Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان د دولت وسله والې مخالفې ډلې له کانونو په ملیونونه ډالر ګټي

تاند- وسله وال طالبان او داعش په افغانستان کې د کانونو له استخراجه په ملیونونو ډالر ترلاسه کوي.

سترایپس کام د ګلوبل ویټنس یا نړیوالو شاهدانو د څېړنو پر اساس په یوه راپور کې ویلي چې دا دوې سختدریځې ډلې د افغانستان په ختیځ کې له ټالک، کرومایټ او مرمرو څخه په ملیونونه ډالر ترلاسه کوي.

د ګلوبل ویټنس د نړیوالې این جي او د راپور پر اساس، چې د سې شنبې /مې ۲۲/ په ورځ یې خپور کړ، اټکل کېږي چې طالبان یوازې د ټالک له کان څخه د کال له دوه نیم تر ۱۰ ملیون ډالرو پورې ترلاسه کوي.

څرګنده نه ده چې داعش به څومره ترلاسه کوي. داعش د ننګرهار په درو ولسوالیو کې، چې کانونه پکې دي، طالبان شړلي او په خپله کانونه استخراجوي.

د ګلوبل ویټنس د تبلیغاتو رييس نایک دانوفان ویلي«د اسلامي دولت (داعش) او کانونو ترمنځ ژور او د اندېښنې وړ ارتباط شته. د کانونو په کاروبار کې نه یوازې یاغي وسله والې ډلې بلکې نورې غیرقانوني وسله والې ډلې هم لاس لري. طالبان په ننګرهار کې په قوت د کانونو استخراج ته دوام ورکوي.»

افغانستان، چې د امریکا له اټکلونو سره سم له یو تریلیون تر ۳ تریلیونو په ارزښت کانونه لري، نه دی توانېدلی چې خپل کانونه کنټرول او په قانوني ډول استخراج کړي.

ولسمشر غني په افغانستان کې له پراخ فساد سره سره ډېر لېوال دی چې د هیواد له دې سترې شتمنۍ څخه د افغانانو د هوساینې او سوکالۍ لپاره کار واخلي خو د تاوتریخوالي پراختیا اجازه نه ورکوي چې کانونه په قانوني ډول استخراج کړي یا بهرني پانګوونکي جذب کړي.

ګلوبل ویټنس په دې اړه څه نه دي ویلي چې طالبان او داعش د افغانستان کاني مواد چیري او یا څنګه وړي.

راپورونه وايي چې طالبان، داعش او نورې وسله والې او زورواکې ډلې د افغانستان کانونه په خورا بې رحمۍ په غیرفني ډول استخراجوي چې له کبله یې ډېر کاني مواد، په تېره بیا قیمتي ډبرې ضایع کېږي.

تېر کال الجزیرې تلویزیون په پنجشېر کې د زورواکانو له لوري د زمردو د کانونو د استخراج یو مستند فلم خپور کړ. په دې فلم کې لیدل کېږي چې کانونه په باروتو الوزول کېږي او له کبله یې ډېر زمرد ضایع کېږي.

542 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

2 comments

  1. dawud Reply

    له ټالبانو او داعشیانو څخه سم دم آفت جوړ شوی دی

  2. Alakozay Reply

    نو خلک ځه فکر کوی چی طالبان او دا بله دله داعشیان د خدای، وطن، آبادی او خلکولپاره جګړه کوی نه دا ټول هغه د آخر ی زمانی شیطانان دی چی د دجال د راوتو لپاره لاره هواره وی. دغه دواړه ناولی ډلی د خلکو وژل، د کانونو چورول ، د زیربناوو ړنګول ، د خلکو بی تحصیله کول، فحشا خپرول ، اختطاف او داسی بد عمل نشته چی دوی یی مرتکب نوی دا هسی د اسلام په نامه یو تور داغ دی چی صرف او صرف دغه تور مخو ته به الله ج جزا ورکوی خو ولی افسوس چی دوی خو ددی څو پاکستانی انګریزو ملایانو او د ایران د آخوندانو مزدوران نه وی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2