Categories

اعلان

Loading…

څنګه شتمن شو؟  || محمد یعقوب واحدي

دیو ملت نیکمرغي د هغه د هر فرد له اقتصادي وضعیت سره تړلي ده بریالیتوب یاني د هڅو مسلکي مهارتونو په زور خپلو موخو ته رسیدل. د بریا کلي پوره تیاری دی. کړنې مو تر فکرونو او فکرونه مو تر درک نه شي غوره کیدای.

د اقتصادي کمیو او ستونزو د له منځه وړلو او په مالي مسايلو د سرخلاصولو لپاره باید لاندي څو ټکېو ته پام وکړو چې د مالي بریالیتوبونو میینان یې په مټ شتمن د خپلې شتمنۍ ساتنه وکړي او له هغې تر لاسه شوې ګټه باندې نوره ګټه وکړي.

 په ژوند کې مو دخپل عاید لسمه برخه پیسي وسپموی نه به د ژوندون په چارو کې دکوم بدلون سره مخ شی او نه هم د کوم شي له کمښت سره بلکي په ډیر کم وخت کې به مو عاید لوړ شي په ډیره اسانی به وکولای شی چې دخپل عاید څخه پیسې وسپموی.

سپمولې پیسي د ځان لپاره په کار کولو وګوماری او لا یې ډیري کړی هغه پیسې چې تاسو له خپل عاید څخه سپمولي تاسو نه شي شتمن کولای که چیرته تاسو په دغه سپمولو پیسو یو کار بار پیل کړی دابه ستاسو لپاره هم دکټي وټي په یوه سرچینه بدله شي .

دسمي پانګې اچوني لپاره لومړی ار دادی چې باید د اصلي سرمایې سمه ساتنه وشي داعاقلانه نه ده چې دزیاتې ګټې په تمه خپله سرمایه په خطر کې واچوو لوی ریسک دلوی زیان لامل ګرځي. نو دخپلې زیرمي دساتلو لپاره لومړی باید دقیقه مطالعه وکړئ او ټول پیښیدونکي خطرونه په پام کې ونیسئ.دژر شتمنیدو په هیله لارو کې دپوچو خيالونو غلام ګیږئ مه.

یو چا ته دپور ورکولو وړاندي دهغه په باب ځان ډاډمن کړي چې آیا  پور پرې کولای شي کنه ؟ آیا باور پري کیدای شي؟ هسي نه په ناغوښتي توګه خپلې په زیار او سختی ټولي کړي پیسي ورته ډالی کړئ. مخکې تر دې چې دهر ډول پانګوني په درشل پښه کیږدئ ټول احتمالي خطرونه یې وسنجوئ.

څوک چې دخپلې تجربي او شتمنی په اوصولو دپوهیدلو له لاري خپل شته زیاتوي، باید خپله لیري راتلونکې هم په نظر کې ونیسي او د داسي يو پلان له مخې پانګونه وکړي چې په پوره ډاډ سره کلو نه کلونه دوام ولري هغه وخت هم کار ځینې اخستلای شي چې ده یې د عقل له مخې وړاندوینه کړي ده.

موږ پیسې په دوه ډوله لګوو یو دژر تیریدونکو هوسو دخړوبولو لپاره لکه رنګا رنګ ګېڼي، ښکلي جامي، پریمانه خواړه او نور هغه شیان چې ژر له منځه ځي او هیریږي، یود کورنۍ لومړني توکې دي چې دهغي پرته ژوند کول ناممکن دي لکه اوړه ،غوړي ،بوره او داسي نور یو دعصري ژوند لپاره ځيني نور توکي دي لکه تلویزیون ښي دلوړ قیمت قالینې دغه اړتیاوي باید په هغه وخت کې پوره کړو کله چې په دې وتوانیږو چې له څو سرچینو څخه عاید ولرو.

هیڅکله باید ټولوغوښتنواو هوسونو ته داړینو لګښتونو نوم ورنکړل شي. تاسو ټول په کورنیو برسیره، یو شمیر هوسونه لرئ چې ستاسو عاید یې ځواب نه شي ویلای، په دې توګه ستاسې پیسې په هغو هوسونو لګیږي چې پای نه لري او خامخا دانه مانه دسړي نارضا شوي پاتیږي.

هر انسان په ژوند کې هیلي لري چې باید ورته ورسیږي  هرانسان زړه غواړي چې ښه تفریحي ځایونو ته سفر وکړي خو د خوړو او تفریحاتو ډول او اندازه یې هم باید محدودیوتونه ولري. هوسونه کټمټ داسي دي لکه بې ګټې واښه چې په کښت کې هر ځای دریښې ځغلولو موقع وویني هماله سره غځیږي. دامکاناتو له ډیریدو سره دانسان هوسونه هم راویښیږي هغه هیلي چې تاسې یې د پوره کولو توان لری خوارا کمې دي.  

97 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *