Categories

اعلان

Loading…

زموږ امنیتي ځواکونه د هېوا ساتونکي دي | مینه منګل

‎زموږ امنیتي ځواکونه چې ددې هېواد اصیل مجاهدین دي تل يې په خپله مېړانه ثابته کړې چې دوی ددې وطن د ناموس، عزت ، د ولس د سر او مال، او د لوېشتې لوېشتې خاورې ساتونکي دي.
‎په اسلام کې مجاهد هغه چاته ویل کېږي څوک چې د خپلې خاورې، ناموس، د ملت له سر او مال څخه ساتنه وکړي ، د پردیو شیطاني برنامو په وړاندې تل  زموږ امنیتي ځواکونو خپل سپېځلی جهاد  په بریا سره پای ته رسولی.
‎زموږ امنیتي ځواکونو  تل په یواځې توګه ددې وطن څخه ساتنه کړې او له دښمن سره يې مخامخ جګړه کړې ، سره له دې چې له وسله والو سره ډېرې قوي وسلې شتون لري خو زموږ د امنیتي ځواکونو په وړاندې يې ماتې خوړلې ، له ۲۰۱۵ کال وروسته په افغانستان کې د مخالفینو تهدیدونه زیاد وه خو د افغان امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شوي ، چې په تېرو دریو کلونو کې وسله والو ته سخته مرګ ژوبله هم اوښتې ، په تېرو پنځو کلونو کې وسله والو طالبانو هڅه وکړه چې کندز ولایت تر خپل کنټرول راولي، سره له دې چې د کندز ډېرې سیمې د وسله والو لاس ته ورغلې خو وروسته بېرته افغان امنیتي ځواکونو ترې ونیولې، څو ځله د هلمند ولایت د سقوط هڅې وشوې  آن تر دې چې جګړه د ښار منځ ته راورسېده، خو زموږ امنیتي ځواکونووسله والو ماتې ورکړه ، همداسې هڅې وشوې چې نورستان، فاریاب، تخار، سر پل، جوزجان، بغلان، ولایتونه سقوط کړي خو زموږ د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول چې وسله والو ته يې ماتې ورکړه ، داسې هم ويل کېږي ددې ولایتونو د سقوط په پلان کې د هېواد په شمال کې د پاکستان پوځي جنرالان هم لیدل شوي وُ، چې دلته يې وسله والو ته روزنه ورکوله او پټنځایونه يې ورته ترتیبول ، د شمال جګړه ډېرره پيچلې وه په لږه موده کې د وسله والو ماتې ځکه ستونزمنه خبره وه، چون  دلته پاکستاني ، تاجکستاني ، ايراني ، ازبکستاني توندلارو د ډېرو قوي وسلو سره ځالې جوړې وې ، ددې ډلو په ماتولو سره زموږ امنیتي ځواکنو ته هم  ډېره مرګ ژوبله واوښته خو خپل مورال يې د لاسه ورنکړ ، او ددوی لاره ددې وطن اصیلو بچو تعقیب کړي دي ، فراه ولایت چې له ایران سره نېږدې پوله لري ، او ایران هم د طالبانو له تمویل کوونکو  هېوادنو څخه شمېرل کېږي ، تل يې هڅه کړې فراه سقوط شي تر څو د فراه له اوبو څخه استفاده وکړي، دا چې موږ دلته له امریکا سره ستراتیژیک تړون لرو ، د امریکا د ګټو ضد هم دوی غواړي تخریبي اعمال ترسره کړي، همداسې ایران په فراه کې نورې سیاسي او کلتوري موخې لري نو ځکه هڅه کوي چې په دې ولایت کې جګړه دوام وکړي او د سقوط تر حده يې ورسوي ، خو باید ووایم چې خوشبختانه زموږ امنیتي ځواکونو په ډېرې قوي ارادې سره پردۍ موخې ماتې کړي او وسله والو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې
‎ له تېرې شپې راهیسي په فراه ولایت  کې له افغان امنیتي ځواکونو سره جګړه روانه ده،  چې دا مهال هم دوام لري ، خو وسله وال ندي توانیدلي چې خپلو موخو ته ورسېږي ، ځکه چې  زموږ امنیتي ځواکونه  د وسله والو په وړاندې جګړه بریالي دي  چې تر دې مهاله يې وسله والو ته سخته ماتې ورکړې ،چې اوس وسله وال په سخته محاصره کې دي .
‎په ټوله کې باید ووایو چې له امنیتي ځواکونو ملاتړ په هر ډګر زموږ د سرلوړۍ سبب کېږي.
‎ولې بدبختانه دا چې دښمن د جګړې تر څنګ د ولس په منخ کې تبلیغي جګړه هم پر مخ وړي د ولس اذهان يې د امنیتي ځواکونو په خلاف رروزلي.
‎هم زموږ د هېواد په یو شمېر سیمو کې طالب پلوه خلک وهڅې وکړې چې زموږ پر امنیتي ځواکونو د کفر او غلامۍ  ټاپې ووهي ، حتی موږ شاهد وو، چې په ډېرو ځایونو کې يې د امنیتي ځواکونو جنازې نه کولې ، او خلک  يې  هم د افغان امنیتي  ځواکونو  په جنازو کې د ګډون کولو څخه  منع کول.
‎خو باید په ټوله کې ووایو چې اوس مهال افغان امنیتي ځواکونه د ولس له پراخ ملاتړ څخه برخمن دي که چېرې طالب پلوه اشخاص هم د د وسله والو ملاتړ پرېږدي او د خپل نظام د پیاوړتیا په خاطر کار وکړي نو ټولې وسله والې ډلې به دلته ماتې خوري .
onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *