Categories

اعلان

Loading…

ترهګر او ملاتړي یې له توپیر پرته ټول وژني؛ پر هیچا رحم نه کوي

ودان روښان

د مبارکې روژې له دویم روژماتي وروسته او کله چې درېیم پیشلمي ته مسلمانو او بېوزله ننګریانو چمتووالی نیوه، دغه وخت د جلال اباد ښار په سپین غر کرکټ لوبغالي ځوانان ددې له پاره چې هېواد یې همدغه ګټلي بېسارې ویاړونه او د هېواد نوم لږ تر لږه له دې لارې   هسک کړي او هېواد ته نور ویاړونه هم راوړي، د هېواد بیرغ د نړۍ ګوټ ګوټ کې په بریا ورپوي خو غدار غلیم کله دغه حال زغملی شي نو ځکه خو یې دغه ځوانان چې له هیڅ لوري سره یې سیاسي تړاو نه درلود په درې پرله پسې چاودنو پر خپلو وینو ورنګول. په دې چاودنو کې اته ځوانان شهیدان او ۴۵ نور ټپیان شول.

دغه ټول ملکي وګړي وو، په دوی کې کوم بهرنی پوځي نه و، کوم کورنی پوځي هم نه و، که کورني پوځيان هم وی، هغه د همدغه وطن بچی دی او تر دغو ترهګرو چې دغلته یې بمونه ایښي وو ډېر ښه مسلمانان دي.     

ولې ترهګرو د کرکټ سیالۍ په نښه کړې؟ او رښتیا ولې دغه ډول جګړې چې دا اوس یې زور اخیستی او ټول ښه پوهېږي چې ترهګر چې هر ځای بریدونه کوي، که یې وهم نیسي ساتلی یې نه شي نو بیا بیا ولې دې کړنو ته لاس اچوي؟ غواړم په دې لیکنه کې په لنډه توګه دې پوشتنو ته ځواب ومومم.

۱- ولې د کرکټ سیالۍ په نښه شوې؟

کرکټ ځکه د دوښمن د سترګو اغزی دی چې هېواد ته یې ویاړونه ګټلي، د هېواد نوم یې په نړیواله کچه ځلولی دی، هغه نوم چې تل د ترهګرۍ، نشه یی توکو او د کرزي لالا د لورېینې له امله له اداري فساد سره تړل شوی خو د کرکټ زړه ور لوبغاړي دي چې په افغاني مېړانه یې هر میدان ګټلی ان له هغو یې هم ګټلی چې د کرکټ بنسټګر ګڼل کېږي، له هغوی یې هم میدان ګټلی چې خپل لوبغاړي یې د زرو په تول رانیولي خو وږو افغانانو ماتې ورکړې او د هېواد یو بل ډول انځور یې نړیوالو ته وړاندې کړی، اوس افغان لوبغاړي په نړیوالو سیالیو کې  د نورو او ان د هغوی چې په کرکټ کې له لسیزو راهیسي تر ټولو بر ځای لري، په لوبډلو کې لوبېږي او نړیوال ریکارډونه ټینګوي، د نړیوال لوبغاړي په توګه یې نومونه ثبتېږي، خو هغوی چې غواړي افغانستان د خپلې خاورې یوه برخه وګرځوي پنځمه سوبه یې کړي، د خپل ستراتیژیک عمق برخه یې بولي، په افغانستان کې د لاسپوڅي حکومت واکمنول خپل د پلار حق بولي او هم هغوی چې افغانستان د یو خپلواک هېواد په توګه نه بلکې د خپلې تمدني حوزې برخه ګڼي، افغانستان ته په ځانګړي تاریخ قایل نه دي بلکې په خپلو کتابونو کې لیکي چې:« افغانستان درگذشته از طرف ایران اداره می شد ». دغه دواړه   لوري یوازې د همدې موخو ترلاسه کولو له پاره پر خپل ټول توان هڅه کوي چې  افغانستان لاندې کړي نو ځکه خو کله هم دا نشي زغملی چې افغانان دې دا ډول ویاړنې هم ولري. دا ویاړنې خو افغانستان نړۍ ته د یو خپلواک هېواد په توګه ورپېژني، د هیواد او ولس سرلوړوي، د مانیزو امتیازونو تر څنګ مادي امتیازونه هم هېواد ته ګټي نو بیا خو دغه حالت په هیڅ صورت تور زړي او قسم خوړلي دوښمن ته د زغملو نه دی، پر همدغه دلیل کرکټ په نښه کوي او غواړي دغه ویاړ له افغانانو واخلي، کرکټ دی چې په وار وار یې د خلکو پر ویرجنو او وچو شونډو موسکا راووستلې نو بیا کله غلیم د مظلوم افغان پر شونډو موسکا زغملی شي. دې پېښې وښوده هغوی چې دا جګړه د بهرنیانو پر شتون او دین پورې تړي، نه د بهرنیانو پرضد جنګېږي او نه د دین پروا لري بلکې د نورو د ګټو او غوښتنو له پاره د مسلمان افغان وینه تویوي.   

۲ – ولې اوسنۍ بې ګټې جګړې چې ترهګر په هغو کې سیمې نه شي نیولی که یې ونیسي ساتلی یې نه شي، بیا هم دوام کوي؟

لومړی خو دا جګړې د کومې سیمې نیولو له پاره نه بلکې د سیمو ورانولو له پاره دي وګورﺉ کندوز دوه ځله طالبانو ونیو ویې ساتلی شو؟ نه! پر فراه وروستي برید کې هم ترهګر پر دې ښه پوهېدل چې که دغه ښار وهم نیسي نو ساتلی یې نه شي دا ځکه چې افغان امنیتي ځواکونه اوس ددې توان لري چې که کومه سیمه له لاسه وهم ووځي بېرته یې نیولی شي نو ولې یې په فراه کې د نورو او خپلې وینې تویه کړې؟ اصلي خبره دا ده چې دوښمن د افغانستان سوکالي نه غواړي، هغوی پر دې پوهېږي چې ثروت تمدن رامنځته کوي او تمدن سوکالي راولي نو ځکه خو د غلیم اصلي موخه له راتلونکې سوکالي د افغانانو بې برخې کول دي او بس. وګورﺉ د کندوز په  جګړه کې د خلکو څومره شتمني او ثروت له منځه لاړ، همدغه ډول د فراه په جګړه کې څومره د خلکو شتمني خاورې شوه؟ همدا اوس چې پر ولسوالیو یا ښارونو بریدونه کېږي، له یوې خوا د خلکو سر او مال ورسره له منځه ځي له بله پلوه پانګه له وطنه تښتي چې دا په خپله د شتمني له منځه تلل دي چې څومره پانګه له منځه ځي یا له هېواده ووځي هغومره د تمدن پرمختګ ورسره پڅېږي چې همدغه حالت سوکالي ته د رسېدو بهیر پڅوي. په دغه ځای کې غواړم یو بل تاریخي حقیقت ته نغوته ولرم او هغه دا چې د افغانستان وروسته پاتې والي یو لامل دا هم دی چې تل په کورنیو شخړو او بهرنیو یرغلونو کې د خلکو شته او ثروت له منځه تللی چې ډېر پخوا یې هېواد سوکالۍ ته رسولی شوای. د نولسمې پېړۍ له پیل راهیسې کابل  نږدې ۲۰ ځله په زور لاس پر لاس شوی چې هر ځل د خلکو ډېره شتمني په کې له منځه تللې. د نولسمې پېړۍ به سرکې چې واک شا زمان ته ورسېد له څه مودې وروسته یې ورور شامحمو د وزیر فتح خان په مرسته کابل په زور ترې ونیو، بل ځل شا شجاع له شامحموده کابل بېرته ونیو، بیا دوست محمد خان د کابل واګي ترلاسه کړه، له دوست محمدخانه، شاشجاع د انګریزانو په زور کابل ونیو، د شاشجاع له وژل کېدو ورسته فتح جنګ د انګریزانو په ملتیا کابل ته راغی او ښار یې لوټ څه چې وسوځاوه، ورسته بیا کابل د دوست محمد خان لاس ته ورغی، له یو څه ناڅه اوږدې دمې وروسته، عبدالرحمان خان کابل شیرعلي خانه په زور ونیو، خو شاوخوا څلور کابل وروسته بېرته شیرعلیخان کابل ته په زور ننوت. د روسانو د مرستې په خامه تمه شمال ته د شیرعليخان له تلو او کابل ته د کیوناري په راتګ سره کابل ښار یوځل بیا د جګړو پر تناره بدل شو. د کیوناري له وژل کېدو وروسته د انګریزانو غچ اخیستنې کابل وران کړ له هغه وروسته عبدالرحمان کابل ته راغی. له نږدې ۵۰ کلنې ارامي کابل د سقاو زوی په زور ونیو خو د یو کال په دننه کې نادرخان د سقاو زوی پسې واخیست او کابل یې په زور فتح کړ. له نادر خان وروسته بیا د شاوخوا پنځوسو کالو له پاره کابل د ارامي ساواخیسته کار وبار په کې وغوړېد، سره له دې چې واک ته د سردار محمد داوود خان په رسېدو بیا هم سترو پانګوالو یو څه ګوزار وخوړ لکه عارف ریکشا او ځینو نورو. د غوایي ۷ مې نیټې کودتا بیا د ډېرو خلکو ثروت او شتمني تبا کړه.  پر افغانستان د سره پوځ یرغل سره د خلکو ډېر ثروت له منځه لاړ. د مجاهدینو لاس ته د کابل په لوېدو او تنظیمي انډوخر ښار پر کنډواله بدل کړ او دولتي او شخصتي شتمني یې د اور د لمبو خوراک کړې. سره له دې چې طالباتو کابل په زور ونیو او په ګرمه بڼه د چا ثروت چور نه شو خو د هغه پروګرام له مخې چې دوی ته ورکړل شوی و هیڅ د رغاونې کار یې ونه کړ ان یوه پروژه هم په کابل کې ښار کې پلې نه شوه ځکه چې ای اس ای همداسې غوښتل او هم افغانستان په نړیواله کچه ګوښی شوی و نو ځکه خو که د طالبانو به واکمني د خلکو شتمني تبا نه شوه ثروت هم رامنځته نه شو خو طالبانو بیا د افغانستان مانیزه شتمني لکه د بودا مجسمې او نور لرغوني توکي له منځه یووړل. کابل ته د امریکایانو تر بمباریو لاندې د شمالي ټلوالې په ننوتو بیا هم د ټلوالې لنډغرو شهزاده سرای چور او ځینې مخور سوداګر یې لکه حاجي عارف، حاجي کفتان ځدراڼ او نور تر برید لاندې راغلل چې حاجي کفتان بیا د مړي په تابوت کې ترې وتښتېد خو دوو زامنو یې ژوند بایلود.

هغه ډول چې یادونه وشوه د کابل په دغه هر ځل لاس په لاس کېدو خلکو د سر اومال درانه زیانونه ګاللي چې همدې شتمنیو کولی شوای هېواد د پرمختګ لوړو پوړیو ته ورسوي.

دا اوس چې جنګ جګړې روانې دي په کې د غلیمانو نورو موخو ترڅنګ یوه اساسي موخه په افغانستان کې د پانګې له منځه وړل هم دي ځکه هغوی پر دې ښه پوهېږي چې ثروت تمدن او تمدن سوکالي رامنځته کوي نو ځکه خو د قسم خوړلي غلیم نیت له پرمختګ او سوکالي د افغان ولس راګرځول دي پر همدغه دلیل ترهګر او ملاتړي یې پر هیچا رحم نه کوي!                

31 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *