Categories

اعلان

Loading…

لړمې/ اجمل پسرلی

د نایټ کلب له تلخونې چې راختله پر زنګنونو یې زور کاوه، لکه چې ډیره ستړې او ستومانه وي. دباندې یې سهارني لمر ته شنې سترګې وبریښدې. غبرګ لاسونه یې پرمخ تیر کړل.

د ښي لاس شا یې پر نوکانو وګیروله، همهغه شیبه ورپه یاد شوه چې د شپې  تور بریتونه د دې له همدې لاس سره ولګیدل. له بکسه یې دستمال راوایست. د لاس شا یي پرې وموښله، بیا یې وموښله…

پوست یې تک سور شو. ورون یې وګیریده. بیا یې دنګ بریتور سړی ترسترګو شو. د کاوبای پتلانه ټوتکر یې پر ګوتو کش ونیو د بل لاس پر ګوتو یې ورون وګیراوه. د غوږ شا یې بخار وکړ. ولي یې وخوځول، ټول ځان یې داسې شو لکه لړمي شوې چې وي.

بس ته وروخته د چوکۍ پر تکیه یې ملا وخوځوله راوخوځوله. بکس یې پرانیست پيسو ته یې وکتل. سر یې پر چوکۍ کیښود. په خیال کې دوکان ته ورغله، شات او کوچ یې واخیستل، شیدې یې رانیولې د پنیرو، کیک او ساسچ پیسې یې ورکړې…

د بس له دریدو سره یې ټکان وخوړ. راپاڅيده.  کور یې کیڼې خواته و، دوکان ښي لور ته. د دوکان خواته ته یې وکتل، خو د کور په لور چټکه شوه. ځان یې درد کاوه. بیرته یې ګامونه سست شول. د بلاک پنځم پوړ ته وخته د خپل اپارتمان ور چې یې پرانیست پیشو میو میو وکړ. پر تندي یې لاس کیښود:

« اوف ستا خواړه مې هم نه دې راوړي»

تر پیشو تیره شوه، هغې خرهاری وکړ، تر دې راتاو شوه. دې  په لته پورې وهله. خپله یې تخت ته ورټوپ کړل. بکس یې پرانیست. پیسې یې راوایستې، ویې ګڼلې. شونډې یې ویړې شوې. پیسې یې سترګو ته ونیولې. د پیسو د سګریټو تریخ او د شرابو تیز بوی ته، د بریتور پریړې شونډې وریادې شوې چې د دې په واسکټ کې یې پیسې ایښودې. ټول ځان یې وګیریده. پیشو  تخت ته وروخته، دې په بکس ووهله، د هغې کریغه شوه، له دیوال سره ولګیده. له بکسه د سینګار سامان او پیسې خورې ورې شوې. ورټیټه شوه چې پیسې راټولې کړي، خو لاس یې بخار کاوه، هغه یې نوکارې کړ، ملا یې وګیریده، هغه یې د ویښتانو پر برش وګیروله، ورنونه یې وګیریدل هغه یې وموښل. سر یې پر بالښت کیښود. د ماشومې په څير یې ژر ژر ځای پر ځای پښې ووهلې.

پیشو بیا میو میو وکړ دې سر ورجګ کړ هغې بلې کوټې ته منډه کړه.

پراګ

667 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *