Categories

اعلان

Loading…

د بامیانو لاریون؛ د ګوډ ملا کیسه | سردار محمد همدرد

په تېرو ورځو کې د هېواد لومړۍ مېرمنې رولا غني په یوه ځانګړې مرکه کې د الکترونیکي تذکرو اړوند د افغان په کلمه یې خبرې وکړې. د یو شمېر هغو خلکو ټاپې یې هم ور بندې کړې، چې نوموړې یې عیسايۍ بلله. هغې په ډېر جرائت و ویل، چې زه عیسايي نه؛ بلکې یوه مسلمانه یم.

په ټاکنیزو کمپاینونو کې به هم چې له خلکو سره د ولسمشر په اړه نورې خبرې ختمې سوې، نو ویل به یې، چې مېرمن یې عیسايي ده. په اصل کې د عیسویت خبره نه وه؛ بلکې په دغه نامه سره یې د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو لپاره ګټه پورته کوله. په تېر مهال کې یې هم د دې ناخبره او بېچاره ولس له سپېڅلو احساساتو څخه ناوړه استفاده کړې ده. ښه بېلګه یې سیدجمال الدین افغان و، چې ډول ډول ټاپې به یې پرې وهلې.

ستونزه په دې ځای کې وه، چې دې ساده ټولنې سید جمال الدین افغان نه سو درک کولی. د هغه مبارزه هم د دې لپاره وه، چې دا وګړي پوه، له استعمار څخه خلاص او د استقلالیت لور ته یې بوځي. بله بېلګه د غازي امان الله خان غوندې شخصیت دی، چې هم یې ازادي وګټله او هم یې د هېواد د اساسي رغونې لپاره بې ساري ګامونه پورته کړل. د افغانستان د خاورې دښمنانو دا نه سو زغملی، چې دا وطن دې د نړۍ په هېوادونو کې سیال هېواد وي.

د دې وطن تاریخ داسې دی، چې د ډانګ او لرګي په جګړه کې هم څوک ورڅخه خلاص نه وو. هر یرغلګر به چې راغئ، د کوتک په زور به یې ټوټه ټوټه کړ او حتی نور هېوادونه به یې د دې خونخوار ښکېلاک څخه وژغورل. غازي امان الله خان هم له دغه ډول سرنوشت سره مخ سو. د ګوډ ملا په شکل انسانان به یې پیدا کړل او پر غازي امان الله خان به یې د کفر فتوا ورکوله. دا ټولو ته معلومه ده، چې غازي امان الله خان داسې مسلمان و، چې هم یې انګلیس ته ماته ورکړه او هم بیا هماغه انګلیس ته ولاړ، چې د شاهي کورنۍ، صدراعظم او د کابینو د غړو له لوري یې پراخه استقبال وسو او حتی په بریتانیا کې د اکسپورډ پوهنتون له لوري ورته افتخاري دوکتورا او د بریتانیا د باچا له لوري امان الله خان ته د یوه ملګري په توګه شاهي وکټوري ځنځیر ورکړل سو. یعنې دا په دې معنی ده، چې افغانستان ته د سیال هېواد په سترګه وکتل سول.

خپلې اصلي خبرې ته راځم. تېره ورځ په بامیانو ولایت کې یو څو کسانو د هېواد د لومړۍ مېرمنې رولا غني پر ضد لاریون وکړ. هغوی دا ویل، چې رولا غني ولې په مرکه کې ویلي دي، چې سادات قوم د افغانستان په ټولو قومونو کې ګډ دی او یوې سیمې یا ژبې ته نه منسوبیږي؛ بلکې په هره ژبه او قوم کې سادات موجود دي. دا واقعیت هم دی، چې سادات د افغانستان په ټولو ژبو او قومونو کې مشتمل دی.

محمد همدرد

دلته دوه خبرې دي. یو اړخ په تذکرو کې د افغان د کلمې درج دی، چې یو شمېر کسانو یې مخالفت وکړ. د دې کلمې له مخالفت سره د افغانستان ټول ملت قوي غبرګون وښود او د افغان کلمه یې سره کرښه وګڼله. اوس یو شمېر کسان له شرمه دا خبره نه سي کولای، چې زه افغان نه یم؛ نو بیا یې دویمه لار ونیوه، چې د ساداتو د معزز قوم له نامه څخه سیاسي استفاده کوي. سادات زمونږ په ټولنه کې یو ډېر روحاني قوم دی؛ ځکه چې دا د نبي کریم ص له نسل څخه ګڼل کیږي.

زمونږ په ټولنه کې ساداتو ته ډېر احترام ورکول کیږي. زه په خپله له ساداتو سره ناسته ولاړه ډېره خوښوم. په جنوب لویدځ حوزه کې ډېر سادات پېژنم. ما د هغوی له خولې څخه دا وانه ورېدل، چې رولا غني ولې داسې خبرې کړې دي؟ یوازې په مرکز کابل کې ځینو سیاسونو د سادات په نوم څه څرګندونې وکړې. ها بله ورځ په بامیانو کې ځینې خلک راټول سوي وو او په دې اړه یې احتجاج کړی و.

دې اواز یو سیاسي رنګ درلود. نو بیا راته د خپل هېواد زړې ټاپې را په یاد سوې؛ خو یوه خبره کوم، چې ټاپې نورې دلته کار نه کوي. ولس د پخوا په پرتله ویښ سوی دی. ما مخکې هم اراده درلوده، چې په هېواد کې د ټاپو په اړه یوڅه ولیکم. کله چې دا موضوع پېښه سوه، دا راته تیاره د لیکنې سوژه سوه. دلته مې هدف له رولا غني څخه نه دی، چې ګواکي زه د هغې ننګه کوم.

زما موخه دا ده، چې نور باید د زنده باد او مرده باد له اواز څخه سوء استفاده ونه سي. بهانې او ټاپې باید د هېواد د سیاست برخه ونه ګرځي؛ بلکې د افغانستان د نأفذه قوانیونو په رڼا کې هرڅه روښانه سي. تور او سپین ډېر څرګند دی. لویه بدبختي دا ده، چې د اسلام له مبارک دین څخه هم د شعار ګټه پورته کیږي او هم د هېواد اساسي قانون نه منل کیږي.

زه د اواز پورته کولو او خپل حق غوښتلو مخالفت نه کوم، مګر د داسې اواز سره سخت مخالف یم، چې د هېواد ملي ګټې زیانمنوي.

په درنښت!

۱۳۹۷/غبرګولي/۱۳

566 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

2 comments

  1. احمد Reply

    پریږدئ چې سادات خپل قوم په مستقل ډول ثبت کړي خو پوښتنه دا ده چې د پیغمبر په لمسیانو کې هزاره ګان له کومه شول؟‌

  2. محمدربی آماج Reply

    د لومړۍ میرمني (رولاغنی) دغه خبره رښتیا او يځای ده.! سادات،سیدان،ایشان ،خواجه ګان دغه ټول ځانونه سیدان ګڼي اوهیڅ تاریخی معتبر اوکره لاسوندونه هم نلری،دا خوپخپل ځای پریږده د غزنی ولایت اړوند هزاره ګانوکی یوقوم دۍ د ششپرپنامه هغه هم خپل ځانونه سیدان ګڼی دی او پخپل ځای کی ډیر درناوۍ هم ورته کیږی.ښه اوس دلته سوال را پیداکیږی چی دغه قوم دسیدانوڅومره پراخ دۍ چی ټول افغانستان یی نیولۍ؟ د وردګو د قوم زاړه عمر خوړلی مشران هم ټول وردګ قوم د یوه مخه سیدان ګڼی او دلیل یی هم ورسره شته.هغه داسی چی وردګ باباپه لومړی سرکی د سیداحمد ګیسودراز ایرانی زوی کیږی بیا ورپسي هغه ایرانۍ سید احمد ګیسودراز بیا د یوه عرب زوی کیږی اوهغه عرب بیا د بل عرب اوهمداسی ثم په ثم ترڅو چی نسل او شجره (ونه) پیغمبر(ع) ته ورسیږی .ښه دا څرنګه ممکنه کیږی ؟!ځواب یی هم آسانه دۍ ! ددی ټولو تر شا پیران پراته دی په پخوانیووختونوکی همدی پیرانو(نقیب صیب …..) به شجری په کتابچه ای بڼه چاپولی او بیا به قومونو کی ویشلی او داسلام د اولینیووختونو د معرب(عربی کول) کولوپالیسی یی چلوله .د اوسنیو تکنالوژیکی پرمختیاوو په رڼا کی خو دا بالکل ممکنه ده چی د یوه قریش ډی ان اي را واخلی اودافغانستان د سیدانو د ډی ان ای سره یی پرتله کړی چی تور اوسپین سره جلا شی کنه رښتیا اوعقلی خودغه ده دومره سیدان چی په افغانستان کی دی البته د دوی په قول هغومره پّه عربستان سعودی کی هم نشته اودا یومطلق درواغ دی.او د سیدانو دومره پراخ او رنګارنګ شتون څرنګه قوم کیدایشی؟!! ی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸