Categories

اعلان

Loading…

د ننګرهار د شنبې خبرونه

نظامي شورا د پریکړې له مخې په جلال اباد ښار کې د ګارنیزون قطعې خپل رسمي فعالیت پیل کړ.
د ننګرهار والي حیات الله حیات په مشرۍ د نظامي شورا د پریکړې له مخې په جلال اباد ښار کې امنیت د لاټینګښت په موخه د ملي اردو ځواکونو په مشرۍ د ګارنیزون قطعه جوړه او رسماً يې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې خپل فعالیت پیل کړ.

یاد مراسم چې د ملي اردو په څلورمې پلې لوا کې جوړ شوي وو، پرمهال يې د ننګرهار والي سربیره، امنیه قومندان پاسوال غلام سنايي ستانکزي، د سرحدي لوا قومندان جنرال محمد ایوب حسین خیل، د ملي اردو څلورمې پلې لوا قومندان ډګروال محمد کريم نيازی، ، د عامه نظم قومندانۍ درستیزوال او یو شمېر نورو مسئولینو ګډون کړی و.

ننګرهار والي حیات الله حیات وویل د دې ولایت په کچه دښمن ماتې خوړلې او امنیتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري، چې په خبره يې اوس د ښمن د خپلو بادارانو د خوشحاله کولو په موخه په عامه ځایونو کې چاودنې کوي او ملکي وګړي په شهادت رسوي.

نوموړي زیاته کړه د ګارنیزون نوې جوړه شوې قطعه به په جلال اباد ښار کې د دښمن شوم پلانونه شنډ کړي او هم به په بیړنیو حالاتو کې د نورو امنیتي ځواکونه سره همکاري کوي.

حیات دغه راز وویل د ګارنيزون نوې جوړه شوې قطعه به ۲۴ ساعته د ښار په ټولو سیمو کې ګزمې کوي او د دښمن د فعالینونو مخه به په کلکه ونیسي.
د یادونې ده، چې د ګارنيزون قطعه د ننګرهار والي حیات الله حیات په نوښت د وروستیو امنیتي پلانونو په ترڅ کې رامنځته شوه، چې په ښار کې به د امنیتي ستونزو په مخنیوي کې مهم رول ولوبوي.

د هېواد د امنیت شورا سرمفتش برید جنرال خدایداد هزاره په مشرۍ ګډ پلاوي په ننګرهار کې د چپرهار د پېښې وروستۍ څېړنې په موخه د ننګرهار والي په مشرۍ د نظامي شورا غړو سره ناسته وکړه.
د هېواد د ملي امنیت شورا سرمفتش برید جنرال خدایداد هرازه په مشرۍ د مرکز څخه یو ګډ لوړ رتبه پلاوي ننګرهار ته په را رسیدو سره د ننګرهار والي حیات الله حیات په مشرۍ د نظامي شورا غړو سره د چپرهار د پېښې وروستۍ څېړنې پیل کړې .

د ملي امنیت شورا سرمفتش برید جنرال خدایداد هزاره وویل،د دې سفر په ترڅ کې به د چپرهار ولسوالۍ په چینو کلي کې د ترسره شوو عملیاتو په اړه د ننګرهار والي حیات الله حیات په مشرۍ د نظامي شورا،د سیمې خلکو او نورو اړونده مسؤلینو څخه مالومات را ټول او د وروستیو اجرائتو په موخه به یې له خپلو لوړ رتبه مسؤلینو سره شریک کړي .

د لیدنې پر مهال ننګرهار والي حیات الله حیات د ترسره شوو عملیاتو په اړه د امنیت شورا سرمفتش برید جنرال خدایداد په مشرۍ ګډ پلاوي سره خپل مالومات شریک کړل او د ولسونو سره یې د ژر تر ژره د څېړنو د پایلو شریکولو وړاندیز وکړ.
تر دې وړاندې هم په مرکزي او ولایتي کچه یاده قضیه څېړل شوې او مالومات یې له مسؤلینو سره د اجرائتو په موخه شریک شوي وو.

ننګرهار والي د پچیراګام ولسوالۍ اړوند د پنکزیو سیمې خلکو ستونزې د حل په موخه واوریدې.
ننګرهار والي حیات الله حیات پداسې حال کې د پچیراګام ولسوالۍ اړوند د پنکزیو غریزې سیمې خلکو ستونزې د حل په موخه واوریدې، چې پرمهال يې د ولایتي شورا مرستیال ډاکتر لعل محمد دراني او په ټولنیزو چارو کې د ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ هم شتون درلود.
د یادې سیمې خلکو وویل پدې وروستیو جګړو کې ورته ځاني او مالي زیانونه اوښتي او ګڼ شمېر کورنۍ د جنګ له ویرې بېلا بېلو سیمو ته کډه شوي چې تر دامهاله ورسره هیڅ ډول مرسته نه ده شوې.

دوی د ننګرهار والي څخه د شهیدانو او بې ځایه شوو کورنیو سره د بېلا بېلو اړینو مرستو د ترسره کیدو غوښتنه وکړه.
ننګرهار والي حیات الله حیات وویل په جګړه کې ورته د ملکي وګړو مرګ ژوبله د منلو وړ نه ده، چې په خبره یې تل يې امنیتي ځواکونو ته د عملیاتو پرمهال د ملکي وګړو د سر او مال خوندیتوب سپارښتنه کړې.
نوموړي زیاته کړه یادې سیمي ته به ګډ پلاوی واستوي څو ملکي وګړو ته د اوښتي زیانونو په اړه کره څیړنې ترسره کړي.
ننګرهار والي د یادې سیمي خلکو ته په بېلا بېلو برخو کې مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.

د ننګرهار والي په مشرۍ بېړنۍ نظامي غونډه وشوه .
د ننګرهار والي حیات الله حیات په مشرۍ نن ماښام ناوخته په جلال اباد ښار کې د وروستیو پېښو د رامنځته کېدو لامل د څرنګوالې او د نورو جدي تدابیرو د نیولو په موخه بېړنۍ نظامي غونډه وشوه .
یاده غونډه چې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه،په کې امنیه قوماندان،ملي امنیت رئيس،د سرحدي ځواکونو قوماندان،ملي اردو قوماندان،عامه نظم لوا درستیزوال،د همغږۍ مرکز مسؤلینو او یو شمیر نورو ګډون کړی وو.
د یادې غونډې پر مهال مسؤلینو ننګرهار والي حیات الله حیات ته د رامنځته شوو پېښو او په راتلوونکې کې د نیول شوو تدابیرو په اړه مالومات ورکړل او ډاډ یې ورکړ،چې دفاعي،کشفي او امنیتي ځواکونه یې په لوړ مورال د دښمن د وروستیو تحرکاتو د خنثی کولو په موخه اقدامات پیل کړي .
د دې غونډې پر مهال ننګرهار والي حیات الله حیات د میر فخرالدین په نوم هغه ساتمن په نغدي ډالیو ونازولو،چې د نن ورځې پېښې پر مهال یې ځانګړې قهرماني ترسره کړې وه او ډاډ یې وښود،چې ټول هغه منسوبین به وستایي،چې د مسؤلیت په ساحه کې لاسته راوړنې ولري .
ننګرهار والي په جلال اباد ښار کې د وروستۍ پېښې د شهیدانو کورنیو ته د هغوی په کورونو کې د فاتحې مراسم ترسره کړل .
ننګرهار والي حیات الله حیات،چې ننګرهار امنیه قوماندان پاسوال غلام سنایي ستانکزي او د عامه نظم قوماندان مل پاسوال نصیر احمد ساپي یې ملتیا کوله،د جلال اباد ښار څلورمې ناحیه کې د رامنځته شوې پېښې شهیدانو کورنیو ته د هغوی په کورونو کې د فاتحې مراسم ترسره کړل .
یاد مسؤلین لومړی د څلورمې ناحیې په څلوېښت مترۍ سیمه کې د ملکي وګړي شهید زبیر کور ته ولاړل او د ارواښاد کورنۍ ته یې د شهید زبیر او د هغې د شهید خور د فاتحې مراسم ترسره کړل .
ننګرهار والي حیات الله حیات چې د شهیدانو کورنۍ ته یې یوه اندازه د خوراکي توکو مرسته هم له ځآن سره ولیږدوله،په رامنځته شوې پېښه خواشیني وښوده او په دې ستر غم کې د قربانیانو کورنیو سره ځان شریک وباله .
دوی همدا راز د عامه نظم د شهید شوي سرتېرې کور ته ولاړ او د ارواښاد پلار ته یې د فاتحې او تسلیت مراتب وړاندې کړل .
د ننګرهار والي حیات الله حیات وویل،دښمن هیڅ ډول اسلامي،افغاني او بشري ارزښتونو ته درناوي نلري او د وحشتونو د خپرولو او د وینو تویولو په موخه تروریستي کړنې ترسره کوي .
هغه ډاډ ورکړ،چې د دې خاورې ساتوونکي او ولسونه به په میړانه د وطن دښمنان لمنځه یوسي .

ننګرهار والي د علماؤ کرامو او ولسونو څخه وغوښتل،چې د ورور وژنې د مخنیوي په موخه دې د حکومت او افغان طالبانو سره د جګړې په مخنیوي کې مثبت رول ولوبوي .
ننګرهار والي حیات الله حیات چې د جلال اباد ښار په زوړ ګمرک جومات کې د خپلو سلګونو ښاریانو سره یو ځای د جمعمې لمونځ ادا کولو، د علماؤ کرامو او ولسونو څخه وغوښتل،چې د ورور وژنې او وینې تویدو د مخنیوي په موخه دې د حکومت او افغان طالبانو ترمنځ د جګړې په مخنیوي او سولې را منځته کېدو کې مثبت رول ولوبوي .
هغه وویل،حکومت د علماؤ کرامو د فتوا له مخې د افغان طالبانو سره د روژې مبارکې د ۲۷ مې څخه د نیکمرغه اختر تر پنځمې رځې پورې اوربند اعلان کړ او له خلکو په ځآنګړي ډول د علماؤ کرامو څخه یې وغوښتل،چې د ورور وژنې او وینې تویدو د مخنیوي په موخه دې د ځآنګړي رول په لوبولو سره د دواړو لورو ترمنځ جګړې ته د پای ټکي په کېښودلو او د سولې په رامنځته کېدو کې مثبت ګام پورته کړي .
نوموړي زیاته کړه،که ټول مخالف افغانان سره پخلا شي او خپل منځي ورور ولي پیل کړي،بهرنیانو او ګاونډیانو ته به په دې هېواد کې د پاتي کېدو او لاس وهنې ټولې دروازې وتړل شي او په دې هېواد کې به د تل پاتې سولې او ثبات لپاره لارې پرانیستل شي .
ننګرهار والي حیات الله حیات وویل، په ننګرهار کې که هر افغان وسله وال طالب له جګړې لاس اخلي،زه ورته په هر ځآی کې هر ډول خبرو اترو او وړاندیزونو منلو ته ژمن یم .
د حیات په وینا اسلام د نظم او ډسپلین دین دی او د اسلام ځانګړو پالوونکو علماؤ کرامو څخه غواړم،چې په اسلامي ټولنه کې د ګډوډیو،ورور وژنې،غصب،فساد او نورو ستونزو په مخنیوي کې له حکومت سره مرسته وکړي .
ننګرهار والي د جمعې د لمانځه د ادا کولو وړاندې د وینا پر مهال خلکو ته ډاډ ورکړ،چې د ولایت مقام دروازې یې پرمخ پرانیستي ساتلي او د خپل شخصي ټلیفون له لارې د ولسونو عادي ستونزې هم په حوصلې سره په مستقیم ډول اوري او دې لړۍ ته به لا هم دوام ورکړي .
تر دې وړاندې هم ننګرهار والي په جلال اباد ښار کې په پلي ګرځیدو سره خلکو سره د خبرو پر مهال په مستقیم ډول د دوی ستونزو د اوریدو ډاډ ورکړی وو.

كُلُّ نَفْسٍ ذائِقَةُ الْمَوْتِ
په ډېرې خواشينې سره مې خبر تر لاسه کړ،چې د هېواد وتلی ،زړور وطنپال او اسلام پال جيد عالم مولوي محمد یونس شمع خېل له خپلو درې ملګرو سره يو ځای په لغمان ولايت کې د یوې بمي چاودنې پر مهال شهید شو.
انا لله وانا الیه راجعون
شهید مولوي محمد یونس شمع خیل همېشه د خپل ممبر له لارې په زړورتیا سره د خپل مبارک دین، وطن او خاورې د ساتنې غږ پورته کړی وو او مړینه به یې زموږ د خاورې او اسلام لپاره یوه ستره ضایعه وي.
په داسې حال کې چې ترسره شوی برید په کلکو ټکو غندم، شهید مولوي محمد یونیس شمع خیل او د هغه درې نورو شهیدو ملګرو ته د پاک څښتن تعاله ج له درباره د فردوس جنت او د پېښې ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا هیله کوم .
روح دې ښاد وي

د هوايي او ځمکنيو بريدونو په ترڅ کې ۱۴۷ داعش وسله وال وژل شوي
ننګرهار ولايت هسکې مېنې ولسوالۍ د ګورګورۍ، شابۍ، پاپين او بنګليانو سيمو کې روانه مياشت د هوايي، ځمکنيو او توپچي بريدونو په ترڅ کې د مهمو قومندانانو په ګډون ۱۴۷ داعش وسله وال وژل شوي.

ننګرهار ولايت مقام ته د ملي امنيت رياست د ورکړل شويو معلوماتو له مخې په ياده موده کې د داعش وسله والو ۱۶ مرکزونه، دوه د وسلو او يوه د اعاشې ډيپوګانې هم لمنځه وړل شوي.

د سرچينې په وينا اوس هم په هسکه مېنه کې عمليات دوام لري، چې په ترڅ کې يې ډيری سيمې د يادې ډلې له شتون څخه پاکې شوي دي.

ځآنمرګی بریدګر په ځآن پورې د تړلو چاودیدونکو توکو د چاودنې وړاندې ووژل شو.
ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند سیمه کې پلي ځآنمرګي برید ګر په ځآن پورې د تړلو چاودیدونکو توکو د چاودنې وړاندې د پولیسو له لورې په ډزو ووژل شو،خو په دې پېښه کې د یوې میرمنې په ګډون دوه ملکي وګړي او د عامه نظم یو منسوب شهیدان شوي، دوه امنیتي منسوبین او د یوې ماشومې نجلۍ په ګډون درې ملکي وګړي سطحي ټپیان شوي دي .
ځآنمرګي برید ګر په یاده سیمه کې لومړی د زبیر په نوم د ملکي وګړي،چې غریبکار دی، کور ته د ننوتلو هڅه کړې وه،چې د مقاومت په ترڅ کې یې زبیر او د هغه ۱۴ کلنه خور په شهادت رسولې او د هغوی د کور ماشومه نجلۍ یې ټپي کړې ده.
وروسته بریدګر په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي فریدون خان مومند میلمستون ته د ننه کېدو پر مهال د عامه نظم یو منسوب په ډزو سره شهید کړی او دوه امنیتي منسوبین یې ټپیان کړي وو،چې هم مهاله څېرمه دوه ملکي وګړي نور هم ټپیان شوي وو،خو د پولیسو په ډزو کې بریدګر مخکې تر دې چې په ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړي،ووژل شو.
د پېښې پر مهال د ولسي جرګې غړي فریدون خان مومند،د هغه د کورنۍ غړو او میلمنو په میلمستون کې شتون نه درلود.
د پېښې د رامنځته کېدو سره سم امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي وو،چې پر مهال یې یو شکمن کس هم نیولی او د مګړۍ په سیمه کې وضعیت عادي دی .
ننګرهار والي حیات الله حیات په رامنځته شوې پېښه خواشیني ښودلې،د پېښې قربانیانو ته یې د الله ج له درباره د فردوس جنت او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله کړې .
هغه یاده تروریستي کړنه د امن،سولې او اسلام د دښمنانو کړنه بللې،چې د روژې په دې مبارکه میاشت کې هم په ترهګریزو کړنو سره یې زموږ یو شمیر کورنۍ د ویر په ټغر کینولې.

42 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *