Categories

اعلان

Loading…

‎اوربند | ‎مینه منګل

‎سره له دې چې جګړه نه د افغانانو ده او نه د افغان حکومت په افغانستان کې روانه جګړه پردۍ ده او پر موږ په زوره تپل شوې، او قرباني یې هم موږ یو ، خو بیا هم افغان ولسمشر ټولو اسلامي انساني او او نړیوالو اصولو ته په کتو د روژې د مبارکې میاشتې له اوه ویشتمې د اختر تر پنځمې پورې له وسله والو مخالفینو سره اور بند اعلان کړ، دا ددې ښکارندويي کوي چې افغان حکومت جګړه نه غواړي افغان حکومت انسان وژنه نه غواړي افغان حکومت سوله غواړي او د انسانانو خوندي ژوند غواړي.

‎د کابل پروسې د کانفرانس پر مهال افغان حکومت وسله والو ته ‌‌‌‌‌‌ډېر ښه وړاندیزونه درلودل ، چې په هغې کې یوه ماده د اور بند وه، ‎او ولسمشر غني د کابل پروسې په دویم کنفرانس کې وسله‌والو طالبانو، نړیوالې ټولنې او پاکستان ته واضع وړاندیزونه وکړل او له طالبانو سره د روغې جوړې په موخه د سیاسي اډانې وړاندیز ترڅنګ وویل، اوربند دې وشي او طالبان دې د سیاسي ګوند په توګه وپېژندل شي.

‎ولې طالبانو د افغان ولسمشر دا وړاندیزونه رد کړل د کنفرانس پر مهال او وروسته یې زیاد بریدونه ترسره کړل چې د بېګنا افغانانو ژوند یې واخیست ، همدا راز د هېواد په څو ولایتونو کې یې دوامداره جګړه وکړه چې خپله همدا جګړه کوونکي پکې مات شول .

‎پوښتنه دلته ده چې وسله وال طالبان د جګړې د لارې څه تر لاسه کولی شي؟

‎که چېرې دوی د افغان حکومت ټول وړاندیزونه ومني د عزت ژوند به تر لاسه کړي ، بد بختانه پاکستان ایران او یو شمېر نور هېوادونه کله هم نه غواړي چې په افغانستان کې جګړه ودرېږي ځکه ددې هېوادونو ګټه د افغانستان په جګړه کې ده .

‎طالبان اوس ښه موقع لري دا چې افغانان په جګړه کې ښکېل نه بلکې تل قرباني ول. ‎خو بیا هم غواړي چې د جګړې له ښکېلو غاړو سره د سوله وشي.

‎طالبان که سوله غواړي دا یې ښه وخت دی افغان حکومت به هر هغه ټول امکانات دوی ته ورکړي کوم چې نورو هېوادوالو د پاره دي، اوس یې وخت دی چې د جګړې پر ځای په دې فکر وکړي چې کومه لاره غوره کړي، د جګړې لاره یوه لور ته هم ګټه نه لري که د سولې لاره غوره کړي نو دوی به د ټولو اسلامي او انساني حقونو برخمن شي.
‎دوی د نور د پاکستان او ایران د لاس وسلې نه جوړېږي  ‎افغان حکومت د کابل پروسه کې طالبانو سره ښې ژمنې وکړې لکه
۱: د پخلا کېدونکیو طالبانو د امنیت له‌پاره د تدابیرو نیول.
۲: په کابل او یا هم بل کوم هېواد کې ورته د دفترونو پرانیستل.
۳: له نړیوالې ټولنې به وغواړو، چې پر طالبانو بندیزونه لېرې کړي. طالبانو ته د پاسپورټونو صادرولو، په ازاد ډول سفر کولو، رسنیو ته د لاسرسي د ترتیباتو او د طالبانو د کورنیو له بېرته مېشتېدو په برخو کې مرستې کول.
‎طالبان تر دې ‌‌‌‌‌‌ډېر او ښه څه غواړي؟
‎افغان حکومت تل وسله والو طالبانو ته ښه نیت لرلی او تل یې ورته د سولې دروازې خلاصې پریښي که یې ومنلې نو د عزت ژوند به ولري که د پاکستان په لاره لاړل ،نو تل به ذلیله وي.
‎زه هیله لرمه چې د حکومت د اوربند پرېکړه په افغانستان کې د دایمي سولې نښه وګرځي.
‎مینه منګل

757 total views, 3 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2