Categories

اعلان

Loading…

ملي ګټي | محمد موسی کرزی

په دغو ورځو کې د ملي ګټو اصطلاح ډیره اوریدل کيږي. حکومت وایی موږ باید د ملي ګتو لپاره یو شو. قومي، ژبنې، منطقوي تمایلات پريږدو. یو موټی کيدل، حکومت وایی، زموږ د سولې، اقتصادي پرمختګ، خوشحالۍ  او ان د افغانستان د بقا ضامن دی. خو حکومت زموږ سره دا نه شریکوی چې د پاکستان په مقابل کې موږ د امریکا ګټو ته ترجیح ورکوو که د افغانستان؟ ایا سعودي عربستان ته زموږ نژدیوالۍ ګټور دی که ایران؟ ایا ناپیلتوب رښتیا په دغسی وخت کې زموږ په ګته دی چې پاکستان او اېران زموږ د ناپيیلتوب درناوی نه لری؟ له بلي خوا رنګین دادفرسپنتا د طلوع تلویزون په یوه نوی مناظره کې د خلیلزاد سره وویل چې ګواکې اوسنی حکومت سم صحی ناپییلۍ نه دی او د امریکا سره ډېر نښتئ دی. خو دا به ډیره په زړه پوری وی چې د سپنتا څخه یی څوک واوری چې پخوانۍ حکومت هغه چې دی یی ډیره موده لوړ مامور وو څومره د امریکا څه لیري وو او ناپییلی وو. په عیني حال کې دحکومت مخالف اړخونه که څه طالبان یا محلي زورواکان او یا د پخوانې حکومت چارواکې دی خپل مخالفت د ملي ګټو په رڼا کې بیانوي او ادعا کوی چې د ولسمشر اشرف غنی یا د یوالې حکومت ملي ګټي له پامه غورځولې دي. حکومت عیني تور پر خپلو مخالفینو لګوي. زما موخه دلته داده چې زموږ د هیواد په دغسی نازکو شرایطو کې زموږ خلګ ، په خاص ډول زموږ ځوانان، ملي ګټو ته ځیرشی او بل دا چې د قلم په څښتنانو کې پر ملي ګټو یو بحث راپورته کړم.

ملي ګټو ته زموږ ځیر کیدل د یو بل اړخه هم ډیر مهم دي. د ثور د کودتاه راهیسی زموږ سیاسی مخور د مختلفو هیوادنو د پټو او امنیتي ایجنسیو سره په تماس کې راغلی او د هغوی لخوا یی تمویل او حمایه تر لاسه کول. ددغو پتو ایجنسیو سیاسی نفوذ او اغیزي حتما شته او ددي امکان باید ومنل شی چې د افغانانو ملی ګتي به شاته وغورځول شي. د مثال په ډول، راشی د امریکا د مداخلی را وروسته زموږ د ملي ګټو حالت ته وګورو. امریکا په سر کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ سوله ردول، د افغانستان د پوځ  شمیر او تجهیز یی د پاکستان پر خوښی برابر کړی وو، افغان حکومت یی د پاکستان د نیوکو څخه منعه کړی وو، او د هند او افغانستان اړیکی یی د پاکستان په غوښتنه محدود کړی وی. د افغان حکومت مشرانو او سیاسی مخورو دا ټول منلی وه یا یی تعقیبول. دا په دی مانا وه چې د افغانستان د ټولواکۍ مهمي پریکړی یی د پاکستان په اختیار کې ایښی وی او دا په داسی حال کې چې پاکستان یو خونړی بغاوت زموږ په هیواد کې په لار اچولی وو. ځینی افغانانو داسي احساس کاوه لکه امریکا چې زموږ لاسونه تر شاه راتړلی وه او پاکستان موږ په چړو وهلو او امریکا موږ ته ویل، چپ شئ!، ږغ مه لرئ!، چې پاکستان ستړی شی بیا به موخپله پریږدی. خو د پاکستان ډراکیولا (ومپایر،وینه چښونکی حیوان) ۴۰ کاله وروسته هم د افغانانو په وینو نه اوبه شو او نه ستومانه شو. امریکا د خپلو ګټو له کبله چې په پاکستان کې یی درلودي زموږ پر خلګو یی دا دومره وژنه، زخمونه، بی کوری، بی ځای کیدل، او کړاونه تحمیل کړی وه. په عینې حال کې، د حکومت د مخالفو ډلو مشرانو د آی ایس آی په خوله، څرنګه چې د ملا اخترمحمد منصور تر مرګ وروسته د هغه دپلویانو لخوا رسنیو ته را ووتل، ښوونځی، صحی مرکزونه، پاخه سړکان، پلونه او نوره عامه شتمنی ویرانوی او ددی لپاره چې پر حکومت د خلګو باور لږ شی په بازارونو او د ګڼی ګوڼی په ځایونو کې بمونه چاودي او ځانمرګی بریدونه کوی او په زورګونو عام اولس ته مرګ ژوبله اړوی. طالبان او د حقانې ډله ددی پر ځای چې خپل مخالفت د افغانستان د ملي ګټو په چوکاټ پر مخ بوځی دوی خپل عملیات د پاکستان پر ګټو، چې موخه یی د افغانستان خرابی ده، بنا کړی دي.

بل داچې په افغانستان غوندي غریب او تر ډیره حده د سیاسته نا اګاه هیواد کې د بهرنې هیواد مادي حمایت د سیاسی واک، مادي شتمنی، او مشرتوب ټکیت دی او ډیر دغسي سیاسی مخور چې هیڅ اهلیت د سیاسي مشرتوب نه لری په افغانستان کې د مشرتوب مقامونه ولکه کړي دي. دردونکې لا داده چې ډیر ناخبره افغانان دغه د پردیو په مالې او سیاسی مرسته واک ته رسیدلې خپل ملی مشران بولې او په ډلو ډلو پر را ټول دي.  په دي خبر نه دي چې که د افغانستان د ملي ګټو او ددغسی مشرانو دباندنی حامې د ګټو تر منځ تضاد راغلی، دغسی مشران به د خپل واک د ساتلو د پاره د حامې ګټي ساتلو ته ترجیح ورکړي. ددی احتمال هم شته چې باندنی امنیتي ایجنسی دي پر دغسی مشرانو بدنامونکی اسناد ولری څو هغوی کنټرول کې. دغسی ملحظاتو ته په کتلو سره دا د هر روڼ اند افغان ملی او اخلاقې مسؤلیت دی چې خپل اولس په خاصه توګه ځوانان په خپلو ملی ګتو خبر او پوه کړي. دا به ډیره ګټوره وای که چيری موږ ددغسی هدف لپاره دملی ګټو یوڅیړنیز او سپارښتنې مرکز درلودای.

په دغه لیکنه کې به دي ته وګورو چې ملي ګټي څه شي دي او د چا لخوا غوره کیږي. ملي ګټي هغو تګلارو ته ویل کيږي چې د یو دولت امنیتي، اقتصادی، او کلتوري واک په نړۍ کې ډېره وي. مختلف دولتونه او په دولتونو کې مختلیفې ډلې پر ډول ډول اړخونو د ملي ګټو تاکيد کوي. ځنې دولتونه لکه پاکستان، شمالې کوریا، ایران، عزرائیل او د منځنې ختیځ ډیر دولتونه امنیتي خوا د خپلو هیوادونو اصلي ګتي بولې او دا نورو ګټو ته ټيټ ارزښت ورکوی. دغسی هیوادونه دحکومت د عوایدو ډیره برخه پر امنیتي اړخونو مصرفوی او د هیواد سیاسی تګلاری پر امنیتي اړتیاوو بنا کوی. نور هيوادونه لکه جاپان، کاناډا، استرالیا، مالیزیا، برازیل او ځني نور پر سوداګری او اقتصادي ګټو د هیواد ډیر تاکید کوی. ځنی بیا د بشرحقوق ، اولسواکی، د ښځو پر مختګ او داسی نور ارزښتونه په نړی کې خپروی. په دغه وروستی لاره کې دسکنډه نیویا یا شمالې اروپا هیوادونه، کاناډا، جرمنی، ډیر مهم رول لري. ملي ګټي په ولسواکو دولتونو کې د وخت دحکومت لخوا ټاکل کیږی او د حکومت د بدلیدلو سره کیدای شی بدلون وخوری. په پرمختللو ولسواکیو کې، مدنې ټولني، څیړنیزمرکزونه، او د ټولني نور اورګانونه هم د سپارښتنی او مشورې رول اجرا کوی. خو په ځینو ناتوانه ولسواکیو کې لکه پاکستان او ایران ملي ګټي د پارلمان یا کابیني پر ځای د پوځ  او آی اس آی (په پاکستان کې) او یا د ستر مشر او د محافظت شورا (په ایران کې) لخوا ټاکل کیږي. په هغو هیوادونو کې چې ولسواکې نه لري، ملي ګټي د حکومت دمشر او د هغه د خوښي دسلاکارانو لخوا ټاکل کیږي.

د ملي ګټو د دفاع او لاسته راوړلو په باره کې دوی اصلی تیوری،(۱) رییلیست یا واقیعتی (واقیعتبین) او(۲)  لیبرال یا اعتدالې، او ددوی تر سایه لاندی څو نوری نظریی او تحلیلونه شته. واقیعتیان په دي باور دي چې نړي په انارشي کې ځای لري. نظم او قانون نشته. دولتونه ټولواک او د خپل سر دی او تر کوم نړیوال قانون لاندي ندي. داسی نړیوال حکومت نه شته لکه کورنۍ حکومت چې قانون او تړونونه پر ټولو یو شانته پلي کړی. هر دولت په دی کوښښ کې دی چې خپل واک ډیر کړی او د خپل ګاونډی یا سیال څخه دمخه شي او ځان په عصری وسلو سمبال او جنګ ته تیار واوسی او پرینږدی چې سیال هیواد په اسلحه یا تیاری کې ځني مخ ته لاړ شی. ددی کبله چې د یو زوره ور هیواد لخو تر ولکه لاندی رانشی یا یی خپلواکۍ اغیزمنده نه شي، هیوادونه، په خاص ډول وړوکې او کم وسه هیوادونه، د یو یا څو نسبتا واکمنو هیوادونوسره په پوځي یا دفاعې تړون کې شاملیږی ، او یا په غیررسمې ډول د هغوی دساتني تر سایی لاندی ژوند کوی. خو دغسی تړونونه په وخت پوری اړه لری او همیشني نه وي. ابدي دوست او دښمن مانا نه لری لکه د بریتانیا د باندنیو چارو وزیر، لورډ پالمرسټن ، چې په  ۱۸۴۸ کې خپل پارلمان ته وویل: “دا یو تنګ نظره تګلاره ده چې فرض کو چې دغه هیواد یا هغه هیواد دي د انګلستان ابدي ملګری یا همیشنی دښمن وګڼل شي. موږ نه ابدي ملګری لرو نه همیشني دښمنان. زموږ ګټی ابدي او همیشنی دی او دا زموږ دنده ده چې دغه ګټی تعقیب کړو.”

همدغه رنګه هغه دولتونه چې د رییلیست یا واقیعتی تیوری پلوي کوي درواغ، چم ،غولول روا ګڼي. جورج شولتس د امریکا د باندنیو چارو وزیر د ۱۹۸۲ څخه بیا تر ۱۹۸۸په خپلو یادښتونو کې وایی کوم وخت چې د جنیوا تړون د افغانستان او پاکستان تر مینځ لاسلیک کیده، ده و جنرال ضیاالحق د پاکستان پوځي ولسمشر ته وویل چې دا تړون خو د وسلې په باره کې د مجاهدینو او د خلق د حکومت تر منځ نا برابری راولې، ځکه شورویان چې وزی خپله وسله  او مهمات به د خلق حکومت ته پریږدی او موږ به د تړون په اساس نه شو کولای چې مجاهدینو ته پوځي مرستي ورکړو. ضیاالحق ویل چې ولې یی نه شو ورکولای. شولتس وایی چې ما ورته وویل چې شورویان به خبر شی او پوښتنه به درڅخه وکړی بیا نو هغو ته څه وایی. جنرال ضیاالحق وویل چې شورویانو ته به درواغ ووایم. په اسلام کې، جنرال ضیاالحق وویل، دا روا دي چې دښمن ته درواغ ووایی. ( خو موږ د حضرت محمد (ص) دمد یني او حد یبییه د تړونونو څخه داسی مثال نه لرو.) اخلاقې ارزښتونه لکه د عامو خلګو وژنه یا هغوی ته تاوان رسیدل یا بیځایه کیدل  او داسی نور هم د رییلیست په تیوری کې ځای نه لری. د مهدی حسن د الجزیره تلویژن په مناظریی ننداره کې د آی اس آی یو پخوانې رئیس اسد دورانې دا ومنل چې آی اس آی د خپلو ملی ګټو د پاره د توند لارو او طالبانو په تجهیز او تربیه کولو کې اخلاقې ارزښتونه شا ته غورځوی او اهمیت نه ورته لری. همدغه رنګه دوه مخې، ده وویل، د آی اس آی یو مشروع تګلاره ده. د یوه انګریزی په وینا، دورانې وویل، ” که په یو وخت کې پر دوو اسانو نه سی سپریدلای نو باید د بازی څخه ووزی”.

د لیبرال یا اعتدالې تیوری د ملي ګټو نرم نظر لري. د دولتونو تر منځ همکاری او همږغې منې. تجارتې او اقتصادی اړیکی دولتونه یو پر بل متکي کوی او د سولې او همکاری خواته یی رابولې. ځنې نړیوالې موضوعګانې لکه صحت، چاپیریال، کډوالې، لوږه، نالوستی، او داسی نور نړیوالې همکاری ته اړتیا لری او دولتونه باید په ګده ځواب ورته ووایی. نړیوال تړونونه، لیبرال تیوری وایی، تر ډیره کچه مراعت کیږی او په نړي کې یی یونسبی نظم اوسنبالښت راوستلی دی. او یو ډول رژیم د ښو کړو وړو وجود لری. اخلاقې ارزښتونو ته دولتونه تر ډیره کچه متهد دی. مثلا جرمنی په ډیر لږ موده کې تر یو میلیون ډیر سوریایی او نور کډوال ومنل. امریکا دوه ځلی د بشارالاسد پر حکومت د کیمیایی وسلو د استعمالولو په خاطر بمباری وکړه. پر دولتو باندی څه نا څه اخلاقې فشار شته چې بشری حقوق، ښه حکومت داری، او ولسواکې ته غاړه کښیږدي. خو رییلیست بیا ودی ته ګوری چې د نړی دولتونو و نه کولای شوای چې د روندا، بوزنیا، کاسوو، دارپور یا دځینو نورو افریقایی هیوادو ناورین د پیښیدولو څخه د مخه یا ژر تر ژر حل کړی. د افغانستان د ۴۰ کالو خونړی حالت یو بل مثال دی چې نړی و نه کولای شوای د پای ټکی ورته کښیږدي. رییلیست ددي او نورو دغسی کورنیو جګړو او نړیوال تاوتریخوالې نه حلیدل د دولتونو د ملي ګټو ټګر بولې. اوس به راشو ددغه لوړ بیان په رڼا کې به په افغانستان کې درا ښکیلو  دولتونو ملې ګټو ته وګورو او بیا به د افغانستان ملي ګټو ته نظر واچوو.

۱. پاکستان

هیڅ یو بل هیواد د خپلو ملي ګټو لپاره دومره ژوری او پراخې غوښتني د افغانستان څخه نه لری لکه پاکستان. پاکستان غواړي چې د افغانستان د حکومت پرکورني جوړښت او باندنۍ تګلاره کنټرول ولري او له دي کبله د افغانستان ټولواکی بي مانا کړي. پاکستان یا د افغانستان کنټرول غواړی او یا هلته ابدی کورنۍ جګړه یا بی ثباتې. داچې د افغانستان مخکنې حکومت ولې دومره اسلام اباد ته منډی را منډی وهلي یا ډیر ساده او یا بی چاره وو. ولسمشر اشرف غني د پاکستان د پوځ لیدلوری د افغانستان په باره کې پوره درک کړ. هغه د خپلې ولسمشری په لومړیو ورځو کې د پاکستان پوځ، په پاکستان کې د افغانستان د تګلاری اصلي جوړونکی ، مرکز ته په راولپنډی کې لاړی. ولسمشر غني په یو تازه مجلس کې د هغه سفر په باره کې وویل چې ده د دوستی لاس پاکستان ته ور وغزاوه خو پاکستان پرتو کړه. په هغه سفر کې ولسمشر غني د پاکستان پوځې واکمن راحیل شریف څخه وغوښتل چې د افغانستان ټولواکې ته ژمن شی او د افغانستان د حکومت د مخالیفینومرسته او پټنځایونه ودروی نو افغانستان به په بدل کې د هند څخه ځان لیري کې، په پاکستان کې به پوځې افسران تربیه کړي، او د پاکستان پښتانه او بلوڅ به پری نږدی چې د پاکستان پر ضد د افغانستان خاوره وکاروی. ولسمشر غني په دغه لاره کې عملي ګامونه هم واخیستل. د هند سفر یی وځنډاوه، څو افغانې افسران یی پاکستان ته د روزنې د پاره واستول، د تحریک طالبان پاکستان مشر حاکیم الله مسعود یی پاکستان ته وسپاری، او په کڼر کې یی پر هغو پوځی عملیات وکړل. چې په نتیجه کې یی د تحریک طالبان پاکستان ځني غړی، هغه چې د افغانستان سره یی تر دغه وخته هیڅ دښمني نه درلوده، داعیش ته ورواښتل او د افغانستان د حکومت سخت دوښمنان شول. د پاکستان فوځ، په عیني حال کې، خپلي ژمني عملي نه کړی او د طالبانو پوځې کامیابې یا روانه کورنۍ جګړي ته یی ترجیح ورکړه. او د آی ایس آی د پخوانې مشرحمید ګل وینا یی، چې ویل یی  “حامد کرزی [او په ضمن کې اشرف غني] او امریکا بالا تاریخې شوه، راتلونکی د طالبانو ده “، خپله کړه. دغه دلیل وو چې ولسمشر غني د پاکستان څخه ناهیلی شواو د هغه پر ضد یی اواز پورته کړ.

کوم وخت چې جنرال ضیاالحق د پاکستان پوځي ولسمشر د امریکا سره د افغانستان په جهاد کې خپل همکاري په دي پوری وتړل چې راتلونکی افغان حکومت باید د پاکستان “دوست” وی، د هغه راهیسی پاکستان دا د ځان حق بولې چې په افغانستان کې د خپلي خوښي حکومت واک ته راولې. هر باورپه دي چې جنرال ضیاالحق یو ښه مسلمان وو او د افغانستان د جهاد سره یی مینه درلوده او یا دپاکستان د پوځ او سیاستوالو د مسلمانې وروری او خواخوږی ویناوی د پاکستان د افغانستان پر تګلاره کومه اغیزه لری، یو لویه سادګې ده. ښه “دوست” یو کوډ یا شفري اصطلاح ده او د پاکستان پوځ ته په افغانستان کې د یو کنټرول حکومت په مانا ده. دغه اصطلاح د پاکستان پوځ تر اوسه استعمالوی. “دوست” حکومت په افغانستان کې باید (۱) د پښتنو او بلوڅو ملت پالنه خونسا کړي، (۲) د افغان ملت پالني پر ځای اسلام پالنه وپالې، (۳) د هند په مقابل کې د راولپنډی دریځ په پوره مانا سپورټ کړي او پاکستان ته ستراتیژیکی ژوروالې ورکړي ان تر دي چې پاکستان هلته خپلې جنګې الوتکې او نوره وسله د هند څخه خوندی وساتې، (۴) او د منځنی اسیا هیوادونه دپاکستان کلتوری (سخت دریځه اسلام)، اقتصادی، او سیاسی نفوذ ته خلاصه کړی. د طالبانو حکومت د پاکستان دغه هیلې تر ډیري کچې سرته رسولې وی. دغه دلیل وو چې د پاکستان فوځ علایده جنګې ګیم یا بازی وکړه د مخه تر دي چې د جورچ بوش غوښتني ته د طالبانو د حکومت په را پرځولو کې مثبت ځواب ووایی. د پاکستان پوځې ولسمشر پرویز مشرف وایی د منفي ځواب په حالت کې دوی د هری خوا بایلل. خو د پاکستان د هو ځواب و امریکا ته لنډ مهاله وو. کوم وخت چې امریکا د طالبانو حکومت راوپورځاوه او د غچ تنده یی یو څه ماته شوه، نو یی خپلی اصلی ستراتیژیکی موخې، یانې د عراق رژیم بدلولو او کنټرولول، ته مخ ورواړاوه. پاکستان د موقع څخه ګټه پورته کړل او بیرته یی د افغانستان د کنټرول یا بربادی ګیم یا بازی شروع کړه چې موخه یی د طالبانو واک ته رسول او یا راوانه کورنۍ جګړه ده.

ولی پاکستان دغه لوړه تګلاره د افغانستان په هکله په مخه کړی ده؟ پاکستان دا ادعا کوی چې یو نا اسلام پاله افغان حکومت د هغه و مځکنې بشپړتیا ته تهدید دی. دغسی افغان حکومت به پښتانه او بلوڅ ځنی جلا کړی. خو پاکستان ډیر غټ هیواد دی، یو میلیون ته نژدی پوځ لری، اټومې وسله لری نو څرنګه یی وړوکی افغانستان چې نه داسی عاید لری او نه داسی واکمن پوځ لری تهدیده ولای شي. دا لکه عزرائیل چې وای موږ د فلسطینانو خاوره په دي ولکه کړی ده چې هغوی موږ دریاب ته غورځوی. دا د مظلوم پړول دي په ظلم. پاکستان داسی یو تاریخې مثال هم نه لری چې ګوته ورته ونیسی. افغانستان څو ځله داسی موقعه درلوده چې د خپلی خاوری د بیرته نیولو اقدام وکړی. د ۱۹۴۸ د هند او پاکستان د بیلتون ګډوډی یو داسی فرصت وو چې افغانستان د خپلی خاوری د راګرځیدلو لپاره پوځي اقدام کړی وای. د هند او پاکستان دویمه (۱۹۶۵)  او دریمه (۱۹۷۱) جګړه نور فرصتونه وه چې افغانستان په خپله ګټه ونه کارول. نه لکه پاکستان، افغانستان د مسلمانانو وینی تویول جدی ګڼل او نه یی غوښتل چې یو زخمی مسلمان هیواد تر پښو راکش کړی. د پاکستان بله ادعا داده چې هند، هغه چې پاکستان یی د خپل دولت حیاتې دښمن بولې، د افغانستان خاوره د دوی په ضد کاروی. بلوڅ ملت پاله، پاکستان ادعا لری، د افغانستان له لاری د هند حمایت تر لاسه کوی. خو پاکستان د خپلي ادعا د پاره کوم ثبوت نه دي وړاندي کړی. کوم ثبوت چې پاکستان د هند د لاس وهنی دنیا ته په دا شلو کالو کې وړاندي کړی دي هغه د هند د پټی ایجنسی مامور پوځی کومندان کولبشن جادهو دی، چې د ایران لخوا دپاکستان بلوچستان ایالت ته راغلی وو نه د افغانستان د لاری. بل داچې امریکا تر افغانستان د پاکستان د ګټو خیال ساته او دا امکان نه لری چې امریکا دی د پاکستان پرضد فعالیتونه ته اجازه ورکړی. کوم وخت چې د پاکستان د پارلمان هیأت (اپریل ۲۰۱۷)  افغانستان ته راغلی وو ولسمشر اشرف غنی هغو ته وړاندیز وکړی چې افغانستان او پاکستان دي دواړه یو دریم هیواد ته د پلټنی او تثبیت حق ورکړی او د هرهیواد خاوره چې د هغه بل هیواد په ضد کاریدل هغه فعالیت به درول کیږی. پاکستان دي وړاندیز ته در اوسه ځواب نه دی ورکړی. دغه پورته ادعاوی د پاکستان د اصلي ګټو تر شاه تشی بهانې دي. پاکستان د افغانستان کنټرول غواړی د خپل ستراتیژیکی ژوروالې لپاره او د منځنی اسیا د کنټرول لپاره. کوم وخت چې طالبانو هرات ونیوی کرنیل امام چې د آی ایس آی د افغانستان د جهاد متخصص وو او په هرات کې د پاکستان کونسل وو وویل، “نن هرات سبا بخارا.” او دا د شونې لیری نه ده. د منځنی اسیا دولتونه نوی دي او دومره سیاسی او مؤسیسوی زغم نه لری. تاجکستان او ازبکستان دواړه اسلام پاله ګوندونه لری. هغه داعیشي چې د ترکیه په یوه کلب کې یی یو څو موده دمخه بمب وچاوده هغه د قرجستان طبعه وو. قرجستان او ترکمنستان هم شاید داسی خلګ ولری یایی پیدا کړی چې اسلام پاله ګوندونو ته لاره هواره کړی او د آی ایس آی په مټه یو قوی بغاوت شروع کړی او یا حکومت راوپورځوی.             

افغانستان د خپلو ملي ګتود ساتلولپاره باید د پاکستان په مقابل څرنګه تګلاره خپله کړی؟ پاکستان د سړو د شمیرله اړخه تر موږ شپږ واره غټ دی او کورنې عاید یی تر موږ لس واره ډیر دي. په دی سربیره موږ په کورنۍ جګړه هم اخته یو او یو موټی هم نه یو. مګر زموږ جغرافیایی موقیعت او د نورو دولتونو ستراتیژکې ګټي موږ ته دا چانس راکوی چې د پاکستان په مقابل کې د خپلو ګټو دفاع وکړو. مثلا د امریکا حکومت، چې دپاکستان د سخت دریځه اسلام خپرولو پروژی ته ناوخته راویښ شو اود افغانستان د جهاد په دوران کې یی خپله پلوئ وو، اوس د پاکستان د پوځ او آی ایس آی د سخت دریځه اسلام د خپرولو،که دننه په پاکستان کې وی که دباندي، سخته کرکه لری. خو دا چې دا یوازنی لاره ده چې پاکستان خپلي ملی ګټی په افغانستان او نورو مسلمانو دولتونو کې غزوی نو د امریکا سره په یو اوږدمهاله ټکر کې راکښیوزی. خو امریکا په هغسی تګلارو کې چې پاکستان ته د سخت دریځی د پاللو تر ګټي تاوان ډیر کړی ډیره سوکه را روانه ده. د امریکا دلیل دادی چې پاکستان داسی دی لکه یو ډیر پوخ رومی. که یی چیری په زوره کښیکاږی نو وبه چاودي او ټوله منطقه به ناارامه کړی اومهاجرین او تروریزم به یی دنیا پرسر واخلی او زره وی وسله به یی د تروریستانو یا سخت دریځه اسلام پالو په لاس کې ورسی، اود دا اوسني ویسکي چښونکو غرب زده افسرانو پر ځای به سخت دریځه اسلام پاله واک ته ورسیږی. د پاکستان پوځ هم د امریکا دغه اندیښنه په ښه ډول درک کړی ده او د هغه څخه ګټه پورته کوی. جنرال مشرف په داسی حال کې چې د ویسکي پیاله به یی په لاس کې وه و خپلو امریکایی مجلسیانو ته دا وریادول چې که چیری پر پاکستان فشار راوړی نو ددوی پر ځای به اسلام پاله راشي. خو په داسی حال کې چې افغانستان د تباهی سره مخامخ دی موږ بله چاره نه لرو. په هر ډول چې وی باید د پاکستان د لاسوهنی مخه ونیسو. خو د افغانستان سیاسی مخور یا ایلیټ پر امریکا بیخې ډیر متکې دي او امکان نه لری چې دومره فشار دي د امریکا پر حکومت راولې چې هغه د افغانانو د بی ساری خوږ او درد په کچه وی. خو مدنې ټولني، خبری رسنی، لیکوالان، قومې مشران، د سوداګری خونې دا ټول باید پر حکومت فشار راوړی چې د امریکا څخه غوښتنی تندی کړی. امریکا ته نه ښایی چې زموږ وژنه او ویرانې دومره سپکه ونیسی. هغه باید یا زموږ سره په رښتیا ودریږی یا ووځی. په رښتیا دریدل دادی چې پاکستان دي اړ کړای شی چې سملاسی مرسته او پټنځایونه ودروی که نه په افغانستان کې به دا حال تر ابده روان وی.

بل داچې که څه هم پاکستان یو لوی هیواد دی، پاکستان هم خپل خوږ ځایونه لری. پاکستان یو لوی او قوی دښمن ګاونډی لری او د پوځ ډیره برخه یی هلته بنده ده. د بلوڅانو، پښتنو، مهاجرو، سندیانو، او سراکیانو د ملتپالو او نا راضیانو د غوښتنو سره لاس ګریوان دی. د پاکستان د نه همکاری په شتون کې موږ کولای شو چې د هند په مرسته دغه حرکتونه حمایت کړو او په پاکستان کې یو قوی بغاوت را منځته کړو. موږ د ستراتیژیکی تړون له مخه چې له هند سره یی لرو کولای شو چې دهند د پنځو میلیونو پوځیانو څخه یوڅه دعوت کړو او د پاکستان سره یی پر پوله ځای پر ځای کړو. دا به د پاکستان د پوځیانو هغه بدخوب رښتیا کړی.  زموږ په خپلواکې کې د هند ملي ګټي دي. پاکستان د افغانستان کنټرول د هند په مقابل کې غواړی. د مجاهدینو او طالبانو په وخت کښی د کشمیر جنګیالیان په افغانستان کې روزل کیدل. دا دهند د پاره اړینه ده چې د افغانستان سره ودریږی او پری یی نږدي چې د پاکستان تر ولکه لاندي راشی. موږ باید د پاکستان سفارت او کونسلګری، چې بیله هغه د آی ایس آی د ځالو رول اجرا کوی، وتړو لکه د محمد داود د لومړی وزارت په وخت کې. موږ باید پرینږدو چې پاکستان زموږ دلاری د منځنی اسیا سره سوداګری وکړی. موږ باید خپل پولې وتړو او موږ باید پرینږدو چې یو څاڅکی اوبه زموږ له خاوری پاکستان ته ولاړی شي او د هند په مرسته پر هغو رودونو چې پاکستان ته ځي د بندونو جوړولو ته لومړیتوب ورکړو. موږ باید پاکستان ته په افغانستان کې د لاسوهنو تر ګټو تاوان څومره چې ډیره ولای شو ډیر کړو.    

۲. ایران

ایران د پاکستان په څیر د خپلو ملې ګټو لپاره زموږ څخه داسی حیاتی غوښتني نه لری. پاکستان، هغه چې دویمه غټه قومې ډله یی پښتانه دی، زموږ په ملت پالنه کې ځانته ډار احساسوی فقط لکه عزرائیل چې یی د فلسطینیانو په ملت پالنه کې ځانته احساسوی. ایران دا مشکل نه لری  او قومونه یی تر پاکستان نسبتا ډیر اخښلي دي. د ایران لویه لږکۍ ترکان دی خو شیعه مذهب هغوی په ایران کې ښه میشت کړی دی. اوسني اوازونه چې د ایران څخه راپورته کیږی هغه د اوبو په باره کی دي. موږ یو ځل دمخه د اوبو پر سر د ایران سره جوړ جاړي ته رسیدلې یو او بیا به هم ورسیږو. ایران برسیره پر هغه اوږد مهاله دښمني چې د امریکا سره لری، و امریکا ته یی په عراق کې کوم جدی پرابلم نه دی جوړ کړی. باالعکس لویه سر دردی د امریکا دوستانو ورته جوړه کړه چې سونې جنګیالیو ته یی پیسی او وسلي ورکولې. دغه سونې جنګیالیان په القاعده او بیا په داعش بدل شوه. ایران تر افغانستان په عراق کې ډیر نفوذ درلودی او هم یی تر افغانستان اهمیت ورته درلودی او کولای شوای چې امریکا په یوه ډیره اوږد مهاله خونړی جګړه کې وساتې لکه د امریکا دوست پاکستان چې امریکا په افغانستان کې وساتل. همدغه رنګه دومره مادی مرستي چې د خلیچ سونې هیوادونو د طالبانو او داعیش سره کړی ایران نه دي کړي. ایران د امریکا سره د طالبانو د حکومت په راپورځولو کې او د نوی حکومت په جوړولو کې مرسته کړی ده او تر ۲۰۱۴ پوری داسی راپورونه نه اوریدل کیدل چې ایران دي د طالبانو سره مرسته کړی وی.  ایران په افغانستان کې د امریکا پر شتوالې داسی علائده خطر نه وینی ځکه امریکا د ایران پر شااوخو ډیري پوځې اډی لري (ترکیه، قطر، بحرین، امارات، عراق، کویټ، سعودی عربیا). ایران د سعودی سره په منطقوی رقابت کې سخت ښکیل دی خو که موږ خوا ونه نیسو دا پر موږ دومره ډیر اغیزه نه کوی. ایران پوهیږې چې سعودی عربیا موږ ته تل د پاکستان له عینکو څخه کتلي دي او اهمیت یی نه دی راکړی.

په دا نژدی کلو کې هم د امریکا او هم د افغانستان لخوا پر ایران باندي دا تورنه ډیریږی چې د طالبانو سره د وسلي او پیسو مرسته کوی. په فراه ولایت کې د طالبانو د نفوذ ډیریدل او په  مې ۲۰۱۸ کې د فراه پر ښار حمله کول او ښار ته داخیلدل دا تورنو ته نور اعتبار هم ورکړ. که دا تورونه رښتیا وی ولې ایران د طالبانو حمایت کوی؟ ایران، نه لکه پاکستان، د طالبانو حکومت  په افغانستان کې نه غواړي. که چیری دا اوس طالبان د افغانستان حکومت ونیسی، ایران به یی مخالف خوا ته مرسته ورکوی لکه د طالبانو د واک په وخت کې چې یی ورکول. ایران ښایی د روسیی تر فشار لاندی د طالبانو حمایت کوی. ایران پر روسیه باندی د وسلو او ډیپلوماټیک سپورټ لخوا ډیر متکی دی او د سوریی د کړکیچ راهیسی دا دوه هیوادونه نور هم نژدی شوی دی. ددواړو هیوادنو دا دلیل چې ولې طالبانو سره اړیکي لری هم یو شانته دی . روسیه او ایران وایی چې ددوی اړیکی له طالبانو سره په دي دی چې طالبان سولې ته راوبولې او طالبان د داعیش سره جنګیږی. د ایران بل دلیل به دا وی چې  د امریکا د اعلان څخه وروسته چې ښایی د افغانستان څخه ووزی غوښتل یی چې د طالبانو سره اړیکی ونیسی او کوښښ وکړي چې طالبان یوازی د پاکستان او سعودی نفوذ ته پرینږدي. دا هم کیدای شی چې ځنی حکومتي ارګانونه لکه پاسداران انقلاب دي په خپل سر د طالبانو سره مرسته کوی. مهمه داده چې ایران د طالبانو سره داسی اورګانیک اړیکی نه لری لکه پاکستان او کیدای شی چې په اسانې سره مخ واړه وی. په دی کې لږ باور لیدل کیږی چې ایران دي د اوبو یا ټایپی دګیس د پایب پر سرطالبانو ته پراخه حمایه ورکړی. ایران لا د وخته د هند لپاره د ګیس پایب د پاکستان تر پولې رارسولی دی خو سربیره پر دي چې د پاکستان د ملکې حکومت سره یی تړون لاسلیک کړی دی پوځ یی نه پریږدی چې دا پایپ د پاکستان له خاوری هند ته ورسیږی. ایران پوهیږی چې د ټایپی د ګیس حالت به همدغسی وی. افغان حکومت باید په لوړ کچه د ایران سره سپیني خبري وکړي. که چیری موږ د ایران د لاس وهني شواهد لرو باید ورښکاره یی کړو. موږ باید ایران ته ډاډ ورکړوچې موږ ددوی، امریکا، او سعودي تر منځ ناپییلي پاته کیږو خو ایران ته ښایی چې هر ډول لاسوهنه، په شمول د پیسو ویشل و افغانې سیاستوالو،  جګپوړو مامورینو، او جنګ سالارانو ته ودروی. د ایران اړیکه باید، لکه ولسمشر غنی چې وایی، دولت په دولت وی. او که چیری داسی ونه کړی نو موږ به دایران د لاسوهنی شواهد د ملګرو ملتونو، اروپایی ټولنی او نور دوستو هیوادنو سره شریک کړو او دا غوښتنه به کوو چې هغه دی په سمه یا په فشار ایران دی ته اړ کړی چې په افغانستان کې د جنګ دحمایی څخه لاس واخلي. موږ به ایران ته دا هم ووایو لکه د هند لومړی وزیر نریندرا مودي چې پاکستان ته وویل چې “اوبه او وینه نه ګډیږی” او اوبه به په ټپه ودروو، او د ایران د کورني او باندني دښمنانو ته به هم ځای ورکو هم وسله.

د ایران سره موږ باید د مرستې په بدل کې د اوبو پر ویش جوړ جاړي ته ورسیږو او هغه مرسته د اوبو پر ښه اداره او مهار کولو مصرف کړو. د ایران سره زموږ کلنی سوداګری اوس تر دوه زره میلیونه زیاته ده او د چابهار د بندر د جوړیدو د پای ته رسیدلو سره به دا سوداګری نور هم ډیره شی. هند د ایران سره د ډیره وخته ښه اړیکي لری او د چابهار د بندر لوی پانګه اچونکی دی. هند زموږ او د ایران د اړیکو په ښه کولو کې مرسته کولای شی. افغانستان منځنی اسیا د ایران سره نښلولای شي او د هند او چین اوسنی اعلامیه چې په افغانستان کې پر ګډو پروژو کار وکړی، په خاص ډول د منځنی اسیا او افغانستان د ایرانه سره نښلول ایران ته ډیری ګټي لری او دا به د ایران د ملی ګټو په ضد وی چې دافغانستان د ارامی په خلاف کار وکړی او خپلی ګټي په خطر کې واچوی.

۳. هند

هند د افغانستان یو تاریخي دوست دی. د طالبانو د واکداری تر راپورځولو وروسته هند تر دوه زره میلیونه پوری په افغانستان کې  په بشری مرستو او پرمختیای پروژو مصرف کړی دی او د ډالر په ډالرد مصرف ارزښت یی و افغانستان ته ترامریکا او بل هر هیواد ډیر دی. په دي چې پاکستان و نه پارول شی، امریکا هندوستان ته پوځې یا د پوځې مرستو رول په افغانستان کې تر ډیره وخته نه ورکاوه. خو وروسته تر دي چې امریکا ته دا روښان شوه چې دهند د پوځي رول نشتوالۍ د پاکستان د طالبانو او حقانې ډلې پر حمایت هیڅ اغیزه نه لری نو یی دا مانع ایسته کړی. په ۲۰۱۱ کې افغان حکومت د هند سره دستراتیژیکې شریکی تړون لاسلیک کړی چې ددي تړون له لاری هند کولای شی پوځي مرستی، په شمول د مربیانو، سلاکارانو او پوځیانو، که اړتیا وی، افغانستان ته واستوی. ددغه تړون راهیسی هند د افغانستان سره پوځي مرستی هم شروع کړی دي. هند دوی پوځې هلیکوپترون و افغانستان ته ورکړی او اوس په دي لټه کې دی چې د بیلروس څخه څلور دانې نوری ور رانیسی. د هند رول د افغانستان په هر اړخیز پرمختګ کې زښته حیاتی دی. دا اوس په هند کې تر ۱۶۰۰۰ زیات افغانې زده کونکی شته. اسانه ویزه، لږ فیس، کرایه، ارزانه ډوډی او د تګ را تګ یا ټرانسپورټ کم لګښت او کلتوری نژدی والی دا ټوله هغه دلیلونه چې افغان زده کونکی یی هند ته لیواله کړی دي. برسیره د پوهنتون پر زده کونکو، هر کال په سلونو افغانې مامورین د ډیپلوماسی، اداری، پولیسی او پوځې زده کړو لپاره هند ته ځي. د هند ټولنیز او اقتصادی پراخوالۍ او ژوروالی دومره دی چې د افغانستان کموالی په هر خوا، کرهڼه، ابیاری، دوا اوطبابت، د ارزانه کورونه جوړول، لمریزه او د اوبو بریښنا او داسی نورو، کې په ډیر لږ لګښت راپوره کولای شی. د هند سره د سوداګری هوایی کرښی پرانیزیدل افغانستان ته اقتصادی ثبات او خپلواکې ور وبښل. افغانستان باید هڅه وکړی چې د هند پانګه او رول په افغانستان کې مظبوطه کړی او د چین او پاکستان اړیکی په بالانس کړی.هند زموږ سره پوله نه لری او افغانستان د خپلي خپلواکی د ساتلو د پاره تاریخې ددغسی هیوادنو د پراخو اړیکو په تمه وو چې زموږ سره یی پوله نه درلوده. د شاه امان الله، محمد نادرشاه او تر دویمي نړیولې جګړي پوری د محمد ظاهر شاه  په دورو کې دا رول جرمني لوباوه.

هند په نړیواله ډیپلومسی کې هم زموږ سره د توجه وړ مرسته کولای شی. هند کولای شی چې خپله اوږد مهاله دوستی د روسیه، ایران، منځنی اسیا سره په کار واچوی او د افغانستان په موضوع کې یی د ځان سره همږغی کړی. دنریندرا مودی او پوتین تازه اعلامیه چې په افغانستان کې به پر ګډو پروژو کار کوی د اهمیت وړ ده. هندوستان کولای چې چین په دي قانع کړی چې د هغه رول په افغانستان کې نه د چین پر ضد دی او نه د پاکستان. د چین اړیکی د هند سره د پاکستان په پرتله ډیری په سد کې دي او پرسړه سینه او زغم ولاړی دی او ښایی و توانیږی چې د چین د فشار سبب سی پر پاکستان باندي.  

۴. چین

د چین لومړی درجه ګتی په افغانستان کې د ترکیستان د اسلامې حرکت د غړو اوښتل دی د افغانستان د خاوری څخه د زینجان و ناارامه ایالت ته. د چین یو پرله پسی غوښتنه د افغان حکومت څخه دا ده چې د افغانستان په هغو ځایو کې چې اټکل کیږی د یویغور اسلام پاله غړی اوسی ژر پوځې عملیات وکړی او له دغه سبب یی د افغان حکومت سره یو څه پوځې مرسته هم کوله. د افغانستان د ملی امنیت سلاکار حنیف اتمر له وینا څخه چې څو موده دمخه یی د سولې و مؤسیسی ته په نیویارک کې کوله پاکستان دغه  د درواغو فهم د چینایانو په مغزو کې اچولی وو چې ګواکې امریکایان د ترکیستان اسلامي حرکت غړی و افغانستان ته راولې او بیا یی چین ته د ناارامی د پاره استوی. خو اتمر وویل چې موږ چینایان پریښودل چې دهغو اسلام پاله یویغور سره خبری وکړی چې د افغانستان په توقیف کې وه. هغو خپل د راتګ لاره چین–ویتنام–ترکیه–کراچې–پیښور–ازاد قبائل–افغانستان وښودله او د چینایانو غلط فهمي یی لیری کړه. د اوسني حکومت دا ښه کامیابه تګلاره ده چې د چین په مرسته په بدخشان کې یو سرحدي لیوا جوړوی او چینایانو ته حق ورکوی چې دا لیوه وروزی او په وسلو یی سنبال کړي او د افغانې سرحدی قواو سره یو ځای پر پولو پیره وکړي. دا به د چین باور تر لاسه کړی او کیدای شی د چین حمایت د افغانستان د سولې دپاره تر ډیره حده وګټي. په دا نژدی وختو کې د امریکا بمباری د ترکیستان د اسلام حرکت د غړو پر کمپ باندی په بدخشان کې هم د چین د باور حاصلولو د پاره یو ښه عمل وو. پاکستان باید په دي بریالی نه شی چې موږ چین ته هند کړی. چین زموږ سره کومه سرحدی او تاریخي جنجال نه لری لکه د هند سره چې یی لری. او چین دي ته هیڅ اړتیا نه لری چې د پاکستان پر سر زموږ سره بدي وکړی.   

د چین دویمي مهمي ګټی د افغانستان شاملیدل دی د چین “د یو کمربند، یو سړک” یا د “وریښمو نوی لار” په پروژه کې او د افغانستان او د افغانستان له لاری د منځنی اسیا نښلول دی د پاکستان د ګوادر د بندر او ایران، ترکیه، او اروپا سره. د وریښمو نوی لار دچینی اولسمشر یو ستره ارزو ده او تر زر میلیارډه پوری پانګونه په کښی کوی. ددغې پروژی په اړه، چین ۶۲ میلیارډه په پاکستان کې دسړکونو، انرژی، بندر او اقتصادی ښارګوټو په جوړول او عصری کولو کې لګښت کوی. افغانستان د منځنی اسیا او ایران سره نښلول منلي خو د ګوادر سره دنښلول شرط یی دادی چې باید هند او افغانستان وکولای شی چې د ګوادر او واګی (په لاهور کې د پاکستان او هند پوله) د لاری سوداګری وکړی. هند او امریکا تر دغه دمه د یو کمربند، یو سړک پروژی مخالفه دی او یو سیاسی پروژه یی ګڼی چې موخه یی په نړی کې د چین د سیاسی او افتصادی واک او نفوذ خپریدل دی. د چین دریمی ګټي د افغانستان کانونه او معادنونو دي. هر څومره چې د چین دتولید ظرفیت پراخیږي هغومره د چین غوښتنی د کانونو لپاره ډیریږی. خو تر اوسه په دغه اړخ کې کوم پرمختګ نه دی راغلی. هغه ټړونونه چې د عینکو د مس او د ډبرو سکرو په باره کې لاسلیک شوی دی یا د کښته بازار او یا د ناارامی له کبله تر اوسه کومې پایلې نه دي درلودلې. د عینکو د مس د تړون لس کاله وشوه خو لا کار نه دی پر شروع شوی. مګر دا په دی مانا نه دی چې چین ته یی په راتلونکی کې اهمیت لږ دی.

چین د پاکستان یو تاریخي دوست دی. پاکستان یی د “هری هوا” دوست بولې او په دي سره امریکا ته پیغور ورکوی  چې ګواکې امریکا د خپل اړتیا د وخت ملګرۍ ده. او چین بیا خپله ګټه په دی کې وینی چې پاکستان یوه ډیره برخه د هندوستان د پوځ را تکیه کړی ده. هند او چین پر پولو منا قشه لری او په ۱۹۶۲ کې سخت جنګیدلې دي. چین تر ډیری مودي پوری د افغانستان په باره کې د پاکستان نظر تعقیبوه. د طالبانو په حکومت کې د پاکستان په هڅه یو چینایی هیأت کندهار ته راغلی او د ملا محمد عمر سره یی وکتل خو ښه اغیزه یی نه پری پریښودل. پاکستان همدغه رنګه کوښښ کوی چې چین په دی قانع کړی چې امریکا د خپلو ستراتیژیکی اهدافو لپاره په افغانستان کې داوږدي مودي لپاره پاته کیږی او یو عمده موخه یی د هند په ملګری د چین کلابندی ده او د وریښمو د نوی لاره مخنیوی دی. افغان ولسمشر اشرف غنی د خپلی اولسمشری لومړی سفر وچین ته وکړی په دی هیله چې چین به د خپل بی ساری نفوذ څخه چې پر پاکستان یی لری افغانستان ته په سوله راوستولو کې وکاروی. مګر چین په ۲۰۱۴ کې لا د پاکستان خبرو ته غوږ نیوه او په دي نظر وو چې امریکا باید خپله د افغانستان ګډوډی په خپله حل کړی.

خو په دي ورستیو کې داسي بریښی چې د چین حوصله پاکستان ته کمه شوی ده. د ۲۰۱۸ بریکس (برازیل، روسیه، انډیا، چین، او سهیلی افریقا) سرمشریزه غونډی تروریزم وغنده او د اول ځله لپاره یی د حقانې ډله، جیشی محمد، او لشکرطیبه په نامه یاد کړه. همدغه رنګه د هند د لومړی وزیر او د چین د ولسمشر د اپریل په ۲۰۱۸ مجلس کې دواړو خواو کوښښ وکړ چې خپل ترینګلي اړیکي ښي کړي او پر دي هم راضي شوه چې په افغانستان کې په ګډه پر پروژو کار وکړي. دا اعلامیه د پاکستان مشرانو ته ناببره وه او نواز شریف دا حیرانونکی بیان کړل. هند او چین سربیره پر دی چې د سرحدی مځکو پرسر جنجال لری، خو اړیکی یی معمولا پوخوالۍ ښیی او دومره احساساتې نه وی لکه د پاکستان دا چې د هند او افغانستان سره دي. مثلا هند او چین په ۲۰۱۷ کې تر ۸۴ میلیارډه ډیر سوداګری درلوده. دا د پاکستان نږدي په سلو کې پنځوس کلني عاید دي. اوس نو دا په  ۲۰۱۷ کې د افغانستان په ضد د پاکستان د سرحدی دروازو د تړلو سره مقایسه کړئ. خو پوښتنه داده چې پاکستان به تر کومې کچه د چین غوښتنو ته مقاومت وکړي او چین به تر کومې اندازی پر پاکستان فشار راوړی. د چین ګټی هم لوړی دی. ۶۲ میلیارډه پانګونه یی کړی ده او ددی پانګونې یو عمده شرط هم دا وو چې پاکستان به تروریزم ، اسلامې تندرو پالنه او ناارامې دروی. دا به چین ته ډیره سخته وی چې خپلی ګټی د پاکستان تر ګټو جار کړی. او دا په داسی حال کې چې ولسمشر غنی یو د منلو وړ د سولی وړاندیز و طالبانو او پاکستان ته کړی دی. پاکستان په افغانستان کې یا خپل دوست حکومت راوستل یا لږ تر لږه د خپلو دوستانو نفوذ د افغانستان په حکومت کې تر یوی ښی اغیزناکې کچې پوری رسول، خپل د ملی ګټو د مرکزی ارزښتونو څخه بولې او په اسانه لاس نه اخلی. خو په یوه وخت کې د چین، هند، او امریکا د غوښتنو په مقابل کې دریدل هم د پاکستان د پاره شونې نه ده. موږ باید خپل کوښښونه جاری وساتو چې چین و خپلی خواته راواړوو. خو په هیڅ وخت کې باید د هند دوستي د چین او پاکستان تر دوستی جار نه کړو. چین د پاکستان ملګری دی او موږ یی باید په هند بالانس کړو.

۵. منځنی اسیا

د منځنی اسیا هیوادونه په نړیوالو اړیکو او ملی ګټو کې نوی بازیګران دی. پر دوی باندی ناببره خپلواکې و تپل شوه او اماده نه وه چې څرنګه یی استعمال کړی. د منځنی اسیا دری هیوادونه زموږ سره د ۲۰۰۰ کیلو متره په اوږدو ګډه پوله  لری. څرنګه چې ددوی اقتصاد، زده کړی، او کلتوری مؤسیسی د پخوانې شوروی اتحاد و خواته برابری شوی وی د سهیلی اسیا او منځنی ختیځ سره یی اړیکې نیول سوکه وي . یو علت یی د افغانستان، هغه چې ددوی ور یا ګیټ ده وسهیلی اسیا او منځنی ختیځ ته،  ناکراری وه. خو سره له دی ترکمنستان د افغانستان سره په اړیکه کې وو او غوښتل یی چې د نړیوالو کمپنیو په ذریعه خپل طبعی ګاز و سهیلی اسیا ته ورسوی. د خپلواکۍ سره سملاسی په تاجکستان کې کورنۍ جګړه شروع شوه او پنځه کاله وغزیده. روسیی چې دپخوا څخه هلته پوځي اډه درلوده د حکومت په حمایت جنګیده. د روسیه دغه پوځې اډه  تر هغه وروسته نور تقویه شوه او تر اوسه هلته ځای لری. په ۱۹۹۷ کې د ملګرو ملتو او روسیی په مینځګړیتوت جنګی خواو تر منځ د واک شریکیدو تړون لاسلیک شو او دهغه راهیسی یو لړزانده سوله قائمه ده. ازبکستان حکومت هم د یو اسلامې پاڅون سره لاس ګریوان شو خو په ډیر زور او طاقت سره یی نسکور کړ. دغه اوسنی د ازبکستان اسلامې حرکت چې د هغه وخت زیږنده دی، بیا افغانستان ته راغلی او د طالبانو او القاعده سره یو ځای شو. ازبکستان او تاجکستان بیله دی چې یو څه پوځې، مادي، او لوجستکی مرسته یی د عبدالرشید دوستم او احمدشاه مسعود  او دهغوی د پلویانو سره کړی وی نور رول یی د افغانستان په چارو کې نه دی لوبولی. قرجستان او قزاقستان د امریکا تر مداخلی دمخه په افغانستان کې هیڅ رول نه درلودی.

د امریکا تر مداخلی وروسته د منځنی اسیا هیوادونو اړیکې د افغانستان سره بدلون وخوړ. قرجستان او ازبکستان و امریکا ته لوجستکی او پوځی اډی ورکړی او ورو ورو یی په افغانستان کې خپل سفارتونه پرانیستل او په لږه کچه یی د افغانستان سره سوداګری شروع شوه. خو اسلام کریمو د ازبکستان پخوانې اولسمشر خپله اډه په ۲۰۰۵ کې پر امریکا وتړله  او بیله چین او روسیه څخه یی خپل ور د نړی پر ټړلو هیوادنو وتاړه. ترکمنستان، قزاقستان او تاجکستان د افغانستان سره په ښو اړیکو کې وه خو له بده مرغه پخوانې افغان حکومت د منځنی اسیا پوتنسیال یا استعداد د خپلو ملی ګټو لپاره نه ودرک کړی او ځان یی پر پاکستان متکی ساتلی وو. منځنی اسیا او افغانستان د یو بل د خپلواکۍ او ملي ګټوساتلو کې غټ رول لوبولای شي. افغانستان کولای شی چې منځنی اسیا هیوادونه د روسیی د اقتصادی او کلتوری کلابندی څخه راوباسی او د سهیلی اسیا او د منځنی ختیځ او نړی سره یی ونښلوی او منځنی اسیا بیا کولای شی افغانستان د پاکستان د ترانزیټی انحصار څخه ازاد کړی او له خپلو هیوادنو له لاری یی د اروپا سره ونښلوی. منځنی اسیا د افغانستان جیوستراتیژک او اقتصادی اهمیت زښته ډیروی. امریکا، چین، روسیه، هند او پاکستان ټوله هڅه کوی چې خپلي ګټی هلته وساتې. امریکا غواړی چې د منځنی اسیا هیوادونه د روسیه څخه مخ واړوی او خپل سهیلی هیوادونو سره ځان وتړی. ولادیمیر پوتین غواړی د پخوانې شوروی اتحاد امپراطوری بیرته پر روسیه باندي راټوله کړی. چین په دي هڅه کې دی چې د خپلي پانګه اچونې، د وریښمو د نوی لار، او د خپلو تولیداتو د پاره نفوذ وساتې. هند دمنځنی اسیا انرژی او مارکیټ غواړی. پاکستان د پخوانې شوروی اتحاد په وخت کښی د منځنی اسیا د هیوادونو سره هیڅ اړیکی نه درلودی او د هند په کلتوری او تخنیکی اړیکویی د منځنی اسیا سره ډیر قصد کیده. د مجاهدینو حکومت دا موقع برابر کړه چې پاکستان د مځکی له لاری د منځنی اسیا سره ونښلوی. دا د پاکستان د پاره یو خوب او خیال وو. د پاکستان سیاسی او پوځی ایلیټ منځنی اسیا ته د خپل تاریخې او معنوی اصلی ځای په سترګه ګوری. دوی منځنی اسیا د پاکستان تاریخې جوړونکی بولي نه افغانستان. خو د افغانستان ناارامیو پری نښوده چې د فرصت څخه پوره ګټه واخلي.

افغانستان ته لازمه ده چې منځنی اسیا سره خپلی اړیکی پراخې او ژوری کړی او پری نږدی چې پاکستان او روسیه یی دافغانستان په ضد وکاروی. په اوسنیو وختو کې داسی معلومیږی چې روسیه په تاجکستان کې د خپلی پوځی اډی له لاری طالبانو ته لوجیستیکی او پوځی مرستي ورکوی. د امریکا د مرکزی کومندان جوزف ووټل تازه سفر و تاجکستان ته او هغه هیواد ته د ۲۸ میلیونو ډالره مرسته وعده په همدغه اړه وه. ووټل له تاجکستان وغوښتل چې خپلی پولې دی د افغانستان سره ښه وڅاری. افغانستان باید د منځنی اسیا هیوادونه د پاکستان د رول څخه د افغانستان په ناارامي کې پوه کړی او ور وښیئ چې د افغانستان سقوط اول ګام دی د منځنی اسیا په ناارامی او کورنۍ جګړه کې. او د افغانستان د سپر رول د منځنی اسیا په باره کې باید روښانه شی. دافغانستان لپاره یو ډیر ښه خبر دادی چې زموږ یو لوی او با نفوسه پوله شریک هیواد ازباکستان د اسلام کریمو د مړینی وروسته د افغانستان په هکله یو فعال او مثبت رول اخیستی دی. په مارچ ۲۰۱۸ کې ازبکستان د افغانستان په باره کې د سولې د کنفرانس کوربه وو اوتر شل ډیر تړونونه یی په ترانزیټ، کرهڼه، بریښنا، لوړو زده کړو، د ریل لار د مزار شریف څخه بیا تر هراته، او داسی نور برخو کې لاسلیک کړل. ازبکستان د بریښنا دانرژی او پنبي لخوا غنی دی او غواړی د افغانستان له لاری دغه څیزونه و سهیلی اسیا ته واستوی. ترکمنستان لا وختي و افغانستان ته هغه د ریل لار راغځولی ده چې په پلان کې ده تاجکستان، افغانستان، او ترکمنستان سره ونښلوی. چین او قرجستان هم لیوالتیا ښودلي چې خپل ریل لاری به ددغه ریل خط سره نښلوی. د ترکمنستان بله د اهمیت وړ پروژه د ټایپی ده چې د دغه هیواد طبعی ګاز د افغانستان له لاری و سهیلی اسیا ته رسوی. دغه اقتصادی پروژی او ترانزیټی لیکو د پاکستان غیرنظامې مشران ډیر بیتابه کړی دي او د پاکستان د پوځه غواړی چې نور دي د افغانستان ناکراری ته د پای ټکی کښیږدی. دوی د پاکستان نه ګډیدل په دغو پروژو کې د ملي ګټو په تاوان بولې. خو وکتل شی چې د پاکستان پوځ تر کومه وخته حاضر دی چې اقتصادی او نوری ګټی ترهغو ګټو جار کړی چې یوازی یی پوځ ملي ګټي بولې.

۶. روسیه

روسیی د امریکا او ناټو پر افغانستان د پوځي حملي ملاتړ کاوه. په تاریخ کې د اول ځل لپاره روسیی و ناټو ته اجازه ورکړه چې د روسیی د خاوری له لاری غیرنظامې مهمات و افغانستان ته نقل کړی. روسیی د منځنی اسیا هیوادنه هم و هڅول چې امریکا ته لوجیستیکی او پوځي اډی ورکړي. ولادیمیر پوتین په پراګ کې په یو مجلس کې جورج بوش ته خبرداری ورکړی وو چې د پاکستان سره پام کوه ځکه هغه په خپله وینا کی ریښتونی نه دي او دوه مخی درسره کوی. جورج بوش دا خبری د خپل ملي امنیت د سلاکاری کاندلیزا رایس سره شریکی کړی. هغی ورته وویل چې روسیه د افغان د جهاد د ماتې کینه او بغض لا تر اوسه د پاکستان سره پالی. د امریکا اړیکی د بوریس یالتسین (۱۹۹۱-۱۹۹۹) په ولسمشری کې ډیری تودی وی خو د پوتین د ملتپالۍ او د روسیه څخه بیا د یو ستر هیواد جوړولو کوښښونه دامریکا د ګټو سره په ټکر کې راغلل. د روسیی لاسوهنه په یوکراین کې او د کرایمیا د ټاپو نښلول په روسیه پوری د امریکا او ملګرو غوسه راوپارول او پر روسیه باندی یی سخت بندیزونه ولګول. د سوریه په جګړه کې راښکیلیدل او په انګلستان کې د پخوانې کی جی بی پرغړو باندی د زهرجنو کیمیایی موادو د حملی تور د پوتین د روسیی او لویدیځ تر منځ چاری لا خړی پړی کړی. د روسیی او لویدیځ د اړیکو تریخوالی د افغانستان لانجه نور هم پیچلي او خونړی کولای شی.

روسیه د افغان حکومت سره کومه دښمنی نه لری او نه د طالبانو خواخوږی ده. لکه ایران، روسیه د طالبانو د واک په وخت کې د هغو دښمنه وه او د هغو ضد ډلو ته یی پوځې او مالې مرستي ورکولي. روسیه اوس هم د طالبانو مذهبی سیاست او لاری په منځنی اسیا کې دخپلو ملی ګټو په تاوان بولی. اولکه د ایران په شان، دا هیڅ سد نه مني چې روسیه دی په افغانستان کې د طالبانو د حکومت پلوی وکړی. روسیه په نورځایو کې د خپلو ګټو د پاره د امریکا پر ضد افغانستان د فشار د نقطی په توګه استعمالوی. روسیه په دی چې د امریکا شتوالی په افغانستان کې په منځنی اسیا کې د خپل نفوذ په تاوان وینی او په دی چې افغانستان ته هم خپل نفوذ وغزه یی، نو د طالبانو د غوښتنی  چې امریکا دی ووزی او د طالبانو سره دي مخامخ خبری وکړی حمایه کوی. په دا اوس وختو کې د افغانستان د پخوانې حکومت ځنی سران دا ادعا کوی چې روسیه افغانستان ته سوله راوستلای شی. په هغه تلویزونې مناظره کې چې ما ددي لیکنی په سره کې بیان کړه رنګین دادفرسپنتا همدغه وویل. دا خبری د پخوانې حکومت نورو مشرانو هم کړی دی. خو دا تمه یو اشتباه ده. او دا تمه د افغانستان د جګړی د اصلی دلیلونوڅخه چې ما لوړ یاد کړل بې خبری ښیئ.

که چیری روسیی دا توان درلودای خو د طالبانو په وخت کې به یی دا کار کړی وای. په هغه وخت کې به یی چین، هند او ایران سره راغونډ کړی وای او پر پاکستان به یی فشار راوړی  وای چې طالبان سولې ته اړ کړی. روسیه د کومې خوا پر پاکستان فشار راوستلای شی؟ پاکستان د روسیی پر وسله او اقتصادی مرسته متکی نه دی. ایا چین دی ته حاضر دی چې د روسیی په غوښتنه پر پاکستان بندیزونه ولګه یی او یا افغانستان ته خپل پوځیان راولې تر څو طالبان او د پاکستان پوځ دي ته اړ کړی چې سولې ته غاړه کښیږدي؟ ځکه پاکستان داسی په اسانه د افغانستان څخه لاس نه اخلي. پاکستان باید مجبورشی چې د افغانستان څخه لاس واخلي. دغه د مجبوریدو توان او هوډ د روسیه او چین سره نشته او داسی ښکاری چې د هوډ برخه یی دامریکا سره هم تر اوسه نشته. زما په ان  روسیه او ایران په افغانستان کې د ورانکارانو رول لوبوی. اوبه خړوی او خپل ماهیان نیسی. ددي پر ځای چې د افغان حکومت سره ودریږی او سولې ته لار لنډه کړی دوی طالبانو ته وسله، مادي مرسته او مشروعیت ورکوی او د افغانستان جګړه د امریکا سره د دښمنی په خاطر یا د هغو ګټو له کبله چې د نړی په بل ګوټ کې یی لری نوره هم اوږده وی. د عطامحمد نور او د یوالې حکومت په جنجال کې د نور خوا نیول هم بله مانا نه درلوده بیله امریکا ته د سر درد جوړول. روسیه او ایران دا څو موده کیږی چې دجعلی خبرو خپرولو ته یی هم زور ورکړی دی څو امریکا د افغانانو او نورو نړیوالو په سترګو کې بد نامه کړی.

۷. امریکا

د پخوانی شوروی اتحاد تر یرغل وروسته، اندرو ګرومیکو، د شوروی یو اوږدمهال باندنیو چارو وزیر،د سایرس ونس څخه، د امریکا دباندنیو چارو وزیر (۱۹۸۰۱۹۷۷) د جیمې کارټر په ولسمشری کې، پوښتنه وکړه چې ولې د افغانستان په باره کې اندیښمن دی. ونس ورته وویل د افغانستان د موقیعت په خاطر. امریکا د افغانستان په باره کې د بریتانیا د ۱۹مې پیړی د پای او د ۲۰مې پیړی د بی طرفه یا ډال دولت رول منلی وو او دشوروی تر مداخلی پوری یی پخپله او د خپلو دوستو هیوادنو لکه غربی جرمني لخوا کوښښ کاوه چې افغانستان دومره پر پخوانې شوروی اتحاد متکی نه شی چې بی طرفی یی له مینځه لاړه شی. د محمد داود د حکومت په اخیري وختو کښي امریکا ایران او سعودی عربیا وهڅول چې هغه د شوروی د ډیر اغیزمنتوب څخه راوباسي. افغانستان یو پل وو د امریکا و حیاتې ګتو ته په سهیلی اسیا او منځنی ختیځ کې او امریکا، څنګه چې روښان شوه، ددي سخته مخالفه وه چې روسان دي دا پله ته راسی او کنټرول دی کړی. د شوروی مداخله او اشغال دکارټر د دوکتورین یا اصول سبب شو. د کارتر اصول دا په ډاګه کوی چې د خلیجې پارس د منطقی کنټرول، د هر واک لخوا چې وی، د امریکا پر حیاتې ګټو د حملی په مانا دی او امریکا به په هر ډول، د پوځي امکاناتو په شمول، ددغې حملي ځواب ووایی. خو د موقیعت څخه پرته، په وچه محاصره افغانستان، وړوکی، تر شاه پاته، دبهرنیانو څخه کرکجن، د شوروی په څنګ کې پروت، ضعیفه افتصاد او وړوکی تر شاه پاته مارکیټ یا بازار د امریکا د ملی ګټو د پاره څه نه درلوده. دشوروی تر وتلو او ټوټه ټوټه کیدلو وروسته افغانستان هغه خپل د موقیعت اهمیت هم بایلاوه. دغه وو چې امریکا موږ خپل منطقوی یارانو پاکستان او سعودی عربیا ته پریښودلو. د سعودی پیسی وی د پاکستان فعالیت او عملیات. سعودی غوښته چې خپل وهابی مذهب خپور کړی او د ایران د نفوذ مخه ونیسي د پاکستان ګټی، لکه پورته چې بیان شوی، ډیری پراخې او ژوری وی.

پر امریکا باندی د سیپټمبرد ۱۱ مې تروریستی حملی څخه یوه ورځ وروسته د امریکا د ملي امنیت سلاکاري کاندالیزا رایس و خپلو مامورینو ته وویل چې دا فاجیعه داسی وانګیری لکه یو فرصت او وګوری چې امریکا ددی څخه څنګه ګټه اخیستلای شی. په نړیواله کچه یو مهم د ګټي فرصت په عراق کې د رژیم بدلول وه. پر افغانستان کومه خاصه دلچسپي نه وه. نه کوم تفصیلی تحلیل، نه پلان او نه بنسټیز جوړښت په پام کې نیول شوی وو. سی آی ای تر ډیره حده هغه مخکنی بدنامه جګړه ماران او جنګ سالاران سره راټول کړل او د پیسو، نښه شوی بمباریو، او د طالبانو څخه د پاکستانې پوځي سلاکارونه د لیری کولو په  مټه یی د طالبانو حکومت نسکور کړ او د مجاهدینو د ګډوډی حکومت یی د دویم ځل لپاره واک ته ورساوه. د امریکا ګټی په افغانستان کې د اسامه بن لادین، القاعده غړو، او د طالبانو ځینو لوړپوړ چارواکو نیول یا وژل وه او په افغانستان کې د تروریستانو د پتنځایو له منځه وړل او په راتلونکی کې یی د ځای پر ځای کیدو مخه نیول وه. د طالبانو د راپورځولو او د القاعدی د وتلو وروسته دامریکا دلچسپی پر افغانستان لږ شو او پام یی و خپل اصلي موخې عراق ته ورواړاوه. پاکستان پوځ دا بدلون د امریکا په توجو کې درک کړی او سملاسی یی خپلی پخوانی بازی ته لاس ورواچوه. د طالبانو مشران یی سره راغونډ کړل او د آی ایس آی تر پوځي زده کړی او لارښونې لاندی یی طالبان په وسلو سمبال کړل او په افغانستان کې یی یوه خونړی بغاوت پیل کړی. د پاکستان رول د افغانستان په بی ثباتې کې د امریکا او افغانانو تر منځ  په اخیرو وختو کې یو تریخ حالت وو. د جورج بوش د اداری په دوران کې د امریکا حکومت دافغانانو دا ادعا هیڅ نه منل چې د پاکستان فوځ دی طالبان حمایه کوی. فقط د جورج بوش د ولسمشری په اخیر کې (۲۰۰۸) کوم وخت چې جورج بوش د افغانستان څخه لیدنه کوله و حامد کرزی ته یی دا ومنل چې ته د آی ایس آی د طالبانو د سپورټ په باره کی صحیح وی. د اوباما د ولسمشری په دوران کې د امریکا د حکومت ځواب و افغانانو ته دامریکایی پوځیانو ډیرول وه او د افغانې پوځیان روزل او زیاتیدل وه. په دي تمه چې پاکستان به امریکا ته غوږ ونیسی، د اوباما اداری تر مخکني حکومت د پاکستان مرستی لا هم ډیری کړی. اوباما پاکستان او د منطقی نورو هیوادونو ته دا هم وروپامول چې امریکا حاضره ده چې د افغانستان څخه ووزی. خو د طالبانو د بغاوت شدید کیدل، د افغان پوځ ضعف د طالبانو په مقابل کې، او د کندوز نیول د اوباما  ستراتژی ورنه څه کړه.

ولي دامریکا حکومت پاکستان دي ته نه اړاواه چې دطالبانو او حقانې دحمایت څخه لاس واخلي؟ یو دلیل دا وو چې جورج بوش په دي فکر کی وو چې پرویز مشرف د امریکا سره په مرسته کولو د ځان او خپل رژیم لپاره ډیر خطر اخیستی دی. دویم دا چې د امریکا حکومت ته دالقاعدي ډلی مشران او غړی تر طالبانو او حقانې ډلې  د امریکا و امنیت ته ډیر مهم وه او د امریکا حکومت په دی فکر کې وو چې آی ایس آی به په دغه باره کې د پاکستان دننه او د باندي مرسته ورسره وکړی. آی ایس آی د پاکستان په اسلام پالو ډلو او دهغوی له لاری د اسلامې نړی په تندلارو اسلام پلوو کې ښه نفوذ پیدا کړی وو او امریکا په دي تمه وه چې هغه به دا معلومات د امریکا سره شریک کړی او په امریکا کې به د یوی بلی حملی مخه ونیسی. کوم وخت چې امریکا په دی باوری شوه چې آی ایس آی طالبانو او حقانې ډلي ته حمایت ورکوی، نو یی پر پاکستان باندی د فشار په توګه د ډیورنډ د کرښی هغه خواته د ډرون یا بی پیلوته الوتکی حملی شروع کړی. بل مهم دلیل دادی چې پاکستان یو ذروی دولت دی او امریکا د هغه د ذروی وسلو د خوندیتوب په باره کې ډیره ګرومجنه ده. امریکا غواړی چې د پاکستان سره دوستانه اړیکی ولری څو پرینږدی چې دغه ذروی وسلی د پاکستان دننه یا دباندی د امریکا د دښمنانو لاسته ورسی یا د هند او پاکستان شخړه و یو داسی پړاو ته و رسیږی چې زروی وسلی په کښی استعمال شی. امریکا دا هم د ځان په ګټه بولی چې پاکستان په پوره توګه د چین و خواته وا نه وړی او یو بله شمالې کوریا ځني جوړه نه شي او یا چین ته پوځی اډی ورنکړی. امریکا په دی فکر کې هم ده چې پاکستان یو ډیر ضعیفه سیاسی دولت او ټولنه ده او کیدای شی د امریکا اقتصادی فشار او یا د لږکیو ملتپالو سیاسی ډلو پوځې حمایت هغه ډیر بی ثباته کړی او یا یی بیخي سره وپاشي او یو تندلاره په ذروی وسلو سمبال اسلامې حکومت منځ ته راوړی او نړی د ګډوالی، بی کوری، او خونړی بغاوت د یو لوی ناورین سره مخامخ کړی. امریکا فکر کوی چې د پاکستان پوځي، سیاسی، او اقتصادی ایلیټ یا مخور تر ډیری کچي سکیولر یا غیری مذهبی دی او د امریکا مرسته او دوستانه اړیکي دغه کرکتر د پاکستان ساتلای او تقویه کولای شی، او برعکس، د امریکا لیریوالی او فشار هغه ضعیفه کولای شی او اسلام پالنه تقویه کوی. په پای کې یو بل مهم دلیل یی د اوباما اداره وه. اوباما، لکه د ایران د ذروی تړون او سوریه کې د نه مداخلی، او د عراق څخه د پوځو د ایستلو څخه چې معلومیږي، غوښتل چې د امریکا رول په بهرنې جنجالو کې راکم کړی. دغه دلیلونه وه چې د ولسمشر اوباما معاوین جو بایډن و افغان ولسمشر حامد کرزی ته ویل چې پاکستان تر افغانستان موږ ته پنځوس واره مهم دی.

خو د افغان حکومت مشرانو د خپلو ملي ګټو لپاره څه وکړه او یا یی باید کړی وای. هر هیواد د خپلو ملي ګټو په لاسته راوړلو کې لږ یا ډیرموانع لری او باید ددغو موانعو په شتون کې خپلی ملي ګټی مخته بوزی. زما په ان د افغانستان د حکومت هغه مشران چې د طالبانو د راپورځولو څخه وروسته واک ته ورسیدل بیا تر ۲۰۱۴ پوری تر ډیری کچې لاس تر زنه کښینستل او دنیا ته یی ویل چې موږ ته دولت را جوړ کړی او سوله راته راولی. د احمدولی مسعود له قوله چې وایی د ملګرو ملتو د سرمنشی خاص استازی او د یوناما د دفتر مشر (۲۰۰۶-۲۰۰۴) ژین ارنو ده ته  وویل چې حامد کرزی د دده څخه وغوښتل چې د ۱۹۶۰ د وختو افغانستان را جوړ کړه. د افغان حکومت د مشرانو لومړی ناکامې د ملي ګتو په ساتلو کې دا وه چې په سر کې، لومړی پخپلو کې په دی نه شول راضی چې منځ پوړی او سوله غوښتونکی طالبان حکومت ته جذب کړی او دویم امریکا په دی قانع کړی چې ددغه ډول طالبانو سره سوله وکړی. دا سمه ده چې ولسمشر کرزی به ویل چې دیر لږ طالب مشرانو د القاعدي سره لاس درلود او دا نور نه د تروریزم او نه د القاعدی پلویان وه، خو دا د افغان حکومت د تګلاری په توګه امریکا او دنیا ته نه وه وړاندی شوی او جدی نه تعقیبیدل. او که چیری داسی شوی وای او د امریکا حکومت د افغانستان د دومره مهمو ملي ګتو په مخ کې خنډ شوی وای بیا نو دا د یو ملي مشرد پاره لازمه وه چې واک پریږدی او استعفا وکړی. د افغان حکومت دویمه ناکامې پر وخت باندی د مسلکی امنیتی قواوو (اردو، پولیس، ملی امنیت) جوړول وه. که چیری امریکا د طالبانو سره جوړه نه کولای او زموږ مشرانو پر دی باندی جدی هم نه دریدل او استعفا یی نه کول، نو دا خو لازمه وه چې د امریکا او ملګرو په مرسته یی مسلکی امنیتی قواوی، په شمول د هوایی قوا، یی لا د سره جوړی کړی وای. مسلکی امنیتی قواو به پاکستان دی ته اړ کړی وای چې په طالبانو کې پانګه اچونه و نه کړی. امریکا  او اروپا خو موږ ته کوم خیرات نه راکاوه. ددوی مهمې امنیتی ګټي شاملي وی. زموږ د زرهاوو امنیتی قواو د ځوانانو او عادي وګړو وینه د دوی د ټکس یا مالیی تر ډالر کمه نه وه. لیکن نیمګړتیا زموږ د حکومت د مشرانو وه. هغه اردو او پولیس چې هم جوړ شول په فساد، بی قانونې، او بی پروایی کې ډوب شول. د عسکرو او پولیسو معاشونه پر وخت نه ورکول کیدل او یا غلا کیدل، خوراکې توکې، موټران، پیټرول او تجهیزات یی خرڅیدل. ډیر پولیس او سرتیری په نشی توکو مبتلا وه. د دوی دفاع، ژغورنه او ژوند ته لوړو افسرانو او د حکومت مشرانو اهمیت نه ورکاوه. که چیری د کورنیو چارو د وزارت د معین مراد علی مراد دا اوسنی خبری چې د می پر ۲۱مه، ۲۰۱۸ یی وکړی ریښتیا وی، دا حالات تر اوسه په پولیسو کې تر ډیره کچې شته. دغه حالت زموږ د عسکرو او پولیسو مورال د مځکې ووهه او هغه وخت چې باندنی قواوی له ولسوالیو او ولایتونه ووتل، زموږ عسکرو او پولیسو دومره قوی مورال او مشرتوب نه درلود چې د طالبانو مخه ونیسی.

زما په ان د حکومت د مشرانو تر ټولو لوی جفا د افغانستان د ملي ګټو سره د ولس غورځول وه. د طالبانو د حکومت د ړنګولو څخه سملاسی د حکومت مشران د منصبونو په ویشلو او د امریکا د ډالرو په راټولولو بوخت شوه او د خپلو خلګو دردونه او اړتیاوی یی  له نظره وغورځولې. هغه بدنامه زورواکان او کومندانان چې طالبانو شړلې وه او سی آی یی بیرته راغونډ کړه، مسلح، تجهیز او په پیسو یی سمبال کړل او د طالبانو په ضد یی وکارول هغوی یو پلا بیا محلي واکداران شول او په ټولنه کې یی ډول ډول فتنه او فساد خپور کړ. د ولس او دولت د جایدادونو غصبول، تبعیض او قوم او قوم بازی ته لاس اچول، د حکوکت د هر چوپړ په بدل کی رشوت غوښتل، د زوره ورو لخوا د پیسو او واسطو په زور د دعوو ګټل، پرخپلوی او راوبطو د حکومت د چوکیو ویشل، د تنکی هلکانو په زوره تښتول، د اینجنو په زوره واده کول، ولس ته عدل او انصاف نه ورکول، هغه ظلمونه او نارواوی وی چې د ولس او د حکومت تر منځ یی لوی درز جوړ کړ. ډیرو غریبو او عامو خلګو ته د امریکا د ډالرو ګټه هم نه رسیده. د امریکا د ډالرو باران یوازی د هغوی پر پلویانو اوریده او عام اولس ډیره لږ ګټه ځني تر لاسه کړه. دا ډیر د خواشنی ځای دی چې پس له دومره نړیوالو مرستود افغانستان تر نیمې ډیر وګړی تریو ډالر په کمه د ورځي ژوند کوی. په لیرو سیمو کې حالت تر دغه بد دی. په هرو پنځو غریبو افغانانو کې څلور یی په لیری پرتو سیمو کې اوسی. دابه څومره دردونکی وی چې عام ولس د عادی ډوډی د پیداکولو توان نه لری خو هغه افغانان چې د امریکایانو یا حکومت سره تړلی وی په ډیر لږ وخت کې میلونران شی. دغه حالت، تر بل هر څه، د طالبانو خبرو ته او د هغوی بغاوت ته د عام خلګو په ذهنو کې مشروعیت ورکړی او د هغوی ملاتړی شول. د افغانستان پخوانې حکومت د عامو خلګو ناخوښی د امریکا پر بمباریو او د شپی بریدونو چې عام خلګ په  کې وژل کیدل او ژوبلیدل تاواناوه او د طالبانو د بغاوت د کامیابی مسؤل یی پاکستان باله. دا دواړه تورنه تر یو ځای صحیح دی خوا د حکومت د مسؤلیت د رفع کیدو دلیل هم نه شی کیدلای. ډیر داسی کارونه وه، لکه د فساد او رشوت څخه پاکه اداره، وعامو خلکو ته عدل او انصاف راوړل، د زورواکانو د ظلم څخه عام اولس ساتل او داسی نور اصلاحات چې حکومت کولای شوای او که یی کړی وای د افغانانو حالت به یی ډیر ښه کړی وای او خپلو ملي ګتو ته به یی ډیر خدمت کړی وای.

د پاکستان په باره کې هم د افغان پخوانې حکومت پخه تګلاره نه درلوده. د افغان حکومت مشرانو باید امریکا ته په ډاګه ویلی وایی چې یا پاکستان ته جزا ورکړه او دي ته یی اړ کړه چې د طالبانو او حقانې د ډلی د حمایت څخه لاس واخلې او یا موږ د خپلو ملي ګټو د دفاع حق غواړو. که چیری موږ خپلواک یو نو هیڅوک دا حق نه لری چې موږ د خپلو ملي ګټو د دفاع څخه راوګرځوی او که چیری موږ یو اشغال شوی هیواد یو نو نړیوال قانون سره سم زموږ اشغالګر دا مسؤلیت لری چې موږ ته سوله راولې او زموږ ساتنه وکړی. موږ باید د پاکستان سره سپینی خبری وکړو چې یا زموږ په هیواد کې لاسوهنه ودروه او یا موږ په متقابل عمل لاس پوری کوو او هر هیواد چې په دغه لاره کې زموږ سره مرسته کوی هرکلی یی کوو. که اړ شو، د پاکستان هرمخالفه چې وی باید ویروزو، مسلح یی کړو او هر راز مرسته چې مو په وسه وی ورسره ویی کړو. ولسمشر غنی وایی پر موږ پاکستان یو نااعلان شوی جنګ شروع کړی دی. او دا جنګ زموږ او د نورو هیوادنو په غوښتنو او زاریو نه پریږدی. موږ ته بله چاره نه ده پاته بیله دی چې پاکستان ته دهغه بل اور لمبی وروغځوو چې دی موږ په کښي سوځې.

د ولسمشر ټرمپ ستراتیژی د افغانستان او سهیلی اسیا لپاره ډیره جالبه ده او د امریکا مخکنی تګلاری یو مخ سرچپه کوی. د امریکا مخکنی تګلاری د طالبانو سره سوله ردول، د افغانستان د پوځ جوړښت یی د پاکستان په خوښه محدود کړی وو، پر پاکستان باندی یی، مرسته بندول لا څه، په عامه نیوکه نه کول، او د پاکستان په لحاظ یی د هند سره د افغانستان د اړیکو لږوالی غوښتی، او د امریکایی سرتیرو شمیر یی کموی. د ټرمپ د نوی تګلاری سره د افغان حکومت طالبانو ته یو ډیر په زړه پوری د سولې واړندیز  پر میز ایښئ دی، او د پاکستان د غوښتنو په خلاف، د افغانستان د پوځ او خاصو پوځیانو او پولیسو شمیر یی ډیر کړی دی او د یو عصری هوایی قواو جوړښت یی ګړندی کړی دی، پر پاکستان باندی یی مرستی ډیری کمی کړی دی او له هری خوا یی نیوکې پر سختی کړی دي، او هند ته یی برملا وړاندیز کړی چې د افغانستان په اقتصادی ثبات، تعلیم او تربیه، په شمول د پوځیانو او پولیسو په روزنه کې، او حتی پوځي مرستو کې فعال رول واخلي. او د امریکایی سرتیرو شمیر یی یو څه زیات کړی او د وتلو نیټه یی د افغانستان پر شرایطو بنا کړی ده. په دي که شک نشته چې امریکا نور د افغانستان د جنګه ستړی ده او پریکنده غبرګون یی کړی چې پاکستان ته د افغانستان د نیابتی جګړی تاوان تر ګټی لوړ کړی. که چیری امریکا او یا افغانستان د چین او سعودی عربیا حمایت د امریکا ددا نوی تګلاری د پاره په لاس راوړی نو په افغانستان کې د سولې راوستل بالکل باوری کیږی. خو افغانان باید خپلو ملی ګټو ته ځیر شی. د پاکستان د همکاری په بدل کې شاید امریکا دا ټولې تګلاری بیا سرچپه کړی او زموږ په سیاسی مشرانو یی ومني. موږ باید امریکا په دی قانع کړو چې که پاکستان همکاری هم وکړی، موږ د خپل هیواد د ساتلو د پاره یو قوی پوځ او هوایی قوا ته اړتیا لرواو موږ دا حق لرو چې د هند  او بل هر هیواد سره چې موږ وغواړو اړیکي پاللای شو. او ددغو او نورو غوښتنو په اړه موږ باید پر خپل حکومت، د امریکا د حکومت پر استازو، اروپایی ټولنه، او پر نړیواله ټولنه د لیکنو، سولیز پرلټو،غونډو لخوا فشار راوړو. دغه څو ځوانان چې اوس د سولې لپاره په دا فرضه روژه د هملند څخه وکابل ته په پښو روان دی موږ ددغسی په زرهاو خلګو مارچ غواړو په افغانستان، امریکا، او اروپا کې. خو تر دی دمخه زموږ روڼ اند او لیکولان باید خپل خلګ راویښ کړی. دا سمه ده چې زموږ په نالوستی او وروسته پاته ټولنه کې دا اسان کار نه دی. خو اوس ډیر په خاوره مین په ژبه پوه له فساد او چوره پاک ځوانان شته چې، د افغانستان د بیا جوړولو لپاره د امریکا د کانګرس خاص پلټونکی، جان سپکو، یی لا اغیزمند او هیله مند کړی دی.

ټورانټو، کاناډا

می ۲۸، ۲۰۱۸                 

11 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *