Categories

اعلان

Loading…

د کندهار په اطلاعات او فرهنګ رياست کي د خبريالانو مياشتنۍ جرګه ګۍ جوړه سوه

نېټه: ۱۳۹۷/۳/۱۵

ننۍ غونډه د اطلاعات او کلتور د رئيس فضل الباري بريالي په مشري جوړه سوې وه، چي پر مهال ئې د محلي رسنيو استازو او خبريالانو هم ګډون کړی وو. د غونډي په پيل کي د اطلاعلات او کلتور رئيس د ولايت مقام نوی ټاکل سوی وياند محمد داود احمدي خبريالانو او د رسنيو استازو ته ور معرفي کړ، وروسته ئې د محلي رسنيو د اعلاناتو له پاره د يوې ځانګړي لايحې پر جوړولو خبري وکړې، چي له مخي به ئې د ټولو راډيو ګانو، ټلويزيونونو او چاپي رسنيو د اعلاناتو خپرولو لګښت معلوم وي.

ښاغلي بريالي ټينګار وکړ، چي په لنډو ورځو کي به د محلي رسنيو خبريالانو ته څو ورځنی روزنيز کورس جوړ سي، چي له مخي به ئې خبريالان د ساده او رواني ژبي ويلو، د بې ځايه کلمو د استعمال مخنیوی او ورته نورو موضوعاتو باندي وپوهول سي.

د ولايت مقام مطبوعاتي مسئول محمد داود احمدي د خبرو په پيل کي وويل، چي رسنۍ د اورېدونکو له پاره کار کوي او د چا شخصي ملکيت نه دئ، نو ځکه ئې په اصلاح کي جدي کار په کار دئ. نوموړي ژمنه وکړه، چي په پوره توان سره به د خبريالانو سره پر وخت کره مالومات شريک کړي او هم به ټولو دولتي ادارو ته د ولايت مقام له لوري مکتوب واستول سي، چي د خبريالانو سره دي د خبرونو د چمتو کولو پر مهال همکاري وکړي او مواد دي ورسره شريک سي.

د خبريالانو د خونديتوب کمېټې غړي احمد لودين او په کندهار کي د نی سيمه ييزي ادارې مشر عبدالسمع غيرتمل هم د خبريالانو او رسنيو اړوند پر بېلا بېلو موضوعاتو خبري وکړې، هغو يادونه وکړه، چي د خبريالانو د ظرفيت لوړوني له پاره به د تېر په څېر نور روزنيز پروګرامونه هم جوړ کړي، تر څو خبريالان په دندو ته مسلکي وروزل سي.

د يادولو ده، چي د خبريالانو تر منځ ګډه جرګه ګۍ په مياشت کي يو ځل جوړيږي، چي د خبريالانو تر څنګ د سيمه ييزو رسنيو د نشراتو مسئولين او استازي هم ګډون کوي.

11 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *