Categories

اعلان

Loading…

د شاهد عزيز، که د پاکستان مرګ؟ | عبدالله حسرت

په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنې کومه نوې خبره نه ده. د ستراتيژيک عمق د پاليسۍ له مخې په کابل کې د داسې یوې ادارې د رامنځته کولو لپاره د اسلام اباد هڅې له لسيزو روانې دي، چې د دوی په اشارو خپلې کورنۍ او بهرنۍ چارې تنظيم کړي. خو که له یوې خوا په افغانستان دننه د پاکستان په اړه ولسي او سیاسي حساسیتونه موجود دي، له بلې خوا د پاکستان دولت په سيمه کې د همکاريو له لارې د ستونزو پر حل او د اړيکو پر ښه والي باور نه لري او یا هم په کې زیان ويني. له همدې امله دغه هېواد د خپلو روزل شویو، پالل شویو او تمويل شویو ډلو (غیر دولتي عناصرو) په واسطه په افغانستان کې خپلو موخو ته د رسېدو او یا هم لږ تر لږه د خپلو موخو په لاره کې د خنډونو د له منځه وړلو په لټه کې دی.

د ثور له انقلاب نه وړاندې او وروسته دغه لړۍ روانه وه او فعلاً هم اسلام اباد د کرایې په قاتلانو د افغانانو وينې تويوي. د پاکستاني پوځ برحاله او متقاعد افسران او جنرالان د جګړې د مديريت او استخباراتي موخو لپاره د وسله والو ډلو په منځ کې افغانستان ته راځي.

په دې وروستيو کې د پاکستاني رسنیو له خولې د دغه هېواد د پوځ د یوه مهم متقاعد جنرال شاهد عزيز په افغانستان کې د وژل کېدو په اړه خبرونه خپاره شول. شاهد عزيز چې درې ستاره جنرال، د پاکستاني پوځ د اوپراسيون عمومي رییس او د احتساب ادارې رییس هم پاتې شوی، یو افراطي شخص ؤ، چې په زغرده به یې په رسنيو کې د مرکو او ليکنو له لارې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو د جګړې ملاتړ کاوه.

د شاهد عزيز د مرګ د خبر په څنډه کې ويل شوي دي چې دی د پروېز مشرف په وخت کې امريکا ته د طالبانو پر ضد د پاکستاني هوايي اډو او لارو پر ورکړه پښېمانه و او د نوموړي د نږدې کسانو له قوله، غوښتل یې، خپله دغه “تېروتنه” جبران کړي.

د ښاغلي عزيز د مرګ خبر تر دې دمه کومې رسمي سرچينې نه دی تاييد کړی او نه هم افغان حکومت په دې اړه څه  ويلي دي. خو که دغه خبر، لکه څرنګه چې پاکستاني رسنيو یې ادعا کړې، سم وي، نو په نړیوال ډګر به د دغه هېواد حیثیت او باور ته خورا زیانمن تمام شي.

پوښتنه دا ده، چې د ښاغلي عزيز د مرګ خبر له راپورته کېدو وروسته ولې له تاييد او ترديد پرته خاموش شو؟ ممکن څو لاملونه وي:

لومړی:

په تېره یوه لسيزه کې د پاکستان پر خاوره او یا هم تر کنترول لاندې قبایلي سيمو کې د اسامه بن لادن په شمول د القاعدې، وسله والو طالبانو او د یو شمېر نورو نړیوالو ترهګرو ډلو د غړو وژل کېدو له تروریستي ډلو څخه د اسلام اباد ملاتړ په ډاګه کړ. د افغانستان پر خاوره د شاهد عزيز وژل کېدل به د دغه هېواد نړیوال انځور لا پسې بدرنګ کړي. ممکن همدا لامل وي، چې دوی د خبر د پټولو کوښښ کړی وي.

دويم:

وسله والو طالبانو په افغانستان کې د دوبي له ګرمې هوا څخه په استفادې سره خپل عمليات چټک کړي. د دوی په منځ کې د پاکستاني جنرال د راتګ او وژنې د خبر رېښتيا کېدل به د دغې ډلې پر عملياتي صفونو او عمومي روحيې ډېر منفي تاثیرات ولري. د افغان دولت هغه دعوه به لا پیاوړې کړي، چې وسله وال طالبان د پاکستان په نیابت جنګيږي او د پرديو تر قوماندې لاندې د خپلو هېوادوالو پر وژلو بوخت دي.

درېيم:

په تېرو لنډو ورځو کې د پاکستان درې ځله پاتې شوي لومړي وزير او د حاکم سیاسي ګوند مشر نوازشريف په ممبۍ بريدونو کې د ښکېلو ترهګرو تر شا د پاکستاني استخباراتو د لاس لرلو خبره وکړه. همدا راز د پښتون ژغورنې غورځنګ هم د پاکستان پوځ د ترهګرۍ په ملاتړ تورنوي. په دې ورځو کې د پاکستان پوځي او استخباراتي ادارې له دغو تورونو څخه د ځای په سپينولو بوخت دي. په دې موخه یې حتی په تېره یوه اونۍ کې پر خپل تاسیساتو درې وارې سازمان شوي بريدونه ترسره کړل، تر څو ځان د خپلو خلکو او نړۍ په سترګو کې د ترورېزم ملاتړی نه بلکې قرباني ثابت کړي. په افغانستان کې د شاهد عزيز وژل کېدل په سيمه کې د پاکستاني پوځ پر رول او د غیر دولتي عناصرو په واسطه د ستراتيژيکو اهدافو د ترلاسه کولو پر هڅو د نړیوالو شکونه پر یقین بدلوي چې له امله به یې په نړیوال سټېج د پاکستان حیثیت ته خورا زيان ورسيږي. لنډه دا چې د افغانستان په جګړه کې د شاهد عزيز مرګ به د پاکستان د سيمه ییزې ډېپلوماسۍ مرګ وي.

څلورم:

له وسله والو طالبانو سره د پاکستان اړيکې او ملاتړ له نړۍ څخه پټ ندی پاتې، خو که احتمالاً شاهد عزيز د داعشيانو په ډله کې وژل شوی وي، د پاکستان پر دولتي رویې به لا زیاتې پوښتنې راولاړې کړي. خو ښايي د پاکستان دولت د دغه خبر لپاره د لازم متن او د نوموړي د وژنې د کيسې د مناسب سکرېپټ په “مصنوعيت”بوخت وي، تر څو په مناسب وخت “کیسه ګۍ” اعلان کړي. په دې سره به یې هدف دا وي، چې د اسلام اباد لپاره د دغه لوی شرم بعدي زیانونه راکم کړل شي.

خو ښه خبره به دا وي، چې افغان دولت د شاهد عزيز د وژنې په اړه بشپړ مالومات  ژر تر ژره راټول او د خبر د صحت په صورت کې ترې د پاکستان پر وړاندې د خپلې دعوې د تقويت په موخه کار واخلي.

323 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور
  • 1
  • 2