Categories

اعلان

Loading…

 کږې لارې | نجیب منلی

که د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه چټکه او بریالۍ وده له نېږدې وځیرو تر شا یې درې عمده عوامل لیدلای شو:

۱ – د ښکېلاکګر انګرېز له سیاستونو سره سم، پاکستان د خپل پیدایش له ورځې تر دې دمه خپل خیر د ګاونډي په شر کې لیدلی او په پاکستان کې یو څو چودهریانو خپله بقا د پاکستان د نورو قومونو له تباهۍ سره تړلې ده.

پاکستان له پیدا کېدو سره سم د هغو کوچنیو خپلواکو ریاستونو په خوړلو پیل وکړ چې انګرېز د یو لوی واحد ملي قدرت د ایجاد په مخ کې د خنډونو په ډول پرې ایښي وو. کلات یې تر ستوني تېر کړ، دیر یې تر پښو لاندې کړ، سوات باندې یې خېټه واچوله…

په هغو ځایونو کې یې چې خورې دانې نه شوې راټولولای، د وحشت انتها یې ښکاره کړه. د پاکستان تر ایجاد ایله دوه لسیزې وروسته یې و غوښتل بنګال د عسکرو تر بوټانو لاندې مات کړي خو د بنګال خلکو په مېړانه له خپلو حقونو دفاع وکړه، د پاکستان په اومو تارونو تړل شوی جوړښت یې مات کړ او بنګه دېش ازاد شو.

په پښتونخوا او بلوچستان کې یې هم په زرګونو انسانان د مرګ کومي ته ورکړل.

د دوه قطبي نړۍ د جنګ په ډګر کې پاکستان خپل اسونه چاغ کړل، ان تر دې چې د افغانستان پاکې خاورې ته یې هم په خیرن نظر وکتل. فکر یې وکړ چې د بنګال ماته به د کابل په سوبه جبران کړي.

پاکستان خپل دغه هدف ته د رسېدو په نیت له یوې خوا د افغانستان حکومتونو پسې خپل لېوه ګوړي را وشکارل او له بل لوري یې هم په پښتونخوا او هم په بلوچستان کې په زرګونو قومي مشران ووژل او هیله یې درلوده چې د شملو په پرېوتلو به د دې ولسونو تندي هم تر ځمکې ورسوي. د افغانستان د حکومت تر لاس لاندې جغرافیه کې یې هم قومي مشران ووژل، وځپل، ورک یې کړل او د هغو سترو سټو پر ځای یې یو څو بې سره او بې پښو، د باروتو په بوی مست لیوه ګوړي د افغانستان د پښتنو پر سرنوشت مسلط کړل. د دې دوو وسلو تر څنګ پاکستان خپله استخباراتي وسله هم وکاروله او پوره نیمه پېړۍ یې دا زهر په اذهانو کې و پاشل چې ګوندې سل کاله بېلتون اوس د کرښې دواړه خوا پراته اولسونه سره بېل کړي دي.

د بنګال تر ماتې وروسته، شاوخوا نیمه پېړۍ چودهریانو فکر وکړ چې خپلې شمالي څنډې یې نورې له پښو غورځولې دي.

د نقیب الله مسود شهادت هغه سپرغۍ وه چې د پاکستان په لاس پاشل شوو باروتو ته یې اور ورته کړ او د پښتون ژغورنې غورځنګ ودې او غوړېدا ته یې لار جوړه کړه.

۲ – د وروستۍ زریزې په اوږدو کې د پښتنو  ملي حرکتونه یا د ملایانو او روحانیونو تر مشرۍ لاندې تنظیمېدل او یا د قبیلوي مشرانو، خانانو او سردارارانو تر بیرغ لاندې.

دا خبره ډېره عامه ده چې پښتانه همېشه د جنګ میدان ګټي او د سولې میدان بایلي. علت یې هم ډېر روښانه دی. د جنګ په میدان کې هغه خلک توره وهي چې عزت، وطن، عقیده او پښتونولي یې ستر ارزښتونه دي. د سولې په میدان کې بیا لومړۍ خبره هغه چا کوله چې عزت، وطن، عقیده او پښتونولي یې قدرت ته رسېدلو له پاره تجارتي متاع ګڼله.

تر یوې زریزي زیاتو تاریخي وقایعو او د دښمنانو تبلیغاتو پښتانه په دې خبره قانع کړي وو چې پښتون مشر نه لري، پښتون اتفاق نه شي کولای، پښتون ته ښېرا شوې چې تل به یې دی ګټي او نور به یې څټي.

د شلمې پېړۍ د پای دوه لسیزي او د یویشتمې پېړۍ د پیل دوه لسیزې هغه تاریخي فرصت و چې پښتانه د «د ښکلې پښتونخوا د غرو له سرونو» راکښېوتل، دنیا کې د علم زده کولو او د روزي ګټلو په تلاش خواره شول، خلک یې هم و پېژندل او ځان یې هم و پېژانده.

نن په تاریخ کې د لومړي ځل له پاره د پښتون ژغورنې غورځنګ هغه سیاسي – ټولنیز تشکل دی چې مشري یې د لوستو، پوهنتوني، د دنیا له حاله خبرو ځوانانو په لاس کې ده. دوی د مبارزې په بټۍ کې هم پاخه شوي او د نړۍ سیاستونو سره هم اشنا دي. ځکه خو ویلای شو چې په تېر زر کلن تاریخ کې د لومړي ځل له پاره پښتنو خپل برخلیک په خپلو لاسو کې نیولی دی او دا ځل به هم د مبارزې میدان ګټي او هم به د سولې میدان کې بریالي کېږي.

۳ – له انګرېز سره د ملي مبارزې په ډګر کې ګاندي او باچا خان د عدم تشدد روښانوونکی څراغ په لاس کې، د عمل میدان ته راکښېوتل.

یو حدس دا هم کېدای شي (خو دا خبره به په علمي دلایلو ثابتېدل غواړي) چې ګاندي په ځان کې دا متره نه لیده چې خواره واره هنوان دې تر یوې قوماندې لاندې د انګرېز له ستر قدرت سره د تودې جګړې میدان ته راوباسي او فکر به یې کړی وي چې که دغه په سلګونو ملیونه خوار او زار ولسونه بې وسلې د انګرېز په مخ کې ودروي، انګرېز به د دومره زورور انساني سېلاو په مخ کې پښې ټینګې نه کړای شي. په مقابل کې پاچا خان د عدم تشدد دوه ستر مکتبونه چې یو یې الهي منشاء درلوده او بل یې ولسي، عملاً په مخ کې درلودل. الهي مکتب د اسلام دین او د محمد، خیرالبشر، سیرت و. د دې مکتب د تهداب خښته دغه سپېڅلی آیت و چې «الصلح خیر». ولسي مکتب بیا پښتونواله او د پښتونولۍ اصلي ارزښتونه (جرګه، د مشرانو درناوی، پټکی او پړونی، ننواتې، تیږه، وېش، دفتر…) وو چې د تاریخ په اوږدو کې یې د حکومتي دستګاه په نه شتون کې په دغو غرونو او درو کې څو زره کاله د سولې، یو بل منلو، ګډ ژوند، د بل عقایدو او شخصیت ته درناوي اصلونه ژوندي وساتل، هم یې د ښکېلاکګرو مخه ډب کړه او هم یې د بېلابېلو قومونو، اتنیکي ګروپونو، په لسګونو ژبو د خبرو کوونکو ولسونو په ګډ کار ستر ستر مدنیتونه و پنځول. هغه څه چې ګاندي ته یو ضرورت و، د باچاخان په لاس کې یو فرصت و.

له بده مرغه حالات داسې راغلل چې پاچاخان و نه شو کړای د خپل ولس له روحیې سره سم یو سیاسي تشکل را منځ ته کړي (که سپینه یې ووایو زموږ روحاني مشرانو او خانداني سردارانو ملي ګټې له خپلو شخصي منافعو قربان کړې).

د بشري تمدن په داسې پړاو کې چې د «نړۍوال» کېدلو تر نامه لاندي د ابن خلدون له خوا را پېژندل شوي د تړلتوب (همبستګي، عصبیت، Solidarity) اصول و ړنګېدل، د نیا د یو موهوم یوقطبي نظام تر چتر لاندې راغله، پښتانه یو وار بیا دا فرصت لري چې خپل ملي، پښتني ارزښتونه چې د پښتونولۍ تر عنوان لاندې یاد شوي، او «عدم تشدد» یې د بنسټ تیږه ده، د خپل نجات له پاره او د دې له پاره چې دا نړۍ د انسانانو له پاره د ژوند مناسب ځای شي دا ځل د خپلې ارادې پر مټ او د خپلو باورونو په تطبیقولو یو نوی، ژغورونکی غورځنګ د بریالیتوب پر لار بوځي.

د وروستیو ورځو پېښو (د واڼې وقایعو) او د پښتون ژغورنې غورځنګ د لنډکي تاریخ په اوږدو کې د نامسوولو، احساساتي ځوانانو ناوړو کړنو دا ثابته کړه چې د دښمن استخبارات هم د پښتون ژغورنې غورځنګ د قوت ټکی پېژني چې پر عدم تشدد او د افغانانو پر ملي یووالي د ددې غورځنګ بې قید و شرطه تکیه ده. دښمن هڅه کوي چې د ثبات او پرمختګ، د پیاوړتیا او خوزښت دغه دوه پایې له پښتون ژغورنې غورځنګ څخه واخلي هم یې د تفرقې پر لور روان کړي (لکه په کابل کې چې یو څو شرمېدلو عناصرو دا کار وکړ) او هم یې د تشدد لوري ته و هڅوي (لکه په واڼه کې یې چې خپل نیت ښکاره کړ).

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران، ملګري، لارویان او مینه وال باید د تاریخ په دې حساس پړاو کې دا ټکی هېر نه کړي چې که موږ د تشدد خوا ته ولاړو یو وار بیا په خپلو لاسو د دښمن بري ته لار جوړوو.

رحمان بابا دا خبره تر ما ډېره ښه کړې:

که ښیښه د نام و ننګ دې شي تر څنګه
د هر چا په کجروۍ به خپل ځیګر خورې

د تشدد پلوه او افتراق اچوونکو کجرویو مخنیوی د نن ورځې شعار دی.

54 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *