Categories

اعلان

Loading…

‎د سولې ښه فرصتونه | مینه منګل

‎اوس هغه وخت رسېدلی چې ټول افغانان د سولې له فرصتونو څخه ګټه واخلو ، او د پرديپالو په وړاندې یو موټی شو.
‎لومړی فرصت په افغانستان کې ټول دیني علما د جګړې او افغان وژنې ضد فتواورکوي باید ددې علماو ملاتړ وکړو، او ددوی په ساتنه کې له دولت سره جدي همکاري وکړو.

‎دوهم فرصت د ټاکنو پروسه ده کله چې موږ په ټاکنو کې په پراخه ‎کچه برخه واخلو کولی شو چې ولسي جرګې ته په هېواد مئین او په پوهه سمبال شخصیتونه را ولېږو داسې استازي چې د حکومت ملا ور وتړي نه داسې اشخاص چې پردیو ته په جاسوسۍ د حکومت ملا ورماته کړي کله چې اهل کسان د ولسي جرګې غړي شي د دولت ملت، او ولسي جرګې هدف، فعالیت، او غږ به یو وي. په دې توګه موږ سولې ته رسېدلی شو.

‎دریم فرصت برښنايي پېژند پاڼو وېش دی ، ددې پروسې په پيل سره به ‌‌‌‌‌‌ډېر پر وطن مئين او پرديپال اشخاص مشخص شي، دا یو حقیقت دی چې افغانان سوله غواړي او د شته نظام پياوړتیا غواړي ، پرديپال تل د نظام تخریب او نسکورېدل غواړي ، هغوی چې له افغانیت څخه منکر شول او برښنايي پېژند پاڼې وانه خیستې څرګند به شي چې ددې خاورې دښمنان څوک دي بیا به هغه وخت دولت خپلې لارې ورته وګوري.

‎څلورم فرصت هغه افغاني طالبان چې تر ننه د افغانانو په وړاندې جنګېدل ، ددې وطن اصیل بچیان امنیتي ځواکونه یې شهیدانول ، نن ورځ همدا دولت دې طالبانو په وړاندې جګړه دروي که لږ هم له وسله والو طالبانو سره انساني احساس وي نو را دشي د دولت سره د یو ځای شي ددې وطن څخه د داسې ساتنه وکړي چې هېڅ بل هېواد ته ضرورت پيدا نشي چې راشي او زموږ ‎د خاورې ساتنه وکړي.
‎موږ ‌‌‌‌‌‌ډېر فرصتونه لرو د سولې رسېدو ته.
‎راځئ چې موږ ‎نړۍ ته وښیو چې موږ افغانان د جګړې طرف نه بلکې قرباني یو ، موږ سوله غواړو، موږ ‎تشدد نه غواړو، موږ ‎وینه بهېدل نه غواړو، موږ ټولو اسلامي او انساني اصولو ته ژمن ولس یو .
‎راځئ چې موږ د هغو هلمندي ځوانانو کاروان ورته مثال کړو چې د سولې د پاره له هلمنده تر کابله په لوڅو پښو را روان شوي .
‎راځئ چې موږ د خپل دولت هغه نیت ور ښکاره کړو چې له وسله والو سره یې اوربند اعلان کړ.
‎ځکه دا اور بند د سولې د پاره یوه خلاصه شوې دروازه ده .

‎کله چې موږ یو ښه پياوړی نظام ولرو د حکومت په راس کې ښه پياوړي مشران ولرو ،کله چې موږ ښه قوي اردو، هوايي ځواک، ملي پولیس، کماندو ولرو، کله ‎چې موږ پياوړي دیني عالمان ولرو، کله چې موږ په افغانستان کې پياوړي لوی قومونه ولرو دا خپله د سولې فرصتونو ته لارې دي، که مو له دې فرصتونو ګټه واخستله ، او د نظام د داخلي مخالفینو او پردیپالو په وړاندې یو موټی شولو ، دښمن مو ماتې خوري او موږ به یو سوله ییز ژوند ولرو .
‎صرف یوې قوي ارادې ته اړتیا ده .

415 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2