي چې په هيواد کې د سولې او امن راتګ په موخه دې يوازي په څو ورځو اوربند بسنه نه کوي او د اوربند موده دې زياته کړي څو خبرې اترې پکې وشي او په هيوادکې د دايمي سولې او امن راتګ په موخه ګټور ګامونه واخيستل شي.
دغه کوچنی که څه هم د وسله طالبانو له لوري درې ورځني اوربند په هيواد کې د سولې راتګ لپاره هيله مند کړی خو له وسله والو طالبانو غواړي چې په هيواد کې د تلپاتې سولې او امن راتګ لپاره دې د اوربند موده ډيره کړي ، څو له دايمی سولې برخه مند او وکولی شې له نورو ماشومانو سره په سوله کې زده کړې او ژوند وکړي .
که څه هم د دواړو لورو لنډ مهال اوربند افغان ولس په هيواد کې د سولې او ټيکاو لپاره هيله مند کړی خو دوی له دواړو لورو د اوږد مهاله او دايمي اوربند او سولې غوښتنه کوي.
ننګرهار کې ډاکترانو د دوه طرفه اور بند په خوښۍ کې د ناروغانو معاينات وړيا اعلان کړل
ننګرهار ولايت د خصوصي روغتونونو او کتنځايونو مسئولينو د يوې ناستې په ترڅ کې د حکومت او وسله والو طالبانو له لوري د دوه طرفه اوربند په خوښۍ کې د روژې اووه ويشتمه او اته ويشتمه دوه ورځې ناروغانو معاينات نيمه وړيا او درملو کې يې د ګټې نه کولو اعلان وکړ.
دغه ناسته، چې د غبرګولي په ۱۹مه عامې روغتيا رياست کې جوړه شوې وه پر مهال يې د عامې روغتيا رئیس ډاکتر نجيب الله کاموال، مرستيال ډاکتر شعیب سهاک، د خصوصي روغتونونو او کتنځايونو مسئولينو او ډاکترانو ګډون کړی و.
د دغه ناستې پر مهال د عامې روغتيا رئیس ډاکتر نجيب الله کاموال د خصوصي روغتونونو او کتنځايونو له مسئولينو وغوښتل، چې د روژې مبارکې مياشتې په درناوي او د دوه طرف اوربند په خوښۍ کې له ناروغانو سره ځانګړې همکاري او تخفييف اعلان کړي.
کامه وال د خصوصي روغتونو له مسئولينو وغوښتل، څو هېوادوالو لپاره د روژې په اووه ویشتمه او اته ویشتمه نېټه د ‌‌‌‌‌‌ډاکټر او بستر فیس وړیا، لابراتواري معاینات په نیمه بیه او درملو کې هم هیڅ ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډول ګټه ونکړي او په کمو پيسو یې په هېوادوالو وپلوري.
کامه وال مسئولینو ته سپارښتنه وکړه، چې د اختر په ورځو کې باید د ځانګړې تقسیم اوقات له مخې په سمه توګه خدمات عرضه کړي او نوکریوالي مراعت شي.
د خصوصي روغتونونو مسئولینو د خپلو خبرو په ترڅ په ژمنه وکړه، چې د عامې روغتیا ادارې له لوري په شوې پریکړې به عمل کوي او د روژې مبارکې په وروستیو او د اختر په ورځو کې به د خدماتو په بهبود کې ځانګړې پاملرنه وکړي.
دوی د حکومت او وسله والو طالبانو له لوري د دوه طرفه اوربند په خوښۍ کې د روژې اووه ويشتمه او اته ويشتمه دوه ورځې ناروغانو فيس او بستر وړيا، معاينات نيمه وړيا او درملو پلور کې يې د ګټې نه کولو ژمنه وکړه.
د پېښو پر وړاندې چمتووالي ادارې نوي سرپرست رئیس پر دنده پيل وکړ
ننګرهار ولايت پيښو پر وړاندې چمتووالي نوی سرپرست رئيس ظهور سيلاب د غبرګولي په ۱۹ د ولايت مقام مالي او اداري مرستيال تميم عارف مومند له لوري د دې ادارې کارکونکو او مسئولينو ته ور وپيژندل شو .
په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د ولايت مقام مالي او اداري مرستيال تميم عارف مومند د پيښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې نوي سرپرست رئيس ته سپارښتنه وکړه، چې ورسپارل شوې دنده په پوره حوصلې او صداقت مخته يوسي.
نوموړي د پيښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې نوي ټاکل شوي رئيس څخه وغوښتل ، چې د فساد پر وړاندې د مبارزې ترڅنګ د دولت ټولو قوانيونو ته درناوی وکړي.
د پيښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې نوي ټاکل شوي سرپرست رئيس پر ده د شوي باور له امله له مسئولينو د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه چې ورسپارل شوې دنده به په صداقت او ايماندارۍ پرمخ يوسي.
د هسکې مينې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ځمکنيو او هوايي بريدونو په ترڅ کې شپږ داعش وسله وال ووژل شول او دوه مرکزونه يې تخريب او لمنځه يوړل شول .
تير ماښام شاه وخوا شپږ بجې د هسکې مينې ولسوالۍ د ګورګورۍ اړوند راغه ، اوشابۍ سيمو کې بهرنيو ځواکونو د عملياتو پرمهال د داعشيانو په مرکزونو هوايي او ځمکني بريدونه ترسره کړي چې په ترڅ کې یې دشابي په سيمه کي شپږ داعش وسله وال وژل شوي او د هغوی دوه مرکزونه لمنځه وړل شوي او يو شميرسيمې دداعشيانو له شتون څخه پاکې شوي دي .
دمعلوماتو له مخي په يادو مرکزونو کي دداعشيانو يو شمير وسله او مهمات هم تخريب او له منځه وړل شوي .
بل لورته پوليسو د بهسودو او دره نور ولسواليو او جلال اباد ښار په مربوطاتو کې څلور تنه دقتل او څلور تنو د ټپي کيدو په تور نيولي .
دغه راز د شيرزادو ولسوالۍ ما ما خيلو بازار سيمه کي دوسله والو طالبانو دوه ډلمشرانو خپلمنځي نښته کړې چې په ترڅ کې يې د تور په نوم يو وسله وال طالب ټپي شوی دی.

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *