Categories

اعلان

Loading…

ایل جي د بې چلوونکو موټرو پُرزې جوړوي

تاند- د (ایل جي) نوم به مو ډېر اورېدلی وي او په دې خاطر به یې پېژنئ چئ موبایل ټېلفونونه، کمپیوترونه، د کالو مینځلو ماشینونه او تلویزیونونه جوړوي.

دا کوریايي شرکت اوس غواړي چې د امریکا په دیترویټ کې په ۲۳ زره مترمربع مځکه کې د اتومات یا بې چلوونکي موټرو د پُرزو فابریکه جوړه کړي.

ایل جي به پر دې فابریکه ۲۰۹ ملیون ډالره ولګوي. په دې فابریکه کې به لږترلږه ۲۹۲ تنه کارګر او انجنیران په کار بوخت شي.

دا کمپنۍ وايي چې لا یې په نیت کې نشته چې اتومات موټر جوړ کړي خو د جنرال الیکتریک په شمول یې د ډېرو الیکترونیک موټرو لپاره پُرزې جوړې کړي دي.

بېټرۍ، الیکترونیک یا برقي انجنونه، چارجرونه او نورې پُرزې دې کمپنۍ جوړې کړي دي.

ایل جي شرکت د روان ۲۰۱۷ م کال په لومړیو ۶ میاشتو کې د یو نیم ملیارد ډالرو په ارزښت راز راز پُرزې جوړې کړې چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله په سلو کې ۴۳ زیاتې دي.

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *