Categories

اعلان

Loading…

د ډيورنډ موافقه ليک او د قبايلو غبرګونونه

(د اسنادوسرچينه برټش کتابتون)

استادشهسوارسنګروال

کله چې ډيورنډ د سپتمبر په پآی کې له پېښور نه مخ په کابل وخوځېد. د تورخم په سيمه کې د سپه سالار څرخي په ملتيا د اکتوبر په دولسمه  (۱۲) نېټه کابل ته ورسېد.

سايکس پخپل نامتو کتاب کې کښلي دي چې ډيورنډ په سر کې «لومړی د امو د رود، د پولې خبره را پورته کړه . امير ورته وويل: له دې نه دا بله پوله مهمه ده…

زما خلک د دې پروا نکوي چې زه په روشان يا «شينګان» کې پر مخ ځم او که پر شا، خو دوی ډېر پدې فکر کې دي چې ستاسو له لوري دوی پر کوم ځای ولاړ دي؟»[1]

سنيګال هم پخپل کتاب «هندوستان او افغانستان» کې پدې تړاو ليکلي دي چې ډيورنډ د امير د چلن په اړه چې د ده پرمختګ او لا سبري ته يې زمينه برابره کړه د برېتانوي هند د مرستو منندوی وو…»[2]

رابرتس کاږلي دي چې امير عبدالرحمن خان د روس په پرتله برېتانويان خپل دوستان ګڼل ولې نوموړي وليدل «چې له روسانونه د ده دوستانو (انګرېزانو) د افغانستان ډېره ځکمه لاندې کړه.»[3]

کله چې انګرېزانو د ډيورنډ د کرښې په تړاو د افغانستان له تنې نه کومه خاوره بېلوله نو د سيمې خلکو خپل غبرګون د دوی د پلاوي په وړاندې داسې وښود:

۱ – له موافقه ليک نه يو کال وروسته (۱۸۹۴ ز کال) کله چې د نخشې له مخې کرښه معلوموېده په چترال کې عمراخان جندول په برېتانوي پلاوي وسله وال بريد وکړ.

که څه هم له دې پخوا چې کله د وزير او مسيد و وګړي له موافقه ليک نه خبر شول د انګرېزانو په وړاندې پاڅون وکړ او د واڼې چونۍ يې وسوځوله.

۲ – د چترال په څېر په وزيرستان کې هم د ملا پونده په مشرۍ د انګرېزانو په وړاندې د سيمې خلکو او ولس په ۱۸۹۵ ز کال پاڅون وکړ او د برېتانوي هند پلاوی يې دې ته پرې نه ښود چې کرښه معلومه کړي.

۳ – کله چې انګرېزان په دې پوه شول چې په پوله کړکېچ زياتېږي نو بيا يې د ولس د ځپلو لپاره رابرتسن Robertsonچترال ته واستوو. کله چې د ګلګت پليټکل ايجنټ هلته ورسېد، د خلکو لخوا کلابند شو، چې وروسته دده د خلاصون لپاره کرنيل کېلي KELLY له ګلګت نه او سررابرت لوR. Low له پېښوره ور ورسېدل او دی يې وژغوره.

۴ – هغه مهال چې انګرېزانو په پکتيا او د مومندو په سيمه کې کرښې ته بدلون ورکړ نه يوازې امير د برېتانوي هند چارواکوته شکايت وکړ بلکې ملانجم الدين اخوند، ملاقديم او ملا پونده ولس عمومي پاڅون ته وهڅول او ان تر دې چې انګرېزانو ملا نجم الدين اخون ته وړانديز وکړ چې د دې سيمې ماليه به ورکوي.

۵ – دغو پاڅونونو د برېتانوي هند چارواکي دومره وډار کړل چې پخپله وايسرای له کلکتې نه پښور ته راغی. او خلکو د ملا قديم خان په مشرۍ د انګرېزانو د لاسپوڅو کورونه وسوځول.

۶ – مومندو د برېتانوي هند په هغه پلاوي بريد وکړ چې غوښتل يې د افغانانو يوه تنه په دوه برخو ووېشي.

د ملا نجم الدين اخون لخوا د فتوا له مخې د ډيورنډ کرښې (که څه هم کرښه لا کښل شوې نه وه) دواړو غاړو ته پرتو ولسونو د جهاد ناره پورته کړه.

آيا د ډيورنډ کرښه نړيوال ارزښت لري؟

د دې موافقه ليک نړيوال حقوقي ارزښت ځکه د تامل وړ دی چې پخپله امير عبدالرحمن خان پخپل کتاب کې پخپل قلم دېته داسې ګوته نيولې ده:

«تاسو لما څخه د بريد پولو د دې قبيلو په بېلولو سره چې زما همدينه او هم ملته دي، زما د ولس پر وړاندې زما سپکاوی کوئ او ما ناتوانه کوئ. زما ناتواني ستاسو د دولت لپاره زيان دی. خو زما نصيحت يې ونه مانه. د هندوستان دولت دومره لېوال وه چې د بريد پولو دا قبيلې له ما څخه بېلې کړي. چې زما چارواکي يې په زوره سره له بلندخېلو، واڼه او ژوب څخه ووېستل يانې هغوی ته يې وويل که تر پلانۍ نېټې پورې ونه وتلی نو تاسو به په زور وباسو.»[4]

له دغو څرګندونو څخه ښکاري که امير دغه موافقه ليک لاسليک کړی هم وی اويا نه وی نو انګرېزانو چې څه غوښتل هغه يې کول.

د ملګرو ملتو په کنوانسيون کې (۱۹۶۹ ز کال) راغلي دي کوم تړونونه چې د زور (د زورور – کمزوري تر مينځ) له مخې لاسليک شوي دي بايد ډېر ژر لغوه شي.

د کنوانسيون په (۵۱) ماده کې هم داسې لولو: کوم موافقه ليکونه چې د ګواښ له مخې امضا شوي دي نړيوال حقوقي ارزښت نه لري.

امير د ګواښ په توګه دې ټکي ته هم ګوته نيولې ده چې جنرال رابرتس ته دنده سپارل شوې وه چې له خپلو ځواکونو سره جلال اباد ته ځان ورسوي. ډيورنډ هم ګواښ کړی وه که چېرې امير موافقه ليک لاسليک نه کړي نو جګړې ته دې ځان چمتو کړي.

د موافقه ليک په تړاو د بهرنيو،

 حقوق پوهانو او تاريخ پوهانو اندونه:

دا چې امير عبدالرحمن خان په خپل کتاب کې په ګوته کړې ده چې دغه موافقه ليک نړيوال ارزښت نه لري يو ستر لامل يې دا دی چې د يوه ګواښ له مخې لاس ليک شوی دی.

جي – بي – تيت د برېتانوي هند نامتو چارواکی هم انګېري: د ډيورنډ موافقه ليک له دې بابته نه دی لاسليک شوی چې د افغانستان او برېتانوي هند پولې وټاکي. بلکې د امير د واک قلمرو يې ګڼلی دی.»[5]

د جي بي تيت د ليکنې موخه دا ده برېتانويانو غوښتل چې له دغو سيمونه د هندوستان نيمه وچه د خپل سيال هېواد د روسيې له بريد نه وژغوري سرپرس سايکس هم په دې اند دی چې:

د برېتانوي هند استازي ډيورنډ او د امير تر مينځ د دغه موافقه ليک بنسټيزه موخه د دې سيمې کنترول وه. موخه يې دا نه وه چې د هند پوله را وړاندې کړي.[6]

دډيورنډ په «بيوګرافي نومي کتاب کې هم دېته ګوته نيول شوې ده چې دغه تړون پدې نوم لاسليک شوی نه دی چې برېتانوي هند د افغانستان خاوره لاندې کړي (۲۱۷ مخ) بلکې د دغې سيمې د کنترول هيله يې لرله.»

ويليم بارتن او توماس هولدک هم د يادو څرګندونو پخلی کوي خو د ټولو له خبرو نه داسې انګېرل کېږي چې دغه سيمه د «نفوذي ساحې» پنوم يادې شوې دي.

ولې يوه خبره د پام وړ ده چې په بېلابېلو انګليسي متونو کې دغه موافقه ليک ته فرنټيرلين Frontier، با ونډاي لين Boundary، بورډر Bordar نوم ورکړشوی دی او په سريزه کې بيا د «نفوذ ساحې» ټکی هم کارول شوی دی.

موږ پدې بنسټ ويلی شو، کله چې تړون دواړو غاړو ته مبهم وي نو خپل نړيوال باور له لاسه ورکوي.

د ډيورنډ موافقه ليک او د پاکستان جوړېدل:

تر هغې چې پاکستان جوړېده افغان ولس له چترال نه تر بولانه پورې په بېلابېلو سيمو کې د برېتانوي ښکېلاک په وړاندې وسلوال بريدونه وکړل چې موږ د وزيرستان د توچي د ناوې (۱۸۹۷ کال د جون ۱۰) بريد چې په انګرېز پليټيکل چي – جي (GEE) وشو د ساري په توګه يادولی شو.

په ۱۸۹۷ ز کال (د جولای پر ۲۶) په ټول سوات کې د لېوني فقير په مشرۍ وسلوال پاڅون چې تر ملکنډه پورې پرمختګ وکړ. د همدې ملا نجم الدين اخون په لارښودنه د مومندو ايجنسي وګړو په ۱۸۹۷ ز کال د اګست په «۹» نېټې د پېښور«شبقدر» ونيو.

همدا ډول له خيبر نه تر تيرا پورې د لس زرو تنو په شاو خوا کې د دې سيمې خلک د «سيد اکبر» په مشرۍ د انګرېزي ښکېلاک په وړاندې پاڅېدل چې ډېرې سيمې يې ازادې کړې او د جنرال «لوکاټ» له ۴۴ زرو پوځيانو سره په مېړانه وجنګېدل.

په سامانه کې ورکزيو هماغسې تربنو بيا تر پښين پورې دډيورنډ دواړو غاړو ته پرتو افغانانو ان د پاکستان تر جوړېدو يو د بل پسې د انګرېزانو په وړاندې خونړي پاڅونونه وکړل.

«حقيقت دا دی چې د برېتانو يانو په وړاندې پښتون ولس د خپلې خاورې د ازادۍ لپاره ډېر جنګونه وکړل.»[7]

کله چې د هند نيمه وچه په ۱۹۴۷ ز کال د هند او پاکستان په نوم ووېشل شوه. پاکستان په ۱۹۴۷ ز کال د سپتامبر په دېرشمې (۳۰) نېټې ملګرو ملتو ته د غړيتوب لپاره وړانديز وکړ.

افغانستان چې د يوه کال د مخه (سپتمبر ۱۹۴۶ ز کال) د ملګرو ملتو غړيتوب تر لاسه کړی وه. نو د افغانستان استازی عبدالحسين خان عزيز د يوې وينا په ترڅ کې و ويل.

افغانستان د پاکستان د خلکو په ازادۍ کې ځان شريک ګڼي. ولې د ملګرو له غړي توب سره يې زما رايه مخالفه ده. دا ځکه چې شمال لوېديځه کرښه د پاکستان برخه نشم ګڼلی.

دا چې د اکتوبر په شلمه (۲۰) نېټه يې د مخالفت رايه بېرته واخسته لامل يې دا وه چې په نوامبر کې يوه دېپلوماتيکه ناسته په پام کې وه چې په کراچۍ کې جوړه شي.

افغانان په دې اند وه چې د کورنيو او بهرنيو ستونزو له امله ښايې پاکستان دېته غاړه کېږدي چې د پښتونستان داعيه ومني.

ولې دا يوه تېروتنه وه دا ځکه چې پاکستاني چارواکو له يوې خوا باچا خان (عبدالغفار خان) زندان ته ټېل واهه او له بلې خوا يې دېته هم لمن وهله خدايي خدمتګار هندوستان غواړي او له خپل مسلمان ورور نه کرکه لري.

دې خبرې هغه وخت لا زور واخست چې د پاکستان پوځونو هغه سيمې کلابندې کړې چې د پښتنو خپلواکي يې غوښته. دوی يې هم وځپل او هم يې دغه ډنډوره ګډه کړه چې باچا خان کانګرس ښه ګڼي او مسلم ليګ بد ګڼي.

ډاکتر خان چې کله د صوبه سرحد اعلی وزير وه د کانګرس ګوند په ګټه يې هندوستان ته رايه ورکړې وه هم د تامل وړ وګرځېد.

«په ۱۹۴۸ کال د جون په مياشت کې عبدالغفار خان او يو شمېر مشران بندي شول. ډاکتر خان چې هغه وخت د صوبه سرحد «اعلی وزير» وه به نفع شموليت کانګرس ايالتي سرحد در اتحاد يه هندوستان رای داده بو.»[8]

له دويمې نړيوالې جګړې وروسته د افغانستان حکومت د خپلو تاريخي او ملي اړيکو له مخې د افغانستان له جغرافيې نه د بېلو شوو (پښتونستان) او له لاسه وتلو سيمو غوښتنه په ټينګه راپورته کړې وه.

که څه هم د هغه مهال د پوهنې وزير نجيب الله خان په يوې راديو يې وينا کې وويل:

د ۱۹۳۱ کال نه راواخله تر ۱۹۳۴ ز کال پورې افغان حکومت په وار وار له انګرېزانو نه وغوښتل چې له افغانستان نه بېلې شوې سيمې بايد د هند خاوره ونه ګڼل شي.

«خان، عبدالغفار خان هم په ۱۹۴۶ کال د برېتانوي هند د وزيرانو د دې پرېکړې مخالفت وکړ چې صوبه سرحد دې د پنجاب (وروسته پاکستان) برخه شي.»[9]

د افغانستان حکومت هم له دويمې نړيوالې جګړې وروسته د وزيرانو شورا په يوه غونډه کې د نوامبر په څلورمه (۱۹۴۴ ز کال) نېټه پرېکړه وکړه «کوم څه چې په راتلونکي کې د هند په نيمه وچه کې پېښېږي د سرحد د پښتنو د مدغم کېدلو مخه بايد ونيول شي.»[10]

کله چې د پاکستان په نوم کومې ډنډورې را پورته شوې د ډيورنډ دواړو غاړو ته غبرګونونه پيل شول.

ډاکتر خان «لارډ بيټن» ته چې پښتونخوا ته راغلی وه وويل: «کله چې هند وېشل کېږي صوبه سرحد به د پاکستان برخه نه وي.»[11]

لا هند وېشل شوی نه وه چې د جون په مياشت (۱۹۴۷) کې افغان حکومت وويل: که چېرې د هند او پاکستان په نوم هېوادونه د نړۍ په سياسي جغرافيه کې مينځته راځي او انګرېزان د هند د نيمې وچې اوځي ورسره جوخت د ډيورنډ موافقه ليک له مينځه ځي.

همدا لاملونه ول کله چې پاکستان جوړ شو په رسمي او نا رسمي غونډو کې دغه پرېکړه وغندل شوه.

هغه مهال چې د پښتنو او بلوڅو مشران د پاکستان لخوا زندان ته ټېل وهل شول افغان حکومت په ډاګه د پاکستان د حکومت غندنه وکړه.

د افغانستان او پاکستان د حکومتونو اختلاف دې کچې ته ورسېد چې د پاکستان هوايي ځواکونو د جولای (۱۹۴۹ ز کال)په مياشت کې په مغلګۍ بريد وکړ او افغان چارواکو په خپل غبرګون سره لومړی يوه لويه جرګه را وغوښته او پرېکړه يې وکړه چې د پښتونستان له داعيې به ملاتړ کوي.

له دې سربېره لويې جرګې د ډيورنډ د تړون په ګډون ټول هغه تړونونه چې له انګرېزانو سره لاسليک شوي لغوه اعلان کړل.

همدا راز د ډيورنډ پورې غاړې ته پرتو ولسونو د «تيرا» په سيمه کې د اګست په دولسمې (۱۲) نېټې (۱۹۴۹ ز کال) هم يوه لويه جرګه را وبلله او د پښتونستان بنسټ يې اعلان کړ او هم يې يو ملي بيرغ تصويب کړ.

د پښتونستان په نوم خوځښت د ډيورنډ د کرښې دواړو غاړو ته روان وه. ان ايپي فقير چې ځان يې د پښتونستان پاچا ګاڼه هم دغه سياسي بهير ته ژمن وه.

ولې له بده مرغه دغه کړکېچ لا تر اوسه روان دی او تر اوسه يې لا د حل کومه لاره نه ده موندل شوې.

[1]  سايکس، سرمورټمر ډيورنډ ۲۱۲ مخ.

[2]  سينګال، هندوستان او افغانستان ۱۴۶ مخ.

[3]  رابرتس، پي ای، د برېتانوي هند تاريځ ۴۹۲ مخ.

[4]  امير عبدالرحمن خان تاج التواريخ ۳۵۷ – ۳۵۸ مخونه.

[5] G. B. King of Afghanistan p. 188

[6] History Of Afghanistan.

[7] سينګال، هندوستان او افغانستان ۱۶۳مخ.

[8]  غوث عبدالصمد سقوط افغانستان ۹۳ مخ.

[9]  مروت، فضل الرحيم په افغانستان کې… ۲۷۲ مخ.

[10]  نعيم، محمد عزيز مجاهد ولس خپرونه ۱۹۹۶ کال د جولای مياشتنی ګڼه.

[11]  مروت… ۲۷۳ مخ.

8 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *