Categories

اعلان

Loading…

په او (پر) ليــکوال. نور الله زهــير

 يــو سربـلونـه دي بل او ستربلونه دي. سربلونه او ستربلونه هغـه نه ګردانېدونکي نــاخپلواک مقــيد مورفيمونه دي چي په خپلواکه توګه معنا نه ورکوي بلکي لــه خـپلواکو نا مـــــقيدو کلمو سره معنا ورکوي. ســربلونه: هغه دي چي په جمله کي ترنوم مخکي راځي او د هغه حالت او دريځ څرګندوي.

اوستر بلونه: هغه دي چي تر نوم وروسته راځي. لکه: احمد په کور کي دی. په پورته جمله کي (په) سربل او (کي) اوستر بل دی. پـه او پـر دواړه سربلونه دي چي په جمله کي تر نوم مخکي راځي. ځيني کـسان (پـه) او (پـر) يا يو ګـڼـي، يا ئې توپــير نه کوي او يا د يوه پر ځای بل کاروي.

د (پـه) او (پـر) ناسم استــعمال پـه معنا او مطلــب کي تغير راوړي که سم او پر ځای ونه کارول شي کېدای شي د ليکـوال چي کوم مطلب دی لوستونــکي او اورېدونکي پرې پـوه نــشي بـــله معنا ترې واخـلي. د دغو سربلونو(پـه او پر) په استعمال کي بايد دقــت وکړو، د استــعمال په ځای کي بايد يو د بل پرځای ونه ليکو.

(پــه) د ظــرفــيت او اليت لپاره کارول کــيږي. لکــه: احمد په کور کي دی. اجـمل په صنــف کي درس لولي. دوی په موټـر کي راغلل. پـه پورته جملو کي (پــه) د ظر فــيت لپاره راغلی دی. محمود ئې په لرګي ژوبــل کړ. کــريم ئې پـه موټــر وواهــه. ماشومان ونـه پـه ډبرو ولي. پــه پورته جملو کي بــيا (پــه) د اليت دنده لــري. (پـر) د استعلا او لوړوالي لپاره راځي يا يو استعلايي سربل دی. دوی پر څوکۍ ناست دي. کـتاب پر مــېز کــښېږده. هلک پر بام ولاړ دی. دلتـه (پر) د استعلا دنــــــده اجــرا کوي. داسي هم ويلای شـو: (پــه) د فاعلي حالت لپاره چي شخــص فاعلي حالت ولري او (پـر) د مفعولي حالت لپاره راځــي. دوی په احمد او محمود سياسي کار کوي. دلته احمد او محمود فاعلي حالت لــري. دوی پر احمد او محمود سياسي کار کوي. په دې جمله کي احمد او محمود مفعولي حالت لري. (پر) موږ داسي هم استعمالوو لکه: اکـبر پر کـور ناسـت دی. يعـني کار روزګار نه کوي. احمد پرکابل او کندهار موټـر چلوي. يعني تر کابل او کندهـــــاره موټــر چلوي.

که داسي ووايو چي پــه کابل يـا کندهار کي موټر چلوي دا په کابل او کندهار کي دنـنه خبره شـوه چي د کابل او کندهار په ښار کي د نــنه معنا ورکوي. د (پـه) او (پـر) توپــير په لاندي جملو کي وګـورئ د جملو په مــعنا کي څومره توپـير پـېښـوي. ده احمد پر لښته وواهـه. ده احـمد پـه لښـته وواهـه. په لومړۍ جمله کي دا معنا ورکوي چي شخړه پر لښته شوې ده ، د وهلو سبـب هم لښته ده چي وهل شوی دی. په دويمه جمـله کي د وهلو سبب نا معلوم دی خو د وهلو الـه لښته ده چي احمد په وهل شوی دی.

بل مــثال: مـا په پښتو مقاله ليکلې ده. يـعني د ليکني ژبه مي پښتو ده دري، عربي يا کومه بله ژبه نه ده. ما پر پښتو مقاله ليکلې ده. مـعنا دا چي مــوضوع مي پښتو ژبه وه د ليکني ژبه که څه هم بله وي. او که داســي ووايــو: مـا پـر پښتو ژبه په پښتو مـقالـه ولـيکلـه. يـعني موضوع مي پښتو ژبه وه ، پر پښتو ژبه مي خبري وکړې او د ليکني ژبه مي هم پښتو ده. د مصطفی سالک (منشور ادبي کره کتنه) نومي کتاب په (۱۸۴مخ) کي همداسي راغلي ( جمله ژباړه ده) دي. (( يوه ډېره لويـه ژبه ترهغي له منځه نـشي تلای تر څو هغه خلک له منځه لاړ نشي چي پر نوموړې ژبه خبري کوي.))

دلته که وګورو د جملې معنا بله راوزي ځکه د (په) پرځای (پر) راغلی دی. که د (پـر) پر (پـه) وليکو دا جمله داسي راځي. (( يـوه ډېره لويه ژبـه تر هغي له منځه نشي تــــلای ترڅــو هغه خلک له منځه لاړ نـشي چي په نوموړې ژبه خبري کوي.)) اوس د جــملې معـنا دا شوه چي يوه ژبـه ترهـغو له منځه نـه ځي ترڅوچي د هغي ژبـي ويونکي وي، په هغه ژبه خبري کـيږ ي، د افهـام او تفهيم وسيله همدا ژبه وي. که د دغي ژبي ويونکي يا ملت له منځه لاړشي نو ژبه هــم ورسره ځي دا مطلب د جملې په اوله بڼه کي نه اخيستل کيږ ي.

ښاغلی محمد اسماعـيل يـون د سربلونو ا وستربلونو د ناسم استعمال په اړه وايي :(( دا ډول تېروتـني په ادبـي متـونوکي دومره زيان نه پـېښوي خو په حقوقي، جزايـي او سيـاسي متونو کي دا ډول ګرامري تـېروتـني د شخـص او ټولني سياسي ژوند بربادولای شي.))

دا مــثالونـه هم وګورئ.

پر څــه دي وواهــه؟ داسي هم ويلای شـو چي ولي دي وواهـه؟ خو موږ خبره تر (پر) پوري ده. په پورته جمله کي دا پوښتنه کـيږي چي څه مسله وه؟ څه سبب و؟ چي ودي واهــه. پــه څه دي وواهــه؟

په دې جمله کي د وهلو د الې پــوښتــنه کيږي چي لرګی، لښته څه شی و؟ دا بـېـلګـه يـو پـه دوه يـعـنـي دوه چـنـده يـو پـر دوه يـعـني يـو شی دوه ځايـه کول د محمد نعيم ازاد دا بــيت هم ولولئ. د زړه خـبره پـر بارخــو پــه اوښکـو ځکــه لــيکم چي ستــاتر زړه پوري ئې د روړي داسي توري نـه وي

46 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

11 comments

  1. محمد معصوم هوتک Reply

    ښاغلې زهیره
    د (په) او (پر) د کارولو ځایونه او وظایف دي ډېر ښه بیان کړي دي. هیله ده ښاغلي لیکوال ئې په عمل کي تطبیق کاندي. تاته دي خدای خیرونه درکړي

    1. Noorullah zaheer Reply

      ښاغلى هوتک صاحب له ميني او داده مو مننننه کوو
      ستاسي نظر مي د لاري مشال دى

  2. عثماني Reply

    زما په نظر د « په او پر » توپیر یواځې په کندهارۍ لهجه کې شته . په نورو لهجو کې دواړه یو شان استعمالیږي.

    1. Noorullah zaheer Reply

      محترمه عثماني
      زما مطلب عمومي خبره ده بغير له کندهارۍ لهجې هم دغه ستونزه مخي ته راځي.
      منننننننه

  3. غ.حضرت Reply

    سلام
    که څه هم زه د پښتو ژبی د مهارت هیڅ ادعا نلرم او فقط دومره می زده ده لکه مثلاً د مورکی چه می زده وه خو کله چه د ځینو ګرانو وطنوالو ځینی لیکنی ګورم چه د په او پر د توپیر په وړاندی بې اعتناء دی نو لږ غوندی خښم راځی
    باور وکی یوه بېسواده ښځه هم د په او پر په توپیر پوهیږی خو د بده مرغه ځینی لیکونکی دا بې خونده اختلاط ته بیا هم ادامه
    .ورکوی
    بل عرض می داؤ چه د زهیر صاحب( خدای دې نه زهیروی) په لیکنه کی د استعلا لغت تر سترګو شو ، که می اشتباه نه وی کړې دا باید استلاء وی نه استعلاء
    په هر حال د زهیر صاحب څخه په مننی سره هیله ده نور دا ډول غیر مناسب اصطلاحات هم معرفی او سمه او صحیح بڼه ئې راته
    .واضح کړی
    .د استاد هوتک صاحب لنډی تبصرې هم سترګی را روښانه کړې

    1. Noorullah zaheer Reply

      محترم وروره
      له ميني دي جار
      استعلا لغت د لوړوالي اوسربېره په معنا دى
      فرهنګ عميد کي همدا معنا لري
      استلا نه دى

  4. حسن Reply

    که یو باسواده او په یوه مسلک پوه شخص د بل چا په نیوکو اعتراض وکړي فرق نه کوي . خو دومره بېسواده چې د استیلا یعنې اشغال او استعلا یعنې لوړوالی ترمنځ تفکیک ونشي کړئ . مونږ به ګیله له چا وکړو.
    خشم یعنې قهر په خښم لیکل او يا د چې پر ځای چه لکه پښه ، ځه ، ښه لیکل هم د سړي لږ « خښم » یعني قهر او خشم راځي.

    1. Noorullah zaheer Reply

      حسن صاحب
      منندوى دي يم د هر ملګري نېک نظر او نيوکه د خپلي لاري مشال ګڼم
      له تاسو مننننننه

  5. سهاک Reply

    د هرچا پوهه ، استعداد او مهارت د هغوي له لیک نه مالومیږي.
    راځئ دا خپله خوږه پښتو ژبه نور نه پېچلې کوو. د انګلیسي ، فارسي ژبو زده کړه او ترویج له دې امله دی چې ساده شوې او هرڅوک یې زده کولی شي.
    د عربي ا و فرانسوي ژبو پېچیلتیا د دې سبب شوه چې له خپلو لومړیو درجو مقامونو نو نه بېرته پاته شي.

    1. Noorullah zaheer Reply

      منننننه ښاغلى سهاک خداى دي موږ ته توفيق راکړي چي پښتو ژبي ته ريښتنى کار وکړو
      او اسانه ئې کړو

  6. غ.حضرت Reply

    حسن صاحب البته سلام
    دوې میاشتی وروسته د کوم بیسواد پر تبصره رڼا اچونه لږ غوندی غیر طبیعی ښکاری، ممکن کوم بل څه ستاسی د خښم لامل ګرځېدلی وی بلی خښم نه خشم
    بله داچه استیلا یا استلا د اشغال معنی نلری بلکه د حاکمیت معنی لری چه د زهیر صاحب په لیکنه کی د هغه د اړوند جملې څخه داسی ښکاری چه استیلا تر استعلا مناسبتره کلمه ده
    بل عرض می دادی چه باسواد او پوه او مسلکی درې مخلتف مفاهیم لری د پوه او مسلکی د صفت په هکله توضیح ته اړتیا نشته خو د باسواد په هکله غواړم ووایم چه ټول پدې متفق دی چه باسواد هغه څوک ګڼل کیږی چه لیک او لوست ئې زده وی چه د پنځم ټولګۍ او دوولسم یا څوالسم ټولګۍ شاګرد ددې صفت موصوف ګڼل کېدای شی
    بل عرض می دادی چه دې کس د همهغه مکتب د لومړنیو پړاوونو څخه بیا تر نن پوری همدا( چه) کارولې ده نه( چې) او همدا ئې سلیقه ده که چا ته د منلو وړ وی که نه وی مهمه نده
    بل عرض می دادی چه پښتو ژبه د ټاپوګانو ژبه ده کومه مشخصه او ځانګړې او منسجمه جغرافیا نلری چه ټولو ته د هغې توحید او یګانګی او یووالی د منلو وړ وی بناً ما هیڅکله د خپلی مور څخه د خشم کلمه نده اورېدلې بلکه غوږونه می د (خښم) سره آشنا دی چه البته ته کولای سی خښم ته خشم ووائې ځکه ته شاید د بل ټاپو اوسېدونکی ئې یعنی د( خشم) او( چې) د ټاپو چه هیڅ د اعتراض وړ کار ندی
    بل عرض می دادی چه
    تا لیکلی دی چه
    که یو باسواده او په یوه مسلک پوه د بل چا پر نیوکو اعتراض وکی……………
    ګرانه که توضیح راکړې خوښ به شم چه نیوکه او اعتراض څنګ په څنګ د ددو مختلفو مفاهیمو په موخه څنګه توجیه کېدای شی
    مننه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *