Categories

اعلان

Loading…

د پښتو نړیواله ورځ | زلمی حلیمي 

چا یې پلو له مخه لېري نه کړ
پښتو لا هاغسي بګړه پرته ده
په لوی سرکي ټولو پښتنو او په خاصه توګه هغوی، چي د بلي ژبي ویونکي دي او له پښتو سره مینه لري یا خیري ورباندي کولای سي د خپلي مورنۍ ژبي ( پښتو) دنړیوالي ورخي  ځانګړې مبارکي ورته وایم.
یو د ژبي پر ارزښت بحث کول دي او بل ژبي ته ارزښت ورکول دي، ممکن په دې ټول وپوهیږي،  چي ژبه څومره ارزښت لري؟ ان د ژوند مسله پوري تړلې ده. ولي په دې خبره کیدای سي له ژبپوهانو، دقیقو څېړونکو، ادباوو، لیکوالو او په ځانګړې توګه د ژبپوهني له علماوو پرته څوک په بشپړه توګه ونه پوهیږي، چي ژبه څنګه له احتیاجه ژغورلی سو او یا څنګه کولای سو چي له نورو سره یې سیاله او با ارزښته کړو؟
یوه ځوان په تلیفون کي راته ویل د ابیاتو پوهنځی ته کامیاب سوی یم. زړه نا زړه یم، چي ویلولم که نه؟ کورنۍ مي ټینګار کوي، وایې ضرور به یې وایې، ولي همزولي مي، چي طب او انجینرۍ ته کامیاب سوي پیغور راکوي وایې بې ادبه ادب زده کوي، مجبور کړی یې یم، چي پرېیږدم.
اوس د لته پوښتنه داده، چي زموږ څخه ارزښتونه ولی ورک دي او یا ولی نه ورباندي پوهیږو؟ دژبي د ژغورني مرکزونه ولی راته بې ارزښته دي او چایې په اهمیت ولي نه یوو پوه کړي؟
ولس او عوام نه دي ملامت، څکه دوي ته نه دي ورښوول سوي، چي دخپلي ژبي ادبیات نه تنها د ژوند په اکثرو برخو کي اهمیت لري، بلکي د مورنۍ ژبي د ژوند مسله ورپوري تړلې ده.
زموږ ځوانان، چي په کانکور کي له طب او انجینرۍ نه راګرځي پښتو ته به له کوم علمي مرکزه خدمت وسي؟ ما چي د پښتو څانګه انتخابوله ډېریو راته ویل ښه نه کوې، یوازي به دي څلور کاله درحمان بابا او خوشحال خان خټک پر شعرونو تیرسي، خو زه یې له خپلي ارادې وانه ړولم. زما په څېر به ډېرو ځوانانو ته ویل سوي وي او یا به یې په شعوري توګه داسي کړي وي، چي پښتو ادبیات ونه لولي او پر ځای یې انجینري او طب ته ملا وتړي. هر پوهنځی په خپل ځای کي با ارزښته دئ، خو دهر مسلک متخصیص اوهر ستر فنکار چي ادبیات په خپل مسلک او فن کي مراعت نه کړي، دهماغه فن او مسلک دغوره مسلکي او فنکار په سترګه نه ورته کتل کېږي، دا سمه خبره ده، چي په انجینرۍ کي به پیسې وي خو په ادب کي د ژبي د ژوندۍ پاته کیدو له پاره ساه نغښتې ده؛ لوی استاد علامه حبیبي صاحب وایې یو ولس په خپله ژبه او ژبه د هغوی په ادبیاتو ژوندۍ ده، نو د ژبي د ژوندۍ ساتلو له پاره د ادباوو روزل ضروري دي. تر څو چي ادبا ونه روزل سي نه تنها چي د ادب په اهمیت به څوک پوه نه سي، بلکي ژبه به له مرګه ونه ژغورل سي، نو موږ چي د ادب په ارزښت او اهمیت پوه نه سو ژبي ته به څنګه اوږد ژوند ورکړو؟
یو ځای ته په سفر تلم په موټر کي یو سپین ږیري نیکه خپل کوچني هزاره لمسي ته ګوډه ماته پښتو ور زده کوله، هغه به په وړه ژبه جواب ورکاوه. ما ورته ویل کاکا ضرورت یې څه دئ؟ ویل اوس یې د زده کړي وخت دئ که لوی سو او اړتیا یې وه، چي پښتو یې باید زده وي کومه ستونزه به یې پر وړاندي نه وي موجوده، ولي که یې نه وه زده، نو له پرمختګه به شاته پاته وي او ستونزي به یې کړوي. فکر مي وکړ، چي د نورو ژبو ویونکي د پښتو په زده کولو کي خپله روښانه راتلونکې ویني، خو پښتانه یې له بده مرغه په لوی لاس هیره وي.
زموږ یوه لویه ستونزه داده، چي بېغوره یوو هغوی، چي پوهیږي ژبه څومره ارزښت لري او دژغورني له پاره یې څه باید وسي؟ د ژبي د حق ادا یني له پاره هغومره ستړې نه ګالي لکه څومره، چي ورته اړتیاده.
د پښتو ژبي ویونکو په خاصه بیا عوامو او نا لوستو ته باید دخپلي ژبي د اهمیت درسونه ورکول سي. په دفترونو، ښوونځو، پوهنتونونو، کار ځایونو او علمي خونوکي باید خلکو ته دخپلي مورنۍ ژبي د لیکو او ویلو ارزښتونه ور وښوول سي. په مثبت اړخ کي د ژبي ستړیا د فکري جوړښت وسیله وي. تر هغو،چي ژبي ستړې نه سي او په ناوړو یې د خامو او تاندو فکرونو وچي وني اوبه نه سي وچ فکرونه به له کومه وده وکړي؟ ددغه کار تمه یوازي د پښتو ژبي له علماوو، څېړونکو او ژبپوهانو څخه کیږي، خو له بده مرغه، دلته هغوی، چي په یو څه پوهیږي په هېڅ کار نه لري او یوازي د خاموشۍ څادر یې د خپل عزت پر سیوري ورغوړولی وي. دوی خپله پوهه دخاموشۍ او بې طرفۍ په تیته خواکي ننیستلې وي او د ټولني په ډېر څه کار نه لري. تر هغو، چي هوښیار، صاحب نظري او دژبپوهني مسلکي اشخاص د ټولنیز جوړښت او دپښتو ژبي د ژغورني او نورو ته دور زده کوني له پاره هڅي ونه کړي ټولنه او ژبه به مو ښې خواته حرکت ونه کړي.
یوه بله د اندېښنې وړ خبره داده، چي زموږ د سیواد او معارف کچه په ډېر ټیټ حد کي ده هغوی چي لږ لیک و لوست کولای سي له کتاب ویلو او مطالعې سره ډېر شوق نه لري او هغه څوک چي بیا لږ د مطالعې او کتاب لوستني په ارزښت پوهیږي تر ډېره دخپلو لیکوالو او څېړونکو دپنڅونو او څېړونو په قدر نه پوهیږي او دقیقه استفاده نه سي ورڅخه کولای.
زموږ د اکثره لوستونکو خورا دا غربي لیکوالو ته عقده  سمه وي که هرڅه یې لیکلي وي دوی په دومره غټه سترګه ورته ګوري ته به وایی، چي په موږ کي مبتکر لیکوال او یا دخبرو سړي اصلآ سته نه.
پښتانه، چي په څېړنه او ژبپوهنه کي استاد علامه رشاد بابا، په ټولنیزه برخه کي غښتلی اومنطقي لیکوال استاد غضنفر صاحب، استاد محمد معصوم هوتک، استاد اجمل ښکلي، پسرلی بابا او په ځوانو داستان لیکونکو کي نصیر احمد احمدي او په نورو برخو کي نور شهکار لیکوال لري بیا هم دوی ته په هاغه سترګه تر ډېره نه کتل کیږي او یا په ارزښت یې نه پوهېږي لکه څومره، چي د غربي لیکوالو پنځونو ته په احترامانه نظر قایل دي. زه نه وایم، چي دغربي لیکوالو اثار دي نه لوستل کېږي او یا دي څوک په ښه سترګه نه ورته ګوري، ولي ګټه به یې زما په اند موږ ته دومره نه وي لکه څومره ګټه، چي دعلامه رشاد بابا له جغرافیایي یاداښتونو او یاهم د لودي پښتانه له اثارو څخه تر لاسه کولای سو. موږ ته دشکسپیر تر ډرامو د احمدي صاحب د بغدادي پیر ناول ډېره ګټه را رسوي. د خپلي ژبي د تاریخونو، علمي او ادبي اثارو د لوستلو یوه ګټه داده، چي د ماضي له حاله مو خبروي او بله پایده یې داده، چي په تیرکي له تیروتنو لوي درس را زده کوي او تر ټولو لویه ګټه لا دا، چي موږ د خپلي ژبي په تاریخي او معنوي ارزښت پوهوي.
دپښتو ژبي د ځوانو لیکوالو او لوستونکو له پاره اړینه ده، چي په خپله مورنۍ ژبه کي دلوستني تر ځنګ پنځوني وکړي او بیا هغه د استاد پالوال صاحب خبره لومړی دي خپله ژبه زده کړي په دي ږغیږي او بیا دي ورباندي وږغیږي.

524 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2