Categories

اعلان

Loading…

په پاکستان کې عدم تشدد د پښتنو اړتيا

جمشيد غزنيوال
د پاکستان په شاوخوا اويا کلن ژوند کې د پښتون‌ژغورنې غورځنګ د معاصر تاريخ هغه باب پرانيست چې هم د پښتنو د سوله‌يز قيام په لحاظ بې‌ساری دی او هم متشدد نه دی. پر دغه دويم ټکي به لږ تم شو.
د پاچاخان بابا په دوران کې د عدم تشدد کلمه د هغه مهال په سياسي ادبياتو کې ډېره کارول کېده او د بابا يوه هيله دا وه چې په پښتنو کې يې عام کړي. پاچا خان به ويل چې پښتانه زور لري، مګر په کور کې يې استعمالوي. ده به هم په ټينګار او هم په زاريو له پښتنو غوښتل چې د خدای په لحاظ د جګړو د ژرندو له پلونو ځان لرې وساتي…
د پاچاخان د دورې کتنه جلا ليکنه او شننه غواړي، موږ په پاکستان کې د پښتون‌ژغورنې د روان بهير په هکله د هغه عدم تشدد خبره کوو چې له روان ۲۰۱۸م کاله راهيسې يې ساتلی دی. پښتانه متشدد بلل کېږي او تر يوه حده دغه خبره ثابتېدای هم شي، لکن د پښتون‌ژغورنې د غورځنګ د ګډونوالو يوه لويه توره دا هم وه چې د خپل حق د غوښتو تر څنګ يې د پښتنو څېره د تشدد د تختې پر ځای د تمدني تحرک پر سپينه پاڼه ترسيم کړه.
دوی نړۍ ته وښووه چې په دومره لوی تعداد له يوه حکومتي سيسټماټيک چوکاټه پرته خپل بهير اداره کولای او تر خپلې ولکې لاندې ساتلای شي.

دا ساتنه د پښتنو د ذهنيت په عمق کې د يوه داسې بدلون ښکارونديي کوي چې ويلای شو، د پښتنو د تشدد خبره ممکن نن سبا پوره بې‌ځايه وي. دوی نه د پاکستان د نظام هغسې مخالفت وکړ چې بغاوت وګڼل شي، نه يې د پښتنو د يوه نماينده‌ حرکت په توګه خپل قام ته شرم واړاوه. که دوی د پاکستان د نظام داسې مخالفت کړی وای چې د بغاوت ټاپه پرې لګېدای، په نړيواله کچه يې هم داعيه تر سوال لاندې راتله او هم يې پر وجودي فلسفه د يوه وحشت‌پاله جريانه شک يقين ته نږدې کېدای شوای.
پاکستان هسې هم د ټاپو وطن دی، پر مذهبيانو د جنسي جنون ټاپه رښتيا کولای شي، په سندرغاړيو تبليغ کولای شي، د درواغو توبو ته يې اړ کولای شي، طالبان ايجادولای، ترميمولای، خرڅولای، وژلای او تري تم کولای شي، پوځ يې د يوه ټروريسټي ګروپ په څېر خپل خلک وژلای شي، چاودونې کوي، کودتاوې کوي او نخبه‌سازۍ يې زده دي. استخاباراتي ګروپونه يې د بلاک‌مېل، ټارګيټ کلينګ او اختطاف ريکارډ لري او سل و زر بدۍ و بدرنګۍ يې زده او تر سره کړې دي.
خو له دې هر څه سره سره د منظور پښتون په مشرۍ د پښتون‌ژغورنې غورځنګ ځان پکې ساتلی او خپل متمدن وجود يې تثبيت کړی دی.

پر دغه غورځنګ يې د بيان د ازادۍ خلاف رسنۍ بندې کړې، ان کله کله انټرنيټ ورباندې بند کړي. دغه غورځنګ تر اوسه پورې د خواله رسنيو په زور پوښښ پيدا کوي، د پاکستان رسنۍ مازې بهانه ورته ګوري چې يا يې طالبان معرفي کړي، يا د بل ټروريسټي ګروپ رنګ پرې وپاشي او يا يې په پټه کې پر مرۍ د خپل جبر داسې خپسکې کښېنوي چې لومړی يې ويده کړي، بيا يې مړه کړي.
په دې وروستيو ورځو کې ځينې بدلونونه داسې ښيي چې د پاکستان استخبارات په خورا چټکي د پښتون‌ژغورنې غورځنګ د عدم تشدد شهرت، حيثيت او دريځ تر پوښتنې لاندې راولي.
که ساده ووايو، پاکستان غواړي د منظور پښتون غورځنګ دومره په تنګ کړي چې په جنګ يې کړي. معلومه خبره ده چې دغه غورځنګ هغه وخت ناکام دی چې د پاکستان د ښار يوه شيشه په ډبره وولي، د دې شيشې شرنګ به د پاکستان د کاميابۍ د زنګ معنا ولري.
د منظور پښتون، علي وزير، محسن داوړ، خان زمان کاکړ، ثنا اعجاز او د دوی نورو ټولو همغږه ملګريو پر وړاندې د خپل حق د غوښتو د نارې، غورځنګ د رهبري او نورو چارو تر څنګ يو لوی چلينج دا دی چې د پاکستان دغه هڅه خنثی کړي چې دوی تشدد ته را واړوي.

نن سبا نړۍ د هغوی غږ اسانه اوري چې د توپک د خولې پر ځای يې له خپلې خولې را باسي. د نړۍ هېوادونه د هغو خلکو له څنګه په درېدو ځانونه وياړمن احساسوي چې غږ يې د باروتو په زور نه لوړېږي، بلکې د سالمې حنجرې له منځه راوځي. تر اوسه پورې د پښتون‌ژغورنې غورځنګ حيثيت همداسې دی چې نړۍ يې تر څنګ په درېدو ځان وياړمن ګڼي او دا د دوی داعيه لا تقويه کوي.
د علي وزير پر کور نه طالبانو بريد کړی او نه د کوه‌قاف اوسېدونکيو، ښه ده چې ووايو د علي وزير پر کور د پاکستان «د پګړيو پوځ» حمله وکړه. پاکستان د «ګوډ ټاليبان» اصطلاح لري، د دې يو مفهوم دا دی چې پاکستان په ښکاره د «ګوډ ټروريزم» د سپورټ مفکوره لري.
د پښتون‌ژغورنې غورځنګ پر وړاندې پاکستان د ولسونو پر سطح له هم داسې تحريکي او تخريشي فعاليتونو کار اخلي چې ځينې د کم سياسي درايت څښتن ځوانان د تشدد ادبياتو او فعاليتونو ته را وپاروي. څو ورځې وړاندې يوه پاکستان‌مېشته پښتانه ځوان پر خپله پاڼه يوه ويډيو خپره کړه، د دغه ځوان عمومي غوښتنه دا وه چې د غورځنګ غړي په خورا پېغورانه بڼه د عدم تشدد پر ځای تشدد ته را وبولي.

په ننۍ نړۍ کې زموږ د بقا تثبيت په عدم تشدد پورې غوټه دی، نن سبا زموږ ټول قوت عدم تشدد دی او اوس اوس پاکستان غواړي چې يو ځل بيا د زور دغه بټن زموږ له ګوتو لرې کړي. موږ د تشدد پر فلسفيانه وجود بحث نه کوو، ممکن يو ځای د تشدد توجيه اسانه وي او ضرورت ومنل شي، لکن موږ يې پر دې بحث کوو چې زموږ اوسني شرايط داسې دي چې په تشدد کې مو ناکامي نغښتې ده.
زموږ د ځوانانو لوی کار به همدا وي چې د کرښې دواړو غاړو پښتنو ته د عدم تشدد اړتيا ثابته کړو. که دا ځل دغه بهير بيا جول وخوري، بيا ځلې به د صراط المستقيم موندنه دومره کوټلې او اسانه نه وي.
د پښتون‌ژغورنې د غورځنګ له څنګه څنګه د عدم تشدد بحث د يوه ايډيالوژيک مانور په څېر پخپله اهميت لري. دا يوه فلسفي پوښتنه ده چې ايا زور قوي دی او که نرمي؟ د نرمې غاړې او چاړې د نه خوړلو مقوله خورا مشهوره ده، لکن دغه شی هم مطلق نه دی. کله کله هغه د دروېش دراني خبره؛
که ژوندون غواړې په لستوڼي کې خنجر وساته
دنيا وجود د هيڅ کمزوري او مجبور نه مني

خو دغه مهارت بيا د ټولنپوهنې او د خلکو د ارواپوهنې له درک سره تړلی دی چې څه شی څه وخت وشي؟ که تشدد د يوې فلسفي پدپدې په حيث د مثبت کردار په توګه د توجيه وړ هم شي، نن سبا يې په پښتنو کې وخت نه دی، ځکه موږ د خپلو متشددانه حرکتونو د پايلو تاريخي نتايج لرو.
د پښتون‌ژغورنې روان غورځنګ له فردمحوري را ايستل هم غواړي او دې ته يې بايد کار وويل شي. دغه غورځنګ دې د پښتون‌ژغورنې د فکر په يوه داسې تسلسل بدل شي چې په دې هکله د دوامداره فکر د توليد مرکزيت شي. په پاکستان کې عدم تشدد د پښتنو داسې اړتيا ده لکه پاکستان ته چې يې د متشدد کېدلو مساله مهمه ده. پښتانه دې د دغه مقاومت تقويې ته په تشدد کار وکړي چې پاکستان د پښتون‌ژغورنې غورځنګ ترې متشدد نه کړي.

سرخط ورځپاڼه

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *