Categories

اعلان

Loading…

څنګه انلاین عاید ترلاسه کړو؟

آغاملوک سهار

اوسمهال ۵۲٪ انلاین ویب سايټونه په انګلیسې ژبه دي، نورې ژبې تر ۱۰٪ کمي دي، فارسي ۱.۵٪ خو پښتو انلاین ویب سايټونه یوازې او یوازې 0.1% دي چې نژدې د پنځوس میلیونو خلګو ژبه صفر ده. 

یوازې په فېسبوک کې یې په ګډوډو سر دی. زه د ټولو احساساتو ته احترام لرم، ولي ډيره پښتانه په داسې مسايلو بوخت دي هيڅ ګټه نلري، د پرون او نن د ماموريت، فکر او ليدلوری ترمنځ يې °۱۸۰ درجې فرق وي.


اوس خلګ خپلې ژبې انلاین کوي، بډايه کوي يې، ژبه پروډکټيو (تولیدي) کوي او له دې لارې عايد ترلاسه کوي.

زه یوازې نیوکه نه کړم، حللاره هم درښييم د، ډیره اسانه، د ویب سایټ چلول تر فېسبوک، ټویټر اسانه ده او ډیر لیدونکې پیداکوي، د عاید منبع هم کیږي، ګوګل 60% له اعلاناتو په لاس راغلي پيسې بيرته د ويب سايټونو او چينلونو خاوندانو ته ورکوي.

دا اوس زه لسګونه ملګري او نور کسان پيژنم د مياشتې په سلګونه ډالر له دي لارې عايد لري، طلوع ټلویزیون هره مياشت يوازې له يوټيوب نه د دری لکه ډالرو په شاوخوا کې عايد لري، فيسبوک کې د افغانستان ما پيژن(Afghanistan my passion) پاڼه دري اډمین لري چې همدې پاڼې او سايټ نه عايد لري،…. تاسو بيا کولای شئ خپل ويب سايټ ته خپله اعلانونه واخلي، يا د ګوګل اډسنس اعلانونو ته اجازه ورکړي، که ته ډاکتر یې طبې ویب سایټ ولره، که اراپوه یې نو د ارواپوهنې، خبریال، انجینر… همداسې نور. 

افغانستان په دې برخه کې له فرصتونو ډک هيواد دی، د صنعت په هره برخه کې نوی دی، ټولي خواوې تراوسه لاس ناخوړلي پاته دي. 

اوس د ویب سایټونو جوړول عام دي، په جوړولو کې زه درسره همکار یم، زموږ ټول ټيم درسره همکار دی، خو چلول یې د ټولو کار دی. نو هڅه وکړئ دا خدمت خو وکړئ، ژبه مهمه ده، هم به مو د عايد يوه لاره وي، حداقل د کور چای، شيرينې او موبايل کريډيت مصرف به مو له دې لارې پوره کوي. 

د مایکروسافټ پنځوس زره او سامسونګ کمپنۍ  یوه لویه برخه کارکوونکي انلاین له دې کمپنۍ سره کار کوي. 

دوه درې لسيزې وروسته به ۵۰٪ نوي داسې پرعايداتي دندې رامنځته سي، چې اوس يې هيڅ ايډيا نسته لکه اوس چې مصنوعي ذکاوت، نوي کيدونکي انرژۍ، اعلانات او انلاين پير پلور، کودينګ،… چې ټول تخنيکي مهارتونه غواړي.

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *