Categories

اعلان

Loading…

ژبه په عمل کې | اجمل ښکلى

د ژبې کار د اړيکو جوړول او له دې لارې د مانا ايجاد دى. ژبه اړيکې څرنګه جوړوي او مانا څرنګه لېږدوي؟ دا هغه پوښتنه ده، چې ژبپوهنه ورته ځواب وايي. دوديزه ژبپوهنه د دې تر شا د کلام اجزا ويني، تاريخې ژبپوهنه د يوې ژبې وييزو او ګرامري بدلونونو ته اشاره کوي؛ خو فردينان دوسوسور وويل، چې د خبرو(پارول) تر شا يوه بالقوه ژبه(لانګ) موجوده ده، چې په هغې کې ټولۍ ژبنۍ نښې له يو بل سره اړيکې لري او له دې لارې يو بل ته مانا ورکوي. پر دې بنسټ ژبه د اړيکو جال دى او د جال رغښت د ژبې د پوهاوي راپوهاوي تر شا ولاړ دى. که څه هم فردينان دوسوسور نويو ژبپوهنيزو نظريو ته لار پرانيسته؛ خو بيا هم د ژبني عمل ډېرې خواوې په تياره کې پاتې شوې، چې معاصرې ژبپوهنې ورته د ځواب ويلو هڅه وکړه. يوه بېلګه راوړو:

احمد سترګې نه لري.

زموږ معاصره تشريحي ژبپوهنه چې د فردينان دو سوسور او څه نا څه د نام چامسکي د زېږندې- لېږندې ژبپوهنې سيورى پرې خپور دى، ښايي، پاسنۍ جمله داسې وشني:

وييزه شننه:

  • احمد(ځانګړنوم/ساده کلمه يا مستقل مورفيم)

  • سترګې(نوم/ ساده کلمه يا خپلواک مورفيم)
  • نه(د نفي وييکى دى، چې يو عمل نفي کوي)
  • لري(د درېيمګړي لپاره ګردان شوى فعل دى او د داشتن مانا لري).

 

نحوي شننه:

په پاسنۍ جمله کې (احمد) فاعل، (سترګې) مفعول او (نه لري) فعل دى. څرنګه چې احمد درېيمګړى دى؛ نو (نه لري) فعل ورته ګردن شوى. په جملې کې ټول توکي په ترتيب سره پر خپل ځاى راغلي دي.

خو دا شننې ګنې د پاسنۍ جملې د مفهوم او نقش په پوهاوي کې را سره مرسته کوي؟ د دې شنو په مټ د پاسنۍ جملې پر رغښت او جوړښت په اسانه پوهېږو؛ خو رغښت هله مهم دى، چې د مانا او نقش په پېژندلو کې مو لارښوونه وکړي، ځکه چې د جوړښت شننه د مانا او نقش پر وړاندې دويمي ارزښت لري. همدا لامل دى، چې خپلې ژبپوهنيزې شننې راسره د خپلې ژبې په پېژندګلوي کې ډېره مرسته نه کوي او دا پوښتنه زموږ ټولې تشريحي ژبپوهنې ته متوجه ده.

استاد نجيب منلى په دې لړ کې د غوا بېلګه راوړي. غوا هغه ده، چې شيدې ورکوي، بچى څټي، واښه خوري او رمباړې وهي. زموږ دوديزه تشريحي ژبپوهنه يو ځل غوا حلاله کړي، بيا راته وايي، چې دا يې سترګه ده، هغه يې لکۍ ده او دا يې پښې دي؛ خو د سترګو صٖفت بينايي او د خولې صفت خوراک او رمباړې دي، چې غوا يې په مړ ځان نشي کولاى؛ نو مړه غوا ګنې د غوا دقيق تصور راکولاى شي؟

ژبه په عمل او فنګشن کې د پوهاوي چاره ترسروي. د ژبپوهنې موخه چې د همدې پوښتنې ځواب دى، بايد په عمل کې ژبه مطالعه کړي.

(سترګې نه لرل) که په دې جمله کې ګړنه وي، د احسان د منلو يا د خپلو او بدو د درک نه لرلو په مانا ده؛ خو پر دې مانا د جملو له رغښته بهر په فرهنګ کې پوهېږو. پر دې بنسټ ويلاى شو، چې ژبه د فردينان دو سوسور د فکر پر خلاف قايم بالذات نه ده، بلکې د مانا د انتقال لپاره پر بهرنيو چېنلونو اتکا کوي. تر څو چې د فرهنګي قرينې په مټ د دې جملې او فرهنګ پر رغښت پوه نشو، د دې جملې په مانا نه پوهېږو؛ خو د ګړنې په توګه يې پر دې مانا هم هله باور کولاى شو، چې د ويناوال له دريځ او موقعيتي قرينې سره اشنا اوسو او له دې لارې د دې جملې نقش وپېژنو، چې بيا دا هم شونې ده، چې د پاسنۍ جملې موخه د يوې بلې مانا لېږد وي؛ خو دا هله ممکنه ده، چې پاسنۍ جمله په يوه متن يا متني سياق کې مطالعه کړو. متن يوازې د ليک(text) مانا نه لري، بلکې منسجمو او ماناييزو خبرو ته هم وايي. دلته د خپلې تشريحي ژبپوهنې يوې بلې نيمګړتياوې ته ځير کېږو او هغه دا چې جمله د وروستي ژبني واحد په توګه پېژني، چې له وړو ټوکونه جوړه ده او مستقله مانا لري؛ خو په چارواله(functional)، ويناواله(Enunciation) ژبپوهنه او همدا راز د موريس په پراګماتيکس کې جمله د متن يو واحد او کله وړوکى واځد دى، چې له نورو واحدونو سره يوځاى خپله مانا څرګندوي او په دې ډول په ويناييز بهير کې نقش لوبوي. تر نام چامسکي وروستيو ژبپوهنيزو نظريو د جملې پر ځاى متن بشپړ وباله، خو متن هم له نورو متونو، فرهنګ سره او په موقعيتي قرينه کې مانا څرګندوي.

که له پاسنۍ جملې سره څو نورې جملې يوځاى کړو، د موقعيت قرينه يې معلومولاى شو او له دې لارې د (احمد سترګې نه لري) پر مانا پوهېداى شو:

احمد سترګې نه لري. خلک ترې غلا کوي؛ خو دى ترې خبر هم نه وي.

د دې متن موقعيتي قرينه دفتر دى. احمد د دفتر مشر دى، چې خلک ترې غلا کوي او ده ته پته نه لګي. پر دې بنسټ د (احمد سترګې نه لرې) جملې اشاره د احمد بېغورۍ او سادتوب ته ده او ژبه دلته د ياکوبسن په وينا ارجاعي نقش لوبوي.

که دا جمله په يوه روغتون کې ويل شوې وي، ښايي د احمد ړوندوالي ته اشاره وکړي.

پر دې بنسټ د معاصرې ژبپوهنې له مخې ژبنۍ چاره د ويناييز بهير په بڼه تر جملې اوړي او د متن په لوښي کې ترسره کېږي. په دې متن کې راغلې جملې او نور واړه ژبني توکي له يوه پلوه له يو بل سره په داخلي تړاو او له بله پلوه له بهرنيو چېنولونو  سره په يوه موقعيتي او فرهنګي تړاو کې خپله مانا څرګندوي. موقعيتي تړاو او د ويناوال/ ليکوال او اورېدونکي/ لوستوال ترمنځ اړيکه په عمل کې د ژبنۍ چارې ترسراينه ښيي او دا نظريه پر ادبي، ناادبي، ديني او … متونو او نصوصو د پلي کېدو وړ ده. د يوه پخواني ديني ناديني متن، په تېره چې د ډيالوګ په بڼه وي، هله دقيق پوهېداى شو، چې پر موقعيتي قرينه او د هغه وخت او ځاى پر فرهنګ پوه شو. که داسې نه وي، بيا ترې لوستونکى له خپل تمايل، وخت او شرايطو سره سم مناسب تاويل اخلي او د دې تاويلاتو مخه په راتلونکې کې هم پرانيستې وي، چې دا تاويلات کله د ويجاړي او کله د رغونې په موخه وي.

د خپلې دوديزې تشريحي او اوسنۍ ژبپوهنې د يو بل توپير لپاره د استاد منلي يوه بېلګه راوړم، چې ما ترې اورېدلې:

کابل خو کابل دى.

خپله تشريحي ژبپوهنه راته دا نه وايي، چې دلته د کابل د تکرار لامل څه دى او دويم کابل څه مانا لري. دا جمله د يوې وراشې(مکالمې) برخه ده. د بيان د ژبپوهنې پر بنسټ د يوه مفهوم د اجزاو ټولګې ته، چې له يو سره اړيکې لري، (Notional Sphere) وايي. ويناوال مفاهيم متحرکوي او ځاى، زمان او موقعيت ورکوي او د اړيکو لپاره يې کاروي، چې په دې ډول وينا ترسره کېږي. ويناوال(Enunciator) د وينا پر مهال د يوه مفهوم يو جز يا صفٖت ټاکي، چې دې ته تطابق(Occurrence) وايي.

په پاسنۍ جمله(کابل خو کابل دى) کې دويم کابل يو کلي مفهوم يا د هغو صفتونو(يخه هوا، واورې، فردي ازادي، بازارونه، مېوې، نوي فيشنونه او…) ټولګه ده، چې کابل ته منسوب دي. ويناوال په دې صفتونو کې يو ټاکلى دى، چې دا صفت له بل شخص سره د ويناوال په وينا(Enunciation) کې معلومېږي، چې د کابل يخې هوا ته يې اشاره ده، که نوي فېشنونو او که فردي ازادۍ يا بل بل ته.

که بل ويناوال ورته د کابل د يخې هوا صفت کړى وي او ده ورته پاسنۍ وينا کړې وي؛ نو موږ پوهېږو، چې يو جز يې ټاکلى دى او نور يې خارج کړي دي. په معاصر ژبپوهنه کې د يوه مفهوم څو اجزاوو ته پاراميټرونه وايي. پارميټرونه(Parameters)له يوه کل نه راوتي اجزا چې د همدې کل استازي کوي او که سره يوځاى شي، بېرته همدا کل جوړوي.

سپي راسره خبرې وکړې.

پاسنۍ جمله د دوديزې تشريحي ژبپوهنې پر بنسټ سمه ده، ځکه چې فاعل، مفعول او فعل لري او فعل د (خبرې) لپاره ګردان شوى؛ خو که د نوې ژبپوهنې پر بنسټ يې په عمل کې مطالعه کړو؛ نو پوهېږو، چې دا جمله په واقعيت کې ممکنه نه ده، ځکه چې سپى خبرې نشي کولاى. البته که د ويناوال اشاره د سپي له مانا ډکې غپا ته وي؛ نو په صورت کې جمله مانا پيدا کوي؛ خو دا مانا هم په عمل کې ښيي او دا راته وايي، چې د وينا د سموالي ناسموالي دقيقه پرېکړه په عمل کې کولاى شو.

معاصره ژبپوهنه رانه غواړي، چې د دوسوسور او چامسکي له اغېزه راووځو او خپلې ژبې ته له نويو تيوريو وګورو.

69 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *