Categories

اعلان

Loading…

وچکالي؛ د افغانانو لپاره یو بل ننګوونکی ګواښ

ضیاءالاسلام شیراني / د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز

په جګړه‌ځپلي افغانستان کې له ناامنۍ او جګړو راوروسته، اوس‌مهال وچکالي هغه ستره ننګونه ده چې د مېليونونه افغانانو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا “اوچا” په خپل ورستي میاشتني راپور کې ویلي، چې سږکال په افغانستان کې وچکالۍ د هېواد په دوه پر درې برخې يا ۲۰ ولایتونو اغېزه کړې او کابو دوه مېليونه تنه د خوراکي توکو له سخت کمښت او لوږې سره مخ دي.[1]

تېره اوونۍ ولسمشر اشرف غني هم د نړيوالو مرسته کوونکو ادارو له استازو سره وکتل او د وچکالۍ له کبله رامنځته شوي وضعیت د ښه کولو په موخه، له دغو نړیوالو ادارو څخه د ګډې همکارۍ غوښتونکی شو. د یوناما مشر تاداماچي یاماماتو ژمنه وکړه، چې په جدي ډول دغه ستونزه څاري او خپل استازي يې هم وچکالۍځپلو سیمو ته استولي دي.[2]

دا چې په ټوله کې د اقلیمي بدلونونو اغېز او په ځانګړې توګه په افغانستان کې پر وچکالۍ څه دی، د وچکالۍ د اغېزو اوسني حالت او لاملونه څه دي او په دې تړاو اوسمهال څه کول پکار‌ دي؟ هغه پوښتنې دي چې دلته مو ځواب کړې دي.

په افغانستان کې وچکالي

د اسیا پرمختیايي بانک د راپور له مخې، محلي وچکالي د هېواد په بېلابېلو ځایونو کې له ۳ څخه تر ۵ کلونو پورې راځي. د زونونو په کچه وچکالي بیا له ۹ څخه تر ۱۱ کلونو پورې راګرځي او په ملي کچه وچکالي له ۲۰ څخه تر ۳۰ کلونو پورې یو ځل تکرارېږي.

که وروستیو دوو لسیزو ته ځېر شو، نو دا پنځم ځل دی، چې افغانستان له وچکالۍ سره مخ کېږي. د کورنۍ جګړې پرمهال، په ۱۹۹۵م کال کې، افغانستان له اوږدې وچکالۍ سره مخ شو، چې د ۲۰۰۲م او ۲۰۰۳م کلونو زیاتو ورښتونو له کبله پای ته ورسېده. په ۲۰۰۸م، ۲۰۱۰م او په ۲۰۱۲م کلونو کې افغانستان بیا له وچکالۍ سره مخ شو او دغه مهال یې پر زراعتي حاصلاتو په تېره د غنمو پر حاصلاتو منفي اغېزه وکړه. په ټوليز ډول، دغه وضعیت د افغانستان پر اقتصادي ودې هم اغېزه وکړه. د بېلګې په ډول په ۲۰۰۸م کال کې د زراعت سکتور وده ۲۱ سلنه وه، خو په ۲۰۰۹م کال کې د زراعت سکتور وده ۵۳ سلنه شوه او په همدې کال یې د هېواد په اقتصادي وده هم مثبت اغېز وکړ.

د نړیوال بانک د راپور له مخې، له ۲۰۰۰م کال راهیسې په افغانستان کې تقریباً ۶.۵ میلیونه وګړي له وچکالۍ څخه اغېزمن شوي، چې په دې کې له وچکالۍ څخه د اغېزمنو وګړو اوسنۍ شمېره نه ده شامله. دغه راز نړیوال بانک په خپل دغه راپور کې اټکلوي، چې که په افغانستان کې شدیده وچکالي راشي، نو دا به هېواد ته یوازې په زراعتي ډګر کې تر ۳ میلیاردو ډالرو پورې زيان واړوي.[3]

اوسنۍ وچکالي او اغېزې يې

له تېرو درېیو اوونیو راهیسې حکومتي او نړیوالې ادارې په افغانستان کې د روانې وچکالۍ په تړاو اندېښنې شریکوي. د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په اند، وچکالي د ګواښ د کچې له مخې په هېواد کې په لاندې درېیو کټګوریو کې ویشل شوې:

په لومړۍ درجه کې ۱۵ ولایتونه راځي (جوزجان، بادغیس، فاریاب، غور، ارزګان، زابل، کندهار، هلمند، سمنګان، بلخ، بغلان، کندوز، هرات، فراه او نیمروز). په دویمه درجه کې ۶ ولایتونه راځي (میدان وردګ، لوګر، تخار، پکتیا، نورستان او سرپل) او په درېیمه درجه کې هم ۱۳ ولایتونه راځي (غزني، دایکندي، بامیان، کاپیسا، پروان، پنجشیر، کابل، بدخشان، لغمان، کنړ، ننګرهار، پکتیکا او خوست).[4]

په دغو ولایتونو کې تقریباً ۲ میلیونه وګړي د وچکالۍ له کبله له لوږې سره مخ دي، چې له دې سره اوس تقریباً ۱۳ میلیونه خلک د کافي غذا له نشتوالي سره مخ دي او د دغه ګواښ پر وړاندې د مبارزې او زیانمنو شوو کسانو سره د مرستې لپاره ۵۰۰ میلیون ډالرو مرستې ته اړتیا ده.

اندېښنې دا دي چې د روانې وچکالۍ له کبله به د هېواد اقتصادي وضعیت هم اغېزمن شي. ځکه د هېواد اقتصاد تر ډېره پر زراعت متکي دی او داسې اټکل کېږي، چې د غنمو پیداوار به له ۴.۲ میلیونه ټنو څخه تر ۲.۵ میلیونه ټنو پورې راکم شي. له دې ورهاخوا، د روانې وچکالۍ له کبله د کور دننه بې‌ځایه شوو يا داخلي کډوالو د کچې لوړېدو احتمال هم شته، چې دا هم د هېواد پر وضعیت منفي اغېزه کوي.

په افغانستان کې د وچکالۍ لاملونه

  • نورو هېوادونو ته د افغانستان د اوبو بهېدل؛ افغانستان د خوږو اوبو سترې زېرمې لري، خو د دغو اوبو یوه ستره برخه د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته بهېږي، چې له امله یې خپله افغانان د اوبو له کمښت سره مخ دي. د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په هېواد کې هر کال ۷۵ میلیارده مترکعبه اوبه تولیدېږي، خو له دې جملې یوازې ۲۵ سلنه یې افغانان کارولی شي او پاتې ۷۵سلنه یې نورو هېوادونو ته بهېږی.
  • د ورښتونو کمښت؛ افغانستان په وچه کې راګېر غرنی هېواد دی، چې د اوبو زېرمې یې تر ډېره په موسمي ورښتونو پورې تړلې دي. د اوچا ادارې په وروستي راپور کې ویل شوي، چې د تېرو کلونو په پرتله د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې د ورښت کچه ۷۰ سلنه را کمه شوې وه، چې له امله یې په ډېری سیمو کې د اوبو زېرمې وچې او په سیندونو کې د اوبو سطحه را ټیټه شوې او له همدې کبله افغانان د وچکالۍ له ګواښ سره مخ دي.
  • اقلیمي بدلونونه؛ په ټوله کې د نړۍ په سطحه د فابریکو او بېلابېلو کارخانو د ګازونو او حرارت د تولید له امله د ځمکې د کرې ګرموالی د اقلیمي تغییراتو لامل شوی، خو په افغانستان کې سربېره پر دې، د جګړې له امله د ګڼو ځنګلونو له منځه تلل هم د اقلیمي تغییراتو یو اړخ بلل کېږي. ځکه د ځنګلونو موجودیت او د ځمکې زرغونتیا هوا سړه ساتي، په غرونو کې د واورو یخچالونه او زېرمې سړې ساتې او په دې توګه يې د ژر ویلې کېدو مخه نیسي. 

ولې د وچکالۍ پروړاندې ګډه مبارزه اړینه ده؟

د اوبو ناسم مدیریت او وچکالي د انساني ژوند پر وړاندې یو له سترو ګواښونو څخه بلل کېږی. د وچکالۍ او موسمي بدلونونو له کبله فقر او لوږه را منځته کېږي او دا بیا د دې لامل ګرځي چې خلک خپلې سیمې پرېږدي او نورو سیمو ته د کار روزګار، خوراک، څښاک او ښه ژوند په لټه کې ګډوالۍ ته اړ شي.

افغانستان چې یو کرنیز هېواد دی او نږدې ۱۵ میلیونه وګړي یې په کلیو او بانډو کې د کرنې له لارې د ورځني ژوند اړتیاوې پوره کوي، نو وچکالي ورته په هر حالت کې ګرانه تمامېدی شي. ځکه موسمي بدلونونه د خلکو د بې‌کوره کېدو یو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کیږي او د اوچا د وروستي راپور پر بنسټ د ۲۰۱۸م کال په “مې” میاشت کې یوازې په بادغیس او غور کې له ۲۱ زرو څخه زیاتو کسانو د وچکالۍ له امله خپل کلي پرېښي او د اوبو او خوړو ترلاسه کولو په موخه هرات ولایت ته راغلي دي.

په هېواد کې د روانې وچکالۍ او ترې پېښو ګواښونو ته په کتلو سره اړتیا ده، چې پر وړاندې یې جدي مبارزه وشي چې تر ټولو مهم پکې د بېلابېلو حکومتي ادارو، وزارتونو او نړیوالو ادارو ترمنځ د ګډې همکارۍ او ګډ کار کولو اړتیا ده. د حکومتي ادارو یا وزارتونو بودیجه دومره نه ده، چې په یوازې سر د روانې وچکالۍ پر وړاندې مبارزه وکړای شي.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د وچکالۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره شاوخوا ۵۰۰ میلیونو ډالرو اړتیا ده؛ خو د کرنې او مالدارۍ وزارت په خپله بودیجه کې له ۸ تر ۹ میلیونه ډالره لري. دغه راز د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې ادارې (انډما) هم ټوله بودیجه ۶ میلیون ډالره ده. همدې ته په کتلو سره دوی له وچکالۍ سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالو ادارو مرستو ته جدي اړتیا لري.

له دې ټولو سره سره، اړتیا ده چې د روان وضعیت په اړه د مرستو راټولو لړۍ تیزه شي او اړمنو خلکو سره مرستې وشي. خو په اوس مهال کې داسې ښکاري چې د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ اداره هم د مرستو د راټولولو له ننګونې سره مخ ده؛ ځکه دوی تر اوسه له وچکالۍ سره د مبارزې په لاره کې له ۵۰۰ میلیون ډالرو څخه یوازې ۲۲ سلنه مرستې راټولې کړې دي.

[1] OCHA: Drought grips large part of Afghanistan: https://reliefweb.int/sites/reliefweb.int/files/resources/20180525_ocha_afghanistan_monthly_humanitarian_bulletin_april_2018_en_final.pdf

[2] د نورو معلوماتو لپاره:  https://president.gov.af/ps/news/1071072

[3] د نورو معلوماتو لپاره: http://blogs.worldbank.org/endpovertyinsouthasia/governance/voices/water/ppps/endpovertyinsouthasia/prs/archive/201707

[4] د نورو معلوماتو لپاره: https://pa.azadiradio.com/a/29254840.html

12 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *