Categories

اعلان

Loading…

ساعت | هیله پسرلی

د روک شیان یې راویستل خو لاسي ساعت یې و نه موند. شیان یې  بیرته روک ته ورغورځار کړل.

له کوټې ووت.‌

_ میرمنې ته یې وویل: هغه زما  ساعت دې نه دی لیدلی؟

_ کوم یو؟

_ هغه خاورو ته ورته غوندې رنګ چې یې درلود…

_ نه، نه مې دی لیدلی.

دی روان شو.چیرته به وي؟‌ څه به کوي؟

هغه ورځ ور په یاد شوه چې اناهیتا ساعت ور په لاس کړی و او ورته ویلي و: زما او ستا اړیکه لکه زمان هم به وي هم به نه وي.‌

سړي د چپ لاس بند ته وکتل.‌ د اناهیتا لمس یې حس کړ.‌

تراس ته ووت. د سرک  پر ژۍ خودرویه لاله شنه وه. کټ کټ‌ یې وخندل. د اناهیتا هر څه سره خوښ ول: د شونډو رنګ سور د نوکانو سور سره کمیسونه او واين…

ښځه یې تراس ته ننوته.‌ دی یې وپوښت: ساعت دی وموند؟

_ نه

_ زه یې درسره ولټوم.

_ پریږده یې مهمه نه ده.

ښځې دباندې وکتل ویې ویل: دا  د شرشمو د ګل څه شه بوی ځي. سړي پوزه کش کړه. د اناهیتا د بدن نری خام بوی ورغی.  د میرمنې تر ملا یې لاس راتاو کړ. ویې ویل، همداسې ده.‌ ښځې سر د ده په اوږه کیښود. ‌

پای

مې، پراګ

9 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *