Categories

اعلان

Loading…

‎له هېواد سره مینه | مینه منګل

‎هېواد سره مینه په خبرو نه ثابته کېږي، موږ وینو چې هر څوک د هېواد سره د بې کچې مینې خبرې کوي او خپل احساس په ټولنیزو رسنیو کې او یا هم په لویو مجلسونو کې څرګندوي.
‎هېواد سره مینه په عمل کې کېږي کله چې موږ خپل هېواد ته عملي خدمت وکړو نو زموږ مینه ثابتېږي.
‎څه وکړو چې هېواد ته خپله مینه ثابته کړو؟
‎لومړی _ راځئ چې ټول قومونه ښځې او نارینه په ګ‌‌‌‌‌‌ډه د پارلماني ټاکنو د پاره د نوم لیکنې په پروسه کې ګ‌‌‌‌‌‌ډون وکړو ځکه چې دا یوه ملي پروسه ده او زموږ د هېواد سر نوشت ورسره تړلی، لکه څنګه چې ټاکنې یوه ولسي پروسه ده نو د ولس ګ‌‌‌‌‌‌ډون او د ولس یوه رایه د هېواد په ښه راتلونکي کې مهم رول لوبولی شي.
‎دوهم_ د ملي یووالي حکومت د برښنايي پېژند پاڼو ملي پروسه پيل کړې راځئ چې ددې برښنايي پېژند پاڼو په ارزښتونو تبلیغات وکړو ، تر څو د هغو خلکو اذهان پرې خلاص شي کوم چې پرديپالو ترې لارې ورکې کړې دي.
‎دریم_ افغان امنیتي ځواکونه چې د هېواد د ملي یووالي سمبول دي ددوی ملاتړ باید وشي ،ځکه چې دوی زموږ د امنیت د خوندیتوب د پاره په ‌‌‌‌‌‌ډېرو سختو شرایطو کې له دښمن سره جګړه کوي، کله چې ټول ولس د امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي نو وسله وال خپله ماتې خوري، ټولو ته څرګنده ده چې هېڅ وسله وال ددې وطن د پاره جګړه نه کوي او نه زموږ ملي ګټې ورته مهمې دي او نه هم د اسلام مدافعین دي نو اړتیا نشته چې په خپلو سیمو کې ځای ورکړل شي.
‎څلورم_ په ټولو اولادونو باید تعلیم وشي، دولت ښوونځي ددې لپاره جوړوي چې ددې وطن لور او زوی پکې زده کړې وکړي نو دا د ټولو مسوولیت دی چې د ښوونځي ساتنه وکړي  تر څو یې اولاد بې تعلیمه پاتې نشي.
‎پنځم_ په دومره سختو شرایطو کې دولتي کارکوونکي د هېواد ګوټ ګوټ ته ځي او د پولیو واکسین ماشومانو ته ورکوي ولې اکثریت ځایونو کې داسې اشخاص شته چې ددې کارکوونکو سره نه یواځې دا چې همکاري نه کوي بلکې زوروي یې هم ، اړینه ده چې د دولت دې خدمت ته په درنه سترګه وګورو ځکه دا هر څه زموږ د پاره دي.
‎شپږم_ د دولت له ټولو ملي پروژو باید ساتنه وکړو کله چې په هره سیمه کې قومي تړونونه موجود وي هلته وسله وال هېڅ نشي کولی او د دولت پروژې هم په ښه توګه عملي کیدای شي.
‎اووم_ راځئ چې ټول قومونه د هغو اشخاصو مخه ‌‌‌‌‌‌ډپ کړو کوم چې هڅه کوي د ولسونو په منځ کې د تفرقې اور بلوي کله چې ددې اشخاصو مخه ونیول شي نو قومونه کله هم یو د بل په وړاندې نه را جګېږي.
‎اتم_ موږ افغاني پيسه لرو راځئ چې په ګ‌‌‌‌‌‌ډه او کلکه مبارزه وکړو څو د هېواد په هر ګوټ کې پاکستان پيسې له چلشه ولوېږي، پاکستان زموږ دښمن دی باید چې پيسه یې هم په خپل هېواد کې ورکه کړو.
‎نهمه_د قوم او خپلوي پر ځای وطن ته کار وکړو دا به د ولسونو یووالی هم حفظ کړي او مسوولیتونه به مو هم په سمه توګه ترسره شوي وي.
‎ لسم _د افغانستان ټول قومونه د، دولت، امنیتي ځواکونو، ملي سرود، ملي بیرغ‌، دولتي م‌‌‌‌‌‌ډالونه، سرحدي سیمې، په افغانستان کې مېشت قومونه، ژبې، او کلتور، ته باید مشترکه درناوی اومشترک کار وکړو، په دې سره موږ کولی شو چې هېوادنۍ مینه ثابته کړ
‎دا کومه ستونزمنه خبره نده صرف قوي ارادې ، او عزم ته اړتیا ده
‎موږ زیات مسوولیتونه لرو خو لومړی باید هغه مسوولیتونه ترسره کړو کوم چې مو په وس کې دي ، همدې سره موږ د یوه ښه راتلونکي په لورې حرکت کولی شو .
‎د تل پاتې افغانستان په هیله

74 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *