Categories

اعلان

Loading…

سپي او زنداني مېرمن (لنډه کیسه) لیکوال: اکبر کرګر

 

  • پوليس درنه وسپنيزه څوکۍ له بلې خوا راکش کړه. له مېرمنې نه چې تڼۍ يې خلاصې وې او مخ يې هم شوکي پوکي و، د کښېناستو غوښتنه وکړه. هغه غلې په څوکۍ کښېناسته. قانوني وکيل او يا استازي هم چې په څنگ څوکۍ کې ناست و، خپله دوسيه او پاڼې پرانيستلې، د نوم او شهرت پوښتنه يې وکړه او په ليکلو يې هم پيل وکړ.

پوليس له زنداني مېرمنې وغوښتل: ښه ته دې کيسه پيل کړه. موږ له ټولو خواوو نه رپوټونه لرو. ټول مالومات مو راټول کړي دي. وبه گورو، چې ستا خبرې زموږ د راټولو شويو مالوماتو سره څومره سر خوري.

مېرمنې خبرې پيل کړې؛ خو په قهر مالوميده. ستونى يې هم بند بند کېده. داسې يې ښووله، چې هغه بېگناه راوستل شوې او ورسره تېرى يا توپيري چلند شوی. مېرمنې په خبرو پيل وکړ. ستونى يې صاف کړ: پرون سهار له کوره راووتلم. د سپي په غاړه کې مې ځنځير اچولی و، د سپي ځنځير مې په لاس کې و. زوى مې هم شاته راپسې و؛ خو د گاونډي مېرمن مې مخې ته راغله، ما ورته د سلام او هالو ويلو له پاره خوله چينگه کړه؛ خو هغې په تريو وچولي او تروه ټنډه راته وکتل، داسې يې وښودله چې گويا زه د اوپره خلکو سلام نه اخلم. بيا هم زه غلې وم. د هغې په لاس کې هم د سپي ځنځير و. سپى يې هم د هغې په څېر ښه چاغ او غټ و، وغورېد او له غورېدو پس يې زما پر سپي حمله وکړه. زما له لاسه د سپي پړى خلاص شو. هغه منډه واخيسته، د هغې سپي زما سپى راڅملاوه؛ خو ژر دواړه لېرې شول.

مېرمني په ما بريد وکړ. بدې ردې يې راته وويل. زه يې خبرې دلته نه شم تکرارولی، اخلاق راته اجازه نه راکوي.

مېرمن په يوه ساه لگيا وه، خپله درنه او د گاونډي مېرمنې بده يې ويله. همدا يې ويل: هغې پر ما گوزارونه وکړل، زه يې ووهلم، وگوره! هان لاسونه او څنگلې مې شنې دي. پنډۍ يې لوڅه کړه، بيا يي افسر ته وويل:

وگوره پنډۍ مې هم له دې امله چې ټيله يې کړم او په سړک يې چپه کړم، شنې دي، نو بيا زما زوی زما ننگه وکړه د دې له پاره چې ما وژغوري، کورته ننووت بېرته راغى.

پوليس افسر: نو ستا زوى کور ته ولې لاړ ايا چاکو يې راوړ؟

هو، زما زوى کور ته ولاړ، چاکو ورسره و. خو ما ترې واخيست. زما د زوی ګناه نه وه. هغه زه بچ کولم.

مېرمن چې په مخ کې يې د شوکو پوکو نښې مالومېدي، د تن او څېرې نه يې د پاکۍ او نظافت ټيټه کچه برېښېدله. په يوه ساه يې د گاونډي په مېرمن تورونه پورې کول. پوليس بيا وپوښتله:

نو سپي څه شول؟

هغې وويل: سپي ليرې ولاړ وو.

د سپو ليرې دريدلو عبارت او د هغې وروستي ځواب د خبرو له صحنې ليرې کړم. فکر مې له سپیو سره يوځاى شو، د هغو له خبرو سره.

***

لکه چې يو څوک راته وايي وگوره! سپي د جنگ له صحنې ليرې ولاړ دي. غټ سپی د کوچنې سپي ورمېږ نازوي. ژبه پري راکاږي. کوچنی سپی چې خاوند به يې شوش باله، مشر يا غټ سپي ته وايي:

څنگه په گېډه خو به موړ يې که نه او خوراک دې څنگه دى؟

هغه چې خاونده يې ورته د تراش غږ کوي وايي:

کاملاً ښه خواړه. ما ته خو مې خاونده د جنرل سټور له ځانگړې غرفې نه ښه خواړه راوړي او بېل يې راته ساتي. ته څنگه؟ له شوش نه پوښتنه کوي:

زه هم ښه يم، سره له دې چې زما د مالکې ټنډه هر مهال تروه وي؛ خو پر ما مهربانه ده. هغه جنگ په پيسو اخلي. شوش خاندي. وايي: غم مه کوه. زما مالکه هم د چا خبره زاړه لوښي په جنگ ورکوي آ د چا خبره چې  خوسکي په جنگ ورکوي او په نقدو يا کش باندې هم جنگ اخلي. داسې مالوميږي، چې جنگ د دې له پاره يو ښه مشغوليت دى.

– دا خو لا څه چې زما د مالکې کورودانی مېړه يا خاوند سهار چي له کوره ووځي؛ نو د جنگ سودا کوي.

تراش وايي: ته ډېر ځوان يې. ارومرو چې ته له تاريخ نه خبر نه يې. زموږ سپي يوه لويه مرتبه هم لري او هغه زموږ د غور نيکه د نېکو کارونو له کبله ده. هغه ته گفت يا دوعا شوى وه او هغه دوعا قبوله شوې ده، وايي چې يو وخت يې په يو غار کې د مرتبې او کرامت خاوندان له کفارو پټ وساتل، بيا ورته د کراماتو خاوندانو دوعا وکړه، چې خداى مو د سپيتوب له ذلالته وژغوره او بد حالت دې ناوړه حالت دې د هغو په برخه شي، چې جنگ په بيه اخلي. دوعا ورته شوې وه، چې د مرتبې خاوندان شئ. کوچني شوش ته چې خبره په زړه پورې وه، په غور يې د تراش خبرې واورېدې او ويې ويل:

ما ته خو ستا خبري ډېرې په زړه پوري دي. زه خو دې حيران کړم. زه تر اوسه له دې خبرې خبر نه ووم.

تراش وايي: زما نيکه کيسه کوله، چې کله به پخوا د دوه کليو خلکو خپل سات تېراوه؛ نو لويو خانانو به خپل سپي له ځان سره يوه ميدان ته بوتلل او هلته به يې په جنگ واچول او د خلکو به ښه سات تېر وو.

عجبه لا دا چې شرطونه به يې هم اېښودل. په څارويو، پيسو او نورو شيانو په ورکولو به يې شرط اېښوده، خو زموږ سپي به د جنگ په پاى کې وينې وينې او خوږ او ژوبل شول. اوس سپیو ډېر څه زده کړي دي. نن سهار ما او تا هم سهوه وکړه، چې يو بل ته وغورېدو.

شوش وويل: پروا نه کوي. دومره مهمه نه ده. تاسې مشر ياست، موږ بايد مشر وپېژنو، د مشر درناوى پر موږ کشرانو حق دى. اوس رښتيا ستا کيسې ما ته يو څه راياد کړل. ما ته مې هم پلار کيسه کوله، چې پخوانیو مالکانو به موږ په جنگ اچولو؛ خو اوس گوره!!!

تراش ورته وويل: خو اوس څه حکمت دى، چې موږ په جنگ نه اچوي او زموږ له جنگ اچولو لاس پر سر شوي دي؟ په دې کې يوه خبره شته، يو حکمت په کې شته. هرومرو چې سړى ورته ځير شي، يو څه پکې ویني.

ما ته مې نيکه کيسه کوله، چې کله زه وزېږېدم، په غوږ کې يې راته وويل: زما له مرگه وروسته به زما روح په هغو څاروي خصلته بنيادمانو کې داخل شي، ځکه چې ما عذاب تېر کړى دى. هغه څه چې پر موږ سپیو تېر شوي دي، الله مو سوال قبلوي. په هغو کې به د سپیو روح ننووځي، چې په دروغو د خداى د دوستۍ لاپي کوي. خداى پوهېږي، چې څوک خداى ته رښتيني دي.

مشر سپي ورته د تاييد سر وخوځاوه. ويل يې گل خبره دي وکړه، زما د سترگو ليدلی حال دى. ښه مې په ياد دې چې د تېري عيسوې پيړې په پاى کې چې په کابل کې د جنگ اور بل شو، هلته انسان د انسان له پاره ليوه اوځناور شو. دا جنگي بنيادمان په هېڅ کار او هېڅ ناروا اړ نه ول. په زړه پورې لا دا چې هر روا او ناروا کار چې به يې کاوه؛ نو لومړۍ به يې د “الله اکبر” ناره وکړه. “ناره تکبير” به يې وويل او بيا به يې انسانان وژل. هماغه وخت هم زموږ قدر په خلکو زيات شو. ځکه غله زيات شول او زموږ له وېرې به چا غلا نه شوه کولی. جنگيانو خو رسۍ په شا گرځولې، چې د خلکو د کورونو اموال په شا کړي او دې ته يې هم غنيمت ويل. نه پوهېږم چې دا غنيمت يې لا څه مرداري وه، چې دوى لوټ کاوه.

کشر سپي شوش وويل: همدلته ده، چې د سپو کرامت روښانه شو، دا ځکه چې سپي د کرامت څښتنان شوي وو او ارواح يې د هغو تنونو ته چې بېگناه انسانان به يې وژل، لاره کړې وه، هغو به د “الله اکبر” غږ کاوه؛ او له مرگونو سره سره به يې د توپونو غړمبهار، د ماشينگڼو شرنگهار غوږو نه کڼول، امېندوارو مېرمنو به بې وخته زيان کاوه. ماشومان به کڼېدل؛ خو دوى به د “الله اکبر” او “ناره تکبير” په ويلو انسانان وژل.

***

شوش بيا ژبه په خوله کې ننويسته. له خپل ورمېږ نه يې مچ وشاړه او تراش ته يې مخ کړ: نو اوس دې سات تېر دى؟ دا ځکه چې زموږ جبري او پلرنۍ دنده زموږ مالکانو واخيسته.

تراش وويل: نه هغوى نه ده اخيستې؛ بلکې زما د نيکه روايت دى، چې ويل به يې: موږ عذاب تېر کړ. موږ د کراماتو او د برخې خاوندان په څمڅه کې وساتل. له مرگه مو وژغورل. له دوښمنه مو پټ کړل. ما ته هماغه مهال دوعا وشوه، چې مرتبه دې حق ده. درجه به تر لاسه کړې؛ نو هماغه وو چې زموږ د سپیو ارواح د شنه لوگي په توگه په دوى کې ننوتل. په بنيادمانو کې يې حلول وکړ. موږ خو تش لاس وو؛ خو دوى زموږ دنده نه؛ بلکې اوس خپله دنده په ډېره خوښه ترسره کوي. دوى ځانونه هم وژلي شي او د نورو د وينو رودونه هم په څپو کولى شي.

تراش موسکى شو ويې ويل: جالبه لا دا چې دوې ښه گرانبيه کالي هم اغوندي. د عبادت له پاره هم درېږي او د بلې دونيا د ښو شېبو او هيله هم لري.

شوش: نو څه وکي، منافق هم داسې وي، چې نه ځان ته رښتيا وايي، نه بل ته او نه په رښتياوو باور لري. سودا مه کوه. زه خو د دوى له اعمالو شکرگذاره ځکه يم، چې زموږ قدر يې زيات که او موږ خپل مقام ته ورسېدو.

***

افسر وويل: زموز پوښتنې پاى ته ورسېدې. بس همدومره بس دی. سترگې يې په سترگو کېښودې.

وکيل يا قانوني استازي خپله دوسیه راټوله کړه. زما فکر يې هم ځانته راکښه. د پوليسو افسر مېرمنې ته مخ کړ، ويې ويل:

موږ ستا خبري په غور واورېدې، زه پوه شوم، ما ستا ټولې خبري وليکلې. زه به مې له خپل آمر سره خبرې وکړم. بيا به تاسو ته ووايم، اوس به تاسو له ساتونکي سره خپلې پنجرې ته لاړه شئ. مننه، خداى پامان.

پاى

کرگر

مى ۱۹، کال ۲۰۱۸

61 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *