Categories

اعلان

Loading…

یو محور یو تعبیر | زبیر افغان

په قران کریم کي الهي وینا ده:

وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا .(۱)

ژباړه: او ټول د الله پر رسۍ منګولې ښخې کړئ او اختلاف مه کوئ.

له دې ایت څخه مالومه سوه چي اختلاف ناسم او اتفاق د خدای تعالی موخه ده. اما دا چي قران کریم یو جاري متن دی، د یوه کس تعبیر د خپل محیط، غوښتنو، علم، رواني و مالي حالت، زمان او مکان ته په کتو له بل څخه توپير لري، له دې امله له دین او شریعت څخه د انسانانو تعبیرونه هم توپير لري. په مسلمانانو کي ګڼ مذاهب د دې ادعا ژوندي ثبتونه دي. یاني اختلاف یوه طبیعي پديده ده؛ تر یوه حده ګټې هم لري، اما کله بیا په زیان اوړي. له دين څخه په یوه خاصه جغرافیه کي، د یوه ملت ترمنځ چي زیاتره کسان يې د یوه مسلک پيروان هم وي، اختلاف او ګڼ تعبیرونه په تېره بیا هغه چي ټولنيزي شخړې ور سره تړلې وي او په ټولنه کي د حساسیتونو د را پورته کولو سبب کېږي؛ د ګټې پر ځای زیان لري.

د یوې زمانې شرایط له بلې سره توپير لري، حتمي خبره ده چي له دین څخه انساني تعبیر به هم فرق کوي. د یوه چاپيریال اغیز له بل سره فرق کوي. ديني و شرعي تعبیر هم ور سره هممهاله بدلېږي. د یوې ټولنې غوښتنې د بلې معاشرې له تقاضاؤ څخه جلا وي، له دې امله چي انساني علم د خپل کلتور، ټولنې او محیط له محدودیت څخه ځان تر اوسه نه دی خلاص کړی؛ د شریعت او دین له متن څخه تعبیر يې هم د دې اجباري شرایطو تر سیوري لاندي کېږي او پسي غوږېږي.

اوس که ټولنه همداسي خپل طبیعي مسیر ته ایله کړله سي؛ نو د عقل او مشاهدې له مخې جامعه ورو- ورو انتشار ته نژدې کېږي. ځکه هر کس چي له بل سره په رنګ، قد، ظاهري جوړښت کي څومره توپير لري همدومره توپير د فکر، علم، رواني حالت، تحلیل و تجزیې، بشري تجربې، د زمان و مکان اجباري شرایطواو د کورنۍ و ټولنې د توپيري شرایطو او… له مخې هم لري.

دا یاد ټکي هغه حقیقتونه دي چي نن به څوک انکار ترې ونه کړي. دا ټول شیان له یوه متن، د یوه کس له شخصیت، له وینا، د یوې پيښي له مشاهدې او نورو څخه د یوه کس تعبیر له بله بیلوي. عیني همدا معامله د دین اوشریعت له متنونو سره هم کېږي او هم سوې ده. موږ د دې هر څه شاهدان یو. زموږ په هیواد کي دا نن پر یوه وخت د دين او شریعت له ادرسه ځيني شیان د یوه، دوو یا بسته ډلې له لوري ناروا دي او بل لور ته بیا همداسي کسان  او ډلې سته چي عيني همدا شیان روا بولي. په یوه ټولنه کي خلګ د دې کسانو د مختلفو تعبیرونو له امله په دوه کي حیران سي. له دې امله په یوه هیواد کي د ملت او وطن دواړه په ګټه د پوهانو اختلاف نه؛ بلکي د نن غوښتنه اتحاد دی.اوس مهمه دا ده چي له دې حالت سره څه کول په کار دي، څنګه دا روان وضعیت کابو کړای سي او حللار يې څه کېدای سي؟

زما په اند نن زموږ ملي، بشري او شرعي اړتیا دا ده چي په ټول هیواد کي له دین او شریعت سره د تړلو مسلو په اړه تعبیر یو محوره سي. دا کار غیر شرعي نه دی، بلکي زموږ د بشري اړتیا له مخې عيني شریعت دی. فقهي قاعده ده( “الحاجة تنزل منزلة الضرورة، عامة كانت أو خاصة” )(۲) او د ضرورت مهال بیا ممنوعه شیان هم روا کېږي. (۳)

یو محوره تعبیر په څه مانا؟ زما هدف دا دی چي د ټول هیواد په کچه دي یوه داسي اداره جوړه سي چي له دینپوهانو رانیولې بیا تر ټولنپوهانو، تاریخپوهانو، روانپوهانو، اقتصاد پوهانو، د نړۍ والو اړیکو سپيشلسټانو، سیاست پوهانو او… ټول پکي را غونډ وي او د هرې مسلې په اړه تر هر اړخیز بحث وروسته یوه فیصله وسي او هغه په ټول هیواد کي له هر ډول تبعیض، تعصب او توپيري چلند پرته عملي سي.

دا کار څوک کولای سي؟ دا کار یوازي دولت کولای سي او نن يې د ټولنیز امن، سیاسي استقرار، له انتشاره د مخنیوي، اقتصادي ګټو، ملي مسایلو او له دین، هیواد او ملت څخه د دفاع په خاطر دنده ده چي دا ډول یو محور جوړ کړي او ټول هیواد يې د عامه پوهاوي له لاري په ارزښت پوه کړل سي او خلګ د ديني، ملي، قانوني او بشري و اخلاقي مسوولیت له مخې دې ته وهڅول سي چي ټولي پوښتنې دې ادارې ته وړاندي کړي او  په ټول هیواد کي یوازي د همدې ادارې له لوري ور کول سوې فتواوې د عمل وړ وبللې سي.

د دې کار ګټې به څه وي؟

ګټې يې ښې ډېري دي، خو زه يې دلته یوازي څو ځانګړې فایدې ذکر کوم. لکه مخکي مي چي وویل، د یوه ځای شرایط نسبت بل ځای او هیواد ته فرق کوي، د یوه قوم کلتور او عادات و عرف له بله جلا وي، له دې امله شرعي تعبیر هم ور سره بدلېږي. که موږ په هیواد کي د شریعت له حساسې او اساسې پديدې سره همدغسي برخورد وکړو لکه د هغه ارزښت او اغیز ته په کتو چي ور سره مناسب دی، نو کولای سو چي هیواد ته د را واردېدونکو شرعي تعبیرونو مخه ونیسو. خو لوستونکي به دا پوښتنه دلته کوي چي ولي يې باید مخه ونیسو؟ ایا دا کار مخینه هم لري؟ ځواب يې یوه فقهي عالم په دې الفاظو کي دی:

وكثيرٌ من فتاوَى الفُقهاء بُنيَتْ على مُراعَاةِ الزَّمانِ الَّذي كانو فيه، والبَلَد الَّذي عاشُوا فيهِ، فلا تصلحُ تعديَةُ ما أثَّر فيه العُرفُ من الفتاوى والأحكامِ إلى غيرِ أهلِ العُرفِ الَّذي أثَّر فيها، إنَّما تُعتبرُ خاصَّةً بذلكَ الزَّمانِ أو المكانِ، ويُراعَى العُرفُ المستجدُّ في تطبيقِ الأحكامِ على ما يُناسبُهُ. (۴) د فقهاؤ ډېری فتواوې د هغې زمانې زیږنده دي چي دوی پکي وي او د هغه ښار(حالت په نظر کي نیول) سوی چي دوی پکي اوسي. نو هغه فتواوي او احکام چي کلتور(عرف) پکي اغیز ښندلی وي؛ د دې وړ نه دي چي د دې اغیزناک کلتور له اهل څخه يې بل قوم ته متعدي کړل سي. بلکي دا یوازي په هغه زمانه او مکان کي د اعتبار وړ دي او څنګه چي مناسبه بلل سوې د احکامو په تطبیق کي د هماغه موجود کلتور رعایت سوی دی.

مثلا: زموږ په ټولنه کي ديني ارزښتونه خلګ د خپل سر په بیه پالي. که موږ خپلو خلګو ته شرعي ارزښتونه داسي ور وپيژنو چي د زمانې له غوښتنو، د له مکان تقاضاؤ، د کلتور له مسایلو او خلګو له محیط سره د تصادم پر ځای توافق راسي، نو ایا دا تعبیر به شریعت ته نژدې، د خدای تعالی خوښ، د ملت او هیواد په ګټه او که هغه تعبیر چي نه زموږ شرایطو ته پکي پام سوي وي، نه زموږ غوښتنې ور مالومې وي، نه زموږ له کلتوره خبر وي، نه زموږ ملت او ولس د دې تعبیر غوښتنه ځني کړې؟ بلکي هغه تعبیر یو پردی دی، په دې مانا چي زموږ لپاره نه دی سوی، بلکي د هغه لومړی هدف، بل هیواد، بل ملت، د بل ګټې، د بل کلتور او د بل ملت شرایط وو. نو بناء زموږ هیڅ په پام کي هلته نه دي نیول سوي، له دې امله دلته په راواردولو يې زموږ ملت او هیواد یوازي زیان ويني.

په واردېدونکي تعبیر کي یو ټکی دا هم دی چي زموږ له هیواده د زدکړو لپاره کسان یوه هیواد ته نه ځي چي ټول زدکونکي په یو رنګه شرایطو، محیط، مکان، غوښتنو او د یوه مذهب له تګلارې سره سمه زدکړه وکړي، بلکي د تحصیل په موخه زموږ هیوادوال بیلابیلو هیوادونو ته ځي چي د هر هیواد ديني تګلاره جلا ده، سیاسي غوښتنې بیل دي، کلتوري، محیطي او معاشرتي مسایل توپير کوي، ان نن ځيني مسلمان هیوادونه یو د بل په مقابل کي ولاړ دي او دې شخړو د دين او شریعت پر تعبیر هم ژور اغیز کړی. زموږ زدکونکي چي کله راستنېږي، د هغوی پوره اغیز ورباندي وي او دلته په ټولنه کي کوښښ کوي چي هغه څه خلګو ته ور زدکړي او تر یوه حده يې عملي کړي چي د خپلو تحصیلاتو په دوره کي يې په بل هیواد کي زدکړي.نتیجه يې زموږ په ټولنه کي انتشار، یو د بل تکفیر، نه زغم، شخړې، اختلاف، د ولسونو ترمنځ بې اتفاقي، د تاریخي اثارو له منځه وړل، کلتوري و عنعنوي مسایل په لخته وهل، د خپل هیواد او ملت شرایط په پام کي نه نیول، زمان و مکان له پامه اچول، تر خپل ملت، هیواد او پوهانو د بل هیواد، ملت او پوهانو ته درناوی در لودل او حتا جنګونو و  وژنو پوري خبره ورسېده. دا ټول د راوارېدونکي شرعي تعبیر نتیجه ده چي موږ يې نن شاهدان یو.

د عباداتو، حلال و حرام او ثواب و عذاب په برخه کي به ولس په دې توګه له ذهني ګډوډۍ او اختلاف څخه وساتل سي. ځکه د هرې مسلې او پديدې په اړه به یوه فتوا وي. د مسلې او پديدې هر اړخ، حساسیت او ارزښت به په نظر کي نیول سوی وي او یوازي د یوه عالم فتوا به نه وي، د هیواد په کچه به جید علماء را ټول وي، په شرایطو پوره  او وړ کسان به وي، ور سره جوخت به د نورو اړوندو علومو متخصصین هم ناست وي چي د مسلې او یوې پديدې پر ټولو اړخونو روڼا واچوي او تر متفقه رایو یا اکثریت رایو وروسته له باوري دلایلو سره ور کول سي. د دې فتوا د اوږمهالي توب او لنډمهالي والي واک به هم له دې ادارې سره وي او ټولي دولتي و نادولتي ادارې به د دې ادارې د فتوا په عملي کولو مکلف وي(۵).په دې توګه به ولس ته یوه معتبره ديني مرجع په لاس ور سي، خلګ به له اختلافه وساتل سي، د عباداتو، حلالو، حرامو، نیکۍ او بدۍ بریدونه به د ټولو لپاره یو ډول وټاکل سي.

د هیوادوالو د مالي زیان مخنیوی به وسي. ځکه اوس زموږ ملت په یوه وخت کي د ګڼو هیوادونو تر اغیز لاندي دی او د یوه شرعي تعبیر په اړه ټول ملت سره یوه خوله نه دي. له دې امله هر څوک چي د کوم هیواد تر اغیز لاندي وي هغوی خپل کسان او هغه څوک چي خبره يې پر چلېږي د زدکړو او فتوا لپاره د هغه هیواد مدرسو او ادارو ته لېږي چي په دې سره زموږ له هیواده پانګه وزي او د نورو په هیوادونو کي مصرفېږي. د دې زدکونکو که احصایه وسي او مصارفو ته يې دقیق حساب وسي، نو زما په اند میلیونونه ډالر به مو هر کال له هیواد څخه بهر ته وزي او دا زموږ د ملت لپاره په اوسنیو شرایطو کي یوه نه جبرانېدونکي ضایعه ده.

په هیواد کي د ظرفیتونو کچه ور سره لوړېږي. که موږ په شعوري توګه دې کار ته ملا وتړو، په هیوادوالو کي مو پر خپلو ځانو او خپلو علماؤ باور زیاتېږي او خلګ به مو د خپلو ظرفیتونو پر لوړولو فکر وکړي. موږ ته به ديني رهبران د خپل هیواد وي، زموږ د ولس ديني ایډیال کسان به مو خپل وي، ظرفیتونه به مو خپل وي او هر هنر او کمال به د دې هیواد او ملت له منځه وي او د دې هیواد و ملت لپاره به په مصرف رسېږي.

خلګو ته به په پوښتنه کي او علماؤ ته به يې ځواب ور کولو کي اساني وي. یو لورته به پوښتونکي په خپله ژبه له خپلو علماؤ څخه له هر ډول ډار او خوف پرته مسلې پوښتي او بل لور ته به يې د محیطي شرایطو تشریح، د زمان و مکان محدودیتونو بیان، د کلتوري مسلو توضیح او نورو دې ته ورته ټکو بیان ته اړتیا نه وي، ځکه علماء به هم د دې ځای وي او په دې ټولو شیانو به پوهېږي. په دې توګه به د علماؤ پوهاوی او بیا د علماؤ له لوري د ولس پوهاوي کي د پام وړ اساني رامنځته کېږي چي دا مهال ورته سخته اړتیا ده.

دا کار کولای سي چي زموږ هیواد او ملت تر شرعي پوښښ لاندي د نورو له فرهنګي او اخلاقي یرغلونو څخه خوندي کړي. ځکه موږ به د هغوی وارداتو ته اړتیا نه لرو په هیواد کي دننه به خپل تعبیر د خپلو ظرفیتونو په مټ پوره کولای سو. په دې توګه به وتوانېږو چي د نورو له فرهنګي او اخلاقي یرغلونو ځان هیواد او ملت خوندي کړو.

ولس به له روحي شکنجې خلاص سوی وي. عوامو ته د یوه شي په اړه مختلف نظرونه د هغوی د اذیت سبب کېږي. کله یو ملا ورته وايي، دا حرام دي، بل بیا ورته وايي، نه روا دي. عوام د دين په اړه شکمن سي. ذهنا زورېږي او له ملایانو په خپلو منځو کي شکایتونه لري. که په هیواد کي د فتوا او ديني تعبیر لپاره یو محور جوړ سي او هر څه له دې یوې لاري نشر سي، نو عوام به له دې لوی امتحان او مشکل څخه ساتل سوي وي.

د علماؤ حیثیت ته دې حالت سخته صدمه ورسوله. که په هیواد کي دا کار یوه اداره پر غاړه واخلي او د ملت و دولت دواړو مرسته ورسره وي، نو د علماؤ حیثیت به ور سره وساتل سي او په ټولنه کي به د هغوی په اړه د منفي نظر کچه کمه سي.

دا اداره به د نویو ظرفیتونو د توليد یوه ښه ذریعه وي. له دې لارې به تجربه سوي، روزل سوي او په هره برخه کي مالوم سوي وړ کسان ټولنې او دولت ته وړاندي کېږي. د امامت لپاره به له دې ځایه په شرایطو پوره کسان ټاکل کېږي. د خطابت او ویناؤ لپاره به له دې ادرسه اهل کسان معرفي کېږي او د شرایطو له پوره کېدا سره به د هغوی ټوله ماضي له ادارې سره ثبت وي، په ټولنه کي د ور سپارل سوي کار په اړه به يې څوک اندیښنه نه لري ځکه هغه له وخته د همدې ملي ادارې په غیږ کي پالل سوی، د همدې ملت او هیواد د خدمت لپاره او خپلو خلګو ته د الهي پيغام رسولو په خاطر. ځکه به نو ملت او دولت دواړه پر دې کسانو د دندو په ور کړه کي باور کوي او هغوی به هم په پوره صداقت، ایمانداري او مسوولیت وظیفه مخته وړي.

دین به له بدنامۍ وساتل سي. دلته دا اوس هم داسي شرعي تعبیرونه وجود لري چي یو بل سره ردوي، تر خپل منځ سره ټکر دي. ان له دې امله جګړې رامنځته کېږي. په دې سره بیا ځيني کسان پر دين نیوکې کوي او په نړۍ واله کچه هم سوالونه پيدا سوي دي چي ولي د یوه دين او یوه هیواد و ملت وګړي د یوه بل په وړاندي د جنګ میدان ته شوه کېږي؟! که موږ هر چا ته اجازه ور نه کړو، نو اختلاف کمېږي او تر ډېره بریده د شخړو مخه نیول کېږي او دا نیوکې به هم تر ډېره حده کمې سي.

له دینه د خلګو د بې زارۍ ګراف هم ور سره کمېږي. د کابل په صدارت څلور لاري کي چي چاودنه وسوه، زیات ملکي کسان يې شهیدان کړل او میرمنې و ښځې هم پکي وې. تر دې وروسته یوه وډيو پر رسنیو راغله چي یو کس له دینه د بې زارۍ اعلان کوي. سبب يې همدا خشونت بولي. دی فکر کوي چي اسلام د همدې کارونو اجازه ور کړې او همدا امر کوي. دا نو یوازي يوه پېښه نه ده؛ بلکي که ټولنیزې رسنۍ تعقیب سي، نو ډېر کسان به پيدا سي چي پر دین به همدا نیوکه په مستقیم یا نامستقیم ډول کوي. دا خبرې تر عوامو او هر قشر پوري رسېږي او په ټولنه کي له دینه د انکار ګراف هم ور سره لوړېږي او یو ډول تشنج او شخړو ته لار هوارېږي. ځيني کسان بیا د خپلو مخالفینو په وړاندي له دې تور څخه کار اخلي او خبره د یو شمېر کسانو وژلو ته رسېږي. لکه په کابل کي فرخنده او په پېښور کي مشال خان. که تعبیر او فتوا له یوه محوره سي، نو دا ګراف به په لنډ وخت کي ور سره را کم سي.

پر وخت به خلګو ته د پوښتنو ځوابونه په شرعي قانع کونکو دلایلو ور کول کېږي. د معقولیت و منطقیت معیار ته به پکي پام کېږي او له مسلو سره به احساساتي چلند نه کېږي. د مسلو په ځواب کي به د یوه مسلک د حتمي حق ثابتونې پر ځای به د حق و حقیقت پله درنه وي او ځمکني حقایق به په پام کي نيول کېږي، د یوه فردي تمایل پر ځای به د یوه جمعي شعور نمایندګي کوي. د یوه فرد په توګه به يې له نتایجو او حساسیتونو بې تفاوته نه وي، بلکي له پيله به د فتوا حساسیت او پایلې په پام کي نیول کېږي.

پر روانو حالاتو د کابو کولو ښه تګلاره زما په اند همدا ده چي د شرعي تعبیر یوه مرجع رامنځته کړل سي او په دې توګه به يې دولت د کنټرول، مدیریت کولو او په شرعي برخي کي ور څخه د خدمت اخیستلو زمینه هم اسانه کړې وي.

۲۰۱۸/ ۵/ ۲۴

(۱)(ال عمران: ۱۰۳)

(۲) القواعد الفقهیه وتطبیقاتها في المذاهب الاربعة، القاعده: ۵۲، مخ: ۳۵۵/ ج: ۱، د دمشق د دار الفکر چاپ او د محمد مصطفی الزحیلي لیکنه)

(۳)الفتح القدیر، کتاب الصلح، مخ: ۴۰۹، ج: ۸، د علامه ابن الهمام تالیف)

(۴)تیسر علم اصول الفقه، الدلیل السابع العرف: ۱/ ۲۱۳، بیروت چاپ، د عبد الله بن یوسف الجدیع لیکنه)

(۵)شرعي احکامو کي اوږدمهالي او لنډ مهالي د خلګو د حالاتو موافق رامنځته کېږي. یوه حدیث کي دي چي رسول الله خلګ هدیرو ته له تلو منعه کړل، څه مهال وروسته يې بیا اجازه ور کړه. ځکه د حالاتو غوښتنه همدا وه.(سنن الترمذي، ابواب الجنائز، باب ما جاء في زیارة القبور: ۱۰۵۴) د مکې مکرمې له هغه ډول جوړېدا څخه هم رسول الله ص مخ واړاوه چي لومړي ابراهیم علیه السلام جوړه کړې وه. لامل يې د مکیانو نوي مسلمانېدل بلل چي هسي نه پر خلګو يې ورانی او بیا نوی تعمیر منفي اغیز وکړي. (صحیح مسلم، کتاب الحج، باب نقض الکعبة وبنائها: ۱۳۳۳)

63 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *