Categories

اعلان

Loading…

‎د پاکستان یو بل دروغ هم افشاء شو | مینه منګل

‎له پخوا ثابته شوې چې د افغانستان جګړه د پاکستان ، ایران ، او د سیمې د استخباراتو جګړه ده ، پاکستان په خپل مکرجن سیاست سره تل زموږ د هېوادوالو ژوند تهدید کړی.

‎زموږ هېواد یې کن‌‌‌‌‌‌ډواله کړ زموږ ملي مشران یې راوژل زموږ اردو یې منحل کړه، زموږ قوي وسلې یې یوړلې ، او څلوېښت کاله یې دلته په افغانستان کې جګړه توده وساتله ، او د افغانانو له وینو یې خوند اخیستی.

‎پاکستان تل مکر کړی، چې د افغانستان په چارو کې یې لاسوهنه نده کړې، ترهګر یې ندي روزلي، او سل نور درواغ.
‎خو ثابته یې نشوای کړی ځکه چې د طالبانو ‌‌‌‌‌‌ډېر غټ مشران په پاکستان کې تثبیت شول،په افغانستان کې د طالبانو تر واکنۍ وروسته ټول طالب مشران پاکستان ته وتښتېدل او هلته په ‌‌‌‌‌‌ډېرو خوندي سیمو کې وساتل شول.

‎لکه اسامة بن لادن د القاعدې مشر د پاکستان په یوه ‌‌‌‌‌‌ډېره خوندي سیمه کې نورمال ژوند کولو چې وروسته له څو کلنونو یې د استوګنې سیمه ثابته شوه او وروسته د امریکا په برید کې ووژل شو.

‎تر څنګ یې د طالبانو مشر ملاعمر هم په پاکستان کې ژوند کولو ، خو هلته په مرموز ‌‌‌‌‌‌ډول ووژل .

‎وروسته چې ملامنصور د طالبانو د مشر په توګه وټاکل شو ،ایران ته یې سفر کړی وه،  وروسته تر دې چې له ایرانه راګرځيده د امریکایانو په برید کې ووژل شو.

‎په افغانستان کې د ټولو بریدونو طرحې په پاکستان کې جوړې شوې ، دلته نیول شوي وسله وال طالبان اکثریت یې پاکستاني، ول، دلته ټول  منفجره مواد په پاکستان کې جوړ شوي وه.

‎څو ځلې دپاکستان سره نېږدې پولو کې ټونونه منفجره مواد نېول شوي دي دا ټول هغه ثبوتونه دي چې ښايي پاکستان د افغانستان په بربادۍ کې لاس لري، او بیا وروسته نړیوالو ته د ځان د سپيناوي په خاطر د پاکستان په قبایلي سیمو  کې بېګناه پښتانه نیسي او بیا یې د ترهګر په نامه وژلي او وژني یې.

‎د کندز جګړه بیخي نا څرګنده جګړه وه او ددې جګړې رهبري پاکستاني جنرالانو زموږ په خاوره کې کوله ،خو پاکستان تل ځان بې خبره وښوده او په افغانستان کې یې د خپلو جنرالانو شتون رد کړ ، تل یې هڅه وکړه چې د افغان چارواکو ادعاوې رد کړې سره له دې چې د ټولو مسایلو ثبوت له نړیوالو سره موجود دی .

‎دا دې اوس نوی بل ثبوت !
‎پاکستانی جنرال شاهد عزیزي  چې د وسله والو مخالفینو د جګړې رهبري یې په کندز ولایت کې په غاړه درلوده او غوښته یې چې کندز ولایت یو ځل بیا سقوط کړي، خو زموږ د افغان اتل ځواکونو په لاسونو د جهنم کندې ته ولېږل شو، .
‎دا جنرال راغلی وه چې مسلمان او بیګناه افغانان په خپلو ککړو لاسونو شهیدان کړي خو دا دی خوشبختانه خپله په خپله لوبه کې را ګیر شو.

‎اوس پاکستان دېته کوم ځواب لري؟
‎دا جنرال کندز ته ولې لاړ وه؟
‎څه یې کول هلته؟

‎پاکستان به یو ځل بیا په مکر سره یوه د درواغو چاره جوړه کړي خو اوس پاکستان شرمېدلی نور به پرې نړیوال کله هم باور ونکړي.

‎د افغان حکومت مشرانو ولسمشر غني، د امنیت شورا سلاکار، اتمر صیب، او د ملي امنیت رئيس ستانکزي صیب په خپل مدبرانه سیاست سره پاکستان په ټوله نړې کې رسوا کړ او له پاکستان څخه یې هره لاره ورکه کړې انشاء الله ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر به دا وخت هم راځي چې پاکستان به خپله اعتراف کوي چې په ټوله نړۍ کې د ټولو کثافتونو ځاله ددوی په خاور کې دي او په افغانستان کې د ټولې بدبختۍ مسوولین همدوی دي.

‎‌‌‌‌‌‌ډېره اړینه ده چې موږ ټول د خپلو امنیتي  ځواکونو ملاتړ وکړو ، تر څو مو دښمن تل ذلیله او شرمېدلی وي.

522 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

1 comment

  1. تراب خان Reply

    ډیره پرځای لیکنه – خوشحاله اوسی
    همداسی ده

    انشاءالله دواړه ملکونه

    پاکستان
    ایران
    به الله ج ورک کی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2