Categories

اعلان

Loading…

پکتیکا: د ۱۸ میلیون افغانیو په ارزښت ښوونځيو ته چوکۍ او مېزونه ورکړل شول

د یکشنبې په ورځ د پکتیکا ولایت ۳۰ بابه ښوونځيو ته د (GPA)  یا د پوهنې لپاره د نړیوال ګډون پروګرام له لوري چوکۍ او مېزونه ورکړل شول.

پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وایي، د پکتیکا په دریو ولسوالیو یوسف خېلو، زرغون ښار او ارګون کې دېرش بابه ښوونځیو ته څلور زره اته سوه شل ( ۴۸۲۰) سېټه چوکۍ او مېزونه ورکړل شول.

ښاغلي وحدت وویل، وړاندې به په دغو ښوونځيو کې زده کوونکو په ځمکه زده کړې کولې خو زیاتوي چې له دې سره به نږدې لس زره زده کوونکي له مېزونو او چوکیو برخمن شي.

پکتیکا والي وایی، ډېر تمرکز یې په دې ولایت کې د پوهنې بهیر په پیاوړي کولو دی او په وینا یې په دې برخه کې د ولسونو په همکارۍ نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي.

د یادونې ده، (GPA)  یا د پوهنې لپاره د نړیوال ګډون پروګرام له دې وړاندې هم د پکتیکا په بېلابېلو سیمو کې ښوونځیو ته احاطې، د پاکو اوبو څاګانې، او محلي ټولګي جوړ کړي دي.

178 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸