Categories

اعلان

Loading…

مینه او کرکه (لنډه کیسه) لیکوال: عبدالوکیل سوله مل

نیمه شپه ده . په ورو رانږدې شي . له ملا مې لاسونه واړوي. ځانته مې جوخته کړي. خپلې پستې او تودې شونډې راسره ونښلوي . بیا مې ورو په غومبرو خوله کیږدي.توده مچکه رانه واخلي. زه لکه ساه چې مې له پښو وتلي او تش کا لبوت اوسم. هیڅ غبرګون نه ښایم ، خو هغه زما دسړښت سره سره له شهوته لکه اور شیبه په شیبه ګرمیږي. لکه نشه چې وی نا ببره زما د پرتوګا ښ ګنډې ته لاس راتیر کړي. زه یودم لکه څوک چې مې په تازه ټپ مالګه ودوړوي د هغه لاس کلک ونیسم. بیرته ېې کلک شا ته ټیل وهم. چیغه مې له خولې ووځي:

ـ لیرې شه ! څه غواړې ؟

وخاندي . په ځیر راوګوري .په ټوکه راته ووايي:

ـ څنګه څه شی غواړم ؟ ته نه پوهیږې چې پوره یو کال سره نه یو یو ځای شوي.

لاسونه لکه جنګ او دعوه چې مې راخیستي وي له قهره پورته اوښکته کړم او په ناز او نخرو ځواب ورکړم :

ـ نه وینې چې ناروغه او له هرشي مې کرکه راځي . چې لس کلونه هم ووځي نه درسره بیدیږم.

لکه اور چې واخلم تاو راکې راپورته شي په غوسې له کټه ولټیږم . ګروپ ولګوم او هغه بیا وګواښم:

ـ چې نه مې پریږدې بلې کوټې ته ځم او یوازې بیدیږم .

د ده تندی هم ګونځې شي غوسه ېې راوپاریږي. لاس زما په لور راوږد کړي:

ـ چې ته هم داسې زیل او بانې کوې ما ته هم بله لار نه ده پا تې .

سترګې مې نیغې راووځي خوله مې له هیبته وازه پا تې شي  سودا راوغورځوي خوپه غرور ېې وننګوم او ځان ونه با یلم:

ـ نو څه ! څه کوې؟

نا ببره او په ښکاره بې له ویرې او ترهې خپله پریکړه په ورو راواوروي:

ـ بله ښځه

په ما نور هم اور بل شي .له غوسې سره راواوړم. لاس ېې لور ته ونیسم او په لوړ آواز ورغبرګه کړم:

ـ ځه ځه ! لس خو وکړه تا بوډا او بیړا ته څوک لور درکوي؟

ژبه راوباسي .خندا ورشي او په خندا  راغبرګه کړي:

ـ ښه بس ګوره چې څنګه جټه پیغله کوم.

زه نوره هم له غوسې په ځمکه ننوځم .اور واخلم . له پښو مې ساه لاړه شي . په خوله کې مې لاړې وچې شي. له کرکې او ډیرې غوسې لاړې ورتو کړم . له هغه سره مې لیونۍ مینه نا ببره په کرکه واوړي. نور ېې ان د لیدلو تا ب نه راوړم . په بیړه او د سترګو په رپ کې بلې کوټې ته لاړه شم . تر سهاره مې له سترګو خوب وتښتي .

ـ مورې

ټکان وخورم لکه په درانه خوب کې چې ویرونکی خوب ووینم .لور مې بیا راباندې غږ کړي.

ـ مورې بیا په کوم چورت کې تللې ېې؟

لکه لوی غم چې راپیښ وي بې واکه سوړ اوسیلی له خولې راوباسم. غولونکی موسکا وکړم :

ـ هسې پلار ته دې سودا وړې یم . دا ځل ېې سفر ډیر اوږد شو.

لور مې وخاندي او زما اندیښنه په ټوکو واړوي:

ـ دربا ندې ګران دی کنه . نو هغه خو هر وخت په اوږده سفر ځي خو زه نه پوهیږم دا ځل دې څنګه هر وخت په زړه رااوري؟

په اندیښمن غږ د زړه په زور په ورو ځواب ورکړم:

ـ له هغې ورځې چې تللی زړه مې بده ګواهي راکوي .هره شیبه ګډوډ خوبونه وینم !

لورمې هم وارخطا او سودایی شي . خندا ېې له شونډو وتښتي په ورو ووايي:

ـ امنیت ته ېې فکر وړېې ېې . خدای نا خواسته څوک ېې ونه وژني !!

په آرامه ځواب ورکړم:

ـ مرګ او ژوند د خدای په لاس کې دی.

لور مې نا ببره آواز پورته کړي:

ـ نو د څه شي سودا ده درسره بیا؟

بیا مې سوړ اوسیلی له خولې راووځي .د شرم خولې راباندې را ما تې شي.خو سپین او ښکاره ورته ووایم او خپله اندیښنه ورسره شریکه کړم:

ـ راته ښکاري چې پلار دې بله ښځه کړې !

لور مې لکه د چا د مرګ خبر چې واوري هکه پکه شي . ددې لپاره چې زما زړه ونه غورزیږی ما ته د ډاډ راکولو هڅه وکړي:

ـ مورې زه مې پلار له تا ښه پیژنم . هغه داسې سړی نه دی. په چټیاتو فکر مه کوه لیونۍ به شې.

زه  مړه وروګورم په ورو د شونډو لپاسه ورته ووایم:

ـ پلار دې په رښتیا هم داسې سړی نه وو خو تا د ښځې پیغور نه دی لیدلی .

په دې خبره مې د لور سر راځوړند شي . سودا یی واخلي. نیغ راوګوري:

ـ ولې ؟ تا پیغور ورکړی؟

بې واکه مې په سترګو کې ډنډ اوښکې را ما تې شي. په زړه غوني غږ ځواب ورکړم . خپله ګناه ومنم:

ـ ّهولورې . د تګ  یوه ورځ د مخه مو شخړه راغله . په ټوکه ېې راته وویل چې بل واده به وکړي.

لور مې زر په خبرو کې راټوپ کړ:

ـ او تا څه ورته وویل:

لکه په منځ چې اره شم. په غوسه مې ورغبرګه کړه: تا بوډا ته او خوسا ته څوک لور درکوي؟

تا سو یو هم په هغه شپه کور کې نه واست. بلې کوټې ته لاړم. ستا په کټ کې وغزیدم او تر سبا مې له سودا او غوسې سترګه ورنغله . هغه شپه لکه کال داسې اوږده شوه.

لور مې لکه څوک چې د ساده او لیونۍ ښځې خبروته فکر وړی وی وخندل او په ټوکه ېې راغبرګه کړه  :

ـ نوتا ولې دومره سخته خبره ورته کوله:

زه لکه د لور پوښتنه چې مې هیڅ نه وی اوریدلي بې واکه له ځانه سره ووایم:

ـ څه مړه کیدلم خو نه ولې مې د هغه غوښتنه ونه منله ،څه مړه کیدلم خو نه !

وشرمیدم لکه د لور په مخکې چې لغړه ودریږم . لور مې حیران راوکتل:

ـ کومه غوښتنه ؟

له شرمه زیړه راواوښتم . ځواب ته مې خوله نه جوړیده لکه په ستوني کې چې مې خبره وچه شي . خبره مې تیره کړه:

ـ هسې هیڅ !

لور مې ددې تړلې غوټې د پرانیستلو هڅه پیل کړه:

ـ ولې خبره پټوې . ووایه څه ېې درنه وغوښتل ؟

نه پوهیدم لکه د چا له خولې چې د کلونو پټ رازوتلی وي او اوس ېې بیرته دپټولو هڅه کوي . په فکر کې لاړم . نا ببره د کور زنګ ووهل شو. لور مې لکه باد دروازې ته ورغله. د دروازې له بیرته کولو سره سمدستي مې دلور خندا او لوړ غږ واوریدل شو:

ـ مورې زیری مې درباندې پلار راغئ .

ما مې د واده په ټوله موده کې میړه ته د اولادونو په وړاندې کله غیږ نه ده ورکړې خو دا ځل مې ټول شرم له سره والوت . کلکه په غیږه کې ورولویدم . نه پوهیږم څنګه لکه باد ورځ په مخه او ښپه راورسیده. دواړه په کټ کې وغزیدو. پوهیدم چې د الوتکې اوږده لار ېې وهلې او ښه پوره ستړی دي خو هڅه مې وکړه چې هر څومره چې ژرکیدای شي د شهوت رګونه ېې وتخڼوم. زه مستۍ او شهوت نه سوزولم او نه د کوروالی اوږې وم. غوښتل مې یوازې د شهوت د تندې او د خپلې روغتیا ډاډ ورولیږدوم. ځان مې سینې ته ورنږدې کړ.مخ مې له مخ سره وچنګاوه. پوه شوم سوړ او ستړی دی. بیرته مې شاه راواړوله .

څوشپې همداسې تیرې شوې. اوس دده پر ځای زه د شهوت لیونۍ شوې وم. هره شپه مې رنګا رنګ چمونه کول چې دشهوت شوق ېې راوپاروم. خو هره هڅه مې بې پا یلې او شنډه وه. څو میاشتې همداسې تیرې شوې. هغه چې څومره پخوا تودوو اوس همدومره سوړ او د شهوت چینه ېې پوره وچه وه. په زړه مې پوره وخوړه چې خپله پریکړه ېې پلې او جټه او ښا یسته ښځه ېې

کړې ده.

له څه مودې وروسته ګهيځ دی. نږدې ده .رڼا راوخیزي او تورتم په ورو کډه بارکړي . ګرده شپه ددواړوسترګه نه ده سره ورغلې. نا ببره مې غیږ ته رانږدې کړي. په تندي او سترګو دواړومې څو ځل ښکل کړي.. خوشحاله او وغوړیږم. د شهوت اور مې داسې په وجود اور پورې کړي لکه له سره چې جټه پیغله او ځوانه شم. په بې شرمۍ لاس پرتوګ ته وروړم. خو دی مې ژر لاس ونیسي.او په ژړه غوني او شرمیدلي غږ راته ووايي:

ـ ځان مه په عذابوه ستا چم اوس په ما شوی.

نیغ راټوپ کړم لکه د ژورټپ خبرې ېې چې واورم :

ـ ولې ؟

ـ له مردۍ ولیدلی یم.

غیږ ته مې رانږدې کړي . په توده مچکه مې وولي او ډاډ راکړي:

ـ ما ویل پخپله به ښه شم .له داکتره شرمیدم نه ورتلم . خو پرون مې شرم ایسته وغورځاوه او نیغ ورغلم .

په خبره کې نا څا په ورټوپ کړم:

ـ ښه نو داکتر څه وویل:

بیا ېې غیږ ته راښکودم په ويښتانو کې ېې لاس راننویست:

ـ مه وارخطا کیږه . یوه میا شت کې به هرڅه ځای ته راشي .

هکه پکه شم . باور مې نه راځي .بیا اندیښنه راولیږی . شکمنه شم .له خولې مې نا ببره ووځي:

ـ رښتیا ناروغ ېې او که بل واده دې زما د کوروالی اشتها وژلې ده؟

بې واکه ېې بیا په خپل ټول زور په غیږ کې ونیولم .په تندي او غومبرو ېې بیا ښکل کړم. په مینه ېې راته وویل:

ـ دا څه وايي لیونۍ ! تا د ټولې دنیا په نجونو نه ورکوم.

په دې خبره مې اوږې داسې سپکې شوې لکه ددنیا ټول غمونه چې پرې بار وي.

بې واکه مې له خولې په مینه ورووځي :

ـ پروا نه کوی چې ټول عمر هم عیبی شی . همداسې به مې په زړه کې ځای لری.

سوتهال ـ لندن

دشپې دولس بجې او لس دقیقې

د ۲۰۱۸میلادی کال د مارچ ۱۷

116 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *