Categories

اعلان

Loading…

لانګ وار ژورنال، طالبان هیڅکله سوله نه کوي

تاند- لانګ وار ژورنال خپرونه وايي، په داسې حال کې چې امریکايي، اروپايي او افغان چارواکي فکر کوي چې طالبان به بالاخره د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو لپاره خبرو ته حاضر شي، دا هیله یوه ناسمه خوشبیني ده.

خپرونه وايي، د افغانستان له حکومت سره د واک شراکت خو څه چې د طالبانو مشران قطعاً سولې ته لېوالتیا نه لري ځکه چې هغوی د افغانستان حکومت غیراسلامي او د لوېدیځوالو ګوډاګی بولي.

طالبانو په ځلونو د افغانستان د حکومت د سولې وړاندیزونه رد کړي دي. طالبانو په ځلونو ویلي چې په افغانستان کې د یوه شرعي نظام یا اسلامي امارت د رامنځته کولو او د لوېدیځ د نیواک د پای ته رسولو لپاره جهاد کوي.

لانګ وار ژورنال زیاتوي، تراوسه پورې چې له طالبانو سره هر وار د سولې د خبرو په اړه تماس نیول شوی هغوی تل پر دوو شرطونو ټینګار کړی چې یو له افغانستانه د ټولو بهرنیو پوځیانو وتل دي او بل په افغانستان کې د اسلامي امارت بیا واک ته رسېدل دي.

په لا ساده ژبه د طالبانو د خبرو لومړی شرط دا دی چې لوېدیځوال او افغان حکومت دې ورته تسلیم شي، بیا به خبرې کوي.

تر دې وړاندې اکثرو لوېدیځو رسنیو د سولې خبرو او د افغانستان د جګړې سوله ییز حل ته خوشبیني ښکاره کړې ده.

38 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

1 comment

  1. SAS Reply

    سربيره پردی چی ډير افغانان يي شهيدان او يتيمان کړل افغانان نه غواړي چی ددوئ د توری دوری کندی ته بيا وغورزي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *