Categories

اعلان

Loading…

راتلونکې ټاکنې او سیاسي ګوندونه | اسدالله ولې او یما هوتک

سیاسي ګوند د انسانانو هغه ډله ده چې سره ورته موخې ولري او د دې موخو د ترلاسه کولو لپاره ځانګړې تګلارې، کړنلارې او تشکیلات منځ ته راوړي او په ګډه  د خپلو موخو او د سياسي قدرت دلاسته راوړلو لپاره مبارزه کوي. د ګوندونو تاریخي، فکري، کلتوري او ټولنیزه منشاء یا اصل په بیلابیلو ټولنو کې سره ورته نه دي، خو کولای شو ووایو چې د ننۍ نړۍ په بیلابیلو هیوادو کې د سیاسي ګوندونو رول او کړنې ډيرې سره ورته او یو ډول دي او هغه دا چې د هر ګوند اصلي موخه له مشروع او قانوني لارو د واک ترلاسه کول او یا په واک کې ورګډيدل دي.

په ننۍ نړۍ کې سیاست د سیاسي ګوندونو له فعالیت او کړنو څخه لرې نشو ساتلای، د همدې ګوندونو د هڅو له امله خلک په مستقیم او یا غیرمستقیم ډول په سیاست کې ورګډیږي او برخه اخلي، او د همدې ګوندونو له لارې د چارواکو د ښه او بدو سیاستونو په اړه خپل نظر څرګندوی او ملاتړ یا نیوکې پرې کوي.

په ولسواکۍ کې دا په بشپړ ډول یو طبیعي امر ګڼل کیږي، چې د ټولنې غړي په دی ډول په سیاست کې ځان شریک بولي، او سیاسي ګوندونه د خپلو غړو د سمبالولو په برخه کې زیار باسي، د ګوندونو د قانوني فعالیت څخه پرته ولسواک نظام نیمګړی ګڼل کیږي.

د هیواد په تاریخ کې سیاسي ګوندونو ډیري لوړې ژورې درلودې، د سياسي ګوندونو لومړنې پیل څو اتیا کاله مخکې په اماني دوره کې وشو، او د مشروطیت خوځښت او افغان ځوانان په نوم د سیاسي حلقو رامنځ ته کیدل په هیواد کې لمړني ګوندي خوځښتونه وو چې دوی ته په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو د پیل او راڅرګندیدا لومړنې ټکې ویلای شو، خو د هیواد د سیاسي تاریخ په دریو پړاوونو کې ګوندونه په پراخ ډول تأسیس شوي او په سیاسي بدلونو کې اغیزمن رول درلود:

  1. ددیموکراسۍ لسیزه له ۱۳۴۲ څخه تر ۱۳۵۲ پورې چې ګڼ شمیر ښي اړخي او کیڼ اړخي ګوندونه رامنځ ته شول.
  2. د جهاد دوره چې لسګونه سیاسي ګوندونه او ډلې رامنځ ته شوی.
  3. له طالبانو وروسته نوی دوره چې تراوسه لږ ترلږه ۵۶ سیاسي ګوندونه د عدلیی په وزارت کې ًثبت شوي.

دی دری پړاوونو ته کتنه دا په ګوته کوی چې په هیواد کې سیاسي ګوندونه له لوړو ژورو ډک اوږد تاریخ لري خو سره لدي بیا هم د تجربې او پوخوالي له اړخه اوس هم د لارې په پیل کې دي او ډيرې مودې ته اړتیا ده ترڅو نورو هیوادو ته په کتو د ګوندي تجربي له مخې یو نورمال او منظم پړاو ته ورسیږو او له هغه زیانونو او مصیبتونو څخه چې په وروستیو لسیزو کې ورسره مخ شوی یو روغ پاتې شو.

له بده مرغه اوس هم په هیواد کې پياوړي ملي سياسي ګوندونه، چې د ولسواکۍ لپاره اړين دي په نشت حساب دي. ډیرې سياسي ګوندونه دقومي، مذهبي او يوشمېر غيرقانوني ملاحظاتو پربنسټ رامنځته شويدي. په  اوسنيو حالاتو کې يوشمېر ګوندونه، چې دهيواد په سياسي چارو کې رغنده رول لوبوي او د فعاليت جواز ورکړل شويدى، په حقيقت کې سياسي ګوندونه نه؛ بلکې قومي ډلي دي. ځکه چې په ټولو ولايتونو، قومونو او سيمو کې ريښې  نه لري، کوم چې د سياسي ګوند د جوړولو لپاره يو اړين قانوني شرط دى. همدارنګه اوسمهال په هيواد کې د سياسي ګوندونو شمېر هم له اړتيا اوښتى دى.

ددې ګوندونو ډیرې یې ځانګړې سیاسي موخي او تګلارې نلري او د یوی ګوند محوره سیاسي مفکورې او لیدلوري پرځای د اشخاصو او د ګوند مشرانو نظریات او سیاستونه تعقیبوي نو همدا علت دې چې دوې د هیواد د ثبات او پرمختګ لپاره کومه ځانګړې طرحه او اجندا نلري او یوازی د واک د ترلاسه کولو او شخصي موخو ته د رسیدو لپاره فعالیت کوي، په دوی کې هغه شمیر ګوندونه چي د جهاد په دوره کې رامنځ ته شوي وو ددوی ډیر تمرکز په نظامي اړخ باندی وو او سیاسي اړخ ته یې ډیر پام نه وو او نه یې منظم سیاسي فعالیتونه درلودل، همدا علت وو چې کله یې کابل ونیو د ددولت جوړونې او سیاسي تجربې نشتون له امله په دولت جوړونه کې پاتې راغلل او هیواد یې په یو بل ناورین واړوو.

د طالبانو د نظام له ړنګیدو وروسته او په هیواد کې د یو نوی پړاو له پیل سره د سیاسي ګوندونو بازار یو ځل بیا ګرم شو او ټولو پخوانیو ښي اړخو او کیڼ اړخو او ګڼ شمیر نویو ګوندونو په فعالیت پیل وکړ، خو د دولت له خوا د ګوند د تشکیل لپاره اسانه شرایط، د بهرنیو هیوادونو او کړیو ملاتړ، او قومي، مذهبي او ژبني تعصباتو ډیرښت ددی سبب شول چې په هیواد کې د ګوندنو شمیر په افراطي ډول زیات شي.

خو دوی کې یوهم د یو ريښتینې سیاسي ګوند بڼه غوره نکړه، د جهاد د دوران ګوندونو چې ددولت ډیرې واک له دوی سره وو او ځانونه د هیواد په سیاسي بدلونونو کې مطرح بولي، ونکړای شول چې په خپلو کړنو او فعالیتونو کې د ولسواکۍ او د وخت له غوښتنو سره سم اصلاحات راولي، دوی اوس هم وسلوالی ملیشې لري، او تل هڅه کوی د ګواښ او زور له لارې واک ترلاسه کړي، په تیرو ۱۷ کلو کې دوی ونشو کړای چې د ګوند کنګره راوبولي، ګوندیزي ټاکنې ترسره کړي او د خپلو ګوندونو مشران د ټاکنو له لارې غوره کړي، او د ګوند رهبري او مشري په میراثي ډول له پلرونو ځامنو ته په میراث پاتي کیږي، دوی خپلو شخصي او ګوندي ګټو ته پر ملي ګټو لومړیتوب ورکوی، او که دولتي مقام کې کار کوي د دولت پرځای ځان خپل ګوند او ډلې ته ژمن بولي، لنډه دا چې دې ګوندونو د منظمو سیاسي ګوندونو پرځای د قومي او مذهبي ډلو بڼه خپله کړي چې یو څو کسه په کې خپلو شخصي ګټو او موخو ته درسیدو لپاره راټول شوی.

ځیني نور ګوندونه چې په تیرو ۱۷ کلو کې رامنځ ته شول اکثرو یې پروژه یې شکل درلود، په لنډ وخت کې راڅرګند شول لوی لوی شعارونه یې درلودل خو کله چې د تمویلوونکو له ملاتړ څخه بې برخي شول بیرته له منځه لاړل، او یوازی نومونه یې پاتي دي.

په اوس وخت کې دسياسي ګوندونو په اړه يوه ستره انديښنه او ستونزه داده، چې ديو شمېر سياسي ګوندونو ريښې له بهر څخه اوبه کيږي او د نورو هيوادو په څارګرو ادارو پورې تړلي دي او د هغوئ له لوري يې  مالي او سياسي ملاتړ کيږي. همدا لامل دى چې يو شمېر تش په نوم سياسي ګوندونه دافغانستان دملي ګټو په خدمت کې نه؛ بلکې دنورو هيوادونو د ملي ګټو او سياستونو په چوپړ کې دي. دخپلې ټولنې دوګړو د حقوقو د خونديتوب او لاسته راوړلو پرځاى د ملاتړ کوونکو هيوادونو دګټو لپاره مبارزه  کوي.

همدا لاملونه دي چې په اوسني وخت کې سیاسي ګوندونو په خلکو کې خپل اعتماد له لاسه ورکړي، او ولس ددوی په کړنو او وعدو بی باوره شوي، ځکه دوی د ولس لپاره داسی څه ندي ترسره کړي چې د هغوی زړونه ترلاسه کړي او نه هم اوس ولس ته یو روښانه او ريښتینې پیغام لري.

اوس چې بیا ټاکنې رانږدې شوی نو د ګوندونو بازار بیا ګرم شوې او دوی د ټاکنو له کمیسیون څخه غواړي تر څو ګوندونو ته په ټاکنو کې برخه ورکړي، خو ددوی دا کار هم دخپلو شخصي موخو او ګټو لپاره دې ځکه د اکثره ګوندونو رهبرانو خپل ځامن او خپلوان راتلونکو ټاکنو ته نوماندان کړي، او په دی توګه غواړي هغوی بریا ته ورسوی تر څو ددوی راتلونکې نسل هم په واک کې وي، او خپله میراثي واکمني نوره هم وغځوی.

اوس چې له یوی خوا ټاکنو ته ډير لږ وخت پاتې دې او له بلې خوا په هیواد کې داسې قانوني ګوندونه ډیر کم او یا هیڅ نه ترسترګو کې چې په ټولو ولایتونو، قومونو او توکمونو کې پلویان ولري او دوی یې استازیتوب وکړي، نو ددوی دا غوښتنه د شخصي ګټو لپاره یوه غیر منطقی او په دې لنډ او تنګ وخت کې نه پلې کیدونکې ده.

دوی که په ریښتیا هم ولسواکۍ او ټاکنو ته ژمن وي او غواړي د ټاکنو له لارې خپل نوماندان واک ته ورسوي نو په خپلو فعالیتونو او تګلارو دی له سره غور وکړي، ولسواکي دی لومړې په خپل ځان پلې کړي او د خپلو ګوندونو مشران او رهبران دې د رڼو ټاکنو له لارې وټاکي، ولس ته دې د هیواد د ښې راتلونکې او پرمختګ لپاره خپلې روښانه او څرګندې طرحې، موخې او وړاندیزونه وړاندې کړي، خپل ګوندونه دې د قومي، مذهبي، ژبني او سمتي چوکاټه راوباسي او افغانستان شموله یې کړي، تر څو د ولس باور او اعتماد ترلاسه کړي او په هیواد کې د ولسواکۍ له ټینګښت او پیاوړتیا سره مرسته وکړي تر څو هیواد مو له شته ناخوالو څخه خلاص شي.

او دولت هم ددې لپاره چې رښتني پياوړي ملي سياسي ګوندونه رامنځته شي نو بايد د سياسي  ګوندونو قانون کې يو لړ تعديلات راولي او د جوړولو لپاره يې داسې قواعد وضع کړي چې له يوې  خوا سياسي ګوندونه ملي بڼه خپله کړي او له بلې خوا هرڅوک ونشي کړاى، چې سياسي ګوند جوړ کړي او د سياسي ګوندونو کړنې او سرچينې هم تر کلکې څارنې لاندې ونیسي، او هغه ګوندونه چې قانوني شرایط نشي پوره کولای د فعالیت مخه یې ونیسي.

د سوکاله، پرمختللي او سرلوړي افغانستان په هیله!

64 total views, 4 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *