Categories

اعلان

Loading…

سوله/ نازو پسرلی

د سمندر څپې يو پر بل اوښتې کله ژورې او کله برسیرنې. په غټه ډبره د اوبو دوه مرغان ناست وو، مښوکې ېې په ناز سره موښلې. باد د بيړى په سر بيرغ رپاوه.  شنې اوبه، د لمر ځلیدلې پستې وړانګې، د مرغانو الوت، او شاوخوا شنه ځنګلونه تر هر څه زيات د طبعیت ارام سکون… خوند مې ترې اخيست. خو له دې ټولو ښکلاګانو سره سره زما د چيغو ځواب ورسره نه وو. ميرمن (ستينه) د خپلې کښتۍ جلب ته ناسته وه ومې بوښتله:

– کله هم پوهه شوې يې چې ولې خوشاله يم او علت يې څه دی؟

 په کټ کټ يې وخندل:

– هو په ژوند کې داسې ښکلې شيبې ډيرې تکراريږى خو ډير مى سر نه دی پري خوږولى موږ ناروژيان يو ښکلي متل لرو، د ژوند ګلاب همدا نن راټول کړه.

مخ يې راواړه:

-نن ستا په شوندو کې هم له ورایه خوږه موسکا ځليږي څه خبره ده؟

 موسکه شوم:

– پوهيږئ ټوله شپه مې له خوشالۍسترګې سره نه دي ورغلي له ډېرو کلونو ورسته به زموږ خلک هم د اختر درې ورځې د ژوند ګلاب راټولوي.

پای، اسلو

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *