Categories

اعلان

Loading…

طالبان له فراه ښاره وشړل شول

تاند- د وروستیو راپورونو له مخې، وسله وال طالبان، چې د سې شنبې په شپه او سهار د فراه ولایت د مرکز فراه ښار ځینو سیمو ته په ننوتو بریالي شوي وو، شاتګ ته مجبوره شوي دي.

طالبان وروسته له دې له فراه ښاره وشړل شول چې دې ښار ته ځانګړی پولیس او کومانډو ځواک ورسېد او هوايي ملاتړ یې وشو.

طالبانو په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې کندوز ښار د لنډ وخت لپاره نیولی و. که دې ډلې فراه ښار نیولې وای، دا به له ۲۰۱۶ راوروسته لومړنی ولایتي مرکز و چې د طالبانو لاس ته لوېږي.

له راپورونو داسې ښکاري چې طالبان ونه توانېدل چې په فراه ښار کې مهم دولتي مرکزونه ونیسي.

طالبان وروسته له دې فراه ښار ته ننوتل چې اجرايي ريیس عبدالله پر ولسمشر غني او امنیتي چارواکو امنیتي چارو ته د نه پاملرنې په خاطر توندې نیوکې وکړې.

عبدالله، چې په الیکترونیکي تذکرو کې د افغان کلمې ذکرېدو غوسه کړی و، دې موضوع ته د بیا بیا اشارې په ترڅ کې وویل چې د هیواد مشرتابه د مهمو مسلو پر ځای پاروونکو مسلو ته لومړیتوب ورکوي.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې پر فراه د طاللبانو له حملې سره سم په دغه ولایت کې د عبدالله له لوري ټاکل شوی والي بصیر سالنګي، چې د اجرايي رييس په شان د شمال ټلوالې غړی دی، وتښتېد.

د سالنګي تېښتې په فراه کې داسې شکونه پیدا کړي چې ممکن د طالبانو حمله او ښار ته اسانه پرمختګ د مخکې تر مخکې جوړجاړي پر اساس شوی وي.

پرون /سې شنبه/ طالبانو او ځینو نورو ادعا کړې وه چې طالبانو د فراه د ملي امنیت ریاست ودانۍ نیولې ده خو وروسته څرګنده شوه چې طالبان په دې کار نه دي بریالي شوي.

599 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

3 comments

  1. حسن Reply

    د نظار شورا د فراه له جنګ نه څو ګټې اخلي.
    1 دوی د تذکیرو د وېشلو لړۍ غواړي ودروي. دولت بلې خواته متوجه کړي.
    2 د جګړې په دواړو خواو کې زمونږ ځوانان او خصوصا پښتانه وژل کیږي.
    3 دوي مخکې له مخکې د جنګ د تودېدلو پلان جوړوي . طالبانو ته شین څراغ ورکوي ، چې ښار بې له مقاومته تسلیم کړي . پدې کار سره امنیتي ځواکونه ضعیف او بې مسوولیته ښکاره کړي.
    4 ګاونډیو او خصوصا زبرځواکونو ته خپل قوت او رول ښکاره کوي چې د دوي خواته هم بام وکړي.

  2. صاحبزاده توانا Reply

    چې ریښتیا راځې دوراغو به کلي وران کړي وي ، کیدای شي په کراره کراره نور حقایق هم څرګند شي خو د حکومت سره د مخالفت په نامه چې ځینې رسنۍ د خپلو ملي ګټو سره کوم خیانت کوي او د هیواد او هیوادوالو جرړو ایستلو ته یې ملا تړلې ده دا هم له هر بل ناورین څخه ډیره خطرناکه خبره ده چې طلوع شبکه او فروعات یې په دې لار کې پیشتاز او سخت په اخلاص د بیان د ازادۍ تر نامه لاندې دې کار ته کار ویلای دې شپه او ورځ یې د تبلیغاتو موضوعات او میلمانه ټول هغه څه دي چې ددې وطن بنیاد ایستلو ته کار کوې . طلوع او خویندو ورونو یې همیشه د حکومت د ضعف او د دښمن د خبرې د کره کولو لپاره حتا دوکانونو ته د تابوت فروشانو پسې تللي او د دښمنانو دا ادعا چې ډیر افغان ځوانان یې وژلي ثابته او د خپل حکومت (چې هغوی یې خپل نه کڼي) ادعا چې لږ وژل شوي تکذیب کړي .

  3. kabuliwala Reply

    طالبان کله شرم لری

Leave a Reply to kabuliwala Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور
  • 1
  • 2