Categories

اعلان

Loading…

رپا/ اجمل پسرلی

د ټکر له ځای سره تنکی ماښام له موټره ښکته شوه. شاوخوا پټي دي. ګیډۍ ګیډۍ ګلونه چې خلکو څو اونۍ مخکې دلته د دوو وژل شویو د ویر لپاره ایښي و مړاوې شوي. لس دولس کږې وږې سوځیدلې شمې هم د ګلانو له ډډ سره مړې پرتې دي. د ونې پوستکی اوښتی، ښایي بس به تر اوښتو مخکې ورسره لګیدلی و. په لومړۍ ورځ لکه چې د دې ونې ته نه و ورپام شوي، د ونې راځوړند پوستکی یې په ګوته واړاوه.

څرپي شو. بله ښځه وه، درې شمې یې له ګلانو سره کیښودې. درې سره  یې ولګولې. په ټیت غږ یې دې ته وویل:

-نن مې واوریدل چې د ټکر یو ټپي ماشوم ساه ورکړه

د دې په سترګو کې اوښکي ډنډ شوې، غریو ونیوله، خوله یې راټوله کړه چې ورته ووایي د دې ځوانه خور هم دوې اونۍ مخکې له اخیستو ټپونو مړه شوه، خو دا بله ښځه روانه شوه. ژر ژر له سړکه پورې وته. دې پر بارخوګانو لاس تیر کړ. پر سړک یو بس بیا څو موټر تیز تیر شول. نري باد ته د ونې پاڼې ورپیدې، د شمو د اور ژبې هم  شمال ته کږې شوې.

پراګ

543 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2