Categories

اعلان

Loading…

له حکومته زموږ توقعات

جمشيد غزنيوال
رعيت حکومتونه جوړوي، حکومتونه رعيتونه پالي. رعيت حکومت ته ټيکس ورکوي، حکومت خدمات ورته وړاندې کوي. رعيت د حکومت لپاره خام مواد، بشري قوه او د کادري فرصتونو د تحقق لپاره افراد ورکوي، دولت يې استعدادونه تقويه کوي.
حکومت له رعيته لږ څه اخلي، ډېر څه ورکوي. دغه لږ څه د رعيت له هغې شتمني ګرځوي چې رعيت يې د ده له برکته خاوند شوی يا يې د مالکيت مصوونيت موندلی وي.
د حکومت او رعيت رابطه د بادار او غلام رابطه وه، خو اوس نه ده. د ولسواکو دولتونو يو لويه خوبايي دا ده چې انسان يې د ارزښت د محور لور ته نږدې کړی، خو لا هم خپلې عملي او تيوريکي ستونزې لري. له لويو عملي ستونزو يې يوه دا ده چې ځينې جغرافيې د ډيموکراسي حاکميت ته جوړې نه دي. له تيوريکي هغو يې دا ده چې په ګڼو تمدنونو کې له رايجو باورونو سره اسانه مطابقت نه‌شي خپلولای.

په افغانستان کې ولسونه له حکومته واک غواړي، مګر ولسواکي يا ډيموکراسي د تيوري په حيث اسانه نه مني. حکومت بيا د ډيموکراسي د عملي يا پراګماټيکي اړخ وايي، لکن د عملي کېدو ډول يې تر اوسه مکمل ډيموکراټيک نه دی. دا بيا خپلې وجهې لري چې دلته ولې له دې سره سره چې خلک په بالقوه شکل ډيموکراټان دي، د ډيموکراسي تطبيق په عملي ډګر کې له چيلنجي حالت سره مخ دی.

دغه کښته پورته‌والی د حکومت او رعيت تر منځ د سوءتفاهماتو، کرکو او کله کله د عملي عقدې په بڼه اوړي. له حکومته د رعيت توقع پخپله يوه مهمه مسأله ده. ځينې وخت رعيت له حکومته هغه څه غواړي چې رښتيا هم د دولت مسووليت وي، خو ورته پام يې نه وي او يا يې ځان ناګوله ورباندې اچولی وي. رعيتونه لکه غومسبې د حکومت ويده فيل چيچي او د خدمت د غوښتو لپاره چوکه ورکوي.

خو کله کله داسې هم شوي چې حکومت رعيتونو ته له خپلو مسووليتونو د تېښتې نوم ښکاري. دغه ډول رعيتونه پخپله منفعل حالت ته ځي او حکومت چې منفعل حالت ته تګ يې معمول دی، تل فعال غواړي. حال دا چې د حکومت د خوب جټکې له هغې لحظې پيلېږي چې رعيتونه يې د غفلت پر بالښت غرقه تکيه ووهي.
که لږ عملي بحث ته راشو، خبره دا ده چې موږ افغانان له خپلو حکومتونو د هغو غوښتنو په هکله له سره غور ته مجبور يو چې ترې لرو يې. راځئ وګورو چې زموږ توقع له حکومته څومره معقوليت لري؟ ايا زموږ موجوده توقع زموږ مسووليت دی، که د دولت؟ د دولت کمزورۍ د دولت ذاتي کمزورۍ دي او که له رعيته ور انتقال شوې دي؟ هغوی چې تر حکومت اکثريت وي، له اقليته د ګيلې او شکايت حق يې څومره دی او که څنګه؟

يو وخت د ځينو موسسو له خوا په کليو کې تشنابونه جوړېدل، خلک دې ته را ورسېدل چې د پاکېدو په تمه يې هم د حکومت په انتظار شي. دوی فکر کاوه چې حکومت د دې لپاره وي چې فردي مسووليتونه او متقابل تعاون او مسووليت بېخي نفي شي.
اکثره محصلان چې فارغېږي، پر حکومت يې لويه نيوکه همدا وي چې دوی نه جذبوي. بيا يې توقع هم د رياست وي، دې ته نه ګوري چې نه دومره کاري ظرفيت شته او نه دوی واقعاً پر هغو ظرفيتونو د ځان د عيارولو پروسه بشپړه کړې وي چې اړينه وي. له حکومته دغه ډول توقع ډېر معقوليت نه لري.

کله چې بارانونه ډېر شول او د سړک چريو اوبه نه‌شوای تېرولای، ټولو خلکو د حکومت ملامتولو ته کار ووايو، په خواله رسنيو کې به شاروالي چلينجېده چې سړکونه نهرونه دي او کښتۍ پکې چلېدای شي. لکن هغو دوکاندارانو هم چې د دوکان تر مخ به يې ټولې خځلې او کثافات چرۍ ته اچول، داسې و نه ويل چې که حکومت مسووليت نه دی ادا کړی، ما هم د حکومت د مسووليت په زياتېدو او اړتيا په ډېرېدو کې ښه غوښنه برخه اخيستې ده.
د دروېش دراني يو بيت دی؛
نورو که لارې ډکولې په اغزيو باندې
تا هم د چا مخ ته و نه پاشل لونګ دروېشه!

هغه هېوادونه چې د کمزورتیا له ابتذاله د پرمختګ عروج ته رسېدلي، هغوی د حکومت د هما سيوري ته د پاچاهي خوبونه نه دي ليدلي، بلکې پخپله يې سرونه د تاج لايق ګرځولي دي. د جاپان په هکله ويل کېږي چې کاريګرو به یې نه يوازې دا چې کار کاوه، بلکې پر خپلو کارونو به ميين هم وو. په موږ کې دغه علاقه خورا ټيټه ده، ځکه خو مو د توقع او تمې فشار بېخي لوړې کچې ته ختلی دی.

د حکومت معاصر مفهوم دا دی چې ولسونه يې د خپل لومړي او دويم پوړ د ضرورتونو د حل لپاره جوړوي. د لومړي پوړ په اړتياوو کې ټول هغه شيان شاملېږي چې ژوند پرې ولاړ دی او په دويم پوړ کې هغه ضرورتونه راځي چې د ژوند په محدوده کې د تزيين او يا نرمې اړتيا په تعريف پورې تړلي دي. ټول هغه حياتي بنسټونه چې د بشر د عضوي او بيولوژيکي اړتيا تکيه ده، حکومت يې په غني کولو کار کوي او بيا يې د يوه انسجام او مشارکت په تنظمولو د متقابلې همکاري په شکل د حقوقو او امتيازاتو په ډول توزيع کوي.
د ژوند د دويم پوړ اړتياوې کلتوري صبغه لري چې دا هم ولسونه د حکومتونو د ماشين په وسيله متحرکې ساتي. کله چې يوه رعيت او ولس د خپلو اړتياوو او ارداو د تعميل ماشين يعنې حکومت جوړ کړ، وروسته يې چلول هم د دوی پر غاړه دي. عين لکه هره بله اختراع چې انسان يې بشپړه کړي، وروسته يې مهارول، کارول او تر خرابېدو وروسته جوړول هم د همدې انسان اړتيا ده.

هسې وايي په پخوا زمانو کې يوه شپون يو کس وليد چې له ځان سره غږېږي. شپون ورغی او ورته و يې ويل چې له چا سره غږېږې؟ سړي مخ ته پراته کتاب ته اشاره وکړه او ورته کړه يې چې له کتاب سره خبرې کوي!
شپانه په زاريو ورته وويل چې کتاب ده ته ورکړي، ځکه همېشه تنها وي، که کتاب ورسره وي کتاب به ورته غږېږي او پام به يې پرې غلط وي.
سړي کتاب شپانه ته ورکړ، شپون چې د يوې غونډۍ په لمن کې د مال د څرېدو په لحظه کې ارام شو، کتاب يې خلاص کړ او ورته و يې ويل چې اوس نو راته غږېږه!
کتاب هيڅ نه ويل، شپون ته درد ورغی، ور ولاړ شو او په کتاب يې ډانګان را وګرځول، کتاب يې پاڼې پاڼې کړ. له هر ځل وهلو سره به يې ويل چې پر تا سړی نه دی اوښتی، له هغه ملا سره څنګه غږېدې، ما ته دې له ځانه ګونګی جوړ کړ!
کله کله موږ ته د کتاب د ويلو پر ځای، کتاب ته د غوږ کېدو ټوکه را کېږي. که له کتاب سره ساتېری غواړو او پام غلطوو يا يو څه ترې اخلو، لازمه ده چې لومړی د کتاب لوستل زده کړو، د حد اقل شعور هغه برخه خو تر لاسه کړو چې خپله نيمګړتيا د بل ځوړتيا راته ښکاره نه‌شي.

که په نړۍ کې انسانانو خپل توقعات يوازې د حکومت پر غاړه غورځولای؛ نو خو بايد حکومتونه هيڅ موجود نه وای، ځکه انسان به هيڅکله له خپلو اوږو د حکومت د جوړولو د مسووليت بار نه وای کوز کړی.
راځئ پر هغو توقعاتو چې موږ يې له حکومته لرو، غور وکړو چې ايا واقعاً يې بايد حکومت وکړي، که دا زموږ د فردي مسووليت حوزه ده؟ بل دا چې که له حکومته د ځينو سالمو توقعاتو مطالبه لرو، موږ څومره ظرفيت تيار کړی او بل مو له حکومت سره تعامل څنګه دی؟
دغه رابطه متقابله ده، که يو طرفه شي، هلته د تعادل پر ځای تصادم پېښېږي او پای يې په يوه ټراژيډي منتج کېږي. له بده‌مرغه چې موږ اکثره وخت په همدې وروستۍ کټګوري کې راځو، موږ «رعيت» د يوه اکثریت په توګه له خپل هغه متشکل کړي اقليتي ګروپ «حکومت» څخه داسې هيلې لرو چې حق مو نه‌شي ثابتېدای، دغه شي موږ له خپل برخليک سره جګړې ته مايل کړي يو.

سرخط ورځپاڼه

39 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *