Categories

اعلان

Loading…

برېښنايي تذکرې به د امنيت د دېوال خښتې شي

جمشيد غزنيوال

په ټولنپوهنيزو بحثونو کې خلک له اوبو سره هم ورته ګڼل شوي، ويل کېږي حاکمه طبقه چې کابو هر ډول تګلوری ورکوي دوی هماغې خوا ته متمايل کېږي. دا خبره پر هغو ټولنو لا ښه صدق کوي چې تر اوسه پورې يې سياسي شعور هغې کچې ته نه وي لوړ شوی چې يو تمدن او تهذيب ورباندې درول کېدای شي.

په افغانستان کې هم د سياسي شعور بحث تر اوسه پورې ډېر لاندېزن نه دی، خو که يې په خبرو او مقالو کې ډېر نېغ نېغ کړو داسې ښکاري چې ګواکې سړی اجتماعي عقل توهينوي، لکن سره له دې ځينې واقعيتونه منل لازم وي. د واقعيت په منلو کې که د يوه لوري د عقلاني او شعوري سطحې پر ټيټوالي فيصله کېږي، له بل لوري يې د را لوړولو مرحله له همدې ځايه پيلېږي.

يوه مثال يې د برېښنايي تذکرو دی، تر اوسه پورې ډېر افغانان د برېښنايي تذکرو په هکله دومره خوشبين نه دي لکه څومره چې بايد وای. دا خبره پر همدې دليل دی چې موږ د حکومت ځينې داسې چارې نه‌شو درک کولای چې په هغو باندې واقعي خوشالي او ډاډمنېدل په کار وي. که څه هم په ډېری هېوادونو کې برېښنايي تذکرې او بلکې مکمل برېښنايي سيسټمونه اوس عادي شيان دي، خو د افغانې ټولنې وضعيت ته په کتو، د برېښنايي تذکرو اهميت تر ډېرو پرمختګونو لوړ دی او ان ډېر پرمختګونه په همدې شي پورې تړلي دي.

برېښنايي تذکرو له حکومته د مصرف تر څنګ د نورو چلينجونو د مخې ډبول هم غوښتل چې حکومت پرې د برياليتوب سرخ‌رويي وګټله. له برېښنايي تذکرو سره دومره مخالفت کېده چې ان يو ځل خو يې ځينو کړيو په اصطلاح، په نطفه کې خنثی کولو ته خرنډلې وه.

په افغانستان کې د ترياکو مافيايي کاروبار، د وسلو قاچاق او پلور او انسان‌تښتونې غوندې ستر ناورينونه لا هم ځکه د نورې نړۍ په نسبت اسانه دي چې موږ هيڅکله د تابعيت کره شمېر، د تابعيت د نفوسي پوښښ ځواک او د جرايمو د ټيټاوي وړتيا نه لرله. د برېښنايي تذکرو مخالفت او هر ځل حکومت تر خوږ ګوته نيول له همدې مسايلو سره بې‌تړاوه خبره نه وه. اوس به تاسې واياست چې د برېښنايي تذکرو له ورکړې سره خو د غضبونو دغه ناسور زخمونه يو دم نه ټک و پتری کېږي، دا خو اوږده او مسلسل پروګرام ته اړتيا لري. دا خبره بالکل سمه ده، خو ځينې ابعاد يې څېړل غواړي.

د جرم پېښېدل که تصادف هم وګڼو، علت يې د مجرم هغه ذهني اساس دی چې فکر کوي د هيڅ داسې سیسټم په کشف کې نه دی چې څوک يې لاس ور وپېچي، دويم دا چې مجرم نيول او سزا ورکول په ټولنه کې د ناورين تداوي ده، وقايه نه ده. برېښنايي تذکرې د جرمونو د ناروغيو او مافيايي ماليخوليا د وقايې نسخې دي.

موږ تر اوسه پورې د جرمونو د سرچينو او عاملانو پر وړاندې د خړو اوبو رڼاوی نه درلود، کله چې په يوه ټولنه کې د جرمونو عامل او منباع نامعلوم وي، د خلکو او ژوند تر منځ يوه توره بې‌باوره را منځ ته کېږي او بيا که يې حکومت په هوا هم را الوتی وي، خلک يې خپل وړ دوست نه ګڼي. د برېښنايي تذکرو په وېش به د جرمونو سرچينې د ابهام له دوړو را ووځي. ما په خپل يوه مخکېني کالم کې ويلي وو چې د برېښنايي تذکرو د څراغ په مرسته به خدای توره شپه رڼا او شينخالۍ پيدا کړي.

کله چې د جرمونو، تېريګرو او لاابالي بانډونو پلونه جوت شي، د فساد او خطر کچه يې په طبيعي بڼه را کمېږي. همدا ساده مثال په پام کې ونيسئ، په موبايل ځورونې، اخطارونه او ان د اختطافونو لينکونه شريکول کابو ټول له هغو سيمکارټونو کېږي چې راجسټر نه وي. له هغو سيمکارټونو سره مسوولانه چلند کېږي چې له کمپنۍ سره راجسټر دي او کمپنۍ يې د اړتيا پر وخت ملي امنيت ته دقيق معلومات ورکولای شي.

د برېښنايي تذکرو مثال همداسې دی، په دې ډول به ټول خلک واقعي راجسټر شي او له حکومت سره د رعيت راجسټريشن د يوه داسې اجباري تعهد ډول دی چې وګړی خپلې ګټې د نورو په تاوان کې نه عياروي او ځکه يې نه عياروي چې پخپله تاواني کېږي. په ننۍ انساني ټولنه کې پر انسان باور د هغه د قول، ظاهري اخلاقيتوب او اعتقاد له وجهې نه‌شي کېدای، دغه متقابل باور له يوې داسې درېيمې زاويې کېږي چې د دواړو لوريو تر منځ په ۵۰٪ کې قرار ولري. دغه درېيمه زاويه برېښنايي تذکره ده.

که مو ياد وي د ليکنې په سر کې مې وويل چې خلک له اوبو سره ورته ګڼل کېږي، ويل کېږي، حاکمه طبقه چې کابو هر ډول تګلوری ورکوي دوی هماغې خوا ته متمايل کېږي، دلته به يوه بله خبره هم ور اضافه کړو. خلک په تدريج تقريباً هر لوري ته سوق کېدای شي، خو يوازېنی شی چې خلک يې له حکومت سره نه‌شي منلای، هغه د حکومت په قانوني حاکميت کې د ناامني موازي موجوديت دی.

موږ چې لا هم د درېيمې نړۍ د هېوادونو له ډلې شمارېږو، د ارضي تماميت او انساني رفاه لوري ته پر مزل يو او اړ يو چې خپل ځينې واقعيتونه په داسې شکل ومنو چې د رڼا د يوازېني څرک پر موجوديت مو شکمن نه کړي، که دغسې وشي تياره به مو په خپله غېږه داسې ونغاړي لکه ښامار چې ځوانه ونه رېز مرېز کړي. که ساده ووايو موږ د ناامني له موجوديت سره سره له حکومته پرته بل انتخاب نه لرو او په دې برخه کې د حکومت دغه ګام چې برېښنايي تذکره يې په کرکجنو او اورنيو حالاتو کې توزيع ته وړاندې کړه، ستر بری دی او که بری نه وي، د ناامنيو په تاريکيو کې د بري د رڼا يوازېنی څرک حتماً دی.

په پخوا زمانو کې انسان د دوست و دوښمن د تشخيص په برخه کې له نورو لارو کار اخيست، لکه د زړه ضربان، د سترګو غيرعادي رنګونه، د مخ نوکارې کېدل او… خو د ټولنو د ساينسي او عقلاني ارتقاء په پړاوونو کې نن سبا د بايومټريک سيسټم تر ګردو کاميابه وسيله ده. په بايومټريک سيسټم د انسان بيولوژيکي تشخص کېږي، د انسان اعترافات، استدلالات، اخلاقيات او اعتقادات ضمني شيان حسابېږي.

د برېښنايي تذکرو اساس بايومټريک دی او بايومټريک د نني دور د انسان د حساسي شعور هغه پرمختګ دی چې تر ډېره حده بشر يو د بل له شره ښه ژغوري. افغانستان د نوې نړۍ له سهولتونو سره تازه وصلېږي او په دې برخه کې برېښنايي تذکرې زموږ د غم‌ځپلي او دردېدلي وطن په ويرانه کې د امنيت د دېوال هغه خښتې دي چې له سرو زرو جوړې دي.

ژوندی دې وي افغانستان، تل دې وي افغانستان!

208 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸