Categories

اعلان

Loading…

د نشيانو په اړه د حکومت مسوولیت | زبیر افغان

په هیواد کي د بې بندوباره نشيي توکو تولید د دې سبب سو چي د سلګونو نشیانو شمېر ورځ تر بلې زیات سي او اوس خو بیخي درې میلیونه کسان په نشو اخته دي. دا را پورونه زورونکي دي او په ښارونو کي چي د نشیانو دا بده ورځ انسان ويني، نو سخت زورېږي.

نشه د انسان لپاره وژونکې ده. پوهان وايي، نه یوازي دا چي له نشې څخه خپله مستقیما هغه په نشه روږد کس ته زیان رسېږي، بلکي تاوان يې په ټولنه کي شته نورو انسانانو ته هم رسېږي. له دې امله نشه په شریعت کي منعه سوې ده. اخلاق او انساني نارمل وجدان يې ښه نه بولي او د قانون له مخې هم یو جرم دی.

نشه انساني ټولنې ته یوازي د صحت په برخه کي زیان نه رسوي؛ بلکي په لویه کچه مالي تاوان هم ورته رسېږي. د نشیي توکي اخیستل، هر وخت ناروغ کېدل او بیا يې د درمنلې مصارف، په ټولنه کي غلاوي، اخلاقي فساد او له کورونو د شیانو تښتول، د بې کارۍ ګراف لوړېدل، په ښارونو کي د شپې له لوري د خلګو شکول او په موټرو کي د جیبونو وهل او… يې ټول د مالي او اقتصادي اړخ زیانونه دي چي موږ يې شاهدان یو او هره ورځ يې وینو.

تر دې هم ور هاخوا د نظافت نه مرعاتول د نشیانو یو بل ستر زیان دی چي جامعې ته يې رسوي او موږ يې بیا هم له بده مرغه شاهدان یو. نشیان نه خپله ځانونه پاکوي او نه د ځای یا سړک پاکي ته پام کوي. دوی چي هر ځای اوسي هلته چټلي وي، مردارخورګي وي، د نظافت هيڅ څرک نه لګېږي.

ټولنې ته د نشیانو تر ټولو ستر زیان بیا دا دی چي سم وګړي په نشه اخته کوي او د شپې له لوري خلګ شکوي او که يې د جیب شیان ور نه کړل نو په برچه يې وهي. دا څو ورځې مخکي د کابل په حضوري چمن کي پولیسو له شاوخوا ۱۵ نشیانو برچې را وایستې او دا ټول د شپې مهال د شکونو لپاره کاروي. پولیسو ویل چي بیخي ډېر واري له دوی څخه خلګ په شکایت ورغلي اود شکونې خبر يې ور کړی.

په ښارونو کي چي نشیان اوسي د نورو کسانو د جلب او تمایل سبب طبیعي خبره ده چي کېږي. ولي سلګونه نشیان نن میلیونه سول؟ همدا لامل دی چي کله په ټولنه کي هر څوک حضور ولري، ځان ته د ټولنې یوه کتله ضرور ور جذبوي. ما د کابل په حضوري چمن کي په سترګو ولیدل چي نوي ځوانان راغلل او له نشیانو سره به ناست ول. یو کس مي ولید چي له یوه نشيي څخه يې د دیرش(۳۰) افغانۍ په مقابل کي یوازي د شیشې دوه دوده غوښتل. د لیسې زدکونکي ورته راغلي ول، لغړزني هلکان ور سره ول، د کورنۍ او اولادونو کسان يې په منځ کي ول. یو داسي هلک يې هم ترمنځ وو چي پوست يې د سپين کاغذ په شان سپين وو، عمر يې د ۱۷ او ۱۸ کالو ترمنځ وو. نوی په نشه اخته سوی وو او د ورځي له مخې به نشیانو ته راتلی.

نشیان د ټولنې یوه برخه وه او اوس هم دي. حکومت چي د ټولنې هر قشر ته په خدمت مکلف دی د نشیانو په وړاندي هم ځيني مسوولیتونه لري. په نورو ټولنو کي د هغوی لپاره روغتون جوړ سوی وي او ډاکټران يې وړیا درملنه کوي. هڅه کېږي چي روږدي کس بیرته خپل عادي او نارمل ژوند ته راستون کړي. زموږ په هیواد کي که حکومت د نورو ټولنو په شان کار نه سي ورته کولای، د سترو زیانونو د مخنیوي په خاطر خو دومره کولای سي چي د ښار له عمومي واټونو يې ټول کړي او په یوه ځانګړي ځای کي يې ایله کړي.

په دې ډول به يې د ښار نظافت هم ساتلی وي، د خلګو د حذب مخه به يې نیولې وي، د جیب وهونې او د لارو پر سر د خلګو د لټونې مخه به يې ډب کړې وي. په دې توګه به هغه کسان چي دلته په ښارونو کي نشيي توکي پلوري د هغوی کار ته هم زیان رسېدلی وای او دا تجارت به يې ایله کړی وای. په هیواد کي د نشيي توګو زیات کر و کښت به هم ور سره کم سوی وای او خلګو به د دې پر ځای نور ګټور توکي کرلای.

له ټولنې د نشیانو په ګوښه کولو کي هم د حکومت ګټه وه او هم د ولس. د ولس بازار به خوندي وای، سړک، کوڅې او پارکونه به يې پاک وای، د جامعې نور غړي به يې له دې ناروغۍ ساتل سوي وای. حکومت ته به يې احصایه اسانه وای، د فساد، غلا، شکونې، اخلاقي بيماریو مخه به يې ژر نیولې وای، په ټولنه کي به اخیر د نشیانو ګراف را کم سوی وای، مصارف به يې ډېر نه کېدای. د نشیانو مړه کسان به يو ځای وای او خاورو ته سپار ل به يې ورته اسانه سوي وای. اوس خو د ښار له مختلفو کونجیانو هره ورځ د نشیانو مړي را غونډېږي او بیا په ګڼو موټرو کي هدیرو ته وړل کېږي.

پر حکومت هم عام ولس، هم نشیان او هم د حکومت خپله عمله دا حق لري چي د نشیانو په وړاندي د اوس په شان بې تفاوته پاته نه سي. ولس ته يې مالي، فزیکي او روان تاوان رسېږي. نشيان هم انسانان دي او د خدمت حق لري. د حکومت دستګاه غړي د دوی له لاسه ستړي دي، غلاوي کوي، خلګ شکوي، جیبونه وهي، چټلي جوړوي، هره ورځ يې لسګونه کسان مړه وي او دوی يې را غونډوي. که يې سره یو ځای کړي، هم به يې ولس ته زیان نه رسېږي، نور انسانان به له دې مرض څخه وساتل سي او د حکومت عمله به هم د اوس په شان ستړې او ستومانه نه وي.

ځيني نوي کسان يې په درملنه رغېدای سي، حکومت مسوولیت لري چي د هغوی غم وخوري. د نورو کسانو د ورتګ يې مخه ونیسي. په ټولنه کي د ناروا کاروبارو ریښې وباسي. د نشيي توکو د مخ پر زیاتېدونکي تولید د مصرف مرکزونه ور ختم کړي. په دې توګه يې تولید خپله کمېږي. د ګندګيو، چټلیو او مرداریو ښارونه او لویي لاري پاکې وساتي.

بدمرغي دا ده چي نشیان خپله د ځان لپاره حقونه نه سي غوښتای، ولس بې تفاوته دی دا زیان يې سم یا نه دی درک کړی او یا يې همداسي بې تفاوته پاته کېدل خوښ دي. حکومت هم په خپله دستګاه کي داسي کسانو ته ځای ور کړی چي د مسوولیت سم احساس نه کوي. دا کار يې هم د ټولنې حق دی ورباندي او هم د نشیانو او هم خپله د حکومت دعملې. مګر له بده مرغه چي دې لور ته نه ولس پام وکړ، نه حکومت ورته توجو وکړه او نه نړۍ والو د بشر د حقونو مدافعینو ورته کوم قوانین جوړ کړل چي موږ يې له دې مشکل څخه خلاص کړي وای.

۲۰۱۸/ ۵/ ۲

5 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *