Categories

اعلان

Loading…

د فراه جګړه | زاهدخليلي

د فراه ولایت د مرکز له جګړې ښکاري چې دواړو لورو او ملکي وګړو ته به په کې دروند زیان اوښتی وي. دغه ولایت کې، پر مرکز له برید وړاندې طالبانو له حکومته ډېرې سیمې نیولې او د ولایت مرکز یو ډول کلابند غوندې و.
پر مرکز له برید وړاندې په بالابلوک او نورو ولسوالیو کې طالبانو پر حکومتي پوستو سخت ګوزارونه کړي وو چې حکومت په کې امنیتي ځواکونو ته د درنې مرګ-ژوبلې اوښتل تایید کړي.
د مۍ د څوارلسمې د برید ځکه اټکل کېده چې طالبان نور د ښار دروازو ته رسېدلي او پر مرکز برید له امکانه لرې نه ښکارېده. واقعیت دادی چې دغلته د حکومت مخالفین له پخوا ډېر پياوړي شوي وو.
پر فراه برید وشو، طالبان مرکز ته ننوتل او یو شمېر دولتي ودانۍ يې د لږ وخت له پاره ونیولې، خو پر شا وتمبول شول. ویل کېږي اوس هم د فراه نږدې ټولې ولسوالۍ د طالبانو ولکه کې دي.
د طالبانو د ملاتړ په اړه د فراه والي او امنیې قومندان په یوه خوله نه و. فضل احمد شېرزاد ویل چې ایران د طالبانو تمویل او تجهیز کړی، خو والي د ایران رول ردوي.
له کابله دوه وزیران، یو رییس او ورسره د امریکايي پوځیانو مشر فراه ته لاړل. دفاع وزیر طارق شاه بهرامي کابل کې وویل چې جګړه د اوبو پر سر وه؛ خو بهرامي د دې له پاره د جګړې له ډګره هېڅ ثبوت وړاندې نه کړ.
دا چې بهرامي د فراه جګړه کې د ایران د رول لوبولو په اړه هېڅ ثبوت نه وړاندې کوي او یوازې خبرې کوي، دلته پوښتنې زېږي. په فراه کې جګړه کوونکی پوځي او پولیس به څنګه د بهرامي په دغه ډول بې سنده خبرو باور او روحیه ترلاسه کړي؟. که دغه جګړه کې د ایران رول او د ایران له لوري د طالبانو تجهیز ومنو، نو ارزګان، غزني، بادغیس، زابل، فاریاب، بغلان، ننګرهار او یو شمېر نور ولایتونه چې اوس په کې وضعیت ډېر زیات خراب دی او یو شمېر يې د سقوط له ګواښ سره هم مخ دي، هلته بیا د چا له لوري تجهیز او تمویليږي؟. پاکستان؟.
اصلي خبره داده چې حکومت د پخوا په پرتله ډېر کمزوری او طالبان پياوړي شوي. د حکومت له ولکې د پخوا په پرتله ډېرې سیمې له لاسه وتلي. اوس به څه د یو شمېر کسانو په څېر دلته د حکومت له پاره دروغجنه خیاطي کوو. وروستیو کې چې امنیتي ځواکونو ته څومره درانده تلفات اوښتي، ښايي ډېر ترې خبر نه وي. دلته زیاترو ته یوازې د هوايي دهلېزونو او پروژو خبرونه رسېږي. دغه ډول خلک مې ډېر ولیدل چې د امنیتي ځواکونو له مرګ-ژوبلې هېڅ نه خبرېږي، خو یوازې دهلېزونه يې په خوله وي.
د حکومت مشران د تذکرو په جنجال، د ټاکنو له پاره په کمپاینونو او نورو حکومت دننه جنجالونو کې دومره بوخت دي چې حکومت ترې نور د شړېدو او د ولس یوه لویه برخه ترې د یتیمېدو او بې سرپرسته کېدو په لوري روانه ده. ولسمشر ولس ته د نسلونو د قربانۍ ورکولو خبره کوي، خو د ده په ګډون د ټولو لوړ پوړو چارواکو کورنۍ له هېواده بهر او نسلونه يې خوندي دي. دا دلته پروت ولس دی چې باید د همدوی د کمزوري او جنجالي حکومت له پاره خپل نسل د پوځي، پولیس او یا ملکي وګړي په شکل قرباني کړي، خو په دوی هېڅ نه مالومېږي.
د فراه د جګړې په اړه د حکومتي چارواکو څرګندونې ښيي چې دوی خپله ناکامي په دې ډول خبرو پټول غواړي. د اوبو د حق په اړه د ایران غبرګون نه شو ردولای، خو دا چې ایران ته دغه جګړه کې دومره لوی کمپاین کېږي، د چارواکو په اړه د سړي شک زیاتوي او پوهېږي چې حکومت د خپلې ناتوانۍ د پټولو هڅې کوي. بل خوا، د امریکا-ایران وروستۍ ترینګلې اړیکې هم له پامه نه شو غورځولای. که ایران د اوبو په غبرګون کې د سلګونو طالبانو برید تمویل او تجهیزولای او د ولایت پر مرکز يې ورمرش کولای شي، ایا د لسګونو طالبانو یا غېر طالبانو په وسیله په بخش اباد او سلما بندونو  برید نه شي تمویل او تجهیزولای؟ حکومت چې د امنيې قومندانۍ او ملي امنیت د ریاست په شتون کې د یوه ولایت مرکز له سقوطه نه شي ژغورلای، ایا د بند یو څو ساتونکي پولیس به بند له برید او ویجاړولو وژغوري؟.
دلته د ځینو ستونزه دا ده چې حکومت کې د ستونزې، نیمګړتیا او واقعیت په اړه د نورو هره خبره ورته پاکستانۍ او ایرانۍ ښکاري. دا جګړه په دې ډول چلندونو نه شي درېدای چې کله طالب ته د سولې طرحه وړاندې کوې، کله د طالب له پاره پاکستان او کله د جګړې د ناروا کولو له پاره ناکام کنفرانسونه جوړوې. یا ځينې دغه جګړه، لکه د فراه چې څوک يې د عربانو د پيل مرغانو یا د اوبو پر سر جګړه ګڼي. حکومت که د جګړې ودرول غواړي، نو له دغه کشمکشونو دې راووځي او اصلي ستونزه دې درک کړي.
د امریکا رول
زه نه پوهېږم، یو شمېر کسان ولې په لوی لاس دغه جګړه کې د ناټو او بیا په ځانګړي ډول د امریکا پر رول سترګې پټوي. امریکا د جګړې یو اړخ او تر ټولو مهم اړخ دی.
د حکومت مشرانو له څلور وېشتو ساعتونو په لږه موده کې له امریکا سره تړون لاسلیک کړ؛ خو د تړون ګټه تر اوسه مالومه نه شوه. د پاکستان د راکټونو ځواب يې و نه وايه او اوس چې امریکا په خپله د فراه په جګړه کې ایران ښکېل بولي، نو پر ضد به يې له خبري کنفرانسونو او افراطي پروپاګند پرته څه وکړي؟ پرته له دې چې د خلکو پام له اصلي ستونزې، چې دلته د دوی د پاتې کېدو کیفیت دی، په بله خوا واړوي.
حکومت، امریکا او د ټولنیزو رسنیو یو شمېر فعالان له کلونو روانه جګړه کې له طالبانو د پاکستان د ملاتړ او ځای ورکولو خبره کوي، دا خبره يې تر یوې کچې د منلو ځکه ده چې یو شمېر طالبان هلته تګ-راتګ کوي او پاکستان ورسره اړیکې لرل هم نه ردوي. اوس ایران هم، ښايي په څرګنده په لومړي ځل، له پاکستان سره په یوه صف کې ودرول شو، خو کمزوری او د خونړۍ جګړې نه مهاروونکی حکومت چې له امریکا سره سټراټيژيک تړون لري، ایا پر امریکا څه حق لري او که نه؟.
په تړون کې خو امریکا د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا ضامنه بلل شوې. اوس چې د حکومت په وینا ایران پر افغان خاوره غېر مستقیم یرغل کړی، ایا امریکا به د افغانستان له پاره د ایران پر ضد داسې کوم ګام پورته کړي چې لویدیځو ولایتونو کې به جګړه ارامه یا لږ تر لږه، د حکومت په وینا د ایران له ملاتړه برخمن طالبان به اصفهان ته پر شا وتمبوي؟. د ولایت مرکز کې د جګړې له پای ته رسېدو یوه اوونۍ وروسته لا هم ډېرې ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دي. د پاکستان په تړاو د امریکا سیاست ته په کتو داسې نه برېښي چې امریکا به د افغانستان له پاره د ایران پر ضد کوم عملي ګام پورته کړي، بلکې د خپلو او د اسراییلو د ګټو له پاره يې پورته کولای شي لکه چې پورته کړی يې دی. امریکا به ځکه د افغان حکومت په غوښتنه  او د افغان حکومت په ګټه د ایران پر ضد ګام پورته نه کړي چې روانه جګړه کې د دوی ګټې خوندي دي.
امریکا چې د خپل تاریخ اوږده جګړه کوي، ښکاري چې دغه جګړه او ډرامه کې افغان ګټو او افغان ولس ته هېڅ ژمنه نه ده. پخواني حکومت او اوسني حکومت خو په ځلونو ویلي چې ترهګر او پټنځایونه يې له افغانستانه بهر او پاکستان کې دي؛ خو ټرمپ که پياوړې شمالي کوریا خبرو او له اټومي وسلو لاس اخیستلو ته اړ کولای شي، پاکستان ولې؟ په داسې حال کې چې افغان حکومت د بې شمېره ثبوتونو د لرلو خبرې هم کړي. ټرمپ په پېل کې د پاکستان پر ضد یو څو جارحانه ګامونه واخیستل، خو تر اوسه يې پایله هېڅ ښکاري. یو شمېر کسان د ټرمپ نوې پالیسۍ ته ډېر خوشبین او دا يې ډېره مثبته بلله، چغې جوړې وې چې هله! پاکستان منزوي شو، خو داسې ښکاري چې امریکا دا هر څه د خپلو ګټو له پاره کول. تر اوسه خو له حالاتو دغسې ښکاري.
امریکا چې د افغان حکومتونو او ولس له پاره د کومو ګټو او خېر رسولو په نوم راغلې وه، ولس ترې تر اوسه هغومره ګټه او خېر نه دی لیدلی، څومره چې ترې تمه کېده. جګړه شته چې ورځ تر بلې پراخېږي، نوې جنګي ډلې راټوکېږي، د ګاونډيو مداخله شته، فساد شته، د فقر کچه لوړه ده، او….
په کار ده چې حکومت له امریکا سره خبره سپينه او وضاحت ترې وغواړي. دا چې دوی دلته بمبارۍ کوي او جګړه کې ګډون کوي، خو ولې د سولې خبرو کې له مخامخ ګډونه ډډه کوي؟. ښايي افغان حکومت به د سولې په خبرو کې د امریکا نېغ ګډون د خپل حیثیت له پاره په زیان بولي، خو د سولې خبرو کې د امریکا نېغ ګډون د دې وژل کېدونکي ولس له پاره حیاتي دی او دا د حکومت مسوولیت دی چې د سولې راتلو او افغان وژنې د پای ته رسولو له پاره له هرې ممکنه لارې کار واخلي. د سولې خبرو کې د امریکا ګډون ځکه مهم دی چې امریکا له پخوا د جګړې مهم اړخ پاتې شوې او تر ټولو مهمه لا دا چې روانه جګړه همدوی پېل کړې.
دا عجیبه منطق دی چې ځینې کسان افغانستان کې د ناټو او امریکا بمباریو او عملیاتو ته د نړیوالې ټولنې د ملاتړ نوم ورکوي، خو له همدې نړیوالې ټولنې سره بیا د سولې خبرو ته اجازه نه ورکوي، نه یې مني او د حکومت حیثیت ته يې زیانمن بولي.
د سولې راتلو او د دغې اوږدې او خونړۍ جګړې د پای ته رسولو له پاره د سولې خبرو کې د امریکا مخامخ ګډون ډېر مهم دی. د ضمیر کابلوف په وینا امریکا دې یا له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي او یا دې دغه خونړۍ او بې پایه جګړه د کلونو له پاره پر مخ یوسي.

42 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *