Categories

اعلان

Loading…

بیه / عصمت قانع

زموږ نننۍ نړۍ د یوه لوی بازار په څېر ده او په دې بازار کې هر څه د معاملې پر ډګر پراته دي. د شلمې پېړۍ پای او د یوویشتمې پېړۍ پیل د بې طبقې ټولنې د جوړېدو د آرمان د نه پوره کېدو او د پانګې د جهان د بري او کامیابۍ زمانه وه.

د پانګې فرهنګ د سرمایې اخلاقو او د زرو ـ زور اوس زموږ د خاورینې کُرې پر هره څنډه باندې وزر غوړولی دی او دا زمان د پانګې زمان دی، دا وخت د زرو وخت دی، د تاریخ دا پړاو د مارکېټ پړاو دی.

پدې وخت کې هر هغه څوک د زور خاوند دی، چې د زرو مالک وي، په دې وخت کې هغه ملتونه ازاد دي، چې د نړۍ په مارکېټ کې د ازادۍ د بیې نغده وجه لري.

په دې پړاو کې هغه هېوادونه مصون دي، چې مصونیت او سلامت یې ددې خاورینې کُرې د پانګوال فرهنګ اړتیا او احتیاج دی.

په دې وخت کې د سرورۍ او سردارۍ معیار د ګټو، مفاداتو او منفعتونو بازار دی او ددغه بازار د کنترول جادو یوازې او یوازې د علم او معرفت په لاس کې دی.

تعلیم دی چې د ځمکې پر کره باندې د اباد انسان ګټه او منفعت خوندي کولای شي، پوهه ده چې د مرګونو خولې ته قیضه ور اچوي.

مکتب، پوهنتون، کالج او یونیورسټي ده، چې د مادي نعمتونو د حصول لپاره د انسان شعور ته ارتقا ورکوي، د نظم او ډسپلین خواته یې کشوي، له ډله ییزو فتنو یې په امان کې ساتي، د دولت جوړولو شعور ورکوي او د اجتماعي مناسباتو د غوره تنظیم لپاره یې یوه اجتماعي قرارداد ته هڅوي چې موږ یې اساسي قانون بولو.

همدغه اساس او بنسټ دی، چې د ټولنې، مملکت او دولت دا ادارې اساسات او بنیادونه په یوه مشخص چوکاټ کې تنظیموي.

پوهه او علم دی، چې له دغه چوکاټ څخه د حفاظت او مواظبت او د اقتصادي فرهنګ رواجونه او سنتونه روښانه کوي. نه مې خوښېږي، چې د باسوادانو په څېر خبرې ولیکم، ځکه په دغه تقلیدي سودا کې مې د خپل ولس د مرګونو یوه داسې تابلو لیدلې ده، چې اوس مې نه پرېږدي تقلید یې وکړم.

زه چې په تنکي ماشومتوب کې یتیم شوم، نو خلکو به د اخترګل د یتیم په نامه غږ راته کاوه، چې لږ څه مې هډوکو د مقاومت توان پیدا کړ، نو جوالي شوم، نیمه ورځ به مکتب ته تلم او نیمه ورځ به مې د خلکو جوالونه پر شاه وړل. له هماغه وخته راهیسې مې د جوالیانو، پلنډیانو، شپنو او غوبنو، خټګرو او بزګرو، مزدورانو او کارګرو له څېرو څخه یو بل سواد زده کړ.

ما د خلکو په سپېرو مخونو کې د ژوند کتاب لوستلو، ما د چاودلو پښو په سپېرو رنګونو کې د نیکمرغیو د لاس ته راوړلو رازونه لوستلو.

اوس چې کله هم د نجات او خلاصون په هلکه فکر کوم، نو لومړی مې د خلکو او ولس د ګټو تابلو مخې ته درېږي او زه پکې د انفرادي ګټو پر ځای د خپل لوی وطن د سترو ګټو د سواد په ژبه خبرې کوم. زما اکثره انډیوالان وایي، چې د کوڅه ډبو اطرافیانو په څېر خبرې کوي، خو زما سواد د سپېرو کوڅو، سوځنده میدانونو، اغزنو کروندو او له کړاوه ډکو ډاګونو سواد دی، چې د ژوند تجربې په کې تکرار شوې دي.

په همدې هلکه یې درته وایم؛ کله چې د روسانو پر ضد جهاد هره ورځ د افغانانو د مادي او معنوي ګټو د ناتمامیو قربانیو لړۍ ته دوام ورکاوه، نو په ۱۳۶۱ هه ل کال کې زه د کندهار ارغنداب ته ولاړم. د کوټې په برمه هوټل کې مې له مولوي سدوزي کاکا څخه پر مولوي اختر محمد صاحب باندې د سپارښت خط واخیست او سیده کندهار ته ولاړم.

روسانو پر ډول ډول بمباریو برسېره د توپونو ریکتیف دستګاوو او راکېټونو د ګولیو استعمال د نیم ساعت لپاره هم نه بنداوه. د ساړه مني په یوه نسبتاً ساړه ماښام کې له ارغنداب څخه د کندهار د سیلو خواته را روان وو.

زموږ په ګروپ کې یو ملا چې ملګرو ورته ملا شال اخندزاده وایه، خو اصلي نوم یې شا محمد وو، هم راسره وو. پر لاره را روان وو، چې په یوه باغ کې مو د چرسیانو یو ډله پیدا کړه، چې هم مجاهدین وو او هم چرسیان. دغه ګروپ د چلم سرخانه له چرسو ډکه کړې وه او د چرسو لوخړو یې د باغ فضا ټوله له لوګیو ډکه کړې وه.

ملا شال اخند چې د مجاهدینو د چرسو څکولو دغه حالت ولید په غوسه شو او مجاهدینو ته یې کړه، چې های د خدای ګنهګارانو بیا د نمرود غولو ته ناست یاست او لوخړې ترې پورته کوﺉ. خدای مو وشرموه، د الله په قهر او غصب اخته شﺉ، یا چرس پرېږدﺉ یا جهاد، دا څه حال دی چې نوم د مجاهد درباندې یادېږي او څکوﺉ چرس.

د ملا شال اخُند د نصیحت او غوسې وینا لا نه وه خلاصه چې یو څڼور چرسي مجاهد راپورته شو او ملا شال اخند ته یې وویل، حاجي ملا صاحب، ته خو دا چرس د نمرود غول بولې او تاته د نمرود غول ښکاري، د نمرود د دغو غولو قیمت په بازار کې یو کیلو په شل زره افغانۍ دی، ته راته ووایه، چې ستا د هغې قیمت څومره دی؟

ملا شال اخند نور هم په قهر شو او په غوسه ناکه لهجه یې د خدای لعنتونه او غضبونه پر چرسیانو ور حواله کړل. موږ هڅه کوله چې د خپلې یاغي خندا نه تم کېدونکو څپو ته بندونه واچوو.

نو خبره مې د بیې کوله، بیه قیمت او د مارکېټ ارزښت هغه څه دي، چې موږ یو څه پرې ترلاسه کولای شو. اکثره وروڼه او ملګري غواړي چې د پردو په کچکول کې له ګدایۍ او سوالګرۍ سره راغلې ډیموکراسي د خپلو مفاداتو او ګټو تابع وګرزوي. د همدې هدف لپاره اوږدې فلسفې بیانوي، په ګردو میزونو کې قانوني موشګافۍ د لیکچر په ډول د خپلې وینا برخه ګرزوي او ډیموکراسي د جنګسالارانو د کور مېنځه بولي.

خو دې ته یې پام نشته، چې دوی په دغه لوبه کې د ګټې او مفاد لپاره کوم قیمتونه لري، د قانون د تطبیق لپاره کوم مدني زور لري، هغه زور چې د خلکو په منظمو لیکو کې موندل کېږي، هغه شعور چې د خلکو د ګټو د حفاظت لپاره له پوهنتونونو او ښونځیو څخه راوزي، هغه تفکر چې په منظم ډول د خلکو د مفاد پر محور راګرزي، هغه نظم او ډسپلین چې د ولس زور تنظیموي او د خلکو اجتماعي ګټې پرې ساتي، دغه ټول له موږ سره نشته او موږ د یوې ښې ډیموکراسۍ د قیمت لپاره تش جیب لرو.

زموږ افلاس دي چې پر موږ یې د سفارتونو جاسوسان، د مافیا ګُلډانګان، د مخدره موادو قاچاقبران، د پردو کرایي قاتلان د ډیموکراسۍ په نامه مسلط کړي دي.

راځﺉ د یوه ستر ملي شعور په بیه ډیموکراسي له مارکېټ څخه رانیسو او د خپلو خلکو د ناتمامو دردونو نسخه ترې جوړه کړو، ځکه هر شی بیه لري او زموږ نړۍ د یوه لوی بازار په څېر ده.

دا لیکنه په محور ورځپاڼه کې خپره شوې.

19 total views, 2 views today

6 comments

  1. سورغر Reply

    ههههههههههههههه قانع كاكا شال لالا ته يې ښه څواب وركړى دى، خو په ټوليز ډول دې ليكنه له درد او پيغامه ډكه ده، او دا داسې درد او پيغام دى چې نن يې ډير كم بختور لري، چې د ملي شعور د بيدارولو او لوى افغانستان جوړولو لپاره فكر او ذكر كوي
    دا ليكنه دې د نورو ليكنو په ځيره خوندوره او په بيا بيا لوستلو ارځي
    ته دې راته ژوندى يې بريتوره

  2. mail Reply

    د خیانیو څهرو په مقابل کی ملی او وطن دوسته قوتونه باید سره منسجم او متحد شی.
    که څه هم دوکتور عبدالله د باندینیو چارو وزارت د تصدی په وخت کی داسی کوم کار او خدمت نه دی کړی چی د افغانستان خلک پری وویاړی او د وزارت کورنی او باندینی مامورین یی ټول له خپلو خپلوانو او پنجشیریانو ډک کړ او تر نن پوری هغوی په خپل ځای پاته دی ، نو له دی کبله د هغه د ولسمشری نه هم د خدمت یوه زره توقع نشی کیدای او دهغه دوره به هم زمونږ د تاریخ یوه ډیره کرکجنه او له سرو وینو د بهیدو ، نفرت ، بد بینی او نقاق اچولو نه بل څه نه وی ، خو زمونږ افسوس په دی دی چی هغه به د منفورو ، خاینو، ابن الوقت او اپرچونست ، قوم ګرا او فاشستو کسانو لکه محقق چی د هغه جاسوسی لا پخوا د افغانستان ولس ته معلومه وه او په زغرده یی د وطن دوستو افغانانو تر منځ د نفاق او بدبینی تخمونه کرلی او د خپل پاکستانی معاون – علی یاسا په مشوره او لارښوونه به خپلو شومو اهدافو ته د رسیدولو په لار کی د دوکتور عبدالله له سمتی او په احتمالی بیواکه ولسمشری دوره کی خلاص لاس ولری.
    د وکتور عبدالله د کمپاین په مقابل کی زمونږ ازبکو ، ترکمنو ،ایماقو ، نورستانیو،بلوڅو او هزاره او نورو هیواد والو ته باید ډیره جدی پاملرنه وشی.
    د افغانستان ټول وطن دوست ، مسلمان ، مجاهد ، دموکرات او اصیل بچیان باید د خاینینو د ټولو هلو ځلو مخ نیوی وکړی او په ټول توان سره د هغوی د شومو اعمالو د کولو نه مخکی له مخکی جلوګیری وکړی او که نه سبا به ډیره ناوخته اوبیا به ارمان کول هیڅ ګټه ونه لری.

  3. خان اندړ Reply

    سلامونه قانع صاحب،
    پرګوتو دي برکت سه
    ژوند، ژوند

  4. نجیب Reply

    قانع صاحب یواځې دومره ویلای شم چې ډېره خوندوره لیکنه دې کړي. او ګوتې د خاوري مه شه! همدارنګه ستا لیکنې ډېر زموږ دښمنان نا ارام کړي او کابل پریس او نورو سایټونو کې ستا د لیکنې په ضد لیکنې کیږي. ستا د دو دریو لیکنو په ضد مې په انټرنیټې سایټونو کې لکه کابل پریس، اطلاعات او نورو کې خورا انتقادي لیکنې ولوستې. له دې داسې معلومویږي چې ژوندون ټلویزیون او ستا لیکنو دوی ډېر په تنګ کړي او کوښښ کوي چې بدنامه، تهدید او په ضد مو لیکنې وکړي. خو زه یو وړاندیز لرم او هم دعا درته کوم چې نور هم زور ورکړه. او ښه یې رسوا کړه او خپلو خلکو دښمنان ور وپیژنه! د دوی چل او فریب ور وښایه! او الله د ډېر عمر او د کار توان درکړي. په درنښت نجیب صدیقي

  5. sayed Reply

    مننه قانع صاحب چی تاند ته راسم اول ستاسو کالم ته راځم چی ليکنه وګورم ښایسته او معنی داره ليکنه ده

  6. Sabawoon Reply

    سلامونه قانع صاحب, درنو ليکوالانو او تبصره کونکو ته!!!
    يوه خبره مي هر وخت ځوروی او حيرانوی هم.
    او هغه دا چه ټول په هيواد مېن او بااحساسه افغانان لکه قانع صاحب,ننګيالصاحب, نعماندوست صاحب, ډاکټر زغم صاحب, يون صاحب, ليوال صاحب او سلګونه نور صاحبان ولې سره نه راټوليږی, او د خپل ملت غم نه خوري.
    ۱. ايا دوۍ يو بل نه پيژنی او باېد بل سره معرفی سي.
    ۲.يا دوۍ يو بل پيژنی خو مخالفت لری
    ۳. يا هر يو من ده بل من په ځان نه سۍ منلۍ
    ۴. يا دوۍ مو هم د ليډرانو په څير تش په خبرو غلطوي
    ۵. يا دملت راټولولو توان نه لری
    يا کومه بله خبره ده مهربانی وکړۍ پوه مي کۍ چه څه وجه ده.
    پاملرنه!!!!
    دا پاسنی ټول راته ډير ګران دي او هره ليکنه يي په ډيره مينه لولم.
    مننه سباوون

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *