Categories

اعلان

Loading…

که مو خپل سيستان پردی شوی نه وی، نو ايران به د هلمند د اوبو دعوه نه کوله   

  استاد شهسوار سنګروال 

سيستان په څوټکو کې: محمد تقي بهاردسيستان په تړاو داسې کښلي دي، هغه څه چې د علم لغت عالمان پرې عقيده لري دا دی، چې سيستان سکستان دی او مخکې ترهغې دسيستان نوم ؛زرنګا؛وو…دسيستان تا ريخ کې ليکل شوي…د داستانونومرکزدی دغه ښاراوس سيستان ختيځ ته نږدې د افغانستان د خاورې برخه دی…د تېمورد يرغل په مهال وران شو، اوس په هغه ځاې کې د نادعلي په نوم يو کوچنی ښاردی .

د سيستان په اړه بېلابېل روايتونه شتون لري،ازې يې اوساکارولي قومونه داسکا يي ټبرپورې اړه لري …هخامنشېيانودوئ ساکا اواشوريانوداشکوزي،اوستا دتورياپه نوم يادکړي دي …دفرارودکوزنۍ برخې اوهېرمند ددوئ پنوم سا کستانا يانې داسکايانوخاوره…دسکزي،سجستان،سيستان اونورنومونه دهغه پاتې سوني دي ،مخزيږدي72کې ديوه سلطنت بنسټ کېښود.ددوئ نامتوواکمن ازس نومېده .داسې انګېرنې هم شته،چې له دې دمخه اسکا يان په پارتانوورګډ شوي ول ،چې په تا ريخ کې دپهلواپه نوم يادېږي ددغه سلطنت موسس ونوس بلل شویدی چې له مخزېږدي نه120کالهپخوايې په سېستان اواراکوزي باندې حکومت کا وه…ددوئ يونامتوواکمن ګندوپارس دی،چې له سيستان نه يې ترپنجاب پورې (91_48 م ز)حکومت کا وه…داسلام له خپرېدووروسته برهمنانوله کابل نه راواخله ترسندرود،اودسيستان ترهامون پورې واک چلوه …رتبيلانودکابل،کندهار،سېستان اونورسيمونه،دعربانودبريد په وړاندې دفاع کوله…ابومسلم خراساني اموي حکمران نصرسيارته ماته ورکړه اوسيستانيانوزرنج ونيو…دعباسيانوپه مهال اميرحمزه سيستاني په 182ههکال دزرنج دواکمنپه توګه سېستان په واک کې درلود…طاهرانوپه زمانه کې سيستان اويوشمېرنورې سيمې ددوئ په واک کې وې…صفاريان په سيستان کې راپيدا شول ،يعقوب ليث په ټول سېستان حکومت کاوه…خواميراحمد بن اسماعيل سا ماني،دصفاريانوله کمزورئ ګټه واخسته سېستان يې ولکه کړ.غزنويانوبيا په ټول سېستان واک درلود ،له دې وروسته غوريان واکمن شول…محمد خوارزم شاه له کرمان نه راواخله ترسيستانه خپل يرغلونه پراخ کړل…تيموريانواوصفويانوهم پخپل وارسېستان ولکه کړی وو…هوتکيانونه يوازې په سسېتان واک چلوه،بلکې دايران ډېرې سېمې ددوئ دټولواکمنۍ برخه وه…داحمدشاه ابدالي دټولواکمنئ مها ل سېستان څه چې مشهد اونيشاپورهم دده ترواک لاندې وو…

کله چې په افغانستان کې له يوې خواخپل مينځي جګړې وې اوله بلې خوابريتانوي ښکيلاک په افغانستان بريد وکړ…دلته دی،چې داېران لاسونه راوغوځېدل… ولې بياهم اميردوست محمد خان ديوه با ثبات مرکزي حکومت دټينګښت لپا ره هڅې کولې…

امير شېرعلي خان هم پداسې مهال واک ته ورسېد چې افغانستان له يو شمېر کورنيو او بهرنيو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو:

– د هېواد په لوېديځ (هرات او د هرات شاوخواکې) لا ډېرې ستونزې پر خپل ځای وې، په لوی کندهار کې د «دل وروڼو» پاتې سونې په ځانګړي ډول د وزير محمد اکبر خان زوی سردار فتح محمد خان او د سردار مهردل خان د زوی سردار «شېرعلي خان» ګواښ په پشپړه توګه له مينځه نه وو تللی.

په پېښور کې د «طلا وروڼو» ميراث خوارو هم د اميرشېرعلي خان په څېر د يوه پياوړي او پرمختللي افغانستان د جوړېدو خيال نه درلود.

– د سردار محمد يعقوب خان او سردار محمد ايوب خان خوابدي يوه بله ستونزه وه چې امير يې په خپل کور کې له يوه نوي اخ و ډب سره لاس او ګرېوان کړ او هغه ځکه چې شېرعلي خان غوښتل خپل کشر زوی عبدالله خان (د عايشه بېګم محمدزۍ زوی وه) وليعهد وټاکي.

دا ستونزه دې کچې ته ورسېده چې دواړه سکني وروڼه هرات ته لاړل. که څه هم د يوشمېر سردارانو په مينځګړيتوب د زوی او پلار تر مينځ دا ستونزه يوڅه حل شوه چې له بابته يې بيا يعقوب خان په هرات کې په دنده وګمارل شو.

– د سردار محمد اعظم خان زوی محمد اسحاق خان چې بخارا ته تښتېدلی وو د امو له روده را پرېووت او د يوشمېر سپرو ترکمنانو په مټ يې د هېواد شمالي سيمې نا ارامه کړې.

دا ډول نورې وړې وړې کورنۍ ستونزې هم وې چې د امير شېرعلي خان پام يې بلې خواته واړوه. خو له کورنيو ستونزو سربېره نوموړي ته بهرنی ګواښ هم د ډېر پام وړ وو:

– په سيمه کې «د سترې لوبې Great Game» استعماري موخې افغانستان د دوه سترو ښکېلاکګرو د ګوزار نښه کړ. تزاري روسيې (وروسته شوروي اتحاد) وپتېله چې مينځنۍ اسيا ښکېل کړي. نو هماغه وه چې د لومړي الکساندر (۱۸۰۱ – ۱۸۲۵ ز کال) د واک په مهال لومړی بريد په کپکاس (قفقاز) پيل شو او يو د بل پسې د ترکستان سيمې يې لاندې کړې. په ۱۸۶۹ کال يې بخارا ونيو او په ۱۸۷۰ کال يې د ورېښمو د لارې مو هم ښارونه تاشکند، سمرقند، خوقند او خيوه لاندې کړل. ځانونه يې د امو سين غاړو ته ورسول.

هغه مهال چې انګرېزانو پر افغانستان بريد وکړ، (۱۸۳۹ ز کال) په دغه وخت کې روسانو هم له دې نه استفاده وکړه، هغسې خو هم د انګرېزانو او افغانانو تر مينځ جګړه روانه وه،چې دوی په خېوې بريد وکړ. ولې د خېوې خان ورته داسې ماته ورکړه چې روسان يې نهيلې کړل. خو بيا هم روسانو خپلو خونړيو بريدونو ته دوام ورکړ.تاشکند يې (۱۸۶۵ ز کال) ونيو او تر بخارا (۱۸۶۷ ز کال) پورې پرمختګ وکړ. په پای کې خبره د افغانستان تر پولو پورې را ورسېده.

د برېتانوي هند ګوارنر جنرال لارډاکلنډ نه راواخله تر لارډ مايو پورې دوی دا وېره لرله چې روسيه به د افغانستان له لارې د هند پر خاوره بريد وکړي.

روسيې دا کوښښ هم کاوه چې د ايران خاوره د وسيلې په توګه وکاروي. نو ځکه خو «انګرېزانو امير شېرعلي خان ته ګواښ وکړ که چېرې له ايران سره اړيکې ټينګې کړي د برېتانوي هند چارواکي به خپلې دوستانه اړيکې ورسره پرې کړي.»[1]

نوموړي ليکوال دا هم کښلي دي چې د هند ګوار نر جنرال لارډ لارنس د افغانستان په تړاو بې پرې سياست ته شا کړه نو ځکه يې امير شېر علي خان د يوه خپلواک هېواد واکمن نشو ګڼلی.[2]

تر دغه وخته پورې برېتانوي چارواکي په دوه ډلو وېشل شوي ول. چې مونږ لارنس، جان جېکب، جان را لينسن، سنډيمن، رابرتس او ليټن يادولی شو. ولې بيا هم دواړه ډلې په يوه خوله وې چې افغانستان بايد د ملي واک او ځواک څښتن نه وي.

خو امير ځان د هېواد د خپلواکۍ په هنداره کې ليده او «لاردمايو»هم پدې پوهېده چې امير د تېر په څېر د دوی استازي نه مني.نو ده وړانديز وکړ غوره به وي چې له ايران سره اړيکې ښې کړي او له روسانو سره دخبرو له لارې ستونزې اوارې کړي.

د امبالې په کنفرانس کې (۱۸۶۹ ز کال ۱۲۸۶ هـ) کې د امير د خوښې له مخې لارد مايو د برېتاني د پاليسي له مخې د برېتانوي هند چارواکوته سپارښتنه وکړه چې بايد له امير نه داسې استقبال وسي چې د هند په تاريخ کې ساری ونه لري.

«نړۍ ته بايد وښودل شي چې امير شېرعلي خان د يوه خپلواک هېواد امير دی.»[3]

انګرېزانو سره ددې چې له امير سره يې د دوستۍ اړيکې ساتلې، چې پدې پلمه يې ورته دولس لکه روپۍ او دولس زره ټوپک ورکړل ولې بيا هم يې پرې بشپړ باور نشو کولی.

د دې لپاره چې برېتانوي چارواکي ډاډه شي غوره يې وګڼله چې د روسيې او برېتانيې تر مينځ يوه داسې سيمه په نښه شي چې د دواړو لورو لپاره د يوې بې طرفې او بې پرې سيمي پنوم ياده شي.

د روسيې استازي «ګرچاکف» انګېرله کومه سيمه چې د انګرېزانو د بهرنيو چارو وزير «کلارندون» په ګوته کوي هغه ښايي افغانستان وي.

دواړو لورو ته دغه خبره ځکه په زړه پورې وه، انګرېزانو انګېرنه چې روسان به د امو سين نه راپورې وځي افغانستان به لاندې کړي چې بيا به د هند نيمه وچه وګواښي.

روسانو ګومان کاوه چې انګرېزان يووار افغانستان ته راغلل خو ماته يې وخوړه. داځل ښايي افغانستان د هند د نيمې وچې په څېر ورورو تر خپلې ولکې لاندې راولي. نو ځکه دواړو ښکېلاکګرو وپتېله چې د افغانستان شمالي سيمې د روسانو او افغانانو تر مينځ په نښه شي. دواړو غاړو وېره لرله چې د افغانستان او بخارا تر مينځ چې کومې سيمې تر لانجې لاندې دي دغه لانجه به د دوی د غاړې تلک شي.

د افغانستان د پولو ټاکل:

 که له يوې خوا د سيمې د وېش په تړاو روسي او برېتانوي چارواکي په يوه خوله وه خو له بلې خوا يې يو پر بل باور هم نشو کولی.

هغه مهال چې روسانو پر خېوې بريد وکړ د انګرېزانو د خوابدی لامل شو. ولې بيا هم په لندن کې د روسانو استازي «شووالوفSchouvalov » بيا «لردګرنويل Gran ville » ته ډاډ ورکړ چې موږ يوازې ياغيان وځپل، نه غواړو چې خيوه د روسيې د ټولواکمنۍ برخه شي.»

ولې وروسته پېښو وښوده چې نه يوازې خيوه بلکې د مينځنۍ اسيا ټولې سيمې د دوی په ولکه کې پرېوتې.

برېتانيا ته ان د روسيې د ټولواک هغه خبرې هم د ملنډو وړ وې چې په «سن پطرزبورګ» کې دانګليس سفير «لردلوفتوس Loftus» ته پدې هکله ډاډ ورکړی وه.

افغانستان د تاريخ له مخې هغه سيمې خپلې ګڼي چې د امو د رود ښۍ غاړې (روشان او شغنان) ته پرتې وې.

ولې د بخارا حکومت دا خبره نه منله.

 د دې لپاره چې حقوقي او تاريخي واقعيتونه په پام کې ونيول شي د برېتانيې، روسيې او د برېتانوي هند چارواکو (د درې کالو په موده کې)پرته د افغانستان او بخارا له استازو نه (۱۸۶۹ – ۱۸۷۳ کالو تر مينځ) د خپلو څېړنو له مخې، (چې پخپله د روس قيصر هم خپل نامتو استازی «کنت شوالوف» لندن ته واستوو او په ۱۸۷۳ کال) دواړه غاړې دغه پايلې ته ورسېدې چې:

افغانستان بايد له روشان او شفنان نه تېر شي او بخارا چې د بدخشان سيمه خپله ګڼي له دې څخه واوړي هغه وو چې د افغانستان پوله له «سرکول» نه د خواجه صالح تر سيمې پورې او د امو د رود کيڼ اړخ بيا له بدخشان نه راواخله تر ميمنې پورې د افغانستان د خاورې برخه وګڼل شوه.

له دې سربېره د سيستان په برخه کې هم چې د امير شېرعلي خان د خوابدۍ يو بل لوی لامل وه هغه د سيستان مسأله وه چې د ښکېلاکګرو لخوا را پورته شوه. داچې ولې انګرېزانو دا ډول دښمنۍ ته لمن وهله لنډيز او نچوړ يې داسې دی:

انګرېزانو ته په سرکې «لارډ ميو» ته د امير شېرعلي خان دا خبره په زړوه وه چې ويل يې برېتانوي چارواکي دی له افغانستان سره د يوه خپلواک هېواد په څېر د دوستۍ يو تړون لاسليک کړي.

«د امير د دې وړانديز په ځواب کې لندن خپل استازي لارډ ميو ته لارښودنه وکړه چې په ښکاره دغه ونه مني ولې له امير سره دې خپلې اړيکې وساتي.»[4]

لارډ ميو له امير سره له ليدنې وروسته د دوه کالو په شاوخوا کې نور هم ژوندی وه. ولې په ۱۸۷۲ کال په تورو اوبو کې «جزاير انډومان» د يوه تن بندي له لاسه چې هغه هم يو افغان وه چې شېرعلي نومېده ووژل شو چې بيا د ده پر ځای «بروک» وټاکل شو.

امير نه يوازې دمخه هم له هغه (۱۸۷۳ ز کال) تړون سره خپل غبرګون ښودلی وه کوم چې د روسانو او انګرېزانو لخوا لاسليک شو. بلکې دا يې هم په ډاګه وويل چې دغه تړون په پټه لاسليک شوی دی او ځکه دا د افغانستان د خپلواکۍ او ملي حاکميت خلاف کار دی.

له دې سربېره انګرېزانو په يوه بل ورته کار هم لاس پورې کړ چې هغه د افغانستان د خلکو لپاره د منلو وړ نه وه.

هغه د سيستان مسأله وه چې د امير د خپل واک په مهال غوښته چې له لاسه وتلی سيستان بېرته مرکز پورې وتړي.»[5] همدا لامل وه چې انګرېزانو مداخله وکړه او د سرفردريک ګولد سمټ په مشرۍ يې يو پلاوی سيمې ته ولېږه.

له دېنه دمخه (۱۸۶۱ – ۱۸۶۳کال)دوست محمد خان له انګرېزانو غوښتي ول چې د سيستان د کشالې په اړه د افغانستان او ايران تر مينځ مينځګړي توب وکړي ولې برېتانوي چارواکو ورته وويل:

«څنګه چې انګرېزان د سيستان خاوره د ايران برخه نشي ګڼلی نو ځکه نه غواړي چې په دې تړاو مينځ ګړيتوب وکړي او يا افغانان له دې څخه را وګرځوي.»

د پام وړ خبره خو داده چې کله بيا د ايران چارواکي له انګرېزانو غواړي چې د سيستان د لانجې په تړاو مينځګړيتوب وکړي. د انګرېزانو د بهرنيو چارو وزير «جان رسل»د هغوی د ليکنو په تړاو د يوه ليک په ترڅ کې کاږي:

«د افغانستان او ايران تر مينځ د اختلاف رښتنی ټکی د سيستان موضوع ده نو په دې بنسټ که څوک غواړي د جګړې له مخې دا حل کړي نو بيا برېتانيا د هر ډول مداخلې نه ځان ژغوري.»[6]

پوښتنه پيداکېږي چې ولې د انګرېزانو په څرګندونو کې دومره لوی توپير موجود وو؟ حال داچې انګرېزانو ته دا څرګنده وه چې ايران په لوی لاس په داسې وخت کې سیستان ته لاس اوږد کړ چې افغانستان له يوشمېر ستونزو سره لاس او ګرېوان وه او کنه د تاريخ په اوږدو کې «۱۰۸»کاله را پدې خوا سيستان د افغانستان برخه وه او په لرغوني تاريخ کې دغه موده زرو کالو ته رسېږي.

نارت بروک په دې پوهېده چې رابرت سنډيمن له جيکب اباد نه تر کوټې پورې ګام پر ګام پر مخ ځي او په افغانستان کې هم د امير شېرعلي خان او د ده د زامنو محمد يعقوب خان او سردار محمد ايوب خان تر مينځ خوابدي شتون لري دا يې د ځان لپاره يوبل چانس ګاڼه. د سيستان په سر لانجه او پدې تړاو د ايران ګواښ، هم انګرېزانو ته يو بل فرصت وه چې پر امير فشار راوړي څو د افغانستان د خپلواکۍ نېشه له سره وباسي.

د پاريس د تړون (۱۸۵۷ ز کال) له مخې چې ايران به د افغانستان په چارو کې مداخله نکوي) ايران وپتېله چې له انګلستان نه يوځل بيا په داسې نازک وخت کې چې امير له ستونزو سره مخ وه وغواړي چې د سيستان کړکېچ ته را ودانګي.

انګرېزانو هم ګولډ سمت او ريچارد پالک ته دنده وسپارله (۱۸۷۲ ز کال) چې سيستان ته لاړ شي. سيد نور محمد شاه پوشنج هم د افغانستان د استازي په توګه او د ايران له لوري ميرزا معصوم خان و ټاکل شول.

نوموړي پلاوي په وچ زور نه يوازې د سيستان حاصل خېزه ځمکه ايران ته ورکړه بلکې د هلمند په اوبو کې يې هم شريک وګڼل. ولې له بده مرغه د سيد نور محمد شاه وړانديز ته چا غوږ کېنښود او امير شېرعلي خان هم د انګليس له دغه «حکميت» او ناحقه مينځګريتوب سره سخت غبرګون وښود.

امير شېر علي خان چې له روسانو يې کرکه در لوده خو دلته ورته ځان ډېر يوازې ښکاره شو او روسانو هم له دې نه ګټه واخسته نو د «کافمن» او امير تر مينځ د ليکونو له لارې اړيکه ټينګه شوه. که څه هم دا ليکونه له چا نه پټ نه وو. له بده مرغه چې په ۱۸۷۳ ز کال روسانو ټينګار وکړ چې «خېوې» ته خپل ځواکونه واستوي. امير د همدې اندېښنې له مخې يوځل بيا برېتانوي چارواکوته اړ شو چې په دې تړاو له هغوی نه مرسته ترلاسه کړي. ارسلاخان جبارخېل د بهرنيو چارو وزير په سمله Simla کې د برېتانوي هند حکمران لارډبروکNorthbrook  ته د روسانو د ګواښ يادونه وکړه. روسانو هم دمه ونه وهله، د شامل پنوم يو مجاهد لکه د القاعدې مشر اسامه غوندې د روسيې پر وړاندې ودرېد. خو بروک دا خبره د «ګلادستون» تر غوږ ورسوله او «دوک ارګېل» Argyll چې د سيمې پېښې په سر کې د روسانو سياست له نږدې نه څاره د خپلې «محافظه کاري» له مخې د ‌Brook وړانديز ونه مانه.

امير د سيستان د موضوع د عبدالله جان د وليعهدي او په ځانګړي ډول د روسيې د ګواښ په تړاو نور هم له انګرېزانو نه خوابدی شو.

د انګرېزانو دغې بې پروايی نه يوازې امير ته ستونزې وزېږولې بلکه خپله پښه يې هم په تېشه ووهله. چې هغه د امير او «کافمن» ليکونه ول. د امير لپاره بل ګواښ دا شو چې په ۱۸۷۳ کال روسيې او برېتانيې لومړی تړون لاسليک کړ او ۴۰ کلنه دښمني پايته ورسوله، له دې سربېره انګرېزانو د روسانو له دايمي استازي هم وېره لرله چې د دې ليکونو پايله ښايي داسې ستونزې رامينځته کړي، پدې تړاو «ساليز بري» د يوه رسمي ليک په ترڅ (۱۹ نوامبر ۱۸۷۶ ز کال) کې له نارت بروک Northbrook نه وغوښتل چې يو پلاوی کابل ته واستوي.

انګرېزانو د مخه هم غوښتل چې په کندهار، هرات او مزار کې استازي ولري.

بروک د تېر په څېر د امير غبرګون بيا هم پخپل ځای ګاڼه او پدې پوهېده چې امير دا نه مني نو ځکه ده غوره وګڼله چې له دندې ګوښه شي.

هغه وو چې نوي صدراعظم «ديزرايلي» د ده پرځای د هند نوی حکمران «لارډ ليتون» Lytton وټاکه. د نوموړي په اړه «پي ای رابرټس» ليکلي دي چې:

«لارډليټن = لارډليتون غوښتل چې افغانستان کمزوری کړي او په پای کې ترې خپلواکي واخلي.»[7]

د امير شېرعلي خان په اړه د لارډليټن نيت نورو بهرنيو تاريخ پوهانو هم ډاګيزه کړی دی چې موږ په دې لړ کې فريزرټټلر يادولی شو. نوموړي کاږلي دي:

«لارډليټن له لندن نه ځان سره دافغانستان د ښکېلاک نخشه راوړې وه. ده هسې د افغانستان روڼ اندي پاچا امير شېر علي خان ته اوبه خړولې. ده درې اونۍ وروسته امير ته وکښل چې دی غواړي افغانستان ته استازي ولېږي… امير ورسره ونه منله…»[8]

ليټن بيا خپل مسلمان سفير له کابل نه (عطامحمد خان) شملی ته وغوښت او هغه هم ورته وويل (د اکتوبر۶  ۱۸۷۶ز کال) امير هيله لري چې انګرېزان له ده سره داسې يو تړون لاسليک کړي چې د افغانستان په کورنيو چارو کې به لاسوهنه نه کوي.

ولې ليټن پدې ټينګار کاوه چې امير به د برتانوي هند استازي مني او د دوی له سلا پرته له بهرنيو هېوادونو سره اړيکې نشي نيولی.

[1] فليچر دانلد افغانستان د څلور لارو هېواد. ۱۲۵ مخ.

[2] Forward Policy. (مخته بويل)

[3]  د افغانستان مساله ۴۹ مخ دوک اف، ارګايل (۱۸۷۹ لندن)

[4]  ولسيار انګريزي استعمار او افغانستان ۱۶۲ مخ.

[5]  سايکس ۳ ټوک ۹۴ مخ.

[6]  محمود محمود، ۶۸۶ مخ.

[7]  پي ای رابرتس د برېتانوي هند تاريخ۴۳۷ مخ.

[8]  ټټلر فريزر «افغانستان» ۱۴۲ مخ.

86 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

2 comments

  1. حسن Reply

    ډېر پر خپل وخت ضروري مالومات دي . استاد سنګروال صیب ته د الله ج اجرونه ورکړي.
    ټولو اشغالګرانو د افغانانو له خپل منځي اختلاف او بې اتفاقي نه ګټه پورته کړي . لومړي یې د کور دننه ستونزې پیداکړي ، بیا په خپلو کې سره یو شوي او د افغانستان د خاورې د یوې ټوټې ترلاسه کولو لپاره یې مټې رابډوهلي .
    نن هم دا سناریو په یوبل شکل سره تکراريږي. کله پوډرام رامستوي ، کله همایون همایون او د هغه سکه ورور ظاهر قدیر. ټالیب او داعش خو هسې هم ګاونډیانو ته د خدمت لپاره د هغوي د مخامخ عسکرو دنده په غاړه لري ، کله په فراه برید کوي او کله په غزني. هیله ده افغانان د ګاونډیو شوم اهداف درک کړي ، خپل یوالی وساتي او اشغالګرانو په مقابل کې یو موټی شي.

  2. ع شريف زاد Reply

    سلام
    ملی حاکمیت ، خپلو اکی، او د خاوری تمامیت سیاسی پوھہ ، ادب او اخلاق غواری دا یو ستر مسولیت دی او د یوہ ملت برخلیک تا کی پہ ھرحال ھر کار سرہ کہ لافی او شاہی ملگری دی خو دی برخہ کی ھر دول غفلت دولس سرہ خیانت دی
    را غلو د انگریز انو او روسانو سیاست تہ او د دغو دوہ لیو انو بدی ھیلی او تمی او د افغانستان کمزورو ادارو یو بل مھم عامل گنل کیزی چی دغہ عامل لہ پخوانہ باید جدّی نیول شوی وای
    د افغانستان ولس سیاسی دریخ، ملی زعامت ، عملی پریکری د قضیی اصلی ارخ دی
    ستا لیکنہ پہ زرہ پوری معلومات دی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *