Categories

اعلان

Loading…

د نثر د پوخوالي لارې چارې | لیکوال: فهیم بهیر

هغه مهال چې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي محصل وم، له یو شمېر استادانو څخه به مې اوریدل چې د پلانکی لیکوال نثر پوخ دی. اوسمهال په یو شمېر علمي او فرهنګي مرکزونو کې هم ځینې لیکوال وايي د پلانکی نثر اوس پوخ شوی دی.

په تدریسي بهیر کې د نوو محصلانو له پاره  دا خبره سمه نه ده سپړل شوې او د دوی له پاره یوازې د پوخ نثر کلمې کارول بسنه نه کوي، بلکې دوی ته باید هغه لارې چارې په ګوته شي چې له امله یې نثر  ښه او پوخ ګڼل کېږي. ځوانان لیکوال دې برخې ته ستره اړتیا لري چې لومړی باید خپل نثر ښه کړي.

 د پوهنتوني زده کړو پر مهال مې لیکنې کړې دي او یو شمېر چاپ شوې هم دي. څو کاله وړاندې مې د منځنۍ دورې نثر کتاب چاپ شو اوسمهال چې کله د خپلو چاپ شویو اثارو لیکنې ګورم، په نثر کې یې  ستونزې وینم. دا ستونزې د یو شمېر نورو ځوانو لیکوالو او حتي د یو شمېر تکړه استادانو په لیکنو کې هم لیدل کېږي. همدا ډول مې په یوه اداره کې د یو همکار لیکنه ولیده، چې ساده نثر یې لیکه خو ډیری ستونزې په کې وې.

د نثر پوخوالی د لیکوالۍ له پاره مهم دی، ځکه که د نثر جوړښت سم نه وي، نو خپل پیغام په سمه توګه لوستونکي ته نه شي لېږدولی. که نوي لیکوال غواړي خپل اثار چاپ کړي یا لیکوالي کوي نو لومړی دې خپل نثر پوخ کړي. زما په اند د نثر د پوخوالي له پاره لاندې ټکي مهم دي چې پاملرنه باید ورته وشي:

فهیم بهیر

د جملو پیل: کله کله په یو شمېر لیکنو کې د جملو پیل په مفرده بڼه وي خو پای د جمعې په ډول وړاندې شوی وی، چې دا کار هم ګرامري نیمګړتیا بلل کېږي او بل د لوستلو پر مهال اوله او دویمه برخه په سم ډول نه لوستل کېږي. دا نیمګړتیا د هغه ځوانانو په لیکنو کې ډېره لیدل کېږي چې نوې لیکوالۍ ته مخه کړې وي. دا هم یوه نمونه د ښاغلۍ اصغر له اثر څخه را اخلو چې داسې ستونزې په کې ډېرې لید ل کېږي: «دا چې راتلونکی نا معلومه دی، نو په دې اړه فکر کول ، په هوا کې مرغان نیول  دي او خوب لیدل دي»(۱۰: ۲۷).

پورتنی متن د لوستلو پر مهال ستونزې لري، چې پیل یې یو ډول دی او پای بیله بڼه نیسي نو پوخ او ښه نثر له داسې ستونزو خالي وي او لوستل یې روان او معنا یې ښکاره وي.

ناسمې جملې او تکراري جزونه: جملې له ترکیبونو څخه جوړیږي، کله  کله د جملو د اجزاو تر منځ ګرامري رابطه سمه نه وي.  دا ستونزه په هغه نثرونو کې زیاته لیدل کېږي چې نثر یې خام وي او په دې ډول  متنونو کې بیلابیل شکلونه لکه، مفرد، جمع، مذکر ، مونث همداډول صفت د جملې مبتدا او خبر   له خپلو اړونده برخو سره سم سمون نه خوري، نو نثر یې په سختۍ لوستل کېږي او پیغام هم په سم ډول نه شي وړاندې کولای، چې پورته ځانګړنه کې مو هم ورته یو څه اشاره وکړه، خو په دې ځانګړنې کې د جملو په منځ کې ځینې اجزاوې په سم ډول نه کارول کېږي چې باید ورته پاملرنه وشي. د نمونې په توګه د خپل اثر(منځنۍ دورې نثر) څو کرښې راوړم: « ده هم د خپل اثر د ښکلا لپاره له نیمه وزن څخه هم کار اخیستی دی، چې په لوستونکو یو اغېز وشیندي» (۱: ۷۷ ).

یا  دا نمونه: « دا نثر د قافیو او نیمه وزن لرونکی دی، چې  د همدې ظاهري کلماتو د جوړښت له مخې یې ادبپوهان د خیر البیان سره نژدې ګڼي او د مطلب له مخې د اخوند درویزه د اثر مخزن الاسلام سره نژدې ګڼي» (۱: ۷۸).

په لومړی نمونه کې وینو چې د (هم) دوه ځلې راغلي لوستل یې هم بې خونده کړي دي او په دویمه نمونه کې د پیل اوله برخه او بیا (سره نژدې ګڼې) دا برخه هم دوه ځلې تکراري راغلې ده.

اوږدې جملې: د یو شمېر لیکوالو په متن کې اوږدې جملې ډېرې کارول کېږي. له اوږدو جملو څخه زما هدف هغه جملې دې چې په خپل جوړښت کې ډیر توکي لري  او د دې توکو پرته هم د جملې معنا پوره وي. په متن کې د اوږدو او کړکیچنو جملو لوستل ستونزمن وي او معنا اخیستنه هم. دا ستونزه هم په هغه نثرونو کې زیاته لیدل کېږي چې نثر یې خام وي.  ډیری نوي کسان چې لیکوالي کوي یا یو متن لیکي د دې لپاره چې موضوع یې اوږده یا پراخه ښکاره شي، نو بې ځایه خپلې جملې اوږده وي او لوستونکي ته د ګټې پر ځای زیان رسوي، نو باید د معنا د لېږد اړتیا په اندازه  جملې اوږدې او لنډې ګړو.

دا هم یوه وړه نمونه، چې جمله بې ځایه اوږده شوې ده: « دا جدول  د لیک د زر زده کولو په هیله کښل شوی دی. تاسو زده کوۍ».

د کلمو دقیقه ټاکنه: په یو شمېر نثرونو کې ځینې کلمې کارول شوي دي، چې د نثر د پیغام سره سم اړخ نه لګوي. ځینې لیکوال پرته له دې چې  د کلمو په ټاکنه کې له احتیاط څخه کار واخلي، نو د خپل ځان د سهلت په هدف هره کلمه چې په ذهن کې تېره شي کاروي یې. البته  دا کار په مترادفو کلمو کې ډېر لیدل کېږي.

که چېرې په نثر کې د هغې کلمې پر ځای چې  د معنا په وړاندې کولو کې ښه نقش لري او کومه بله نژدې معنا لرونکي کلمه وکارو دا هم د نثر په کمزوري  دلالت کوي. د کلمو د غوراوي په اړه استاد غضنفر په خپل اثر«نثر لیکلو هنر» کې یوه اوږده مقاله لیکلې ده،چې د موضوع د وضاحت په هدف ترې یو څو کرښې راوړو: « هره کلمه په لومړۍ معنا سر بېره څو ضمني معناوې هم لري. کلمې په عاطفی لحاظ مثبت یا منفي اړخ لرلای شي. دا لاندې جملې  د خپلو بیلو ضمني معناوو او عاطفي اړخونو په وجه د یو بل ځای ناستې نه دي:

مړ شو، وفات شو، په حق ورسیده. پور یې پرې کړ. ساه یې وخته. سترګې یې پټې شوې. نیمه خوا شو. روح یې والوت. د ګور بندي شو. پښې یې وغځولې.

وروستۍ جمله د یو چا په مړینه د خوشحاله کېدو ښودنه کوي او طنزي انداز لري.  د درېیمې جملې دیني اړخ قوي دي. که څه هم د وفات په کلمه کې دیني معنا نشته خو د افغانستان خلک بهتره ګڼي چې د غیر ې مسلمان لپاره یې را نه وړي. «سترګې یې پټې کړې»جمله ممکن د «سترګې یې پټې شوې» تر جملې محترمانه وي ځکه لومړۍ جمله د متوفي په باره کې داسې تصور  راکوي چې په خپله خوښه او اراده یې یو کار کړی دی. «روح یې والوت» هم ځکه محترمانه ښکاري چې د متوفي روح په کې فاعل دی. دغه راز«الوت»مخ په پره حالت تداعي کوي یعنې په ضمني ډول راته وايي چې روح یې اسمان ته لاړ او له خدای سره وصل شو. نیمه خوا کېدل په دې دنیا کې د متوفي د ارمانونو نه پوره کیدلو او ځوانیمرګي ته اشاره کوي، خو د ګوربندي کیدل مو له ژونده وروسته  دنیا ته پام اړوي او د نیمه خوا کیدلو په څېر خوا خوږي په کې نغښتې ده» (۷ : ۸ ).

د مخاطب پېژندل: هر نثر د یو ځانګړې هدف لپاره لیکل کېږي،  خو په یو شمېر نثرونو کې پیغام په سم ډول نه څرګندیږي ځکه چې داسې نثرونه خام وي .

ځو ورخې وړاندې زموږ په سیمه کې  ځینو کسانو په یو چا د غلا ادعا کړې وه او په دې اړه یې عر یضه د پولیسو حوزې ته کړې وه  او په عریضه باندې نژدې شل تنو لاسلیک کړی و. کله چې جنايي د عریضې متن ولوست، نو دوی په حقیقت کې په خپل ځان عریضه کړې وه او نژدې و چې پېښه سرچپه شي، همدا خلک بندیان شي او هم باید  هغه بل کس(د غلا متهم) ته نقدي جریمه ورکړي. کله چې د عریضي متن ما ولوست، نو اصلي ستونزه د عریضې په لیکونکي کې وه. هغه خپل مخاطب نه پېژندنه او په دې نه پوهیده چې خپله غوښتنه یادې ادارې ته څه ډول ولیکي؟ نو د پوخ نثر لیکول خپل مخاطب پېژني د هغه سویې برابر متن لیکي او بیا همغسې ژبه ورته ټاکي.

د مخاطب پېژندلو له پاره  ځوان لیکوال ګل رحمن رحماني لیکي : « دا هم  د لیکوالۍ درېیمه او تر ټولو مهمه پوښتنه ده، چې  د لیکنې د مخاطب په اړه مطرح کېږي. په پیل کې یې ځوابول لیکوال ته خپل مخاطبین ور پېژني او په دې اړه معلومات تر لاسه کوي چې دا لیکنه د چا لپاره  کوي او په بله اصلاح پېروونکي(مشتریان) یې څوک دي؟ د پېرونکي کلمه مې ځکه وکاروله چې د لیکوال او د هغه د مخاطب یانې هغه کس تر منځ چې د ده لیکنه لولي یا یې اوري، یوه اړیکه شته او دا اړیکه  د پلورونکي او پېردونکي تر منځ اړیکې ته ورته ده، چې د نه پېژندنې په صورت کې تاوان کوي. پلورونکي چې څو خپل پېرودونکي ونه پېژني او د هغوی اړتیا درک نه کړي، نو سوداګریې بې ګټې ده او تل به له تاوان سره مخ وي. همداسې لیکوال ته ډېره اړینه ده چې خپل مخاطب وپېژني، د هغه اړتیا او د پوهنې کچه در کړي او بیا ورته یو څه وړاندې کړي.

لیکوال باید د دې پوښتنې په ځواب کې سوچ وکړي چې دی  خپله مقاله چا ته لیکي، محصل دی، یوازې لوستي دی، ښوونکی دی،  د کومې علمي کچې خاوند دی او که غواړي چې لیکنه یې د دې برخې د څېړنیزې برخې په ماخذونو کې وکارول شي. حتی کله کله  د مخاطبینو د جنسیت موضوع په کې هم مطرح وي» (۴: ۴).

د نثر روانوالی: د نثر رواني د ښه نثر تر ټولو مهمه ځانګړنه ده، چې لوستونکي یې په اسانۍ سره لولي او په اساني ترې پیغام   اخیستی شي، نو کله چې نثر پوخ شي نو رواني هم پیدا کوي.

د ځینو نثرونو لوستل ستونزمن وي یا یې کلمې سمې نه وي کارول شوي یا د جملو په جوړت کې مشکل لري،  د همدې ستونزو له امله لوستونکي په سم ډول لوستلای نه شي او د لوستونکي د خستګي او د زړه د تور والي سبب کېږي. که چېرې دا ستونزې د ښونځیو په  کتابونو کې وي، نو د تنکیو زده کونکو علاقه له مطالعې څخه لري کېږي. د کلمو د سلاست په اړه « د نثر لیکلو په هنر» کې لیکل شوي : « موږ (شپه او ورځ) وایو خو ( ورخ شپه) نه وایو، ځکه چې ویل یې سخت دی. همدا د اسانه ویلو وجه ده چې په ولس کې ادم درخانۍ او لیلاو مجنون اورو، نه  درخانی او ادم یا مجنون او لیلا.

هغه کلام چې روان ویل کېږي، د بلاغت عالمانو سلیس کلام بللی دی. سلاست  د لیکنې د ښکلا یو شرط دی. یو وخت خوشحال خان ته د تورې او قلم خاوند وویل شو. دا خبره مشهوره شوه او هغوی چې له کلیشه شوي فکر او سولېدلي ژبې سره ډېر حساسیت نه لري، د خوشحال لپاره په خپلو لیکنو کې تر ننه پورې همدا عبارت راوړي.  د دې عبارت د شهرت او پاتې کیدو یوه وجه دا ده چې اسانه ویل کېږي. که دلته قلم اول او توره ورپسې راشي، د عبارت په سلاست کې کمی راخي خو معنا یې پیاوړې کېږي، ځکه د خوشحال د قلم رڼا د هغه د تورې تر ځلا هم زیاته ده.

که د معنا  د دقت او د کلام  د رواني تر منځ ټکر راځي او لیکوال مجبوريږي چې یو انتخاب کړي نو په هغه لیکنو کې چې د معلوماتو رسول یې اصلي مقصد وي، د معنا  دقت ته ترجیح ورکول ضروري دي» (: ۱۸۰).

د نثر ژبه: نثرونه د معنا او شکل له مخې بېلابیل جوړښتونه لري او دې اړخونو له مخې ورته همغسې ژبه ټاکل کېږي. ډیری نوی لیکوال باید د خپلې لیکنې مفهوم درک کړي چې کومه موضوع وړاندي کوي؟ د متن د موضوع په لحاظ  د لیکنې ژبه ځینې ځانګړي کلمات او اصطلاحات لري چې باید وپېژندل شي.

د ادبي لیکنو لپاره ادبي ژبه پکار ده، چې لیکوال باید د لیکلوپرمهال ورته پاملرنه وکړي او ادبي ژبه وکاروي. د ساده یا معلوماتي نثر لپاره باید ساده ژبه وکارول شي، د سیاسي متن له پاره باید هغه کلمات او اصطلاحات وکارول شي چې د سیاسي متن د معنا په وړاندې کولو کې مرسته کوي او د تاریخي متن له پاره باید هغه ژبه وکارول شي چې د تاریخ لیکنې له میتود سره برابره وي، نو کله چې یوه لیکنه د خپل فورم او معنا له مخې متناسبه ژبه ولري هغه نثر پوخ ګڼل کېږي.

دا هم د یو ادبي لیکنې نمونه: « چې د غنمو وږی تور شي، چې د بهي، مڼو او شوتالانو ګلان د واده د اولې شپې  د لمنې په شان دلۍ، د ونې د ډډ چارچاپیره راپریوتې وي، چې توت خورې مرغۍ د ونې د پاس نه در باندې خپل او پردي شیان را غورځوي، چې هر ځای او بېځایه لاس ټندې ته ځی، چې د مالګینو خولو ورک د سترګو نه واوړي، په دغه مهال نو د هقان پاس د للمې اسمان څاري، د ښو او بد مورینه همدا د للمې آسمان دی او زموږ د کلیوالو سترګې لکه د بوت پرستو په شان للمې ته ورکږې کړې وي» (۵: ۱۴۲۹). په دې بیلګه کې وینو چې متن ادبي دی او د لیکنې ژبه هم انځوریزه ده، د همدې ژبې په ټاکلو سره متن ښایسته شوی دی او د همدې ښایسته کلمو او انځوریزې ژبې له امله هنریت لري.

دا هم د یو علمي یا معلوماتي لیکنې نمونه: «  په هره لیکنه کې د منځپانګې، پیغام او پوره مفهوم تر څنګ د هغې لیکنې ژبنی اړخ هم ډېر مهم او د پام وړ دی. ډیری لیکوالان د لیکنې موضوع په زړه پورې او د وخت له غوښتنې او د چاپیریال له اړتیا سره سمه ټاکي، خو لیکنی او ژبنی اړخ یې بیا ډېر کمزوری او نیمګړی وي، چې آن زیاتره وخت د موضوع مفهوم په کې له لاسه ورکوي چې لامل یې د نامعیاري ژبې کارونه ده» (۲: ۱۲۸).

څو ځلې د متن لوستل: کله چې د ښونځي زده کونکی وم او نوي تعلیمي کال به پیل شو ، نو نوي راکړل شوي کتابونو متن لوستل زموږ لپاره سخت و. د وخت په تېرېدو سره به   د همدې مشکلو متنونو لوستل زموږ لپاره اسانه و.

 د ښه نثر لیکلو لپاره باید   لیکوال خپل متن ځو ځلې له ځان سره ولولي، ایا لوستل یې سخت دې که اسانه؟  کله چې متن څو ځلې د لیکوال له خوا ولوستل شي، د لیکنې په بیلابیلو برخو کې د نثر نیمګړتیاوې ورته معلومېږي، بیا هلته خپلې کلمې او جملې سره تبدیلوي دا کار او د ده  تجربه د لوستونکو سره مرسته کوي او د هغوی لپاره یو اسانه او روان نثر رامنځته کېږي. دا تمرین د موضوع د لیکنې پر وخت د لیکوال سره مرسته کوي چې یو اسانه او ښه نثر رامنځته کړي او کوم متنونه چې سخت دي که چېرې یې لوستونکي څو ځلې هم ولولي ورته اسانیږي او معنا ترې اخیستی شي.

د ورځینیو یادښتونو لیکل:  د اریانا تلویزیون د ویبپاڼې او د ګنج اونیزې سره مې پنځه کاله پخوا کار کاوه او ډېری مهال به مې د نثر په تړاو پوښتنې جوړولې او بیا به ازادۍ راډیو ته تلم له استاد غضنفر سره به مې مرکې کولې. استاد به همیشه راته ویل هره شپه مخکې له ویده کېدو څځه  د ورځې د مهمو لیدنو او خاطرو لیکل کاوه او د ا تمرین کولای شي د ښه نثر لیکلو په برخه کې در سره مرسته وکړي.

کله چې د استاد غضنفر د نثر لیکلو اثر چاپ شو په همدې اړه یې یوه مقاله لیکلې وه او د استاد بختاني د همدې تمرین یادونه یې په کې  کړې وه، نوموړي د همدې تمرین له امله ډیری اثار لیکلي هم دي. د ورځینیو خاطرو، پېښو یا د ژوند د نورو اړخونو لیکل موږ ته د ښه نثر لیکلو لارې چارې را زده کوي او په دې تمرین سره د وخت په تېرېدو سره د لیکوال تجربې په څو برخو کې پخېږي:

لومړی: لیکوال د لیکنې موضوع درک پېژني او په دې یې هم پوهوي چې له کوم اړخ نه خپله لیکنه پیل کړي؟

دویم: لیکوال په اصلي خبرو خپله لیکنه پیلوي. بې ځایه جملې نه اوږدوي او یو ساده او روان نثر رامنځته کوي چې لوستونکي هم ترې اسانه معنا اخیستي شي. په دې تمرین سره لیکوال له کلیشه شو کلمو، عبارتونو  او بې ځایه اوږدو جملو څخه ډ ډه کوي.

درېیم: د ورځینیو یادښتونو لیکلو تمرین د ساده یا معلوماتي نثر په لیکنه کې لا ښه  مرسته کوي ، ځکه نیغ په نیغه په کې معنا وړاندې کېږي هیڅ تخیل او تصویر ته په کې ځای نه ورکول کېږي.

د تحلیل وړتیا: په علمي اثارو کې  یوه موضوع د لیکوال له خوا هم تحلیل کېږي، دی په خپله لیکنه کې د نو رو خبرې هم را اخلي . دا را اخیستنه کله نیغ په نیغه وي او دا برخه په غبرګو قوسونو کې لیکي او بیا ماخذ د وروستي قوس په پای کې  لیکل کېږي. کله په متن کې د نورو خبرې هم په مستقیم ډول را اخیستل کېږي او په پای کې ماخذ ور سره ذکر کېږي.

پورتني هغه لاره وه چې موږ د متن په لیکلو کې  د نورو خبرې را اخلو خو باید لیکوال د تحلیل وړتیا هم ولري، ځکه چې یوه موضوع مطالعه کوي، یا د نورو نظر لولي او بیا یې تحلیلوي او هغه وړاندې کوي په دې وخت کې  لیکوال د خپل تحلیل سره خپله ژبه لري، کلمې او جملې یې خپلې وي کله چې د یو لیکوال په لیکنه کې دا ځانګړنه څرګنده شي، نو نثر یې پخېږي. وروسته له دې لیکوال دآ وړتیا پیدا کوي چې د نورو او خپلې خبرې د یو منظم جوړښت په اساس سر وتړي چې روان او اسانه ولوستل شي او معنا په کې هم څرګنده وي.

زما د خپل اثر (منځنۍ دورې نثر) په لومړیو پاڼو کې ځای  ـ ځای دا ستونزه لیدل کېږي او اوسمهال مې حس کړه، نو هغه کسان که غواړي ښه نثر ولیکي بیا په علمي اثارو کې د تحلیل وړتیا ولر ي  او د دې لپاره لیکوال خپله ژبه کاروي.

د اهم یوه نمونه چې لیکوال وروسته د مطالعې او معلوماتو څخه خپل تحلیل وړاندې کړی : « پښتو څېړونکیو او سبکپوهانو د عبدالحمید مومند د سبک ښکلا، رنګیني  او هنري لوړتیا د هندې ادبي ښونځي له اغېزه بللي ده، خو مخکې له دې ، چې د دې ارزونې او تقییم په باب څه ووایو پکارده چې پر ادبي سبک او ادبي ښونځي یو څه رڼا واچوو، که څه هم له بده مرغه د د واړو تر منځ د برید او پولې نړېدو او نا ځانخبري نه بېلتون،د ارزښتونو او  څرنګتیا وو پوهېدا لږ ګرانه کړې ده، خو د دواړو نومونو او اصطلاحاتو د پوهېدنې لپاره دواړه سره په لنډه توګه جلا جلا ځیرو»(۶: ۱۱)‎.

لیک نښې: په هره لیکنه کې لیک نښې استعمالیږي او پرته د لیک نښو څخه په متن کې ستونزې رامنځته کېږي. په دې معنا چې لوستونکي له متن څخه سم مطلب نه شي اخیستي او د متن لوستل ورته هم مشکل وي. د لیک نښو په مراعت کولو سره نه یوازې متن سم لوستل کېږي بلکې لوستونکي ترې په اسانه معنا هم اخیستی شي.

د لیکوالۍ په هنر کې د لیک نښو د اهمیت په اړه لیکل شوي دي:« لیک نښې یو شمېر علامې دي، چې په لیکنه کې استعمالیږي، لکه ادات په ځانګړي توګه معنا نه لري، خو که په لیکنه کې هره یوه په خپل ځای استعمال نشي هغومره خوندوره او معنا داره نه وي او که پخپل خآی راوړلی شي لیکنه پوره معنا لرونکې، مطلب ترې ژر اخیستل کېږي او په لوستنه کې د اشتباهاتو مخه نېول کېږي په وینا کې د دې نښو افاده د ډول ډول وقفو، اواز د تغیر ، د اهنګ د ټیټولو او هسکولو او نورو لفظي سلوکونو په وسیله کېږي. د  دې نښو د استعمال مهم او اساسي هدف د جملو او عبارتونو د مفهوم وضاحت او صراحت دی . دا نښې موږ په دې پوهوي چې د یوې جملې کلمې څه راز څنګ په څنګ کېږدو، چې په اسانۍ سره معنا ترې واخیستل شي او د لیکنې د بیلابیلو برخو تمیز وشي » (۸: ۲۶).

د لیک نښو له ډلې څخه دوه بیلګې را اخلو:

ته نه یې خبر چې ملاله یوسفزۍ د نوبل جایزه واخیسته!؟

په پورتني متن کې د لیکوال هدف د لوستونکي پاملرنه ده او له بلې خوا یې پوښتنه هم وړاندې کړې ده. نو اوس که ځوان لیکوال  د دې لیک نښې د استعمال ځایونه ونه پېژنې نو داسې متن په څنګه ترتیب کړي؟ او لوستونکی به څنګه ترې معنا واخلي؟

غبرګ قوسونه: په دې قوسونو کې  مستقیم نقل قولونه را اخیستل کېږي. په متن کې د بل ماخذ اخیستل شوې برخه ګټ مټ په همدې قوس کې لیکل کېږي یا د چا بیان وي. بیا لوستونکی پوهېږي چې د قوسونو برخه  د ماخذ په توګه نیغ په نیغه را اخیستل شوې ده او د متن د لیکوال خبرو سره توپیر لري. کله کله ځینو لیکنو کې دې برخې ته څوک پآملرنه نه کوي د نورو خبرې کټ مټ په خپل اثر کې وړاندې کوي.

دا هم یوه نمونه: «د پښتو د ادبي اثارو مطالعه راښیی، چې د یوولسمې هجري پېړۍ  څخه تر اوسه پورې د خوشحال خان په کورنۍ کې د پښتو شعر او شاعرۍ او لیکوالۍ هنګامه ښه ګرمه ده، په سلګونو شاعران او لیکوالان په دې کورنۍ کې پیدا شوي او لوی شوی، په لسګونه منظوم او منثور اثار یې خپل ولس ته وړاندې کړي او د پښتنې فرهنګ په بډایتوب کې یې خورا زیاته ونډه اخیستې ده.په دې موضوع کې موږ د خوشحال خان د کورنۍ په ټولو لکیوالانو او شاعرانو خبرې نه کوو، بلکې یوازې هغه شاعران در ښیو، چې په نظم لیکولو کې یې د خپل پلار پیروي کړې ده، »(۳: ۱۰۸).

پورتنۍ متن د استاد هېواد مل له اثر(پښتو ادبیاتو تاریخ) څخه کټ مټ اخیستل شوی دی دا هم د هېوادمل صیب متن: « د پښتو د ادبي اثارو مطالعه راڅرګندوي، چې د یوولسمې هجري پېړۍ نه واخله ان تر اوسه پورې  د خوشحال خان په کورنۍ کې د پښتو شعر و شاعرۍ او لیکوالۍ هنګامه توده ده، په لسګونو شاعران او لیکوالان په دې کورنۍ کې پیدا شوي او لوی شوی، په لسګونو منظوم او منثور اثار یې خپل ولس ته وړاندې کړي او د پښتنې فرهنګ په بډایتوب کې یې خورا زیاته برخه  اخیستې ده.په دې ځای کې موږ د خوشحال خان د کورنۍ په ټولو لکیوالانو او شاعرانو خبرې نه کوو، بلکې یوازې هغه شاعران در ښیو، چې په نظم او نثر لیکولو کې یې د خپل پلار پیروي کړې ده»(۹: ۴۸).

ماخذونه

۱ ـ بهیر، فهیم.(۱۳۹۲ هـ ش). پښتو نثر منځنۍ دوره. جلال اباد: د مومند خپرندویه ټولنه.

۲ ـ بشارت، محمد حیکم.(۱۳۹۴ هـ ش).سید شمس الدین مجروح ادبي مقالې او تحلیلونه. کابل:  دملي تحریګ ګوند فرهنګي کمیټه.

۳ـ د درېیم ټولګي محصلان (کونړ پوهنتون).( ۱۳۹۲هـ ش).د پښتو ادبیاتو منځنۍ دوره. جلال اباد: ګودر خپرندویه ټولنه.

۴ ـ رحماني، ګل رحمن.(۱۳۹۵هـ ش). زر لټون.جلال اباد : د مومند خپرندویه تولنه.

۵ – ښکلي، اجمل.(۱۳۹۰ هـ ش). سبکپوهه. پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.

۶ – صمیم، محمد آصف.(۱۳۸۶هـ ش).د عبدالحمید مومند کلیات. پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.

۷ – غضنفر، اسدالله.(۱۳۹۲هـ ش). د نثر لیکلو هنر.  جلال اباد: د مومند خپرندویه ټولنه.

۸ – هاشمي، سید محی الدین.(۱۳۹۵ هـ ش).لیکوالۍ هنر.  جلال اباد: میهن خپرندویه ټولنه.

۹ – هېوادمل، زلمی.(۱۳۹۳هـ ش).پښتو ادبیاتو تاریخ. پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.

۱۰ – هاشمي، سید اصغر.(۱۳۹۳ هـ ش).فکربیان. جلال اباد:  ګودر خپرندویه ټولنه.

16 total views, 3 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *