Categories

اعلان

Loading…

‎اوربند د سولې د پاره ښه فرصت دی | مینه منګل

‎موږ سوله غوښتونکی ملت یو، افغانانو او افغان حکومت تل هغه لارې لټولي چې هغې کې جګړه او تشدد نوي بلکې د سولې د لارې په هېواد کې شته ستونزې حل شي، دلیل یې دا دی چې افغان حکومت هیچا او هېڅ کوم هېواد سره ستونزه نه لري ، دا چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی او زموږ امنیتي ځواکونو او ولسونو له دې هېواد څخه د وینو په بدل ساتنه کړې ، نو چاته په خپلو چارو کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي، دا چې په افغانستان کې روانه جګړه پر افغانانو تپل شوې ، افغان حکومت هڅه کوي چې دا جګړه نوره پایته ورسیږي د افغان حکومت مشران تل په دې هڅه کې ‎دي چې له ‎ګاون‌‌‌‌‌‌ډیو هېوادونو سره د خبرو د لارې شته ستونزې هوارې کړي ، بدبختانه زموږ هغه نېږدې  ګاون‌‌‌‌‌‌ډۍ هېواد پاکستان چې اوس موږ ته د سرطان په دانې بدل شوی ، په یوه نا معلومه دښمني مو زوروي، د پاکستان حکومت مشران هلته په مدرسو کې تنکي ځوانان روزي، ذهنونه ورسپين کړي او دلته یې افغانستان ته د جګړې لپاره را لېږي  او بېګناه افغانان پرې وژني، دلته د افغانستان په جګړه کې ښکیل جګړه کوونکونکي اکثریت یې پاکستاني دي، موږ نه پوهېږو چې دوی په کوم حق زموږ په هېواد کې جګړه کوي؟ څو ورځې وړاندې د افغانستان د امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر  د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي ،  پاکستان ته لاړل ، او هلته یې له پاکستاني چارواکو سره لیدنې درلودې، په  لیدنه کې د پاکستان حکومت مشرانو د افغان سولې د پاره ‌‌‌‌‌‌ډېرې ژمنې وکړې ، خو دا ژمنې ځکه د باور وړ ندي ، پاکستان له لومړیو څخه او بیا تر ننه خپل سیاسي  دریځ کې هیڅ تغیر رانه وست، او تل یې هڅه کړې چې د افغان حکومت مشران او نړیواله ټولنه  د تېر په څېر تېر باسي، خو د افغان حکومت مشرانو د باور پر ځای یې پر پاکستان ‌‌‌‌‌‌ډېر فشارونه راوړل چې یو ښه مثال یې سوداګریزې اړیکې وې ، اوس مهال د پاکستان سره زموږ سوداګریزې اړیکې ‌‌‌‌‌‌ډېرې تتې شوي ، ځکه چې ولسمشر غني په لومړیو کې د سوداګریزو اړیکو د پاره نورې بدیلې لارې پيدا کړې چې  اوس مهال موږ پاکستان ته په هېڅ برخه کې محتاج نه یو.

‎ولسمشر غني په یوه بې مثال سیاست سره وکولی شو چې نړیواله ټولنه قانع کړي چې پاکستان ښه ګاون‌‌‌‌‌‌ډيتوب نه کوي او تل د افغانستان په چارو کې لاسوهنې کوي او د سولې په نوم افغان حکومت او نړیواله ټولنه تېرباسي.

‎چې بلاخره موږ ولیده چې د پاکستان نېږدې ستراتیژيک ملګری امریکا هم د پاکستان سره خپلې اړیکې پرېکړې او د پوځي او اقتصادي مرستو ‎د درولو ګواښونه یې ورته وکړل.

‎د ملګرو ملتونو امنیت شورا او امریکا د پاکستان د سیاستونو پر وړاندې د ولسمشر غني مستقیم  ملاتړ وکړ.
‎چې دا ټول زموږ د افغان حکومت د مشرانو د هوښیارانه سیاست ښکارندويي کوي.

‎پاکستان اوس مکر نشي کولی چې په خاوره کې یې ترهګر نشته ځکه اوس نړۍ ته دا ثابته شوې چې پاکستان د ترهګرو حامي او مرسته کوونکی هېواد دی.

‎اوس افغان حکومت وسله والو طالبانو ته یو بل ښه فرصت ورکړ، چې هغه اور بند دی که وسله وال طالبان سوله غواړي او له پردۍ جګړې او غلامۍ ستړې وي نو دا یې وخت دی ځکه افغان حکومت اوس هم دوی ته ښه نیت لري افغان حکومت او افغانان د وینو تویدو پلویان ندي دوی بشریت ته درناوی لري،  افغان حکومت ټولو انساني اصولو ته ژمن دی کله چې دوی یو طرفه اوربند اعلانوي دا د افغان حکومت پر ښه نیت او صداقت دلالت کوي، طالبان د له دې فرصت څخه ګټه واخلي .

‎او وروستۍ کې دا هم وایم له افغان حکومت سره زیاتې لارې شته خو لومړی په هغو لارو فکر کوي په کومه لاره کې چې تشدد او وینه بهېدل نه وي.

‎په غیر د هغې کې موږ ‌‌‌‌‌‌ډېر قوي امنیتي پوځ لرو چې په ‌‌‌‌‌‌ډېره مېړانه د دې خاورې ساتنه ‎کوي
‎موږ د تل پاتې سولې غوښتونکي یو.

296 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

1 comment

  1. غ.حضرت Reply

    موږ د سولی اختر لمانځو نه د اختر سوله

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2