Categories

اعلان

Loading…

منظور پښتین: په واڼه کې دویم برید پوځ، اېف سي او وسله والو په ګډه کړی،‌ ۱۰ شهیدان، ۳۰ ټپیان

تاند – د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر، منظور پښتین، وایي چې د جنوبي وزیرستان په مرکز، واڼه، کې د نن ورځې دویم برید د پاکستان پوځ، اېف سي او وسله والو په شریکه کړی دی.

ښاغلی پښتین دا خبرې په فیسبوک په خپل ټایم لاین خپره کړې یوه ۱۶.۵ دقیقه یي ویډیو کې کړي دي.

منظور پښتین وایي،‌ چې له څو اونیو راهیسې مونږ وایو چې د پاکستان پوځ او (استخباراتي) ادارې وزیرستان ته طالبان راولي.

نوموړی وایي، طالبان له پخوا راهیسې د پاکستان د پوځ په کینټونو کې اوسېدل او اوس هم په کینټونو یا پوځي چاوڼیو کې اوسېږي. دی وایي، چې د ډي آی خان، د واڼه، د رزمک او د میرانشاه (پوځي) کینټونه له طالبانوډک دي.

د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر وایي، چې د پاکستان ادارې چې هغه د پوځ، اېم آی، او طالبانو په نومونو یادې کړې د پښتنو په قتلونو کې ښکېل دي.

منظور پښتین وایي، چې د نن ورځې برید داسې شوی چې کله علي وزیر په واڼه کې خپل د تېلو پمپ ته ورسېد، له بلې خوا طالبان له (پوځي) کمپ نه راووتل، چې تر شا یې پوځ او اېف سي ځواکونه ول، او په هغوی یې برید وکړ، خو د غورځنګ غړو یې په تیږو او لاسونو مقاومت وکړ چې په نتیجه کې یې درې کسان ټپیان او یو شهید شول. (په دې هکله د تاند مخکینی راپور)

ښاغلی پښتین وایي، چې د ولسي خلکو له خوا د طالبانو له په شا تمبولو څخه وروسته، د پاکستان پوځ، اېف سي او طالبانو بیا په ګډه برید وکړ چې د اېف سي په ډزو دېرش کسان ټپیان او یو شمېر نور شهیدان شول. نوموړی وایي چې په ننني برید کې ګڼ شمېر سپین ږیري هم ټپیان شوي دي.‌

هغه د ویډیو په وروستۍ برخه کې چې په اردو خبرې کوي د شهیدانو شمېر ۱۰ کسان وښود.

نن چې د پاکستان روزل شويو طالبانو په علي وزير د ډزو پيل وکړ د مکتب دې ګلاليو ماشومانو ورته خپلې سينې سپر کړې او د علي وزير مخې ته ودريدل او شهيدان شول.
(The Pashtun Times)

منظور پښتین په پښتنو غږ وکړ چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې دې د ملګرو ملتونو، د بشري حقونو د سازمانونو او نورو مسؤلو ادارو په وړاندې احتجاجونه وکړي او د پښتنو په وړاندې د پاکستاني ادارو د قاتلانه چلند په وړاندې دې غږ پورته کړي.

منظور په پښتنو ځوانانو غږ وکړ چې تیارسۍ دې اوسي، د خپلې وینې قربانۍ ته دې تیار اوسي او لومړنی سړی هم پخپله دی، دی چې قرباني ورکوي.‌ هغه یاده کړې چې په نننۍ حمله کې هم د پښتون ژغورنې د غورځنګ د سر کتار یو کس، عارف وزیر، ټپي شوی دی او دا چې د هغوی په تحریک کې د مشر او کارکوونکي تر منځ فرق او امتیاز نشته.

د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر اخطار ورکړ، چې هغوی پوهېږي چې طالبان څوک دي او ریاست دې په خلاصو غوږونو واوري چې د هغوی په مخکې شکست دی. نوموړي پاکستاني ادارو ته وویل، چې ستاسو هر پلان ناکام دی او ان شاءالله چې له ناکامۍ سره مخامخ کېږئ.

منظور پښتین د جیو تلوېزیون له خوا د دې خبر د خپرولو غندنه وکړه چې د ننني برید مسؤلیت یې په نامعلومو کسانو وراچولی دی او دا یې د شرم وړ بللی دی.

803 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

5 comments

  1. سلیم Reply

    آخر یې دا کار وکړ حرامي پوځ، د کایناتو سترشیطان انګریز چاړې ته يې لاس کړ او مذهبي استخباراتي لړمان ماران یې د پښتون نجات غاړې ته واچول. بله لاره نشته. پښتون چیغه باید د زندان نه راووځي او اروپایي پایتختونو ولړزوي، دا چیغه باید نیویارک ته ټکان ورکړي، دا چیغه باید په نړیواله جنایي محکمه زلزله ګډه کړي تر هغه ټکانونه ورکړي تر څو چې پنجابي جنایتکار جنرالان یې هماغه میز ته وي راکش کړي چی سلوبودان میلاسوویچ په زړه وچادېد نوربسسسسسسسسسسسسسسسس ده نور چاړه له هډوکې هم تیره ده

  2. حسن Reply

    دا واضیح خبره ده چې د پاکستان په شان یو هېواد کې بې د پوځ له اجازې یوه مرمۍ هم نشي فیرکیدلي. بنا د نن ورځې ټول مسوولیت د هغه هېواد نظامیانو ته متوجې دی.
    اوس د دې وخت راغلي چې نړیوال باید د پنجاب له دې جنایتونو نه خبرشي. مشرانو ته لازمه ده چې د پښتنو د نجات لپاره له ټولو امکاناتو ، غونډو ، مظاهرو ، احتجاجونو ، اعتصابونو او نړیوالې ديپلوماسي له لارې خپل آواز اوچټ کړي.
    د لویو دولتونو ، نړیوالو سازمانونو ، مدني ټولنو نه غوښتنه وشي چې دغه دیکتاتور دولت تجزیه او هلته مېشتو قومونو ته لکه پخوانۍ یوګو سلاویا چې په پنځو هېوادونو ووېشل شوه ، خپلواکي ورکړل شي.

  3. dawud Reply

    دغه افغان ټالبان به څه وخت ځانونه پوهوي او څه وخت به ځان د بنجاب له غلامۍ خلاصوي، افسو س افسوس

  4. داود Reply

    داظالمانه حمله په ملکی بیگناه خلکو دپاکستان او استخباراتی ادارو په مستقیم هدایت او مشوره شوی دی او پوجیان هم پکی شریک دی ددی حملی غندنه کوم پشتنو دحق غوشتنی حامی یم.

  5. Momand Reply

    سلام وتنوالو
    پښتانه بايد په دي پوه شي تر ځو چه دوي خپله نه وي راپاځييدلي نور ځوک ددوي دحق او ازادي له پاره ڼه جنګيږي او نه قرباني ورکوي
    اوس دا وخت را رسيدلي که رښتيا هم پښتون دا خوبولي اولس خپله ازادي غواړي نو که پيښو ننګرهار کندهار او خوست او باجوړو کي دي را ولاړ شي د خپل حق له پاره وجنګيږي
    که پښتون لر دي اوکه بر دي په يوه غږ را ولاړ شي دا ټپلي جنګ به ددي غلام اولس له مخه د عمر ابد لپاره تري تامياشي
    ددي نازک پښتون ژغورني خوځښت نه بايد د ملينونو لښکر او لښکري جوړي شي
    تر اوسه پوري ټولو. پښتنو دا بانه کوله چه موږ سرکښ نه لرو چه موږ يي شاته ودريږو دادي اوس مو دابانه هم نشته سرکښ او سرکښمو پيدا شو
    يا به له دي کاروان سره يوخاي کيږي کنه تاسوته بل داسي چانس لاس ته درخ

Leave a Reply to dawud Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2