Categories

اعلان

Loading…

پکتیکا: له پوهنې ریاست سره د سل خېمو مرسته وشوه

د یکشنبې په ورځ په پکتیکا ولایت کې د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست له لوري ددغه ولایت د پوهنې له ریاست سره د سل خېمو مرسته ترسره شوه.

یادې خېمې د پکتیکا والي په ځانګړې لارښوونه د یوه تفاهم لیک له مخې ورکړل شوې.

د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال محمدنسیم واجد وایي، په یو شمېر ښوونځیو کې لا هم د سرپناه له ستونزې سره مخ دي او په وینا یې همدې اړتیا ته په کتو یې یادې خېمې وړاندیز کړې.

ښاغلی واجد زیاتوي، ددغو خېمو په ورکړې سره به یې د زده کوونکو ګڼې ستونزې هوارې شي او په خبره یې له موقتي سرپناه نه به برخمن شي.

بل لورته د پکتیکا ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست رئیس نجیب االله جاهد وایي چې له پوهنې ریاست سره په هره برخه کې همکاره دي او په وینا یې یادې خېمې هم ددې همکارۍ یوه برخه وه.

نوموړی دغه راز زیاتوي، د دوو کالونو په جریات کې به د یاد ریاست په چوکاټ کې د پکتیکا په بېلابېلو ولسوالیو کې ۲۴۳ بابه ښوونځیو ته په عصري ډول ودانۍ جوړې کړي.

په همدې حال کې پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وایي، د پوهنې له بهیر سره همکاري زیاته شوې او په خبره یې، د دولت ترڅنګ عام خلک هم د ښوونیز بهیر د پیاوړتیا لپاره کار کوي.

ښاغلي وحدت وویل، د پوهنې په برخه کې پراخ اصلاحات رامنځ ته شوې او په وینا یې لا هم د ولسونو په همکارۍ دغه لړۍ جاري ساتي.

د یادونې ده، په پکتیکا ولایت کې د پوهنې بهیر د کمي برخې ترڅنګ کیفي برخې ته ځانګړې پاملرنه کیږي او په همدې موخه پکتیکا والي د پوهنې ریاست له مسؤلینو سره دوامداره ځانګړې ناستې ترسره کوي.

د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *