Categories

اعلان

Loading…

مسلمیار د افغانستان او افغان مخالفان له داعش او طالبانو سره ورته وبلل

تاند- د افغانستان د مشرانو جرګې ريیس وايي، د ولسي جرګې غړی عبدالطیف پدرام باید محاکمه شي.

عبدالطیف پدرام، چې د دوشنبې په ورځ په فیض اباد کې د بدخشان د خپلواکۍ پټکه وکړه، له افغان، افغانستان، او ملي سرود سره مخالف دی.

د مشرانو جرګې رييس عبدالهادي مسلمیار وویل، پدرام په بدخشان کې په خپله غونډه کې د افغانستان د ملي سرود په ځای د استاد رباني د حکومت ملي سرود وږغاوه او د افغانستان د ملي بیرغ پر ځای یې د خراسان بیرغ پورته کړ.

تاند ته د رارسېدلو عکسونو پر اساس پدرام د تاجیکستان بیرغ او د ایران د پخواني شاهي رژیم نښان د خراسان د بیرغ په نوم پورته کړی و.

پدرام دا غونډه له الیکترونیکي تذکرو سره د مخالفت لپاره جوړه کړې وه.

د مشرانو جرګې ريیس ښاغلي مسلمیار وویل«زه د چا نوم نه اخلم خو که هر څوک په هر نوم او پلمه چې د افغانستان د نظام خلاف خبرې وکړي، خیانت یې کړی او د افغانانو په حق کې یې جفا کړې ده او باید د هغه په وړاندې چوپ پاتې نه شو. د دغو کسانو اعمال له طالبانو او داعش سره هیڅ توپیر نه لري.»

پدرام ویلي چې د افغانستان نوم دې په خراسان بدل شي.

138 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

3 comments

  1. كابل Reply

    يك إنسان خَر است اول خو بين طالب أين احمق هيج فرق نيست دوم كه تاجكستان خودش را به صفت تاجك نميبذيرد سوم كه بدخشان بس مان ترين ولايت داري جند دانه كوه كه تمدن در آنجا هيج نيست همه شان در كابل حتي تمام مساجد كابل را ملا و جلي شان كرفته … ادعاي استقلال ميكنه هههه بجه احمق در همين كابل كه ميايد ان هم توسط تيمورشاه متمدن شده

  2. حسن Reply

    خیانت تور وي او که سپین؟
    یو خایین د ګران هېواد له نوم ، خلکو ، تاریخ او ټولو افتخاراتو سره مخالفت کوي او بیا د یوه ولایت د خپلواکي ګواښ هم ورسره کوي، د پردیو هېوادونو جنډې پورته کوي. پدې خباثت سره د ورونو قومونو ترمنځ د نفاق اوربلوي او د هېواد د ټوټې ، ټوټې کېدو سبب کیږي.
    دا په داسې حال کې چې د دوي بادار د افغانستان په غربي سيمو کې خپل ځري او مزدوران را مستوي . مظلوم ښاریان وژني او د هغوي آرامه ژوند په سره اور بدلوي. که د پدرامیانو مخه همدا اوس ونه نیول شي ، سبا به په لوي لاس سره د هېواد په شمال کې سور اور بل شي او د زرګونو انسانانو ژوند به واخلي.
    ترټولو مخکې ولسي جرګه باید دا خایین له خپل مجلس نه وباسي ، ملي امنیت ریاست او د کورنیو چارو وزارت د دغه منحوس بانډ ټول غړي ونیسي او تر محاکمې وروسته په عام محضر کې اعدام کړي چې نورو خبیثه ارواوو ته د عبرت سبب شي.

  3. صاحبزاده توانا Reply

    که چیرې دا دعوا ومنل شي چې بدخشان خراسان شي نو بیا به په دي خبرې لانجه وي چې اوسیدونکو ته یې په الکترونیکي تذکره کې (خر) ولیکل شي که (اس) د پدرام لپاره خو زما وړاندیز (خر) دی او هغه هم ینګي خر… ځکه چې اول خو لکه څرنګه چې افغان د افغانستان اوله کلمه ده په همدې توله خر د خراسان اوله کلمه ده او بل غټ دلیل زه پدرام ته د خر د لیکلو لپاره دا لرم چې خر تقریباً د نړۍ په اکثریت ټولنو کې د بې عقلۍ بیلګه ده لکه ګل مو په مخ پدرام په افغاني ټولنه کې .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *