Categories

اعلان

Loading…

په افغانستان کې د بېوزلۍ اصلي لاملونه

د واحدالله واحدي لیکنه

افغانستان داسې هېواد دی، چې ډېری وګړي یې په کرنه بوخت دي، یعنې یو غرنی کرنیز یا زراعتي هېواد دي. د افغانستان ۷۸.۶٪ خلک د کرنې له لارې ژوند پر مخ بیایي؛ ۵،۷٪ خلک مو په صنعت او پاتې برخه په نورو بېلابېلو برخو کې پر کار بوخت دي. (CIAFACTBOOK, 2017)

د افغانستان زراعت د نړۍ د نورو پرمختللو هېوادونو د زراعت په څېر نه دی؛ د بېلګې په توګه، د امریکا ۱٪ خلک په کرنه بوخت دي، خو صادرات یې ټولې نړۍ ته رسېږي. د افغانستان کرنیزې چارې له تکنالوژۍ پرته پر مخ بېول کېږي، دا کرنیزې ځمکې له ښارونو نه په لېرې واټنونو کې موقیعت لري، له همدې امله دولت ورته دومره پاملرنه نه لري، ان داسې سیمې هم شته چې هلته د دولت د پام نښې هېڅ نه لیدل کېږي. نو که چېرته د هېواد کرنې ته پاملرنه ونه شي، پایلې به یې ښې نه وي؛ ځکه په داسې حساسو شېبو کې چې افغانستان خپله یو واردوونکی هېواد دی، باید په زراعت باندې دومره تکیه وشي چې زراعتي مالونه له بهرنه رانه وړل شي.

افغانستان یو داسې هېواد دی چې صنعت یې دومره وده نه ده کړې، که چېرې افغانستان هم زراعتي او هم صنعتي مالونه/توکي وارد کړي نو هېڅوک دې ته یو ښه، خپلواک او باسیستمه اقتصادي نظام نه شي ویلی، بلکې یو بشپړ تړلی اقتصادی نظام به وي.

که چېرې افغانستان د نورو ملکونو په شان ځانګړی، لیکلی او موجود اقتصادی پلان ونه لري چې د هغې له مخې عمل وکړي، نو د افغانستان اقتصادي نظام به یو بې بنسټه نظام وبلل شي.

افغانستان د خپل موجوده حالت په پرتله ډېرې موازي ادارې لري، که وکتل شي، له مرکزي بانک پرته موږ څومره اقتصادي ادارې لرو؛ مالیه وزارت، اقتصاد وزارت، سوداګرۍ خونې، ایسا، سوداګریو او صنایعو وزارت او داسې نور. خو یوه اداره هم په یو داسې پلان جوړولو نه دي بریالي شوي چې د افغانستان خلک او اقتصادی مسوولین هغه تعقیب او له مخې  یې عمل وکړي.

که چېرې موږ د نورو هېوادونو اقتصادي نظامونه مطالعه کړو د هغوي هره اړونده اداره د مشخص او د ټاکلي وخت لپاره پلان لري او دا هره اداره اړه ده چې لوړو ادارو او مسوولو ارګانو ته د خپل پلان راپور ورکړي، د بېلګې په توګه: د پاکستان ملي بانک چې د پاکستان دولتي بانک دی، ۵  کلن پلان لري چې هر کال د موجوده پلان له مخې د هغه د عملي کېدو راپور له ټول ملت او مربوطه ارګانو سره شریک کېږي او هر کله چې ۵ کلن پلان پوره او خپل هدف ترلاسه کړي نو بیا له ټول ملت سره د دویم ځل لپاره بیا شریک کېږي. خو په افغانستان کې پلان جوړونه او د ښه سیستم درلودل کومې نښې نه ښکاري، چې غټ لامل یې اداري فساد او د لوړ پوړو چارواکو او مسوله غړو بېځایه بدلون راوړنه او په فساد کې د دوی ښکېلتیا ده.

خو که چېرته د بېوزلۍ موضوع او لاملونو ته راشو؛ لومړی باید پوه شو چې بېوزلی یا فقر څه شی دی؟  آیا کوم ټاکلی حد شته چې څوک د هغه په اساس بېوزله وبلل شي او کنه؟

د فقر یا بېوزلۍ یو ساده تعریف دا دی چې که یوه کورنۍ یا ټولنه د بېوزلۍ له کرښې لاندې/ټیټ عاید ولري، هغه کس، کورنۍ یا ټولنه بېوزله بلل کېږي. د بېوزلۍ نړیوال حد په ۲۰۰۸ کال کې په ورځ کې ۱،۲۵ ډالره و. لکه څنګه چې د نړۍ اقتصاد مخ په ښه کېدو دی، نو په ۲۰۱۵ کال کې د بېوزلۍ د کچې اندازه ۱،۹۰ ډالرو ته وخوت، یعنی که یو سړی په ورځ کې ۱،۹۰ دالره عاید ونه لري نو هغه سړی غریب بلل کېږي. د نړیوال بانک د راپور په اساس په نړۍ کې تر ۹۰۰ مېلیونو زیات غریب خلک شته، چې ۷۰۰ مېلیونه یې په جدي غربت کې ژوند کوي.

د مثال په توګه، په تېرو کلونو کې د افغانستان د فقر فیصدي  ٪۳۶ وه، یعنې په ۱۰۰ کې زموږ ۳۶ کسه نېستمن وو، نو که چېرته له ښارونو بهر وګورو، په کلیو کې د بېوزلۍ کچه بیخي زیاته ده او د افغانانو ډیری شمېر وګړي په کلیو کې اوسېږي. د ۱۳۹۵ کال د معیار پر بنسټ که یو تن په یوه میاشت کې ۲۰۶۴ افغانۍ مصرف کړي د بېوزلۍ تر کچې لاندې نه دي، خو که له دې کچې څخه لږ پسې مصرف کړي نو هغه کس د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند لري.

د مرکزي احصایې پر اساس د بېوزلۍ کرښې کچه د نورو موسمونو په پرتله په ژمي کې لوړېږي، خو دوبی کې د نورو فصلونو په پرتله دا کرښه یو څه لږ وي؛ خو د یوې تازه خپرې شوې سروې له مخې په افغانستان کې د تېرو لسو کلونو په پرتله د بېوزلۍ کچه ۲۱ سلنه لوړه شوې ده  او په دې وروستیو کې د بېوزلۍ کچه ۵۴،۵ ٪ ته جیګه شوې، په داسې حال کې چې د ژمي په موسم کې د بېوزلۍ کچه تر ۶۷٪ رسېدلې وه. خو د سواد زده کړې کچه ۲۳ سلنه او د امیندوارو میندو لپاره روغتیایي خدمتونه ۴۰ سلنه ښه شوي دي. (کریمی, May 06, 2018).

او همدا راز ۱۳ سلنه افغانان شخصي کورونه نه لري، د ښاری سیمو څه باندې ۷۰ سلنه وګړی د بېوزلو مېشتو سیمو او یا نامناسبو کورونو کې ژوند کوی، ۲۴ سلنه خلک د ګڼې ګوڼې په کورونو کې یعنې له درېیو څخه زیات کسان په یوه کوټه کې ژوند کوی. (کریمی, May 06, 2018)

د بېوزلۍ د زیاتوالي له لاملونو یو هم د تېر دولت ناسمه حکومتوالی او نامناسبه اقتصادي انډولي بللی شو. هغه دا چې  په تېرو ۱۶ کلونو کې له افغانستان سره ډیرې مرستې وشوې خو دې مرستو ته هېڅ کوم داسې سیستم، پلان او طرحه موجوده نه وه چې دا لګښت چیرته او په کوم ځای کې باید ولګول شي؛ نو د پیسو بېځایه مصرف او ورکېدنه یې دوه اغیزمن لاملونه کېدای شي. نه یواځې تېر حکومت بلکې د برحاله دولت له سختو قوانینو، زیاتو مالیاتو، تعرفو، فساد… او د کار نشتون بېوزلۍ ته ښه زمینه برابرولی شي. نا امنیو، پر دولت د باور نشتون، د مالیاتو زیاتوالی او د قوانینو سختوالي ډېر پانګوال دې ته اړ کړل چې خپله سرمایه له هېواده وباسي.

د افغانستان دولت په دې کوښښ کې دی چې د  ملي عایداتي کچې پراختیا/وده تر ۹ سلنه ورسوي، خو په داسې حال کې چې له ګاونډو هېوادونو سره چې د افغانستان د تولیداتو په تېره بیا د کرنیز تولیداتو لپاره مناسب مارکېټ بلل کېږي، سوداګري کمه شوې؛ نو کله چې یو هېواد خپلو تولیداتو او صادراتو ته مناسب مارکېټ ونه لري، واضح خبره ده چې عایدات به یې کمېږي او رشد به یې مخ پر ځوړ روان وي.

هغه کره او واضح لاملونه چې د بېوزلۍ سبب ګرځي:

  • جګړه او نا امني
  • د زکات نه ایستل
  • د سوداګرۍ کسر یا کم عایدات
  • نا منظمه سیستم او د سم پلان نشتون
  • بېسوادي
  • فساد
  • لوړ مالیات او سخت قوانین
  • بېکاري
  • له اقتصادي سکتورونو/برخو سره د دولت نه همکاري
  • د موازي ادارو شتون او د چارواکو مسلسله بدلون
  • کډوالي/ مهاجرت (منفي مهاجرت)
  • لوړ قیمتونه، ازاد بازار او داسې نور…

11 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *