Categories

اعلان

Loading…

روسان د طالبانو په لاس له امریکایانو او افغانانو غچ اخلي

ودان روښان  

کله چې د ۱۳۵۸ کال د مرغومي یا جدي پر شپږمه د ټولو نړیوالو منل شویو قوانینو خلاف د پخواني شوروي سره پوځ شکاره به نغاره پر خپل واړه سویلي ګاونډي افغانستان پوحي تېری وکړ، د وخت حکومت یې چپه، واکمن( حفیظ الله امین) یې وواژه او خپل لاسپوڅی او ګوډاګی(ببرک کارمل) یې د واک پر بې واکه ګدۍ کیناوه. روسانو دغه تېری د برژنف(۱) دکترینو«شوروي حق لري د خپلو پلوي هېواد رژیم چې د ړنګېدو له ګواښ سره مخ وي هغه ته خپل پوځونه ولېږي او د شوروی ملاتړی رژیم په کې بېرته واکمن کړي» له مخې توجیه کولو، د روسانو ګوډاګي(کارمل) بیا دغه تېری د دوست هېواد شوروي اتحاد پر وخت انترناسیونالیستي مرسته ښوده، خو افغانانو او نورې نړۍ بیا ښکاره او ډانګ پېیلی یرغل او ښکېلاک ګاڼه نو ځکه خو دغه تېری نه یوازې په کلکه وغندل شو بلکې پرضد یې پراخ عملي ګامونه هم پورته شول. پر افغانستان د سرو لښکرو یرغل تصادفي خبره نه وه هسې چې ځینې لنډ فکره شنونکي وایي شوروي د خپلو سویلي پولو امنیت ته د ګواښ له ویرې پر افغانستان یرغل وکړ، دا هسې بې مانا خبره ده، ځکه چې له ډېرې پخوا زمانې ان د ظاهر خان په واکمني کې به په کلیو کې نالوستو کسانو دا وړاندوینه کوله او په اړه به یې اندېښنه ښودله چې شوروي به د بخارا په شان افغانستان لاندې کړي. ددې ادعا بل ثبوت په خپله په افغانستان کې د شوروي سرو لښکرو لوی قوماندان ستر جنرال الکساندر مایوروف د یادونو کتاب (رښتیا په افغانستان کې څه تېرېدل) هم راغلی دی.

مایوروف لیکي: کله چې په افغانستان کې له شپږمیاشتنۍ دندې وروسته د شوروي مشرانو ته د خپل کار رپوټ وروکولو په موخه مسکو ته لاړ هورې د شوروي د دفاع وزیر دیمتري اوستینوف له ده سره په لیدنه کې ورته وویل:«د شپاړسم جمهوریت جوړېدو کار څه ډول مخته روان دی؟» چې دا څرګندونې په خپله د شوروي د هغه وخت مشرانو نیت او ارادې څرګندوی دي.     

خو امریکا او ملاتړي یې چې هسې هم له روسانو سره په سړه جګړه کې ښکېل وو او د ویتنام د ماتې غچ موقع په لاس ورغلې نو د افغان ملت بېدریغه ملاتړ ته یې راودانګل او هم یې په نړیواله کچه د روسانو پرضد خپلې سړې جګړې ته په ټولو برخو کې ښه په درز کې زور ورکړ. امریکې نور ملاتړي چې ځینو یې خپلې موخې هم درلودې یا یې له روسانو او هم د هغوی له ایدیولوژي بد راتله هم بپه دې جګړه کې راښکېل کړل. پاکستان چې هسې هم د افغانستان تباهي ته له ډېر پخوا ګیډه په اوبو کې ایښې وه داسې موقع په لاس ورغله چې هم یې افغانستان تبا کولو چې موخه یې وه او هم یې په دې لوبه کې ځان دومره چاغ کړ چې د اټم بم خاوند شو. پاکستان له یوې خوا د جهاد په نوم افغانستان په افغانانو او له بهره اجیرو اورپکو وراناوه، د امریکا په خوښه او غوښتنه یې د روسانو بیخ وایست او لګښت یې له عربو او نورې نړۍ واخیست. که له کرکې او تعصبه تېر شو دا د پاکستاني جنرالانو بریالۍ ستراتېژي وه چې زموږ خپل حماقت، جهالت او لنډ فکري ورته زمینه برابره کړه.

شوروي چې هسې یې هم ایدیولوژي له انساني فطرت سره اړخ نه لګاوه یوازې دپه چ زور او د میلیونونه انسانانو د ککریو په بیه په خپله شوروي او د استعماري موخو له پاره د تبلیغاتو او دسیسو په زور د نړۍ ځینو برخو کې واکمنه شوې وه، باید ماته شوې وای خو افغان جګړې دغه بهیر ګړندی کړ. لنډه دا چې شوروي مات او ړنګ شو، امریکا خپل کسات ترې واخیست، شوروي یې مات او د سیالۍ له ډګره وایست، پاکستان په کې د اټم بم خاوند شو، خو افغانستان ټوک ټوک او له خاورو سره خاورې شو، امریکا پرخپل ځای کیناسته افغانستان یې پاکستان او ایران ته ورپرېښود په داسې بڼه چې هر لوري خپل خپل لنډغر په کې راخوشې او افغانستان یې پرې لوټې لوټې کړ، ترهغه وخته چې پاکستان د طالب په نوم بریالۍ پروژه تر لاس لاندې ونیوله او ټول لنډغر یې پسې واخیستل او په یوه کونج کې یې ایسار کړل، نږدې ۹۰ سلنه افغانستان یې پرې لاندې کړ، خو که ووایم چې که د سپتمبر ۱۱مې پېښه نه وی شوې اوس به افغانستان په ښکاره د پاکستان پنځمه سوبه وی نو مبالغه به مې نه وي کړې.

پېښو داسې تګلوری خپل کړ چې د طالبانو حماقت، لنډ فکري او له سیاسته ناخبري افغانستان د امریکایانو د بمونو او توغندیو خولې ته وتاړه او پر افغانستان غله او رهزن بېرته د امریکا په زور والبعث بعالموت شول. دغلته ددې پرځای چې له رامنځته شوی فرصته د افغانستان په ګټه استفاده شوې وی، د افغانستان واګې یو بې کفایته، کمزوري او په عین وخت کې د فساد نوښتګرو حامد کرزي ته په لاس ورغلې او هغه چې وایي:

څه شومه زه له عقله کمه

څه موزیګي راپسې ټکوهل لاسونه

له یوې خوا کرزی کمزوری او فاسد و او له بلې خوا امریکایانو هم ښې پرېمانه تېروتنې وکړې. په دغه منځ کې د پاکستان غوا بیا لنګه شوه. په یو لاس یې د جګړې او مصیبت اوږدولو په موخه ترهګر روزل، په بل لاس یې د هغوی ځپلو په پلمه له امریکا لسګونه میلیارده ډالر انعام اخیست.

کله چې دلته د جګړې تنور ښه سور شو نو روسانو ته هم چانس په لاس ورغی دغه وخت   امریکایان د پاکستان په دوه مخي وپوهېدل او پر پاکستان یې د مرستو د بوجۍ خوله بنده کړه، پاکستان هم طالبانو ته بل پلندر پیدا کړ او د طالبانو پړی یې د روسانو په لاس ورکړ. اوس چې روسان یو څه پر پښو درېدلي او هغه وخت یې تېر شوی چې په ۱۹۹۰ کلونو کې یې له بدې ورځې ان د ژوبڼ سویان وخوړل، اوس غددې جوګه شوي چې له امریکا په افغانستان کې د خپلې ماتې غچ واخلي او هم افغانان په خپلو کې د جنګ جګړو اوږدولو له لارې دومره وځپي چې که هوښیار نه شي او د دوښمن دسیسې شنډې نه کړي، ښایي ډېر زیان وګالي.

همدا اوس روسان د افغان جګړې اوږدولو په موخه د طالبانو مالي او تسلیحاتي ملاتړ کوي چې د همدغه ملاتړ په پایله کې دادی اوس طالبان هغو سیمو ته رسیدلې چې د خپلې واکمنۍ په وخت کې نه وو ورسېدلې. که د روسانو ملاتړ نه وي طالبان څه ډول کولی شي د تخار ولایت درقد، خواجه بهاوالدین، دشت قلعه او خواجه غار ولسوالیو ته په دومره ځواک ورسېږي چې ان ولسوالۍ(درقد او دښت قلعه) لاندې کړي ان که د لنډې مودې له پاره هم وي. دغه راز، د بدخشان په څو ولسوالیو کې د طالبانو واکمني او  فعال حضور بې له شکه د روسانو له مرستې ناشونی دی. اوس خبره تر هغه ځایه رسېدلې چې روسی لوړ پوړی دیپلومات ضمیر کابلوف په ښکاره امریکا ننګوي چې یا له طالبانو سره خبرو ته کیني او یا دې ناوړه برخلیک ته ځان ټینګ کړي.

دا په دې مانا چې نور دوی( روسان) د طالبانو تر شاو ولاړ دي او که د روسانو غوښتنې ونه مني نو بیا د ځان خونړۍ جګړې ته ټینګ کړي. دا کله د روسانو هېرېږي چې په افغانستان کې ددوی په وینا له ۱۳ زره ډېرو پوځیانو سرونه وخوړل او لسګونه زره نور ګوټ و مات خپلو کورونو ته ستانه شول خو رښتیا داده چې روسانو ته په افغانستان کې اووښتې مرګ ژوبله د هغوی له رسمي خپرو کړیو شمېرو ډېره لوړه ده. د شوروي امپراتوري دړې وړې او روسان هغه مهال نه یواځې له زبرځواکي راپرېوتل بلکې ګدایي ته کیناستل، نو اوس چې د خپلې هغې بدې ورځې غچ له دواړو یانې امریکا او افغانانو نه اخلي نو کله به یې اخلي؟! هغه هم په داسې بڼه چې خپله پزه یې هم نه وینې کېږي یواځې خپلې زړې وسلې او د افغانستان د هیرویینو ترافیک له لارې ترلاسه کړې پیسې یې ددغه کار له پاره بسنه کوي.

(۱) دپخواني شوروي اتحاد د کمونیست ګوند عمومي منشي او د هغه هېواد د عالي شورا د رییسه هیات صدر لیونید ایلیچ برژنف (۱۹۶۴-۱۹۸۲)

84 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

2 comments

  1. N M Khan Reply

    په گوتو دی برکت شه ستر حقیقت….

  2. daood Reply

    یاره ! که چیرې داسې وشی مجاهلینو اوشمال ټلوالې ته به سخت خوند ورکړی – چې بیا په خپل ژوند کې دریایی جهاد دعوی ونه کړی

Leave a Reply to daood Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *