Categories

اعلان

Loading…

 د لیکلو هنر | لیکنه: مبارز ځیرمن

ځینې خلک شته چې کولی شي د خبرو له لارې نور خلک ډېر په اسانۍ وپوهوي. هغوی ته قناعت ورکړي. هغوی وخندوي یا یې وژړوي. د دا ډول خلکو ښې بېلګې سیاستوال، دیني عالمان، ولسي مشران او بنډارچیان دي. دلته کمال په مفهوم کې نه وي. یو بل تن نه شي کولی عین مفهوم په همدې شکل انتقال کړي. په اصل کې د دې خلکو د وینا هنر زده وي.

په ورته توګه، ډېر شمېر خلک په یو څه پوهېږي؛ یو فکر او یو نظر په ذهن کې لري یا یو څه احساسوي، خو نه شي کولی  هغه نورو ته انتقال کړي. یانې، د دې خلکو د لیکنې هنر نه وي زده. برعکس، لیکوالان دي چې لیکنې یې لولو، له هغې یو څه اخلو، وخت پرې تېروو، اوښکي ورته تویوو او یا هم ورته خاندو. له همدې امله، نورو خلکو ته د لیکلو له لارې د معلوماتو، افکارو، نظریاتو، احساساتو او عواطفو د انتقال هنر ته د لیکوالۍ هنر وایي.

یو چا ویلي چې لیکوالي د کلماتو مدیریت ته وایي. سړی څومره کلمې وکاروي؟ چېرته یې وکاروي او په څه ډول یې وکاروي؟ ښه لیکوالان د کلمو لویه پانګه لري. دغه راز، دا وړتیا لري چې له هغې مناسبې کلمې، په مناسب ځای کې او په مناسبه توګه وکاروي.

لیکوالي د ځان تفسیر او د ټولنې تعبیر هم ګڼل کېږي. د ځان تفسیر دا مانا، چې لیکوال به څه نا څه نوی فکر کوي. نوموړی څوک دی او څه وایي؟ دغه راز، لیکوالي د ټولنې تعبیر هم دی. لیکوال په عین وخت کې چې له ټولنې څه ناڅه بېل فکر لري، بیا هم د یوې ټولنې غړی دی.  هغه اړ دی چې تر یوه بریده د ټولنې منل شویو معیارونو ته ژمن واوسي. د ټولنې دغه تعبیر تر ډېره بریده له نسبي ثبات برخمن وي.

که یو سړی غواړي چې لیکوال شي، د هغه لپاره تر هر څه لومړی شرط له لیکوالۍ سره مینه ده. هغه څوک لیکوال کېدلی شي چې له لیکوالۍ سره مینه ولري. هر څومره چې دغه مینه توده وي، هغومره موخه ژر تر لاسه کېدی شي. که مبالغه ونه شي، د نننۍ نړۍ د ټولو لس ته راوړنو اساس په مینه ایښودل شوی دی او همدا مینه ده چې د نړۍ پرمختګ تضمینوي.

د میني تر څنګ لیکوالي زده کړې ته هم اړتیا لري. مینه یواځې موخه تضمینولی شي، خو زده کړه دغه موخې ته رسېدل رالنډوي. د زده کړې له لارې به سړی د پخوانیو او شته نورو لیکوالانو او مینه والو له تجربو او لاسته راوړنو ګټه واخلي او په دې ډول به د کلونو سفر په میاشتو، د میاشتو په اونیو او د اونیو په څو ورځو کې ووهي.

یواځې مینه او زده کړه هم بسنه نه کوي. په دې دواړو پسې به دریم قدم کې تمرین مهم دی. پرته له تمرینه سړی فکر کوي چې په یوه ځانګړې برخه کې تر بل هر چا ښه پوهېږي. اما، کله چې هغه چاره تر سره کړي، پوه شي چې څومره پوهېږي او څومره نه. تمرین هم دومره، چې د مېز لاندې کثافت داني له چټلو لیکنو ډکه شي او د کمپیوتر پر بټنو لیکل له مینځه لاړ شي.

همدا نن د لیکلو لپاره یو څه پیدا کړئ؛ یو فکر، یو نظر او یو احساس. لږ تر لږه د یاداشت کتابچه له ځان سره ولرئ او په هغه کې ولیکئ چې د راتلونکي لپاره څه کول غواړئ؟ تاسې له یو چا سره څه وکړل؟ د خلکو غبرګون له تاسې سره څنګه دی؟ څه شي خوشاله کړي یئ او څه دي چې د تاسې پر زړه یې اور بل کړی؟ یواځې ځان هم نه دی چې په اړه یې لیکنه کولی شئ. د تاسې په شاوخوا کې چې هر څه پېښېږي او له هر چا سره پېښېږي، د تاسې لپاره د لیکنې موضوع کېدی شي. دغه راز، مطالعه وکړئ. دا لیکئ چې څه مو ولوستل، د تاسې اخیستنه ترې څه وه، څومره مو ومنله او څومره نه؟ ولې؟ په همدې توګه لیکلو ته دوام ورکړئ. د لیکلو دا اندازه لس برابره کړئ او قرار قرار له (څه) په (څنګه) فکر وکړئ.

له څه او څنګه موخه دا ده، چې د خپلې وینا لپاره ګڼې طریقې ومومئ. دا له یاده مه وباسئ چې هماغه یوه خبره په څو ډوله کېدی شي. د خپلې خبرې لپاره تر ټولو نوې، ساده، اسانه او زړه پورې لاره وټاکئ. چا ویلي چې د عشق کیسې بېخي ډېرې دي. د هر چا کیسه څه نا څه د لیلی او مجنون له کیسې سره ورته ده، خو خلک د عشق کیسې بیا بیا ولې لولي؟ څکه چې د هغې د وینا انداز ځانګړی وي. خبره په څه ویلو کې نه وي، بلکې په څنګه ویلو کې وي.

د لیکلو په مخ کې ستر خنډ چې خلک ورسره مخ کېږي د ناتوانۍ احساس دی. ښایي فکر وکړئ چې لیکنه نه شئ کولی. هڅه مو هم کړې وي خو نه یئ توانېدلي. تر هغه چې تاسې ناهیلي نه شئ او هڅه پرېنږدئ د لیکوال کېدو پر لور لاره مو په مخکې خلاصه بوله. هیڅکله له هڅې کولو مه په شا کېږئ. یو کار چې تاسې یې کولی شئ دا دی چې د نورو لیکوالانو له لیکنو تقلید وکړئ. ان که په لومړیو کې هغه کټ مټ نقل کړئ هم ګټور تمامیږي. وروسته هڅه وکړئ چې هماغه مفهوم په خپلو ټکو تر لوستونکو ورسوئ. په پای کې خپله خبره په خپلو ټکو ولیکئ.

78 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *